موږ هر یو ځانګړی شخصیت، متفاوتې وړتیاوې او بېلابېلې هیلې لرو. زموږ پر دې پوهېږو چې په کومه برخه کې کار کول زموږ خوښېږي او ممکنه ده چې له فراغت وروسته په دې برخه کې کار وکړو. زموږ ډېرو لپاره دنده او کار له مینې او علاقې پرته بل څه دي. داسې چې له ارواپوهنې سره مینه لرو، خو انجنیري وایو. له نقاشۍ سره مینه لرو، خو مالي او بانکي زده کړې کوو. انجنیري مو خوښېږي، خو ادبیات لولو. غواړو چې د ځان لپاره کار وکړو، خو د کولو لپاره یې نور کسان ګومارو. یوازې ډېر محدود شمېر کسان دي چې د دندې او کار په اړه یې د څېړونکو د پوښتنو پر مهال ويلي، چې دوی له خپلې دندې سر مینه لري. موږ ډېری د خپلې خوښې په دنده او کار پسې نه یو تللي. خو ولې داسې ده؟ ولې هغه دنده او کار ونه کړو چې مینه ورسره لرو؟
زموږ ډېری ان د ځوانۍ او پوخ عمر په دوران کې هم لا د خپلې خوښې وړ کار او خپلې وړتیاوې سمې نه پېژنو. موږ ډېر پړه هم نه یو، ځکه ډېر وخت موږ ته په دې اړه سمه لارښوونه نه ده شوې او نه هم راته د زده کړو په مرکزونو لکه، ښوونځي، پوهنتون کې لازمې زده کړې راکړل شوې دي. ښوونځی یوازې د خپلو وړتیاوو د موندلو او هغه ته د لازمې توجه دوره ده؛ خو په عمل کې نه پلې کېږي. موږ ډېر وخت د مجبوریتونو له امله هم خپلې وړتیاووې وژنو او په یوه داسې برخه کې کار کوو چې اصلاً مو زړه نه وي. د خپلې خوښې وړ کار د پيدا کولو یا موندلو لپاره که هرڅو د شخصي وړتیاوو په کشف او موندلو پسې هڅه وشي؛ خو بیا هم نه شي کولای چې دغه تشه سمه ډکه کړي. اصلاً د خپلې خوښې پر دنده پوهېدل چې زموږ کومه دنده خوښېږي، سخته خبره نه ده. څېړونکي وايي، په دې برخه کې د ژوند کولو چاپېریال، شخصي تجربې او تر ډېره د انسان چار چلند هم اغېز لري. خو تر ډېره پورې دا مسئله چې څه ستاسې د خوښ وړ دي، ستاسې په درون پورې اړه لري. تاسې باید خپله له ځان څخه وپوښتئ چې څه ستاسې د خوښ وړ دي؟ په کوم کار او دنده کې ژر پرمختګ کولای شی؟ ستاسې مسوولیت به څه وي؟ دا او دې ته ورته نورې پوښتنې کولای شي له تاسې سره د خپلې خوښې وړ دندې په پیدا کولو کې مرسته وکړي.
زموږ ډېریو لپاره د کار او دندې لار ښوونځی او کانکور ټاکي. د ښوونځي پر مهال د هرچا خبرې ته غوږ وو، هر څوک د خپلې زاویې له مخې راته د پوهنتون ستاینه کوي، له موږ اصلي لار او خپله علاقه ورکه شي. ځینې وخت خو داسې هم کېږي چې د نورو خلکو د حالت قرباني شوي یو، د بېلګې په توګه، طب پوهنځی ځکه انتخابوو چې زموږ بل کلیوال یا ګاونډي طب لوستی او اوس ښې پیسې ګټي. انجنیري ځکه لولو چې ماما مو انجنیر دی او اوس ښه موټر لري. زموږ ډېری خو ان د خپل مور او پلار د غوښتنو او هیلو قرباني هم یو، د مور او پلار مو طب خوښېږي، هغه راته وايي چې بچیه تاسې باید حتماً طب ولولی. موږ که په زرو وي که په رضا، که مو خوښېږي او که نه، د دوی لپاره به طب لولو.
موږ ډېری وخت د ټولنې د غوښتنو له امله هم نه شو کولای چې د خپلې خوښې ټاکنې وکړو، که د ټولنې غوښتنو ته سر د نه په اشار خوځوو، وېرېږو چې هسې نه مسخره شو. هماغه وي چې له دوی سره پر ماته کښتۍ د سیند منځ ته ځو. آرتو شوپنهاور وايي: «موږ خپل نیم ژوند له نورو سره د ورته والي پیدا کولو په لار کې ضایع کړی دی». دا سمه ده چې انسان ټولنیز مخلوق دی او باید په ټولنه کې ژوند وکړي، خو شخصي هیلې او غوښتنې یې باید د ټولنې د غوښتنو قرباني نه شي.
خو په هر حال، همدا اوسنۍ دنده او کار زموږ لپاره غنمیت دی، که یې پرېږدو، ممکن ډېر وخت بله دنده پیدا نه کړو او له ماتې سره مخ شو. خو د وخت په تېرېدو سره کولای شو خپل کاري مسیر بدل کړو او د ماتې خوړلو چانس راکم کړو. کولای شو د خپلې اوسنۍ دندې په څنګ کې د خپلې خوښې وړ دندې په پيدا کولو او هغه ته د لازمو وړتیاوو د پوره کولو په لټه کې شو. کله یې چې په پيدا کولو او بالاخره په لاسته راوړلو بریالي شوو، بیا سمه ده چې مخکینۍ دنده چې زموږ په زړه نه وه جوړه، خوشي کړو. خو پام مو وي، پر دې لار تګ حتماً له ماتو سره مل دی، موږ باید د ماتې له مدیریت سره حوصله ولرو، له خپلو تېرو تېروتنو او ماتو د هغه په نظم او بیا هڅه کې ګټه واخلو، څو وکړای شو خپل کاري مسیر ورو په ورو سم او په خپل زړه برابر کړو. د خپلې خوښې وړ دنده کې موقتي ماتې، په جبري او تحمیل شوې دنده کې تر ډېرو لویو بریاوو ښې دي. ځکه دا مو د وخت په تېرېدو د ارام خوا ته بیايي او هغه مو ورځ په ورځ روح ځپي او خوشالي درنه اخلي.
له بریا وېره کېدای شي تاسې ته په نظر یو عجیب څه درشي، خو دا حتمي او واقعیت لرونکې ده. داسې تصور کړئ چې تاسې د یو بریالی کس شی او ټولو هیلو ته دې ورسېږی. داسې تصور چې واقعاً هم تاسې داسې ځای ته ورسېږی، په تاسې کې څه احساس پيدا کوي؟ ولې داسې وشي چې موږ هر یو له بالقوه وړتیاوو سره دې دنیا ته راشو او بیا ځینې محدود کسان له هغه څخه ګټه واخلو؟ ارواپوهان د دې یو لامل له مسوولیت اخیستو وېره بولي. دوی وايي، ډېری انسانان له دې چې نیوکه به پرې وشي یا دا چې څوک به یې مسخره کړي، عادي کارونه کوي او ډېری وخت د بل په غوښتنه پسې ځي، په خپل ذوق او علاقه هېڅ کار هم نه کوي، چې دا بیا وروسته ورته ډېر ګران تمامېږي.
موږ ټول غواړو چې په ژوند کې بریالي او د خپلې خوښې وړ ځای ته ورسېږو، خو هغه کار بیا نه کوو چې همدې ځای ته مو رسوي. که غواړی چې د خپلې خوښې وړ کار او دنده ولری، د نورو غوښتنې او خبرې مه اورئ. که په لومړیو کې دا کار درته سخت وي، ښه ده چې ورو ورو د خپلې خوښې وړ دندې لپاره کار وکړی او د یوڅه وخت په تېرېدو سره ځان هغه ته ورسوی. دې موقف ته د رسېدو پر لار وېره له زړه وباسئ او داسې تصور وکړئ چې تاسې هغه ته رسېدلي یاستی.