د امريکا متحدو ايالتونو منلې چې د ایران د کنګل شوې پانګې په قضیه کې به د عدالت په نړیواله محکمه کې د ځان دفاع وکړي.
امريکا وار له مخې پرېکړه کړې چې د ايران کنګل کړې پيسې به د هغو ترهګريزو پېښو پر قربانيانو ووېشي چې د ايران په مرسته شوې دي. امریکايي چارواکي وايي چې د عدالت په نړیواله محکمه کې به د امریکا له خوا د ایران د دوه میلیارده ډالرو کنګل شوې پانګې په قضیه کې، له تهران سره مقابله وکړي.
په دې اړه د عدالت د نړیوالې محکمې حکم ښايي څو میاشتې وخت واخلي.
د امریکا سترې محکمې د ۲۰۱۶ میلادي کال په اپرېل میاشت کې پرېکړه وکړه چې دا پیسې باید د هغو ترهګريزو پېښو د څه باندې زرو قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي چې د ایران رژیم پرې تورن دی.
په دې پېښو کې په بیروت کې د امریکا د سمندري ځواکونو پر یوې اډې د ۱۹۸۳ کال او په سعودي عربستان کې بمي حمله شاملې دي.
ایران د ۲۰۱۶ میلادي کال په جون میاشت کې په همدې قضیه کې د عدالت په نړیواله محکمه کې پر امریکا دعوه وکړه.
د تهران کنګل شوې پانګه او بندیزونه دواړه د ایران او امریکا د ۱۹۵۵ میلادي کال د دوستۍ د تړون پر بنسټ ولاړې مسئلې دي.
که څه هم دا تړون له اسلامي انقلاب مخکې لاسلیک شوی، خو ایران د امريکا پر وړاندې د دې تړون د ماتولو له کبله تند غبرګون وښود او له واشنګټن څخه یې وغوښتل چې له نړیوالو قانوني مکلفیتونو سره سم تهران ته غرامت ورکړي.
ایراني چارواکي دا څرګندونې ځکه کوي چې امريکا، ایران د دولتي ترورېزم د لوی ملاتړي په توګه پېژني او که څه هم د دوستۍ تړون ایران ته یو لړ امتیازونه ورکوي، خو د ایران د مرکزي بانک پیسې او ټولې نورې پانګې باید د امریکا له رسمي پړاوونو تېرې شي.
ایران تېره اونۍ وروسته له هغه لویه بریا ترلاسه کړه چې دې محکمې د خوړو او درملو په څېر د بشري اړتیاوو په برخه کې پر ایران د امریکا د بندیزونو د فسخه کولو پرېکړه وکړه، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یې په ځواب کې وویل چې امریکا د ۱۹۵۵ میلادي کال د دوستۍ تړون باطلوي او د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وویل چې امریکا به د ۱۹۶۱ میلادي کال د ویانا له تړونه چې د عدالت نړیواله محکمه یې پر بنسټ جوړه شوې ده، ووځي.
د عدالت نړیواله محکمه له دويمې نړیوالې جګړې وروسته جوړه شوه، څو د ملګرو ملتونو د سازمان د غړو هېوادونو تر منځ دعوې حل کړي او پرېکړې یې هم د تطبیق وړ دي، خو د خپلو پرېکړو د عملي کولو لپاره کوم اجرايوي ځواک نه لري.