له اوږدو ناندریو وروسته د امریکا او پاکستان اړیکې ظاهراً مخ په ښه کېدو دي. لومړی وزیر عمران خان په روانه جولای میاشت کې واشنګټن ته په دری ورځني سفر تللی دی. پاکستان د جون میاشتې په وروستیو کې اعلان وکړ، چې عمران خان د ولسمشر ټرمپ په رسمي بلنه واشنګټن ته ځي. که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې سفر په اړه بې خبرې وښوده، خو وروسته سپينې ماڼۍ وویل چې عمران خان دې هېواد ته په رسمي سفر ور روان دی او له امریکایي اړخ سره به په دوو اړخیزو اړیکو، د جنوبي اسیا په مسایلو او په ځانګړې توګه د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.
په دې لیکنه کې د امریکا – پاکستان د اړیکو په نوي باب، د خبرو په عمده احتمالي مواردو، له دې فرصت نه د پاکستان په توقعاتو او د امریکا او پاکستان د تازه مناسباتو په لړ کې، پر افغان چارو د دې سفر په اغېزو غږېږو.
د اړیکو نوی باب
له ۲۰۱۳ ز کال وروسته عمران خان لومړنی پاکستانی لومړی وزیر دی، چې واشنګټن ته سفر کوي. په ایبټ اباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن الادین تر وژل کېدو وروسته، د امریکا او پاکستان اړیکې مخ په ځوړ شوې، خو لومړي وزیر نواز شریف خپله ټوله هڅه وکړه چې د ۲۰۱۳ ز کال په سفر کې دا بې اعتمادۍ له منځه یوسي او امریکا ته قناعت ورکړي، چې د ترهګرۍ او سیمه ییزې همکارۍ په برخه کې د امریکا ترڅنګ ولاړ دی. له ۲۰۱۴ ز کال وروسته چې د امریکا او هند اړیکې مخ په ګرمېدو شوې او په سیمه کې د چین رول په ډېرېدو شو، د امریکا او پاکستان پر اړیکو یې هم منفي سیوری وکړ. پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړې، له چین سره د ستراتیژیکو اړیکو په بیا کتنه او ځینو نورو سیمه ییزو مسایلو کې هغه توقعات چې امریکا ترې درلودل، پوره نه کړای شول. ځکه مسله تر دې ورسېده چې متحده ایالتونو ټولې هغه مرستې چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره یې دې هېواد ته ورکولې، پرې بندې او د نړیوالو مالي بنسټونو له لارې یې فشارونه پرې زیات کړل.
اوس چې د افغان سولې مسئله تر ډېره بریده مخ ته تللې او په دې برخه کې له کلونو راهیسې د امریکا – پاکستان چنې روانې دي، د دواړو هېوادونو اړیکې هم ورسره مخ په عادي کېدو دي. په تېرو څو میاشتو کې د سعودي، اماراتو، قطر او نړیوال مالي صندوق له لوري د میلیاردونو ډالرو مرسته، له چین سره د روابطو په برخه کې د امریکا له لوري د ځینو امتیازاتو ورکړه او یا حداقل د چین – پاکستان په ستراتیژیکو اړیکو نه فشار، په پاکستان کې دننه د امریکا، هند او افغانستان ضد افراطي بنسټونو ځپل، د امریکا له لوري د بلوڅ بېلتون غوښتونکو په تور لېست کې داخلول، د پښتون ژغورنې غورځنګ په ځپلو د امریکا او نړیوالې ټولنې نه غبرګون او بالاخره د دې ټولو په بدل کې په افغان سوله کې د پاکستان هر اړخیزه مرسته هغه موارد دي، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو نوی باب یې پر اساس ولاړ دی.
د خبرو عمده احتمالي موارد
پاکستان په دې هڅه کې دی چې واشنګټن ته د عمران خان له سفر څخه په مختلفو برخو کې ښه استفاده وکړي. دا هېواد چې په اوس وخت کې له سختو مالي ستونزو سره مخ دی، په نړیواله کچه د تروریزم په سر تر فشارونو لاندې دی، له چین سره د اړیکو له امله امریکا ترې ناراضه ده او په کور دننه له سختو سیاسي بې نظمیو او ستونزو کړېږي؛ نو په داسې حال کې د امریکا په څېر د نړیوال ځواک ښو روابطو ته تر بل هر وخت محتاج دی.
افغان سوله له هغو عمده موضوعاتو ده، چې د امتیاز په پایله کې عمران خان د دې چانس پيدا کړ، څو واشنګټن ته ولاړ شي او هلته له امریکايي اړخ سره پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې وکړي. ولسمشر ټرمپ په ځلونو پر پاکستان تور لګولی، چې د امریکا میلیاردونه ډالره مرسته یې تش په تش تر لاسه کړې او په بدل کې یې له دروغو پرته هیڅ نه دې ورکړي. ټرمپ شاوخوا یو کال وړاندې له عمران خان څخه په یوه لیک کې غوښتنه وکړه، چې په افغان سوله کې مرسته وکړي. پاکستاني رسنیو په هماغه مهال دا خبره ښکته پورته کوله، چې د افغان مسئلې د پرمختګ په صورت کې به لومړی وزیر عمران خان د دې چانس پیدا کړي، څو د واشنګټن دوره وکړي. اوس چې د افغان سولې په مسئله کې د پام وړ پرمختګ راغلی، عمران خان به په دې لټه کې وي، چې په سر یې له امریکايي اړخ څخه د پام وړ امتیازات هم تر لاسه کړي.
د چین – پاکستان مخ پر وده اړیکې کېدای شي د بحث بله عمده موضوع وي، چې په اړه یې متحده ایالتونو په ځلونو پاکستاني لوري ته خپله اندېښنه وړاندې کړې ده. چین همدا اوس د بلوچستان په ګوادر کې د چین پاکستان په اقتصادي کواریډور لسګونه میلیارده ډالره لګوي او دې پروژې ته امریکا د اقتصادي زولنو په سترګه ګوري. امریکا باوري ده چې د چین یو سړک یو کمربند پروژه خپلې موخې تعقیبوي. د سیاسي چارو کارپوهان پر دې باور دي، چې د عمران خان او ټرمپ د بحث مهمه موضوع ممکن په پاکستان کې د چین مخ په پراخېدونکي نفوذ په اړه هم وي، چې امریکا یې له کلونو راهیسې په اړه اندېښمنه ده.
د دې ترڅنګ، امریکا له کلونو راهیسې له پاکستان څخه د لشکر طیبه او جیش محمد په څېر د افراطي ډلو په فعالیتونو د بندیزونو غوښتنه کوي. دا ډلې چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې هم شاملې دي، په هند او افغانستان کې په ډېرو ترهګریزو بریدونو تورنې دي. دا ډلې که څه هم په مستقیمه توګه امریکا ته ګواښ نه دي او تر ډېره پورې په سیمه کې د هند د ګټو پر ضد رامنځ ته شوې، خو هند له کلونو راهیسې هڅه کوي، چې له امریکايي کارډ څخه په استفادې دا ډلې وځپي. پاکستان ظاهراً د دې ډلو د ځپلو په برخه کې یو لړ اقدامات هم کړي، خو د ملګرو ملتونو په تور لېست کې له شاملېدو سره سره، د دې ډلو مشران مسعود اظهر او حافظ سعید په دې هېواد کې ازاد فعالیت لري، چندې ورته ټولېږي او دولتي ملاتړ له ځان سره لري. امریکا ته د لومړي وزیر عمران خان په سفر کې به د بحث بله موضوع له دې ډلو په دولتي کچه د پاکستان ملاتړ وي، چې ممکن امریکا خپلې وروستۍ سرې کرښې هم ورته وباسي.
پر ایران د امریکا بندیزونه، د پاکستان خراب اقتصادي وضعیت، د هند – امریکا پر اړیکو د پاکستان ملاحظه او ځینې نور موضوعات هم ممکن د بحث په حاشیه کې مطرح شي، خو په ټوله کې بیا هم د یادونې وړ ده، چې اصلي موضوع افغان سوله ده او دا سفر هم د یادې مسئلې په سر پاکستان ته په امتیاز کې ورکړل شوی دی.
د پاکستان توقعات
پاکستان چې نن سبا په سیاسي او اقتصادي لحاظ تر بل هر وخت په بد حالت کې دی، د امریکا په څېر د ځواکمنو هېوادونو هر اړخیزې مرستې او باور ته سخته اړتیا لري. په تېرو څو کلونو کې د امریکا د فشارونو او بندیزونو له امله د دې هېواد اقتصاد مخ په رکود روان دی او له سیاسي پلوه یې اعتبار سخت زیانمن شوی دی.
پاکستان له ۲۰۱۳ ز کال را پدېخوا په دې هڅه کې دی، چې د امریکا باور تر لاسه کړي، خو په افغانستان کې د پاکستان په نیابت روانې جګړې، له چین سره مخ په وده اړیکو، د هند او امریکا ستراتیژیکې ملګرتیا او په سیمه کې د پاکستان له ملاتړ څخه برخمنو وسله والو افراطي ډلو شتون د باور یاده فضا ډېره زیانمنه کړې ده.
پاکستان د عمران خان د جولای سفر ته د ډېر لوی فرصت په سترګه ګوري. تر هر څه لومړی د دې هېواد هڅه دا ده چې د امریکا په څېر له مهم هېواد سره یې اړیکې بېرته عادي حالت ته را وګرځي. دا هېواد د هغو دوو اړخیزو اړیکو د بېرته را ژوندي کولو هڅه کوي، چې په ترڅ کې یې کلونه کلونه میلیاردونه ډالره مرسته ور روانه وه او په مټ یې د خپلې کلنۍ نظامي بودجې ۱۹ سلنه برخه پوره کوله.
امریکا په ځلونو ویلي چې له پاکستان سره یې اړیکې او مرستې تر افغان سولې مشروطې دي. اوس چې په افغان سوله کې یو څه پرمختګ شوی او په دې برخه کې امریکا د پاکستان له رول څخه څه ناڅه راضي ښکاري، د دواړو هېوادونو په دوو اړخیزو اړیکو به هم مثب اغېز ولري. پاکستان تر هر څه لومړی تمه لري، چې امریکا ورسره د اقتصادي ستونزو په حل کې د پام وړ مرسته وکړي. هغه مالي پکیجونه چې په افغانستان کې د امریکا د نوي ماموریت له پیل سره سم پاکستان ته په پام کې نیولی شوي وو، بېرته پيل او د سولې امتیاز په نوم په ځینو نورو برخو کې هم لاسنیوی وکړي.
دا هېواد له کلونو راهیسې د بلوڅانو او پښتنو له پاڅونونو سره مخ دی. په وروستیو کلونو کې چې دا خوځښتونه مخ په زیاتېدو دي، پاکستان د پردې تر شا امریکا، هند او افغانستان ملامت ګڼي، چې ګواکې د دې بېلتون پالو ډلو ملاتړ کوي. څو ورځې وړاندې د امریکا متحده ایالتونو بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ په تور لېست کې شامل کړ او د پاکستان له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ په ځپلو هم چوپه خوله دي. عام ذهنیت دا دی چې دا د افغان سولې په سر د امریکا له لوري پاکستان ته د امتیازاتو یوه برخه ده، چې د واشنګټن په سفر کې به پاکستانی اړخ پرې لا زیات ټینګار وکړي.
د دې ترڅنګ، پاکستان له څه مودې را پدېخوا په دې لټه کې دی، چې له هند سره یې اړیکې ښې شي. نن سبا چې پاکستان له اقتصادي انزوا سره مخ دی، له افغانستان او هند سره تجارتي او سیاسي راکړه ورکړه ورته حیاتي ارزښت لري. دې هېواد په کراتو له هند سره د خبرو او د مسایلو د سوله ییز حل غوښتنه کړې، خو د هندي اړخ له لوري یې مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی. امریکا چې په سیمه کې د هند ستراتیژیک شریک دی او د هند پر مسایلو تر ډېره تسلط لري، له پاکستان سره تر یوه بریده په دې برخه کې همکاري هم کولای شي.
پر افغان چارو د دې لیدنې اغېز
دا معلومه خبره ده چې له کلونو راهیسې پاکستان د دې لپاره په افغانستان کې نیابتي جګړه روانه ساتلې، چې له مخې یې ځینې امتیازات ورکړل شي. اوس چې د دې جګړې د ختمولو په موخه امریکا د سولې لوری نیولی او عملاً له طالبانو سره پر خبرو بوخت دي، له پاکستان څخه د رښتینې همکارۍ تمه لري. په تېرو څو کلونو کې چې امریکا له بېلابېلو لارو پر پاکستان فشارونه زیات کړي، تر ډېره پورې یې لامل هم افغان سوله یادېږي.
د ولسمشر غني د حکومت پر مهال له پاکستان سره د دولت په دولت اړیکو ته یو څه چوکاټ برابر شو او تر ډېره بریده په دې مهال کې پاکستان هم دا درک کړه، چې د دوامدارې جګړې له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی. اوس چې پر دې هېواد نړیوال فشارونه زیات شوي او له اقتصادي پلوه هم نور د دې جګړې د غځولو توان نه لري، د افغانستان لپاره دا ښه فرصت دی، چې له پاکستان سره دولت په دولت خبرو ته کېني او پر ټولو هغو موضوعاتو خبرې وکړي چې پاکستان یې له باثباته افغانستان څخه وېره لري.
د ولسمشر ټرمپ او لومړي وزیر عمران خان خبرې به تر ډېره د افغانستان پر مسایلو ور ټولې وي، خو متاسفانه زموږ بهرنۍ ډيپلوماسي یا د شرایطو او یا هم د خرابې حکومتدارۍ له امله هغسې پياوړې نه ده، چې د امریکا له کارډ څخه په استفادې خپلې غوښتنې په ښه شکل تطبیق کړای شي. په ټوله کې واشنګټن ته د لومړي وزیر عمران خان ته سفر د افغانستان د سولې په برخه کې د همکارۍ په بدل کې د امتیاز په توګه ورکړل شوی دی، چې ښکاره خبره ده د افغان سولې په برخه کې به یې اغېزې مثبتې وي.