حمیدالله حمیدي
د زرو قدر له زرګر سره وي. د یوه بوډا په اړه مې کیسه اورېدلې ده چې مجسمې به یې جوړولې. نوموړي د ارام سمندر جنوب لوري په یوه واړه کلي کې ژوند کاوه او یوه کوچنۍ جونګړه یې لرله. بوډا ډېر پوه او د لوړ استعداد څښتن و. ټول عمر یې په لرګیو کې د حکاکۍ مسلک ته وقف کړی و. یوه ورځ یې په خپله سيمه کې قدم واهه. د جزیرې د تر ټولو شتمن کس د کور په مخه کې یې څو پرې شوې ډبلې ونې (د لرګي کوندې) ولیدې چې پرتې دي. د کور له څښتن څخه یې پوښتنه وکړه، په دې لرګیو څه کوې؟
د کور څښتن ورته وویل:
داسې بېکاره لرګي دي غواړم ایسته یې واچوم.
مجسمه جوړوونکي ورته وویل، کولای شم له دې څخه یوه زه یوسم؟
د کور څښتن په حیرانۍ ورته وکتل، ويې ويل:
وايې خله، خو دا زړې ونې به څه کړې؟
مجسمه جوړوونکي د ونې یوه لویه تنه په خپله ګاډۍ کې کېښوده او خپل کور ته یې یوړه، په ولاړو یې ودروله. شاوخوا ترې وګرځېد، فکر یې وکړ، څه شی پکې ښکلی راځي او په سپینولو یې پیل وکړ. څو ورځې پر له پسې یې په ډېر دقت وتراشله. دوه اونۍ وروسته یې له خپل فکر څخه په ګټې اخیستنې ترې تر ټولو ښکلی باز وتراشه. ډېر ښایسته و. خلاص وزرونه، تا به ویل چې همدا اوس د الوت په حالت کې دی. باز یې د خپل کور په مخکې ټينګ کړ. څو ورځې وروسته د کلي هماغه شتمن د مجسمه جوړوونکي د کور له مخې تېرېده. په باز یې سترګې ولګېدې. ډېر یې خوښ شو. ورنږدې شو، د ښکلا او ظرافت ستاینه یې وکړه. مجسمه جوړوونکي ته یې وویل، دا دې د نړۍ په کوم ګوټ کې اخیستی دی؟
زه غواړم در څخه ویې پېرم.
مجسمه جوړوونکي ورته وویل، نه صیبه، دا د خرڅولو لپاره نه دی.
شتمن ټینګار کاوه چې بیه یې ورته ووايي، هر څومره چې وي اخلي یې. له لږ ځنډ وروسته مجسمه جوړوونکي ورته وویل، ۵۰۰ ډالر څنګه دي؟ دا نو د هغه وخت ډېرې پیسې وې.
شتمن یادې پیسې ورکړې، خو کله چې روانېدو، مجسمه جوړوونکي ورته وویل، نه پوهېږم که په اصلي کیسه پوه شي بیا به هم دا سودا وکړې؟
تاسې همدا اوس د لرګي هغه بېکاره کونده په ډېره مینه په لاس کې اخیستې چې څو اونۍ مخکې دې ماته وړیا راکړه.
بله ورځ بیا مجسمه جوړوونکی د شتمن د کور مخې ته تېرېدو. ګوري چې پر پاتې لرګینو کوندو یې لیکلي، دا یوازې بېکاره لرګي نه؛ بلکي د هرې کوندې بیه ۵۰۰ ډالره ده. تاسې پوهېږی چې شتمن له دې کیسې درس اخیستی و.
له دې کیسې مې موخه دا وه چې مجسمه جوړوونکي د لرګیو په هغو کوندو کې یو څه لیدلي وو، چې نورو کسانو نه شوای لیدلی. شتمن ورته یوازې د بېکاره لرګیو په توګه کتل، خو مجسمه جوړوونکي یې باطن لیدو. هغه پوهېدو چې د ونې له دې تنو څخه کوم کوم شی جوړېدلی شي. خدای پاک (ج) هم زموږ وړتیاوې همداسې ویني. خدای پاک (ج) زموږ په وجود کې هغه شیان ویني چې نور خلک یې نه شي لیدلی.
کله کله خلک هڅه کوي چې ښکته مو را کش کړي او بې ارزښته مو معرفي کړي. ډېر کله زموږ خپل فکرونه هڅه کوي را باندې ومني چې تاسې د کوم خاص کار د تر سره کولو وړتیا نه لری. خو خدای پاک (ج) زموږ ظاهر او باطن دواړه ویني. خدای پاک (ج) ستاسې ګناهونه بښي او له تېروتنو مو تېرېږي. خدای پاک (ج) ستاسې ارزښت ویني. کېدای شي داسې فکر وکړی:
زه یو منظم کس نه یم، کېدای شي کار رانه خراب شي، کېدای شي ماتې وخورم، زه د هېڅ کار د تر سره کولو وړتیا نه لرم، خو له نېکه مرغه باید ووایم چې خدای پاک (ج) اوس هم ستاسې د ننه یو ښکلی باز ویني. کېدای شي خلک مو پر ځمکه را وغورځوي، خو خدای پاک (ج) په تاسې کې هغه وړتیا ویني چې ځان له ځمکې پورته کولای شی. هغه ویني چې تاسې د الوت په حال کې یاست.
اوس تاسې هم باید ونډه واخلئ، څو د منفي فکرونو له شره ځان خلاص کړی. له هغه جال او منفي خبرو ځان خلاص کړئ چې خلک یې ستاسې په اړه کوي. د دې پر ځای مو د ذهن بیارغونه پیل کړئ. پر خپل باطن باور وکړئ چې تاسې خپلواک، با استعداده او ارزښت لرونکي یئ. خدای پاک (ج) هر وخت له تاسې سره مرسته کوي، څو هغه ځای ته چې باید وی، ورسېږی.
ستاسې په وجود کې یوه سلطنتي کورنۍ ده
په لرغونو متنونو کې راځي چې یوه ورځ یوه لښکر پر ښار برید وکړ. ډېری کسان یې له ځان سره یوړل او پادشاه یې وواژه. دا لومړی ځل و چې د دغه ښار خلک بې رهبره شول. ډېر خواشيني وو، هېڅ نه پوهېدل چې څه وکړي، له ژونده یې تمه شلېدلې وه، فکر یې کاوه چې نړۍ پای ته رسېدلې. پیغمبر پکې را پورته شو او ويې ویل:
ولې ژاړی، څه خبره ده؟ ایا په تاسې کې دومره څوک نشته چې د پادشاه پر ځای یې وټاکی؟
له دې څخه ښکاري چې زموږ هر یوه په وجود کې یو پادشاه شته. کېدای شي تېروتنه وکړی، خو بیا مو هم په وجود کې پادشاه شته. کېدای شي ناهیلي شی، خلک مو په اړه ناوړه قضاوت او پرېکړه وکړي او یا دا چې ښه فرصتونه (موکې) له لاسه ورکړی. پرېږدئ چې دغه څو کلمات مو د زړه په تل کې کېني. ستاسې په وجود کې لا هم یو پادشاه شته. ستاسې په زړه کې لا هم یوه ملکه شته. اوږې مو وښوروئ، سر مو لوړ ونیسئ او استوار ګامونه واخلئ. ستاسې په رګونو کې سلطنتي وینه بهېږي. تاسې پر خپل سر د لطف او مهربانۍ تاج لری. زه همدا اوس له عادي کسانو سره خبرې نه کوم، بلکې زه د یوې سلطنتي کورنۍ له غړو سره په خبرو بوخت یم. که زموږ په زړونو کې ایمان، هیله او باور وي، هرومرو به د خپل وجود پادشاه، ملکه او په خپل سر د پادشایۍ تاج ووینو. خدای پاک (ج) له تاسې غواړي چې د خپل وجود پادشاه ازاد کړی.
کېدای شي داسې فکر درته پیدا شي. ګوره! دغه کومې خبرې چې ته کوې، دا اصلاً له ما سره نه ښایي. ځکه چې زه ډېرې تېروتنې لرم، پر ما ډېرې سختۍ تېرې دي او دغه څه چې ته وایې، په ما کې نشته.
خو زه وایم تاسې تر چا کم یاست. کله چې یو څاڅکی مردارې اوبه پر کامل انسان بدلېږي، کله چې یو چینجی پر شاه پرک بدلېږي، کله چې یوه بې ارزښته د لرګي کونده د باز پر ښکلې مجسمې بدلېږي، بیانو د یوه مثبت فکر لرل او د عملي کار لپاره مټې بډوهل ولې ناشوني شي؟ که تاسې د زړه له تله یوه شي ته رسېدل وغواړی، هرومرو ورته رسېدای شی. ځان ته ووایاست، زه د خدای پاک (ج) له لوري ټاکل شوی یم او هرومرو به خپلو موخو ته رسېږم. ماته یوه مهمه دنده را سپارل شوې چې باید سرته یې ورسوم.