نادیه مراد د ۱۹۹۳ ز کال د اپرېل په اوولسمه د عراق په کرد مېشتي سنجار ولایت په کوجو کلي کې وزېږېده. نوموړې خپلې لومړنۍ زده کړې په عراق کې وکړې. د خپل پلار په مرسته چې ازاد کاروبار یې کاوه، پوهنتون ته داخله شوه او وروسته یې په ځینو ادارو کې کار وکړ، خو په عراق کې د وضعیت له نا ارامېدو وروسته یې ژوند له ډېرو کړاوونو سره مخ شو. نوموړې وایي چې وروسته له هغه چې عراق کې وضعیت نا ارام شو، نو د نوموړې په شمول هېڅ کوم عراقي ښه ورځ ونه لیده. دا وایي چې د دوی کورنۍ بیا ډېره تر تحدید لاندې راغله. هره ورځ به ورته ګواښونه کېدل چې بالاخره مور، خور او شپږ وروڼه یې د داعش وسله والې ډلې له خوا ووژل شول. نادیه هم له یو څه مودې وروسته د یادې ډلې لاسونو ته ورغله. د راپورونو له مخې یادې ډلې ورسره ډېر زور زیاتی وکړ او ورسره یې په هېڅ ډول ظلم هم صرفه ونه کړه. نوموړې په یوه مرکه کې ویلي، وروسته له هغه چې په عراق کې داعش ډلې حضور پیدا کړ، نو هره ورځ به د دوی د عقیدې پیروان کمېدل، داسې نه چې هغوی خپله عقیده پرېښوده، بلکې هره ورځ به ګڼ شمېر ځوانان او ځوانې نجونې تري تم کېدې او بیا به په خورا وحشت وژل کېدل. د نوموړې په خبره دوی له اجدادو دلته ژوند کړی دی. له مسلمانانو سره یې ښه روابط لرل، ښه رویه یې ورسره کوله، خو د ډلو ټپلو له پیدا کېدو وروسته هر څه سخت شول او د دوی د عقیدې خلکو به هڅه کوله چې ځانونه له مسلمانانو لرې وساتي. که څه هم ټول مسلمانان سخت دریځه نه وو، خو بیا هم ورته چا ځانونه نه نږدې کول. نادیې په یوه مرکې کې ویلي، کله چې د داعش ډلې له منګولو را خلاصه شوم، نو هلته زموږ سیمه کې د یو مسلمان کور و، که څه هم وېرېدم، خو ورغلم. کله چې کور ته دننه شوم، له ما سره یې ډېره ښه رویه وکړه، ما ته یې داسې احساس راکړ لکه خپل کور ته چې راغلې یم. ځان مې خوندي احساس کړ، وپوهېدم چې هر ځای او هره عقیده بېلابېل خلک لري. نادیه هغه نجلۍ ده چې د ډېرو هغو مېرمنو لپاره چې زنداني وې، مبارزه یې وکړه.
د جرمني په سوېل لوېدیځ کې د بادن وورتمبرګ ایالت په مرکز کې داسې يو ځای جوړ شوی دی چې پکې د داعش له خوا ځورېدلې ښځې تداوي کېږي.
د المان د وورتمبرګ ایالت په مرکز کې د داعشي جنګیالیو له بند څخه د تښتېدلو مهاجرو او ماشومانو په مرکز کې ۱۱۰۰ ښځو او ماشومانو ته پناه ورکړل شوې ده.
دغو ښځو او ماشومانو ته د داعش ډلې د ظلمونو له کبله سخت روحي او جسمي زیانونه رسېدلي دي. د نجونو له ډلې څخه یوه یې د عراق اوسېدونکې نادیه مراد وه.
نادیه چې له رواني حالته ډېره زیانمنه وه، نه یې شوای کولی چې د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړي. هغې یوازې اوس او یو ساعت وروسته ته فکر کوي. د نادیې لپاره ورځ، میاشت او کال هېڅ مانا نه لري. هغه نه شي کولای د نورو نجونو په شان خپلې راتلونکې ته یوه برنامه جوړه کړي. د هغې په څېره کې د وېرې او کرکې اثرات له ورايه ښکاري او ارام ته یې نه پرېږدي.
د دې عراقۍ نجلۍ د ژوند یوازینۍ برنامه له داعش سره مبارزه وه. هغه وايي: «زه غواړم د هغه څه په اړه چې په عراق کې رامنځته شوي او د هغو جنایتونو په باب چې هلته پېښ شوي دي، شهادت ورکړم.»
په هغه ښار کې چې نوموړې زېږېدلې، د داعش ډلې مخفي تونلونه پیدا شول چې پکې ۳۰۰۰ ښځې ساتل کېدې. په دې تونلونو کې د بندي ښځو لپاره په مبارزینو کې چې هڅې یې خورا ډېرې محسوسي دي، یوه یې نادیه وه.
نادیه هغه وخت هم د بشري حقونو له ټولو فعالانو څخه غوښتي وو چې د هغو ۳۰۰۰ نورو ښځو د ژغورنې لپاره چې لا هم د داعش په اسارت کې دي، هڅې وکړي. نادیه په ۲۰۱۵ ز کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې وینا وکړه او د نوبل د سولې جایزې ته نومانده شوه.
د ناديې برخلیک د هغو ۷۰۰۰ ښځو او نجونو له برخلیک سره تړاو لري، چې هغه وخت یې د عراق په شمال کې د داعش په اسارت کې ژوند تېراوه. هغه چې له دې ډلې څخه په تېښته بریالۍ شوې، اوس په زغرده وایي چې داعش په موصل ښار کې پر قربانیانو څرنګه سوداګري کوله او څرنګه یې د غلام په توګه خرڅولې، دا وایي: «زه یې په دغه ښار کې خرڅه کړم، هغه نجونې چې روښانه پوستکی، شنې سترګې او یا طلايي وېښتان یې درلودل؛ زیات خریداران یې وو.»
له خبریالانو سره د خبرو پر وخت د نادیې په صورت کې هېڅ ډول تازه ګي او احساس نه لیدل کېده، خو د هغې رواني ډاکتر ویل چې دلته حالت بل ډول دی، کله چې هغه یوازې وي ډېره ژاړي.
نادیه مراد، د عراق له اېزېدیانو څخه ده، هغه لومړی يوه وسله وال ونيوله او بیا یې وپلورله. نادیې د پلورلو پر وخت د تېښتې چانس پيدا کړ، دا په خپله وايي: «ډېره سرګردانه وم، وروسته بیا د یو مسلمان کور ته چې پخوا به ورڅخه ډېره وېرېدم ورغلم.»
خو نادیې ته وروسته مالومه شوه چې دغه مسلمانه کورنۍ له وسله والو ډلو او بې موجبه وژنو نه دومره نفرت لري، لکه دا يې چې لري.
نادیه بالاخره په دې بریالۍ کېږي چې د جعلي اسنادو څخه په ګټنې، تر یوې بورقې لاندې، پرته له دې چې وپېژندل شي، ځان د کردستان مرکز دهوک ښار ته ورسوي.
په دهوک کې هغه د المان په بادن وورتمبرګ ایالت کې له جوړ کمپ څخه خبرېږي او له خپلي خور سره المان ته د راتلو غوښتنه کوي.
د نادیې مراد، په خبره چې مور او پلار او شپږ وروڼه یې په ۲۰۱۴ ز کال کې هغه وخت چې داعش پر سنجار حمله وکړه، ووژل شول.
له دې ناخوالو سره سره نوموړې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او هغه هم د هغه څه لپاره چې د دې په ګډون د میلیونونو انسانانو ارمان او هیله ده، چې نورو خلکو او بیا داسې خلکو ته چې له راز راز بدمرغیو نه کړېږي، د ارام او سوله ییز ژوند امکانات او چاپېریال برابرول دي.
لکه څنګه چې مو مخکې وویل، نادیه هغه مبارزه ده چې د زرګونو مېرمنو د ژوند په خوندیتابه کې یې تر حد ډېره هڅه کړې ده او بالاخره بریالۍ شوې هم ده. بریا یې دلته معلومېږي چې موږ د ۱۳۹۷ ز کال د تلې میاشتې په پنځلسمه خبر تر لاسه کړ چې د ۲۰۱۸ ز کال د سولې نوبل جایزه نادیې مراد او ډنیس موکویګي ته ورکړل شوه. نادیه مراد د جایزې د معرفي په مراسمو کې د خپلو خبرو پر دوام وویل: «موږ هېچا باندې احسان نه کوو، موږ چې هر څه کوو د انسانیت او د انسانانو د ښېرازۍ لپاره یې کوو. دا زموږ د خلکو جګړه ده او موږ به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو.»
په ۲۰۱۷ ز کال کې نادیه مراد بېرته خپل کلي ته لاړه.
نادیه مراد په ۲۰۱۶ ز کال کې د ساخاروف او د واسلاو هاوېل د بشري حقونو جایزې هم وګټلې.
له ۲۰۱۶ ز کال راهیسې مراد د انساني قاچاق د قربانیانو په چارو کې د ملګرو ملتونو د نېکو هیلو سفیره ده. نوموړې د داسې یو سازمان بنسټ اېښودونکې هم ده، چې له هغو ښځو او ماشومانو سره مرسته کوي، کوم چې د ټول وژنو، جګړو او انساني قاچاق قربانیان دي. د مراد سازمان هڅه کوي چې د قربانیانو ژوند ښه او نورمال شي.
د ۲۰۱۸ ز کال د سولې جایزې بل ګټونکی ډنیس موکویګي دی چې له کانګو ډیموکراټیک جمهوریت سره تړاو لري. ډنیس موکویګي ډاکتر دی او له هغو ښځو سره مرستې کوي، چې د تاوتریخوالي قربانیانې دي.
د نوبل په اعلامیه کې ویل شوي چې د ۲۰۱۸ ز کال د سولې جایزه ځکه دوی ته ورکړل شوه، چې: «دوی له هغو قربانیانو سره همکاري کړې، کوم چې په اوږدمهالې جګړه کې زیانمن شوي دي.»
د نوبل د سولې سږنۍ جایزه کانګويي ډنیس مکویګه او اېزیدۍ فعالې نادیې مراد وګټله. دواړه کسان د جنسي تشدد پر وړاندې چې په وسله والو کړکېچونو کې د دښمن د ځپلو د وسیلې په توګه کار ترې اخیستل کېږي، د هڅو په خاطر د دې جایزې ګټونکي وبلل شول.
د نوبل د سولې جایزې د کمېټې مشرې بېریټ رایس اندرسن د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د دې جایزې د ګټونکو د معرفۍ په مراسمو کې وویل: «نادیه مراد هغه شاهده ده، چې له دې او نورو ښځو سره شوی تشدد یې بیان کړ، دوی دواړه په خپله طریقه د جګړې پر مهال د جنسي تشدد پر پېښو رڼا واچوله، څو له عاملانو سره یې حساب او کتاب وشي. دا جایزه دوی ته له دې امله ورکول کېږي، چې په رښتیا یې زړورتیا ښودلې او د ګڼو نورو مېرمنو د سوله ییز ژوند لپاره یې دوامداره هڅې کړې دي.»
هغه زیاته کړه، مېرمن مراد د جنسي تېري او نورو ظلمونو د قرباني په توګه د خپل درد د بیانولو له لارې غیر معمول جرائت ښودلی او مکویګه په وسله والو کړکېچونو کې د جنسي تشدد د ختمولو لپاره په مبارزه کې په کانګو او نړۍ کې د یووالي ترټولو ستر او مخکښ سمبول دی.