د دوو لاملونو له مخې سعودي موافقه وکړه چې یو ځل بیا امریکايي سرتیري را وغواړي. آیا د حوثي جنګیالیو بالیسټیکي توغندیو سعودیان اړ کړل چې د Thaad په نوم دفاعي توغندي راونیسي؟ آیا د پاټریوټ دفاعي سیسټم اسطوره له منځه تللې ده؟ ترکیه په حقه ده چې د روسیي s-400 دفاعي سیسټم یې راونیو؟
په خلیج کې د بل هر وخت په پرتله وضعیت دومره ترینګلی نه و، خبره هغه مهال لا پسې د اندېښنې وړ شوه، چې د تیلو وړونکې بیړۍ ونیول شوې، امریکا او ایران د یوبل بې پیلوټه الوتکې په هرمز تنګي کې را وغورځولې، هماغه وو چې سعودي د یو بد احتمال د پېښېدو له ډاره دوه مهم ګامونه پورته کړل:
لومړی: له ۱۹۹۶ ز کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې سعودي اعلان وکړ چې د پلازمېنې سویل ختیځ ته نږدې به ۵۰۰ امریکايي سمندري سرتېري د امیر سلطان بن عبدالعزیز په نظامي اډه کې ځای پر ځای شي.
دویم: د امریکا د دفاع وزارت دا اعلامیه او اعلان چې (لوکهیډ مارتن) شرکت په امریکا کې د وسلو جوړولو تر ټولو ستر شرکت هغه قرارداد وګاټه، چې له مخې به یې د ۱،۴۸ میلیاردو ډالرو په اندازه د Thaad دفاعي توغندي پر سعودي عربستان وپلوري.
په دې تړون سره به سعودي عربستان له همدې شرکت څخه د ۳،۳۶ ملیاردو ډالرو په اندازه وسلې او نظامي مهمات رانیسي.
سعودي عربستان اوسمهال په سویل کې د یمن په ختیځ کې د ایران او په ځانګړې توګه د خلیج په اوبو کې له سترو ننګونو او ګواښونو سره مخ دی او له همدې کبله یې اوس هغه پرېکړه له پامه غورځولې، چې په ۱۹۹۶ ز کال کې یې کړې وه او ټولې بهرنۍ نظامي اډې یې له خپلې خاورې ویستې وې، ځکه په هماغه کال یو موټر بم برید د امریکايي سمندري ځواکونو یوه اډه په نښه کړه او نږدې ۱۹ سرتیري یې ووژل، چې وروسته بیا دا د (عملیة الخبر) په نامه مشهوره شوه. هغه مهال القاعدې او ځینو مذهبي مشرانو پر سعودي مشرتابه نیوکې کولې، چې د دغو بهرنیو ځواکونو شتون د (الحرمین) له حرمت سره مخالفت لري.
اوس داسې ښکاري چې وضعیت بدل شوی دی، سعودي مشرتابه امریکايي فشار ته تسلیم شوی دی، ځکه اوس په کور دننه امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، له امریکا سره د ټینګو اړیکو لېوالتیا ډېره شوې ده، دیني موسسه له منځه تللې ده، هغه پخوانی اغېز یې نشته، د القاعدې ګواښ هم نشته، ځکه په افغانستان کې یې مهم مرکزونه له منځه تللي دي.
د سعودي رسمي خبري اژانس (واس) خبر ورکړ، چې پاچا سلمان بن عبدالعزیز موافق دی چې امریکايي سرتیري راشي، څو په ګډه د سیمې امنیت ونیسو او دلته ثبات دایمي او باوري شي.
د سعودي عربستان سرچینې وايي: «امریکا د سرتېرو د لېږد غوښتنه کړې وه او ټول لګښتونه به هم د امریکا پر غاړه وي».
دا خبرې تر یوه ځایه کره وې، خو چې سړی د ولسمشر ټرمپ حرص ته ګوري، باور نه شي کولای چې امریکا دې په سعودي کې د خپلو سرتېرو لګښت ومني، ځکه نوموړي وار له مخه له عربانو په میلیاردونو ډالر تر لاسه کړي، چې امریکا ستاسې امنیت نیسي، دا معلومه ده چې سعودي عربستان به د دې سرتېرو ټول لګښت مني.
اوس چې سعودي عربستان دThaad دفاعي سیسټم چې بالیسټیکي توغندي راغورځولی شي، رانیولی دی. مانا یې دا ده چې پاټریوټ هغه چې سعودي پرې میلیاردونه ډالر مصرف کړي دي، له کاره لوېدلې دی؛ ځکه دې سیسټم د حوثي جنګیالیو د توغندیو په ځانګړې توګه د کروز مخه ونه شوی نیولی. اوس د هرې ورځې په تېرېدو د حوثي جنګیالیو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ګواښ مخ په ډېرېدو دی.
دا هم د یادونې ده چې د حوثیانو توغندي توانېدلي دي، چې د سعودي عربستان له رادار او دفاعي سیسټم څخه تېر شي او خپلو اهدافو ته ځان ورسوي. څو ځلې یې د سعودي عربستان په سویل په ځانګړې توګه په جازان او نجران کې هوايي ډګرونه هم فلج کړي دي، چې د څو ساعتونو لپاره به الوتکو ترې پروازونه نه شوی کولی.
دې نوي پرمختګ د پاټریوټ دفاعي سیسټم او د امریکايي رادارونو وړتیا له پوښتنې سره مخ کړې ده، ځکه خو ترکیې پرېکړه وکړه چې د دې سیسټم د بدیل په توګه له روسانو S-400 توغندي راونیسي.
باور نه شي کېدای چې دا ۵۰۰ امریکايي سرتېري دې په سعودي عربستان کې امنیت او ثبات رامنځته کړي، ځکه شمېر یې ډېر کم دی. امریکا په ۱۹۹۱ ز کال کې له عراق څخه د کویټ د ازادولو په موخه پنځه لکه سرتېري استولي وو، که چېرې د دې سرتېرو له لېږد څخه هدف د ایران پر ضد په جګړه کې ګډون وي، دا خو ډېر لږ دي او دا هم کېدای شي چې دا یې پیل وي او وروسته بیا زیات شي.
ځینې شنونکي وايي، د امریکايي سرتېرو د دې لومړنۍ چوپې موخه د سعودي د ځواکونو روزنه او د Thaad دفاعي سیسټم څارنه ده. په دې مانا چې په سعودي عربستان کې یې موخه د حوثیانو له توغندیو د سعوديانو ساتل دي.
یوه بله خبره، د امیر سلطان په نظامي اډه کې د امریکايي سرتیرو شتون ځکه د اندېښنې وړ دی، که چېرې جګړه رامنځته شي، ایرانیان به د انتقام په نیت پردې اډې برید وکړي، ځکه اوس په ټولو خلیجي هېوادونو کې امریکايي نظامي اډې شته، چې ایران یې په ډېرې اسانۍ په نښه کولای شي.
اوس پوښتنه دا ده چې دا نظامي اډې به په دې هېوادونو کې امنیت او ثبات وساتلی شي او که نه؟ او لګښت به یې څومره وي؟