په معاصره نړۍ کې هېڅ کورنۍ جګړه افغان جګړې ته ورته نه ده. که څه هم د تاریخ ارزښت په دې کې وي چې له تېرو نه په ګټې اخیستو راتلونکی سمبال کړو، خو له بده مرغه چې افغانان د تاریخ تر دغه جبر لاندې ژوند کوي.
اتلس کاله جګړه وشوه. څنګه وشوه؟ ولې وشوه؟ د چا لخوا وشوه؟ ایا جګړه اوږدول د ټولو اړخونو لپاره اساسي هدف و؟ که نه د جګړې تر شا ځانګړې، ستراتېژیک، سیاسي، عقیدتي او اقتصادي اهداف وو؟ اصلاً کیسه څرنګه جوړه شوې وه او دا ډرامه څنګه دومره اوږده شوه؟
کله چې زه د جګړې د پېچلیتوب خبره کوم، نو د جګړې فکټورونه، سرچینې، عوامل، ښکېل اړخونه او د غبرګونونو سنارۍ راته غبرګ سترګو ته ودرېږي.
په کور دننه ناسمه حکومتولي، فساد، جرمي اقتصاد، محرومیت، بېوزلي، بېکاري او انتقام د حکومت پر وړاندې د بلاک جوړېدو دلایل وو. په داسې حال کې چې نړۍ نه د جګړې تعریف درلود او نه یې مشخص هدفونه. شاید همداسې به یې غوښتل. په سیمه کې لوی قدرتونه، لکه: روسیه، هندوستان، پاکستان، چین، ایران او سعودي عربستان تل د زېږزاګ حالت غوره کړی و. نه دغو هېوادونو خپل اخلاقي مسوولیت ادا کړ او نه اسلامي هېوادونه له خدایه وشرمېدل چې ګټوره مداخله یې کړې وای او جګړه یې پای ته رسولې وی.
په هر صورت، یوویشتمه پېړۍ د عاطفو، احساساتو او اخلاقو نړۍ نه ده. د جنګ درد افغان ملت تحمل کاوه، جنګ سالاران نور هم د جنګ په پیسو چاغېدل، امریکا نور هم خپل نظامي مرکزونه لویول او د سیمې هېوادونو په کم مصرف د امریکا پر وړاندې مقاومت جاري ساته.
اتلس کاله وروسته د امریکا سر ته هوښ راغی. د سولې غږ یې وکړ، په داسې حال کې چې جګړه به پای ته رسېږي، خو امریکا به لوی قیمت ادا کوي.
څه موده وړاندې ایران له طالبانو سره د اړیکو اعتراف وکړ. روسانو ویل چې له طالبانو سره سیاسي راشه – درشه لري او چینایان خو اوسمهال په سیمه ییزه خزانه ناست دي. دغه دری هېوادونه اوس یو لاس دي. د امریکا پر وړاندې یو دریځ لري او هغه هم د امریکایې عسکرو د وتلو دریځ.
اوس د طالبانو لپاره لوی ازمېښت دی. د امریکا له افغانستانه وتل یانې په افغان جګړه کې ماتېدل، شرمېدل او سپکېدل دي.
هغه موخې چې امریکا یې په اړه اتلس کاله وړاندې جګړه پیل کړې وه، په لاندې ډول وې:
- ترورېزم له منځه وړل، په داسې حال کې چې اوس یو طالب په ۲۱ تروریستي ډلو بدل شوی.
- له نشه یي توکو سره مبارزه؛ که څه هم د ۲۰۰۳ ز کال ۷۰۰۰ هکټاره ځمکه د نشه یي توکو په زیات او کم ۳۷۴۰۰۰ هکټاره ځمکه بدله شوې ده.
- د ښځو حقوق تامینول د امریکا موخه وه؛ که څه هم همدا اوس د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ ۸۵ سلنه افغان ښځې د کورني تاوتریخوالي ښکار دي. هغه څو ګوته په شمېر ښځې چې په رسنیو کې ښکاري، د ټولو افغان ښځو د حالت استازولي نه شي کولی.
- په ملي کچه فقر له ۴۲ سلنې نه ۵۲ او په ځینو سیمو کې تر ۷۹ سلنې پورې لوړ شوی دی. اقتصادي وضعیت ورځ بلې ته خرابېږي.
- همدا اوس اتلس میلیونه ځوانان دي. لس میلیونه یې بېکاره دي. کار نشته او هره ورځ اشتغال په کمېدو دی.
- اقتصادي ریفورم، صعود او ثبات بلکل د بحث وړ نه دی. هره ورځ وینو چې لسګونه پانګوال هېواد پرېږدي او سرمایې وباسي.
- ښه حکومتولي له صفر سره ضرب ده. فساد په سیسټم، زړونو، ذهنونو او پروسو کې ننوتی دی. همدا لامل دی چې هره شېبه ټولنیزه او سیاسي بې ثباتي تجربه کوو.
زه وړاندوینه کوم چې طالبان به امریکایانو ته په څو او یا یوې نظامي اډې رضا شي او امریکا، د سیمې موافق هېوادونه او افغان رسنۍ چې له امریکا سره نږدې دي، د عامه ذهنیت په جوړولو کې به کوښښ وکړي او د طالبانو دا دریځ به د حالاتو د قابو کولو لپاره اساسي او منطقي ګام وګڼي.
دا او دې ته ورته نور لسګونه موثق دلایل شته چې د امریکا په راتګ افغانان نور هم در په در او بېوزله شول، نو مانا دا چې امریکا په خپلو موخو کې ناکامه، بدنامه او رسوا شوه.
وتل به یې د مطلقې ناکامۍ په مانا وي. تاریخ به یې په اړه ولیکي، په داسې حال کې چې د طالبانو د جګړې تر شا د اسلامي نظام د ژوندي کولو، له امریکا نه د غچ اخیستلو او حتی د یوه امریکایي عسکر پر وړاندې د مبارزې کولو دلایل موجود وو چې پر اساس یې لا هم جګړه دوام لري.
که طالبان د امریکا نظامي اډې او یا اډه مني، مانا دا چې د خپلو وژل شوو طالبانو په وینو یې معامله وکړه او د خپل سیاسي قدرت د بقا لپاره یې سیاست وکړ، نه ملي مبارزه او عقیدتي تکتیک او که یې نه مني، نو د امریکا په څېر لوی قدرت ناکامېږي، شرمېږي او ورکېږي چې په پایله کې به له طالبانو د بېرته انتقام اخیستو تابیا نیسي.
له بله اړخه چین، روسیه او ایران په هغه صورت کې له طالبانو سره راشه درشه کوي، ملاتړ یې کوي او اقتصادي مرسته یې کوي چې په ګډه امریکا له افغانستانه وباسي. که طالبان امریکایان وباسي، نو له سولې وروسته په لنډمهال کې د اقتصادي فشار او اوږدمهال کې د امریکا پر دښمنۍ اخته کېږي او که یې نه وباسي، نو د چین، روسیې او ایران له سیاسي، ډیپلوماټیک او اقتصادي ملاتړ نه محرومیږي.
کوم عاقل انسان به له دې سترګې پټې کړي چې د امریکا له خوښې پرته پاکستان افغان جګړه تمویل کړې او یا د پاکستان په کړنو امریکا خبره نه وه، بلکې امریکا همدا شان غوښتل.
هر وحشت چې و، خو اتلس کاله و، تېر شو او اوس ټرمپ د ټاکنو لپاره او خلیلزاد د خپل مقام د ساتلو لپاره د سولې پروسه جدي نیولې ده.
خو فرق دا دی چې دوی موقته سوله کوي او که تلپاتې او هر اړخیزه سوله؟
ښاغلي کرزي په لویه جرګه کې هغه مهال د ستراتېژیک تړون د لاسلیک مخنیوی وکړ. وېره یې دا وه چې تړون به لاسلیک کړي، خو جګړه به بیا هم روانه وي، بیا به هم د خلکو ښځې بې عفته کېږي، بیا به هم بمبارونه کېږي، چې هماغه شان وشول.
ایا اوسمهال د سولې په پروسه کې دې اندېښنو ته ځای پرېښودل شوی؟
ایا د دغو اندېښنو د سمبالولو لپاره تابیا شته؟
که نه وي، نو ډېره بده ده او که وي، نو څنګه؟
د سولې په داسې حساسه مرحله کې واشنګټن ته د عمران خان سفر په نېک پال ګڼم. که خبره د سولې وي او په هغې کې د پاکستان نقش حتمي وي، نو بیا حدس دا دی چې امریکا پاکستان ته ډېره اړتیا لري، نه پاکستان امریکا ته.
پاکستان یا په پټه او یا له امریکا سره د ګډ پلان له مخې تېر اتلس کاله له امریکا باج واخیست او له افغانانو تاریخي انتقام.
د عمران او ټرمپ لیده کاته به دوه طرفه جاده وي. ټرمپ له عمران خانه د تروریستانو ځپل او افغان سوله کې ګټور نقش ادا کول غواړي.
په داسې حال کې چې عمران خان به کوښښ کوي چې بیا ځل د امریکا مرستې تر لاسه کړي. نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک مرستې ورسره ورکړي، په سیمه او نړۍ کې امریکا د پاکستان د سپيناوي او تقدس کمپاین وکړي، د کشمیر په مسئله کې د هندوستان ملاتړ ونه کړي، له سولې وروسته داسې حکومت رانه شي چې د پاکستان د ګټو پر ضد وي او بالاخره که اړتیا شي، د پاکستان په سیاسي کشمکش کې د ټرمپ اداره د عمران خان لاسنیوی وکړي.
که څه هم واشنګټن ته د عمران خان هرکلی ډېر سوړ، توهینوونکی او حیرانوونکی و، خو سیاست دی، څوک پرې نه پوهېږي، ګورو چې وړاندې به څه وي.
د دې ټولې پېچلتیا، سفرونو، خبرو اترو او کوښښونو پایله سوله او د امریکایانو وتل دي.
زه وړاندوینه کوم چې طالبان به امریکایانو ته په څو او یا یوې نظامي اډې رضا شي او امریکا، د سیمې موافق هېوادونه، او افغان رسنۍ چې له امریکا سره نږدې دي، د عامه ذهنیت په جوړولو کې به کوښښ وکړي او د طالبانو دا دریځ به حالاتو د قابو کولو لپاره اساسي او منطقي ګام وګڼي.
که څه هم دا به د طالب رهبرۍ لپاره ستونزمنه پرېکړه وي، شاید د سیمې همکار هېوادونه ترې خپه شي، خو د حالاتو کابو کول، د عامه ذهنیت جوړول، د سیمې هېوادونو پخلا کول او د عامو خلکو شکایتونه سمبالول به طالبان امریکا ته پرېږدي او کله چې عام خلک، څېړونکي او د سیمې هېوادونه طالبانو ته د څو او یا یوې نظامي اډې د ورکولو وړاندیز وکړي، نو بیا به یې طالبان هم ومني.
د اوس لپاره د بد او بدتر تر منځ انتخاب کول دي. فکر کوم چې د اوس لپاره امریکا ته یوه اډه ورکول به ګټوره لاره وي، خو په دې شرط چې له سولې وروسته د امریکایانو د حضور، نقش او بیا په کرار کرار وتلو لپاره منظم پلان تنظیم، منظور او د نړۍ د معتبرو اړخونو لخوا یې تضمین وکړای شي.