د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په کابل کې له چارواکو سره له لیدنو وروسته، اسلام اباد ته تللی او هلته به له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي. خلیلزاد به سعودي، اماراتو او قطر ته هم ولاړ شي او له دغو هېوادونو به وغواړي، څو په افغان سوله کې مرسته وکړي. د خلیلزاد هڅو ته ډېر کسان هیله من دي او فکر کوي چې د اوږدې تجربې او افغانې رېښې پر اساس به خلیلزاد وتوانېږي چې وسله وال د خبرو مېز ته راولي.
اوس پوښتنه دا ده چې دا هیله څومره سمه ده؟
خلیلزاد چې شاوخوا څلوېښت کاله د امریکايي ګټو لپاره د کار تجربه لري، په خټه افغان دی او د خپل کار مهم پړاوونه یې هم په افغانستان کې وو. که خبره د شخصي تجربې شي، نو خلیلزاد پیاوړی دی او د سولې په برخه کې به مهم کارونه وکړي. کله چې خبره د امریکايي حکومت د تګلارې شي، بیا نو د دغه شخص هڅې بنسټیز رول نه لري. اوس پوښتنه دا ده چې امریکا رښتیا غواړي چې له افغان طالبانو سره سوله وکړي؟ دغه راز دا هم مهمه ده چې د دې سولې څرنګوالی څه دی، امریکا حاضرېږي چې مخامخ له طالبانو سره خبرې وکړي؟ که هغوی به وهڅوي او فشار به پرې راوړي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي؟ دغه راز دا هم مهمه پوښتنه ده چې امریکايي اډې د امریکا له اړخه د بحث وړ دي او ایا امریکا حاضرېږي چې له طالبانو سره د سولې په بدل کې خپلې اډې پرېږدي؟
دا هغه پوښتنې دي چې له ځوابولو وروسته یې موږ د زلمي خلیلزاد د هڅو د پایلو په اړه قضاوت کولی شو. که امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرو، د جګړې ختمولو او د خپلو پوځي اډو بندولو او یا هم له حده ډېرو محدودولو ته تیاره وي، نو بیا موږ ویلی شو چې د خلیلزاد بریا یقیني ده او سوله به را ګرځي. که خبره دا وي چې د امریکا تګلاره همغه پخوانۍ وي، له طالبانو سره مخامخ خبرو ته حاضره نه شي، خپلې اډې ورته سرې کرښې وي، نو بیا ستونزمنه ده چې د خلیلزاد هڅې د بریالۍ شي.
له بده مرغه تر اوسه داسې څه نه ښکاري چې امریکا دې په رښتینې توګه افغان جګړه ختمه کړي. د امریکا تمرکز لا هم پر جګړه دی او د جګړې په ډګر کې عملیات او پوځي فشار زیاتوي. له بله اړخه امریکا لا هم وايي چې د افغان حکومت په مالکیت یا مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي. دا هغه چاره ده چې طالبانو په تېرو څو کلونو کې له زیاتو فشارونو سره سره نه ده منلې. له بله اړخه د اډو په تړاو امریکا لا هم کلک دریځ لري. له طالبانو سره په شوو خبرو کې امریکايي چارواکو د اډو د کمولو خبره کړې، خو د بندولو بحث یې نشته. بل پلو بیا طالبان وايي چې د یو امریکايي سرتېري تر شتون پورې به جګړه غځوي. له همدې امله داسې نه ښکارېږي چې امریکا به له سترو ګټو تېره شي. تر هغو چې امریکا د سولې په تړاو روښانه دریځ ونه لري، له خپلو اډو تېره نه شي او خپلې ګټې په سوله کې پیدا نه کړي، د جګړې د ختم څرک نه ښکاري.