هغه فکر چې ماشومان یې په کوچنیوالي کې د ژوند په اړه لري، ډېر په زړه پورې دی. هغوی په خپل ژوند کې ډېرې هیلې لري. هغوی غواړي یو عالم، فضا پېژندونکی، هنرمند، ښوونکی، ورزشکار او ان ولسمشر شي. دوی د دغو موخو لپاره هېڅ وېره نه لري. د ناامنۍ احساس نه کوي. دوی باور لري چې د هر کار د تر سره کولو وړتیا لري. د دغه هر څه جرئت ځکه لري، چې دوی ډېر تازه د خدای پاک له لوري ځمکې ته راغلي او تر اوسه پورې له هېڅ کومې منفي خبرې سره مخ شوي نه دي. وروسته بیا د وخت په تېرېدو سره د هغوی ذهن بدلون کوي او له منفي افکارو ډکېږي. کله چې یو ښوونکی وایي: «ته د دې کار لپاره نه یې جوړ او ډېر کوچنی یې»، نو په دې وخت کې یې د زده کوونکي پر خپل ځان باور کمېږي. په همدې وخت کې یو بل همزولی ویني چې ډېر ښایسته او دنګه ونه لري، هغه دی چې د حقارت احساس کوي. دغه حقارت یې داسې مرحلې ته رسوي چې د خپل ځان په ټولو ښېګڼو یې سترګې پټېږي او یوازې منفي اړخونه یې ویني. څه موده وروسته کېدای شي د لویو هیلو په اړه هېڅ فکر ونه کړي او له ځان سره به وایي: «زه هېڅکله هم نشم کولی چې لوی کارونه تر سره کړم، زه وړتیا نه لرم او زه یو معمولي کس یم».