د نړیوالو مشهورو رسنیو ترڅنګ وخت ناوخته امریکايي معتبره رسنۍ روانه امریکا ـ افغان جګړه بې پایه، بې ګټې، د امریکایي امپراتورۍ د زوال د پیل او په ټوله کې د خپل ولس د ارادې او ارزښتونو سره په ټکر کې له انساني درنښتونو خالي او تپلې جګړه ګڼي.
هغه چې له جورج واکر بوشه نیولې بیا تر اوباما د ټولو د سوبو او بریاوو هيلې يې د ماتو او د تاریخ په هدیره کې تر پرېوتو ناهیلې کړې، په امریکايي ټولنه کې یې د سیاسي بېلتون او افتراق کرښې رامنځته کړې او حتا ولسمشر ټرمپ پر همدی شعار چې نه غواړي نور د نړۍ پولیس و اوسي، د خپلې ماتې د پټولو او د جګړې څخه د تېښتې په لار کې د ۲۰۱۸ ز کال ټاکنې هم وګټلې.
په یوه تازه ګام کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، چې دوی غواړي د ۲۰۲۰ز کال تر ټاکنو مخکې د خپلو ځواکونو ایستل پيل کړي. د پامپیو په خبره ټرمپ امر کړی چې له افغانستان د ځواکونو د وتلو لړۍ باید په امریکا کې تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې پیل شي. نوموړي دغه راز ویلي، امریکا په افغانستان کې د جګړې پر سیاسي حل تمرکز کوي او هڅه کوي له سیاسي لارو افغان جګړه پای ته ورسوي. د پامپیو په وینا، ټرمپ قوي اراده لري چې په افغانستان کې روانه بې پایه جګړه پای ته ورسوي. پامپیو په دې خبرو کې دا هم ویلي، نه یوازې له طالبانو سره د سولې او ځواکونو د وتلو خبرې شوې، بلکې د ولسمشر غني په ګډون له نورو افغان سیاستوالو او مدني فعالانو سره په اړیکه کې دی او په وینا یې په دې خبرو کې پرمختګ شوی او ډېر هیله من دی.
دا خبره له عمران خان سره د ټرمپ تر لیدنې وروسته چې د قطر ـ دوحې د مذاکراتو اړوند يی مثبته خوشبیني ښوولې وه، د امریکا د تاریخ د تر ټولې اوږدې جګړې په بهیر کې لومړني عملي او د غوټې خلاصولو په برخه کې عاقلانه او رېښتوني مختګ کېدای شي.
اوس په داسې یوه وضعیت کې چې امریکایانو خپله ستراتېژیکه خطا منلې، پر سیاسي حل تمرکز یوازېنۍ حللاره ګڼي، هېڅ جګړه ماره طرحه، پالیسي او هېڅ وحشي جنرال يی دا د زماني فرعون د تاریخ له عاره ونه ساته، نړیوال پرستيژ کې يی حیثیت کاواکه شو او په ټوله کې د نړیوالې زبرځواکۍ د راج تاج يې حداقل نیمه پېړۍ ونشوای ساتلي، پخواني شوروي اتحاد د پوتین تر مشرۍ لاندې بېرته د خپلو سنتي مېنو د ترلاسه کولو په درشل کې ده، چین د مائو په بنسټونو د شي جېن پېنګ په نوښتګرو طرحو او ګامونو سره د هغه ښامار رنګ او بڼه خپلوي چې بریژنیڅکي، هانټینګټون او هنري کسېنجر يې د وېرې، ترهې او هیبته امریکا ته د هر وحشت، جنایت، تاړاک او ځناورتوب کولو له لارې د مخنیوی فتوا ورکړې وه. ايران، شمالي کوریا، هند او ترکیه هر یو يې که اوس د امریکا د څملولو له اړخه کمزورې ښکاري، ولې عملاً په یوه داسې خوا روان دی چې د امریکایي ګټو پر وړاندې ګواښ جوړېدای شي، د بېلګې په توګه د ترکیې له لوري له روسيې څخه د اېس-۴۰۰ ستراتېژیکې دفاع سیستم پېرل د ناټو امنیتي کمربند له کور دننه خورا په جدي توګه وننګول، بل لور ته د ایران امنیتي هڅې په منځني ختيځ او عنکبوتي ځالګۍ يې د امریکا هغه د ستراتېژیکي ژورتیا موخو ته ځواکمن ګزار دی کوم چې امریکا نږدی له ۱۹۲۴ ز کال را وروسته په دغه د جګړو، باروتو، اورونو او مرګونو په سیمه کې پانګونه پرې کړې وه او څارل يې.
دغه نړیوال تحولات او سیمه ییز مختګونه، شاتګونه د یوه داسې ملت لپاره چې برخلیک يې نړیوال تاړاکګر ځواکونه په سیاسي قمارونو کې ټاکي، یو الهی نعمت او رحمت دی چې د ژوندي پاتې کېدو او پایښت لپاره د یوه ممکن پیل په توګه عظیمه ګټه ورڅخه وکړي او د داسې شېبو پر وړاندې هر ډول مصنوعي بهانې، مغرضانه حرکتونه او ناسنجول شوو فردي ګټو او حوسونو څخه لکه ټاکنې، ځار نه کړي.
زه پر دې باور لرم چې ټاکنې او په یوه ولسواکه، مشروع او عادلانه چوکاټ کې د سیاسي واک لېږد يو مثبت پرمختګ او د ستایلو وړ چاره ده، ولې دا یو اېډیال حالت دی. د هغو ټولنو لپاره چې ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت يی پخپل لاس کې وي، له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا وي، د ۴۵ سلنه خاورې پر ځای په یوې پوره جغرافیې واک ولری، د ولس اراده يې په پردو سفارتونو کې ونه ټاکل شي، ۵۲ سلنه وګړي يې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند ونه کړي، میلیونونه اتباع يی په کور دننه او بهر کې د کور او ګور په لټه کې نه وي، رعیت يی د ۴۸ هېوادونو په تهذیبونو بې پته شوی نه وې، وژل شوی، ټکول شوی، ځورول شوی او سپک شوی نه وي. په فساد، زوراکۍ او د ځمکو غصب کې یې د نړیوال شرم ریکارډونه نه وي مات کړي، د یوه هېواد سفارت دې د ټاکنو د ترسره کولو، د ټاکنیزې روڼتیا او اخلاقي میعارونو ټاکلو واک ونه لري، یوه بشپړه دوره يې کابینه سرپرسته نه وي، د ورځې يې ۳۰۰ تنه وګړي قتل نه شي، د نظام درې ګونې قواوې يې مشروعیت ولري، لږ تر لږه تر له ۵۰ سلنه ډېره بودجه يی خپله وي او…
اوس له دې ټول څه سره بیا هم د یو نیم متر انسان لپاره د ټاکنو په نوم د ورځې ۳۰۰ افغانانو د وژلو توجیه ایا د منلو ده؟ د ولسمشرۍ لپاره د ټاکنیزو هلو ځلو درېیمه ورځ هم سړه وه. په درېیمه ورځ هم نه نوماندانو لوی او ګرم پروګرامونه لرل او نه هم خلکو له دې چارې سره لېوالتیا ښودلې ده. په کابل او نورو ولایتونو کې کمه محسوسېږي چې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې روانې دي. یوازې په ټولنیزو رسنیو کې د حکومت او نورو نوماندانو له خوا ګومارل شوي فېسبوک چلوونکي په اصلي او مستعارو نومونو باندې ټاکنیز کمپاین مخکې وړي او د یوه نوماند په ګټه او د نورو په تخریب په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي دا مطلقاً پر دې دلالت کړي چې ولس ته تر ټاکنو او پر دې پلمه روان انډوخر څخه سوله مهمه ده. ولس ټاکنې حل لاره نه ګڼي او نه په تېرو ۱۹ کلونو کې ټاکنو په نس ماړه کړل، سر يی ور په امن کې کړ او حداقل ستونزې يې ور کمې کړې.
د دې ټولې شننې او په ځانګړي ډول، د امریکایانو وروستي لیدلوري د دې ښودنه کړې چې سوله حتمي ده، ټاکنې باید د مشروعیت او یوازیني بدیل په توګه د سولې روان بهیر او هلې ځلې ونه ننګوي، ځکه دا د ولس لومړیتوب او د دې هرڅه پر وړاندې معقول او ممکن بدیل دی.
زموږ په باور د سولې په روان بهیر کې د حتمي پرمختګونو تمه شته او ډېری خلک هیله من دي چې دا کار به وشي؛ ځکه همدې چارې هم پر نوماندانو او عامو وګړو ژور سیوری غوړولی، ولس او نوماندان هغسې لېوالتیا نه لري چې اټکل یې کېږي، تمه دا ده چې د امریکایي اړخ او طالب خوا ترمنځ تر ممکنه پرېکړو وروسته، بین الافغاني خبرې پیل او له سولې وروسته د افغانستان د پرمختګ پر لور چټک ګامونه واخیستل شي.
د اوس لپاره توپ د افغان حکومت په میدان کې دی چې د ولس لومړیتوب سوله خپلوي او که یا د ټاکنو او واک غځولو لپاره د راتلونکي ۵ کلونو جګړې ته چمتووالی نیسي.
دا هرڅه د معاصر افغانستان د مراندو ټینګولو او پرې کولو پیل کېدای شي، دلته به د تاریخ بدنام او نېک نام، تور مخی او واکپالی، خدایي خدمتګاران او بلواکي سره بېلیږي.
بری د هغه چا دی او هوښیار هغه څوک دی چې د تاریخ د حکم او مسخې څخه د خلاصون په رڼه څپرکي کې د خپل ولس ترڅنګ ودرېږي، د هغوی غوښتنې ومني او د خپل تاریخ د لوړو-ژورو په رڼا کې رهبرانه پرېکړې وکړي.