ټرمپ د کرکټر په لحاظ کاواکه او د نیت په لحاظ خطرناک انسان دی. د ټرمپ په اړه ویل کېږيچې سخت شر خوښوونکی دی. هم له شره ګټه پورته کوي او هم له شر وروسته وضعیت نه. ټرمپ افراطي سوداګر، بې باکه سیاستوال، ځان غوښتونکی، د اغراق تر حده دروعجن، حیله ګر او مکار انسان دی. نوموړی انسانیت، ډیپلوماتیکو عرفونو، نړیوال نظم او د هېوادونو ترمنځ متقابل نزاکت ته پابند نشي پاتې کېدلی.
امریکا له جنګه زیږېدلې، په جنګ روږدې او په جنګ پایېدلې ټولنه ده او د خپل تقریبآ ۲۳۹ کلن عمر ۹۳ سلنه وخت یې په جنګ کې مصرف کړی دی.
د چین مشهور پانګوال او د علي بابا شرکت مشر جک ما وایي، چې امریکا په تېرو ۳۰ کلونو کې په ۱۳ جګړو ۱۴.۲ تریلیونه ډالر لګولي او امریکایي مشهور پانګوال ډېوېډ راکفلر وایي چې د پرمختګ قطعې لاره جنګ دی.
دا او دېته ورته سلګونه نور تاریخي اسناد د دې شاهدي ورکوي چې امریکا جنګ غواړي او اوسمهال ډونالډ ټرمپ د داسې سیاسي مزاج استازولي کوي.
د افغان جګړې او افغان تاریخ په اړه د ټرمپ سیاسي ادبیات نوي نه دي او همدا تمه ترې کېده، خو خبره اوس بدله او ژوره ده.
البته یادونه کوم چې ټرمپ په هېڅ دلیل د اکثریت ملکي امریکایانو استازولي نه کوي او نه یې کولی شي.
ټرمپ له ولسمشرۍ وروسته او د کمپاین په وخت کې وویل چې د ناټو ائتلاف له منځه وړم؛ ځکه دوی د خپلې (جي ډي پي) یوازې ۲ سلنه په شریکو نړیوالو جګړو مصرفوي، په داسې حال کې چې ناټو د امریکا د حق او ناحق جګړو د ملا تیر او کرایي پوځ دی. بې له ناټو امریکا په هېڅ بدلېدای شي، مګر ټرمپ خپله احساساتي وینا وکړه.
بیا یې وویل چې د جنورۍ له اولې نېټې وروسته کله چې زه سپينې ماڼۍ ته لاړ شم، د ملګرو ملتونو د کار طرز او میکانېزم به بدل وي، په داسې حال کې چې ملګري ملتونه له ټولې دنیا جوړ او هېڅوک هم د دې بنسټ د کړنو د واک انحصار او منافولی حق نه لري.
ټرمپ بیا ځل ټولو مسلمانانو ته تروریستان وویل، د یو شمېر مسلمانو هېوادونو د زایرینو پر مخ یې د امریکا دروازې وتړلې، په امریکا کې درې میلیونه مهاجرو مسافرو ته یې د امریکا د پرېښودو امر وکړ، شمالي کوریا سره یې دوستي پیل کړه، جنوبي کوریا چې تقریباً ۷۰ کاله یې د امریکا د خوښۍ لپاره د شمالي کوریا سره دښمني وکړه، مګر ټرمپ ورسره د اړیکو د شکولو خبره وکړه.
په ۲۰۱۷ ز کال کې یوازې جنوبي کوریا د امریکا سره ۶۶ میلیارده ډالر ګډه سوداګري کړې وه.
له ایران سره یې ځکه د اوباما تړون لغوه کړ، چې ایرانیانو یو وخت پخپلو مظاهرو کې د «مرګ پر امریکا» کلیمه کارولې وه، که څه هم تیری زامې، ترودو، انګېلامېرکل او ماکرون یې مخالفت وکړ، مګر نوموړی په خپل سر زوري دریځ ودرېد.
دا او دېته ورته ډېرې نورې نادرې هم ټرمپ وکړې، مګر د افغانستان په اړه یې دا حیرانوونکيادبیات په دوه دلیلو د منطق په تله برابر نه دي.
لومړی دا چې د افغان موضوع حساسیت چې تېر اتلس کاله پکې افغانان لتاړ دي او په ډول ډول بهانو هره ورځ سلګونه انسانان قرباني کوي او دویم د زماني شرایطو په لحاظ چې د افغان ملت برخلیک به پکې ټاکل کېږي.
د سپټمبر میاشت ته ګوتې په شمار ورځې پاتې دي. اوس د کلونو مسئله نه، بلکې د ساعتونو مسئله ده. یا به ټاکنې کېږي چې کېدای شي د سولې پروسه متلاشي کړي او په هېڅ دلیل د سولې لپاره ممد نه شي تمامېدلی. که څه هم زموږ اساسي اړتیا، هویت او د برخلیت بنسټیزه ستنه ده او بل اړخ ته سوله چې باید جنګ پکې پای ته ورسیږي، طالبان د سیاسي سیستم برخه شي، امریکایان له هېواده ووځي او بیا ځل د سمو شرایطو سره سم د رڼو ټاکنو لپاره لاره هواره شي.
دا چې تمه کېږي د اګست میاشت په وروستیو کې به د سولې ممکن تړون وروستی کېږي، د ټرمپ اظهارات د افغان جګړې او سولې په اړه لا زیات شکونه پیدا کولی شي او د سولې هڅې اوږدولی او پېچلې کولی شي.
تېر اتلس کاله د امریکا ټولو سیاسیونو پاکستان د افغان جګړې په سلسله کې متهم ګڼلی او حتی دا چې پاکستاني سیاستوالو هم اعتراف کړی، مګر نن ټرمپ د عمران خان او پاکستان دومره افراطي ستاینه وکړه چې دنیا یې حیرانه کړه.
همدې ټرمپ د ۲۰۱۸ ز کال د جنورۍ په لومړۍ ورځ ټویټ وکړ او پاکستان یې غل، مکار، او دروغجن دوست یاد کړ، په داسې حال کې چې اوس یې ورته د برئت سپین چک ورکړ او غیر مستقیم یې د پاکستان د سیاسي خوځښت د بیا ژوندې کېدو هیلې وزېږولی.
مونږ افغانان د خپلو ګاونډیو سره د متقابل احترام، حسن نیت او ګډې همکارۍ د روحیې په اساس نېک روابط غواړو، مګر دا روابط باید په رښتیا د عمدم مداخلې او همکارۍ په بنسټ وي، نه د چل او فرېب.
کېدای شي امریکا د پاکستان سره خپله یاري همداسې ژوندۍ وساتي، مګر لازمه نه ده چې په افغانانو د تپل شوې جګړې د تېرو اتلسو کلونو شهیدانو روح ته سپکاوی وشي.
لازمه نه ده چې افغان تاریخ او ټولنیز ارزښتونه سپک وګڼل شي. انګرېز یرغل وکړ، مګر په بېرته تېښته کې یې ۱۶۰۰۰ عسکر تر ننګرهاره تالا ترغۍ شول او یوازې ډاکتر برایډن په پرهر پرهر بدن ځان تر پېښوره ورسوه. نوموړی هم د افغان غازیانو لخوا د دې لپاره ژوندی پرېښودل شو، ترڅو د خپلې ماتې او افغان مېړانې کیسې خپلو نسلونو ته وکړي.
روسان د خپل ټول دهشت او زور سره مات، ګډوډ او امپراتوري یې له منځه لاړه. اوس نو د چنګېز او ګرګین تجربو ته په کتو نه ټرمپ دا جرئت لري، نه توان او نه پلان. نوموړی باید د عامو اذهانو د مغشوش کولو او بې باورۍ لپاره داسې غیر مسوولانه خبرې ونه کړي.
اوسمهال تاریخ دا ثابتوي چې د ۲۰۰۱ ز کال یرغل د غلطو معلوماتو پر اساس ترسره شو. معنی دا چې امریکا یرغل وکړ، نه د خپل حق نه دفاع او طالبان شاید په حقه وي چې وایي، زموږ نظام یې ړنګ کړی. بوش هم پخپل کتاب (پرېکړې) کې د یرغل د غیر مشروعیت خبره په ډېر نازک انداز یادوي.
تېر اتلس کاله یوازې افغانانو د خپل ژوند او خوښۍ په قیمت تاوان ورکړی.
فساد چې د ټولو ستونزو مور ده، په سیستم، ذهن او ټولنه کې ترزیق شوه. د سیګار د راپور سره سم، په هر یوه ډالر کې ۷۵ سنټه بېرته امریکا ته تللي، معنی دا چې د ۱۳۴ میلیارډ ډالرو ډېره برخه بېرته د امریکا کمپنیو او پوهانو په نامه لکونو کاریګرو وړې. هر کال د یوه امریکایې عسکر مصرف په افغان جګړه کې تر یو میلیون ډالر ډېرېده، نو معنی دا چې د امنیتي پیسو ډېره برخه بېرته امریکایي عسکرو وړې او امنیتي کمپنۍ چې بیا ښاغلي کرزي په شنه زور بندې کړې، بېخې د یادولو وړنه دي چې څومره پیسې یې بېرته یووړې.
په تېرو اتلس کلنو کې جرمي اقتصاد اوج ته ورسېده. څېړنې ښيي چې د یو اونس پوډرو قیمت په افغانستان کې یو ډالر، ایران کې په یو اونس او پنځلس سنټه، په لندن کې ۴۲ او امستردام کې ۴۶ ډالره تمامیږي.
که د ۲۰۰۳ ز کال د نشه یي توکو۷۰۰۰ هکتاره ځمکه په ۳۷۴۰۰۰ هکتاره ځمکه بدلېږي، نو د نشه یي توکو نه لاس ته راغلې پیسې هم د افغان جګړې لپاره تکافو کوي، ځکه نو نور باید د دې موهومې او بدرنګې جګړې د مصارفو خبره ډېره یاده نه کړای شي.
ویل کېږي چې ۲۳۷۰ امریکایې عسکر تر اوسه په افغانستان کې وژل شوي دي. افغان فوځ دا شمېر قرباني هره میاشت ورکوي.
په ۲۰۱۶ ز کال کې ولسمشر غني له موږ سره په مجلس کې وویل چې یوازې د اګست په میاشت کې ۱۵۰۰ افغان عسکر شهیدان شوي، په داسې حال کې چې دا شمېره د تېرو میاشتو په پرتله ډېره پورته تللی وه. د ملکي تلفاتو او طالبانو د وژل کېدو خو هډو معلومات نشته.
مګر امریکا د سپټمبر د واقعې د ۳۰۰۰ امریکایانو خبره زموږ په سر سپره کړې ده.
د اکسفورډ څېړنه ښیي چې د سګرېټو د څکولو له امله هره ورځ په امریکا کې ۱۳۰۰ نفر وژل کېږي، په داسې حال کې چې د سګرېټو د ۴ ورځو وژل شوي کسان د سپتمبر د واقعې او امریکا د تېرو اتلس کلونو د افغان جګړې د قربانۍ سره برابر دي.
مونږ د امریکایانو په وژل کېدو نه یو خوښ او نه د امریکا بعضې مرستې بابېزه ګڼو، مګر هیله مو دا ده چې امریکا او ترمپ د افغانانو قرباني هم هېره نه کړي او نه دومره بد اخلاقي وکړي چې نور لس میلیونه انسانان را ووژني.
کله چې ټرمپ د لس میلیونونو انسانانو د وژل کېدو خبره کوي، نو څو معناوې درلودی شي. لومړی دا چې لس میلیونه طالبان دي، معنی دا چې لس میلیونه خلک د طالبانو ملاتړي دي، معنی دا چې لس میلیونه خلک د طالبانو تر تسلط لاندې ژوند کوي او یا معنی دا چې که لس میلیونه افغانان ووژنم، نو ماته هېڅ فرق نه کوي او نه مې پرې باڼه رپیږي. که د ټرمپ خبره په هر قالب کې واچوو، معنی یې غلطه، مخربه او تاواني راوځي.
د نړۍ هېڅ قدرت باید د افغان وینه بې بها وانخلي او نه هم افغان تاریخ ته په سپکه وګوري. موږ جنګ نه کوو، جنګ په موږ تپل شوی. بهرنیان رښتیا وایي چې موږ سیاست بایللی او جنګ مو ګټلی، نو که خبره داسې وي، ولې مو ټرمپ حتی په جګړه کې کمزوري بلي؟
وروستی دا چې د ټرمپ خبرې غیر مسوولانه او د یوه افغان په صفت راته خورا خواشینوونکې دي. که څه هم امریکا د خپلې بهرنۍ ډيپلوماسۍ د تمثیل لپاره خپل قواعد لري، مګر د امریکا اساسي قانون خپل ولسمشر ته ډېر صلاحیتونه ورکړي او پرېکړې یې خپلې خاصې اغېزې درلولی شي. هیله ده د امریکا سنا، کانګرېس او بهرنیو چارو وزارت دا خبرې تصحیح او بښنه وغواړي ترڅو په ګډه افغانستان په رښتیا جوړ او با ثباته کړو.
افغانستان د غرو رغونو وطن دی. که څه هم ټولنیز انضباط مو ارهم برهم دی، حب الوطنۍ حس رانه تروړل شوی، ملي وحدت داغدار دی مګر بهرنیان باید په یاد ولري چې دا وطن اوس هم اصیل بچي لري او د خپلو ځاني ګټو په قربانۍ به دا وطن ساتي، ارزښتونه به یې ساتي، د جنګ تاریخ به د سولې په تاریخ بدلوي او مخرب ګاونډیان او بهرنیان به د خپل علم او منطق پر بنسټ غلط ثابتوي.