څېړنې ښيي چې له ۲۵ تر ۷۰ سلنې سردردۍ له تغذيې سره مستقیم تړاو لري.
ډاکتران وايي لومړني خوراکي توکي په معده او د هاضمې په سیستم کې د محیطي اعصابو د تحریک او د نیورو ترانسمترونو د ازادېدو لامل ګرځي چې په پایله کې يې سردرد رامنځته کېږي.
د سردرد ډولونه
کلستري سر درد
دا ډول سر درد له ځان سره شدید درد لري، په داسې حال کې چې دا درد د نورو ډولونو په پرتله لږ عام دی
او له هرو لسو نفرو (۹) یي نارینه دي او بل هغه کسان چې ډېر وخت نشه یي توکي کاروي هم له دې ډول سر درد سره مخ کېږي.
د کلستر سر خوږي په ډله ییزه توګه حمله کوي، سر دردي هره ورځ په یوه معین وخت کې خپرېږي او امکان لري دا دردونه ورځې، اونۍ، او کېدای شي میاشتې وخت ونیسي او دا هم امکان لري چې له یوې میاشتې یا هم کال وروسته انسان فکر وکړي چې نور نو ښه شوم، خو تر ډېرې مودې وروسته ناروغي بيا را وګرځي چې په پیل کې نیمه سردردي ترې پېدا کیږي او ورسره زوکام او له سترګو څخه اوښکې بهېدل هم ملګري وي. خو که د سر درد په لومړۍ مرحله کې سوچه اکسېجن تنفس کړی، درد ښايي ودروي.
کله چې له دې ډول سر درد سره مخ شوی، نو له سګرېټ څکولو او فزیکي فعالیتونو څخه ډډه وکړئ.
نرمه سر دردي
دا ډول سر دردي ډېره عامه ده. د دې ډول سردردۍ د پيدا کېدو لاملونه د سر د کاسې د عضلاتو، د اورمېږ ( غاړي)، د څنګلو او ځان دردونه دي. ددې ډول حیرانوونکو دردونو را څرګندېدل په عصبي سیستم هم تاثیر لري.
نیمه سر دردي
نیمه سر دردي لنډمهاله تبه وي چې د سر په یوه برخه کې پیدا کېږي. دا ډول سردردي په یوناني ژبه کې هم د (نیم سري) په نامه يادېږي چې له امله يې انسان په غیر عادي ډول د خستګۍ احساس کوي او وجود يې سستي کوي، چې وروسته زړه بدوالی او استفراق هم ورسره ملګري کېږي.
دا دوره په لومړیو کې څو دقیقې حتا څو ساعته دوام مومي او وروسته ټول سر په درد راولي.
د دماغ شاوخوا سر دردي
ددې ډول ناروغانو د دماغو په شاوخوا کې مړ درد وي او ورو ورو ټول سر په درد اخته کېږي چې دا هم له استراحت سره ښه کېږي. تبه، د سر خوږ او د غاړې شخېدل یې نښې نښانې دي.
د ماغزو د تومور له امله سردردي
دا ډول سر دردي له نورو سره توپیر لري او ډېری وختونه د سهار له خوا وي چې دا هم ډېره شدیده تبه لري چې د سر د ښورولو، د درانده شي د پورته کولو، او په ځانګړي ډول د ډېر ټوخي له امله وي. معمولاً له سردردۍ سره د خوب اختلالات هم مله وي.
د ویني د لوړ فشار له امله سر دردي
په دغو ناروغانو کې هم یو ډول سر درد وي، معمولاً کله چې د وينې فشار ډېر لوړ شي نو دا ډول سردرد را منځته کوي.
د سترګو له لوري سر دردي
ډېر کله انسان ته د سترګو له لوري سر دردي پیدا کېږي چې دا ډول سر دردي ډېر کله د ډېرې مطالعې، یا هم ټلوېزیون ته د کتو له امله رامنځ ته کېږي.
د سینوس له امله سر دردي
دا ډول سردردي ډېر کله د سينوسونو (سينوسايټس) التهاب او ناروغۍ له امله پيدا کېږي او زياتره پر تندي باندې تمرکز کوي، دا ډول درد ډېر کله د سر د خوځولو او اوږد غځېدلو پر وخت احساس کېږي او له خوبه تر پاڅېدو وروسته نور هم ډېرېږي.
د غاښونو د انتاني ناروغۍ له امله سر دردي
د سردردۍ دا ډول تل په مخ کې له دردونو پيل کېږي او ورو ورو ټول سر ته خپرېږي.
او ورستی هم له سر دردی سره حساسیت
دا ډول سر دردي، ډېر لاملونه لري، لکه د پزې بندوالی، زوکام او ټوخی. کله کله د نس ناستي او حساسیت کنټرول هم د سردردۍ سبب کېږي.