دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د یوه وړ استازي په ټاکنه کې لاندې نقطې په نظر کې ولرئ

د واحد ګل هاشمي ليکنه

اکتوبر 10, 2018
in تحلیل
0 0

کله هم چې په هېواد کې د ولسي جرګې یا ولایتي شورا ټاکنې کېږي په زیات شمېر کې خلک ورته نوماند کېږي. دوی ولس ته مخ په وعدو کولو پیل کوي او هر یو یې ولس ته وايي چې که زه تر واکه ورسېدم نو وطن به ټول ګل او ګلزار کړم. په دې وخت کې نو له ډېرو خلکو وړ اشخاص ورکېږي ځکه چې که څوک وړ او بااستعداده وي، د هغه او د ناوړه تر منځ هېڅ توپیر نه کېږي. ځکه دغه دواړه ډلې یو له بله د ولس سره ګرمې ګرمې وعدې کوي چې په دې سره ولس په تردد کې کې واقع کېږي چې د همدې له کبله د دې په ځای چې وړ شخص ته رایه وکاروي داسې یو چاته رایه کاروي چې په هېڅ ډول یې هېواد ته خدمت هدف نه وي او یواځې د خپل جیب ډکول یې هدف وي او استازولي چې یو لوی مسوولیت دی د یوه تجارت په سترګه ورته ګوري.

راځو دې ته چې کوم څه دي چې له موږ سره مرسته کوي تر څو موږ په وطن، سولې، ابادۍ او پرمختګ مین شخص وټاکو، په لاندې ډول ځينې اړینې نقطې لیکل شوې دي:

زده کړې:

په اوسنۍ عصري نړۍ کې زده کړو ته تر هر څه زیاته اړتیا ده، ځکه چې که یو څوک زده کړې نه لري تر باسواده شخص یې فکر په اسانۍ په یوې موضوع نه خلاصیږي، نو د یوه استازي لپاره هم اړتیا ده چې لږ تر لږه د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو سره باید د لېسانس تر کچې زده کړې ولري. د دې تر څنګ د خپلې مورنۍ ژبې سره سره باید په څو یا یواځې په انګلیسي ژبې د افهام او تفهیم بشپړ حاکمیت ولري، یعنې په افغانستان کې تر دې کچې لږ تر لږه بسنه کوي ځکه د ماسټرۍ تر کچې خلک ډېر کم پیدا کېږي.

استوګنه:

د ټاکنو د کمپاین پر وخت شاید تاسې به داسې خلک هم وینئ چې بېخي به یې څهره درته نوې ښکاري. دلته دوه موضوعات کېدلی شي: لومړی داسې خلک زیات شمېر په کوم ولایت کې چې دی نوماند وي هملته پاتې نه وي یا خو یې ټول ژوند له هېواده د باندې تېر وي او په لومړي ځل خپلې پلرنۍ سیمې ته راځي او یا خو په دننه هېواد کې يې ژوند په بل ولایت کې تېر کړی وي. داسې خلک زیات وخت تر هغو نوماندانو په خپلو دندو کې زیات موثر نه شي تمامېدای کوم چا چې ژوند په خپله پلرنۍ سیمه کې تېر وي؛ ځکه هغه څوک چې په خپله سیمه کې را لوی شوی وي د خپلې سیمې په دودونو، کلتور، ستونزو او خلکو سره زیات اشنا وي.

پخوانی شالید:

د مقالې دا برخه د هغو نوماندانو لپاره ده چې هغوي د بیا ځل یا دویم ځل لپاره خپل ځانونه نوماند کړي وي. د داسې نوماندانو پېژندګلوي تر هغو نورو چې په لومړي ځل ځانونه نوماند کوي ډېره اسانه او ساده ده، ځکه دوی له ازموینې تېر وي په اصطلاح ازمویل شوي وي. مثلاً که چېرته یې د ټولې سیمې یا  د یوه ولایت لپاره په هر اړخیز او په بې توپیره ډول ولس ته خدمت کړی وي بالکل ورته رایه ورکړئ او ملاتړ یې وکړئ.

که چېرته یې په تېره دوره کې د پام وړ لاسته راوړنې نه وي درلودلې نو د داسې شخص د بیا ځلي ملاتړ څخه لاس په سر شئ او مه پریږدئ چې د داسې چا ملاتړ وکړی، ځکه هغوی چې په تېر کې کومه توره نه وي کړې په راتلونکي کې هم د پرمختګ تمه مه ترې کوئ او نه یې درته کولی شي.

تعصب:

د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو او قومونو په پرتله د نوماندانو شمېر کم دی، د بیلګې په ډول که زه د پکتیا ولایت یادونه وکړه دلته ۱۴ ولسوالۍ دي او د پکتیا برخه په ولسي جرګه کې ۵ وکیلان دي. نو دلته اصلي موضوع ته متوجې کېدای شو چې که چېرته موږ یو متعصب شخص ته رایه ورکړو نو هغوی بیا د خپل ځانګړي قوم لپاره کار کوي او پاتې زیات ولس پاتې کېږي چې په دې سره په لوی لاس انارشي ته زمینه سازي کېږي او مساوات له منځه ځي. نو اړتیا ده چې داسې څوک د استازولۍ لپاره وټاکو چې هغوی تعصبګر نه وي، د ټولې سیمې خلک خپل وګڼي او یوه ته تر بله برتریت ورنه کړي.

په ولسي نرخونو پوه وي:

که څه په پورتنۍ برخه کې دا موضوع یوڅه روښانه شوې خو، دا برخه لا ډېر وضاحت ته اړتیا لري. یو غوره استازی هغه دی چې نوموړی د خپلې سیمې پر ټولو ولسي او کلتوري نرخونو پوه وي او پکې معلومات ولري. د بېلګې په ډول په خوست، پکتیکا او پکتیا کې زیاتې ستونزې په ولسي دود یعنې نرخونو باندې خلاصېږي. دا چې نوماند تل د ولس سره په اړیکه کې وي نو کېدای شي د داسې ستونزې سره مخ شي چې هغه یواځې پر ولسي دود او نرخ خلاصېدلی شي، نو که په دې اړوند معلومات ولري ښه تر ښه، خو که چېرته په دې برخه کې عاجز وي نو امکان دې ولري چې د دې پر ځای چې ستونزه حل کړي لا یې خرابولی او لویولی شي، نو ویلی شو چې حتمي ده چې یو نوماند باید پر ولسي دود او ځینو کلتوري ارزښتونو پوه وي.

دینداري، ایمانداري او صداقت:

زما په اند دا برخې تر ټولو پورتنیو مهمې او اړینې دي، که چېرته یو نوماند دینداره، ایمانداره او صادق وي هېڅ ستونزه به رامنځته نه شي. که خدای مه کړه یو څوک بې دینه وي او د عقیدې له مخې کمزوری وي په دې باوري ووسئ چې هغه چې د لوی رب نافرماني کولی شي ستاسې خو په ښه جرئت سره کولی شي. همدا شان صداقت او ایمانداري هم مهمې برخې دي. زیاتره وخت موږ وینو چې ځینې استازي ډېر کم خپلې دندې ته حاضرېږي او ټول وخت پر بې ځایه ساعت تېریو تېروي، نو د داسې شخص له ټاکنې ډډه وکړئ. همدا شان صداقت هم یوه مهمه اړینه او خورا ارزښتمنه برخه ده. د بېلګې په ډول، مونږ او تاسې به ډېر داسې استازي لیدلي وي چې هغوی چې واک ته ورسېږي نو سم دلاسه د خپلې کورنۍ غړي پر دندو ګوماري یا پرمختیایي چارې یې متوازنې نه وي او د یوې ځانګړې سیمې یا قوم لپاره خدمت کوي او بل چاته یا نورو قومونه ته یې خیر نه رسېږي. حال دا چې نوموړي ته د ټول ولایت مسوولیت ورله غاړې وي نو د داسې اشخاصو له ټاکنې هم تېر شئ.

ډېر ځیرک و اوسئ چې داسې اشخاص واک ته ونه رسوئ چې بیا پر تاسو سوداګري وکړي. د یوه چا لنډمهالو امکاناتو ته مه ګورئ، د یوه وړ شخص په ټاکنه کې د خپل ولایت ابادي په نظر کې ونیسئ خپله هم وړ شخص وټاکئ او نورو ته یې هم ورپه ګوته کړئ.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In