پرون په هلمند کې ځانمرګي بریدګر د یوه کاندید په ګډون اته تنه ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل. ځانمرګی بریدګر له هلمنده د ولسي جرګې د کاندید صالح محمد خان اڅکزي دفتر ته ننوتلی او هلته یې ځانمرګی برید کړی دی. د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. تر دې وړاندې په ننګرهار کې هم د یوه وکیل د کمپاین پر غونډه برید شوی و چې پکې ۲۱ کسان وژل شوي وو او تر پنځوسو ډېر ټپیان وو. د هغه برید پړه داعش وسله والې ډلې منلې وه.
دغو او ځینو نورو بریدونو او ناامنیو د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې د یو جدي ګواښ تصویر وړاندې کړی دی. داعش ډله خو د هر افغان دښمنه ده او په هر ځای کې چې د افغان مسلمان د وژنې چانس ورته برابر شي، خپل وحشت کوي. طالبانو هم بیا بیا ګواښ کړی او د ټاکنو مخالفت یې کړی دی. دوی کاندیدان، رایه ورکوونکي او د ټاکنو د پروسې کارکوونکي بیا بیا ګواښلي دي. له دې امله د ټاکنو پر وړاندې امنیتي ګواښ جدي دی. یوازې وسله وال طالبان او داعش نه دي، بلکې د کاندیدانو خپلمنځي اختلافات هم دي او بیا داسې کاندیدان شته چې د سیالۍ لپاره هر ډول نامشروع کار کوي. له همدې امله ټاکنې له امنیتي اړخه له جدي ګواښ سره مخ دي.
یوازې پر کاندیدانو، رایه ورکوونکو او کارکوونکو بریدونه هم نه دي، بلکې نورې ستونزې هم شته. همدا اوس له څو ورځو راهیسې د کابل کندهار لویه لاره تړلې ده او په ډېرو سیمو کې جګړه ده. د ټاکنو کمېسیون به ټاکنیز توکي ولایتونو ته رسوي. که دا کار د هوا له لارې کوي، ګران به ورته پرېوځي او معلومات هم نشته چې دوی دا امکانات لري او که نه. که دوی د ځمکې له لارې ټاکنیز توکي رسوي، نو ستونزې زیاتې دي. په ځینو سیمو کې لارې بندې دي، ځیني ولسوالۍ سقوط شوي او په ډېرو برخو کې لویې لارې ته د وسله والو د را وتلو او برید وېره ده. له همدې امله وېره ده چې ټاکنیز مواد به ولایتونو ته پر وخت ونه رسیږي او یا به هم په لاره کې ضایع شي.
حکومت او امنیتي ادارو بیا بیا د ټاکنو د امنیت په تړاو ډاډ ورکړی دی. اوس هم ډاډ ورکوي. دوی د بریدونو پر مهال پړه پر کاندید اچوي چې دوی ته یې معلومات نه دي ورکړي او په دې ډول خپل مسوولیت نه مني. دا د ټاکنو او ټاکنیزو چارو له امنیت سره ډېر سطحي چلند دی. زموږ ټاکنې له جدي ګواښونو سره مخ دي او دا ګواښ په تشو او هوايي خبرو نه ختمیږي. نه یوازې دا چې د روان کمپاین امنیت ته باید پوره پام وشي، بلکې د ټاکنو د ورځې او تر هغې وړاندې د مهمو چارو امنیت خورا مهم دی. پکار ده چې د لویو لارو په برخه کې جدي پام وشي، څو ولایتونو ته ټاکنیز مواد په ښه ډول ورسیږي. دغه راز د ټولو مرکزونو د امنیت لپاره باید په کافي اندازه امنیتي ځواکونه وي. دا یوازې داسې هم نه شي کېدلی چې د مرکز په شاخوا کې به امنیتي ځواکونه وي، بلکې امنیتي ځواکونه باید داسې تنظیم شي چې پر مرکز د برید شونتیا کمه کړي. ګڼ نور کارونه هم کېدلی شي چې د ټاکنو امنیت ډاډمن شي.