سه شنبه, جون 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

  • نړۍ

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

کونړ ژاړي؛ خو حکومت غوږ نه پرې ګروي

لیکنه: خوشحال آصفي

سپتمبر 2, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

کلونه کېږي چې پاکستاني ځواکونه زموږ پر خاوره او دردېدلي ولس توغندي وروي، چې موخه یې نه خلکو ته معلومه ده او نه یې افغان حکومت د مسوول په صفت سمه پوښتنه وکړه.

ستاسې به په یاد وي چې یو ځل پخواني دفاع وزیر بسم الله خان محمدي ویلي وو: «کرزي صیب د بالمثل عمل امر ورته کړی، خو دوی مني چې ناغېړي یې کړې ده»، خو له بده مرغه دا لړۍ لا هم روانه ده او د ملي یووالي په څه ناڅه پنځه کلنه دوره کې د پاکستاني ړندو توغندیو باران په درز کې روان دی او د کونړ ولایت پر سرحدي ولسوالیو یې زرګونه توغندي ورولي، چې له کبله یې په سلګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني ځواکونه پر کونړ ولایت توغندیز بریدونه کوي او یوازې کونړ ولایت هم نه دی، چې پاکستان په کې د افغانستان پر خاوره تېری کوي، بلکې له دې وړاندې په وار وار د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې، د پکتیکا په انګور اډه کې، د هلمند په بهرامچه کې، د خوست په غلام خان کې او د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان خاورې ته په لسګونو کیلومتره وړاندې راغلي او ان دا چې په افغان خاوره کې یې پوځي تاسیسات هم جوړ کړي دي، خو له بده مرغه افغان حکومتونو یي پر وړاندې چوپتیا غوره کړې ده. په ځانګړي توګه د اشرف غني او عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومت یې پر وړاندې د پټې خولې سیاست غوره کړی دی. په دې لیکنه کې یوازې په کونړ ولایت کې د پاکستان په تېري او تر شا یې په پرتو موخو، عواملو، د اوسني افغان حکومت پر چوپتیا او د کونړ ولایت پر ستراتیژیک اهمیت خبرې کوو.

د کونړ ستراتيژيک او اقتصادي اهميت او د ناامنه کولو تر شا يې د پاکستان موخه:

یاد ولایت د پاکستان تر ولکې لاندې پښتونخوا سره کابو ۱۸۰ کیلومتره ګډه پوله لري. لکه څرنګه چې د کونړ سوېل ته ننګرهار ولایت او لوېدیځ ته یې لغمان ولایت موقعیت لري، نو په آسانۍ سره ترې ننګرهار او لغمان ولایتونه کنټرول کېدلای شي، چې د همدې ستراتیژیک اهمیت له مخې پاکستان غواړي یاد ولایت ناامنه او خلک یې پر حکومت بې باوره کړي، څو اړ شي چې د پاکستان شناختي کارډونه واخلي.

که د حکومت د چوپتیا د سیاست په پایله کې خدای مکړه کونړ د پاکستان لاس ته پرېوځي، نو مانا یې دا ده چې ننګرهار او لغمان به په ډېرې آسانۍ د پاکستان تر نفوذ لاندې راشي. کونړ ولایت له پوځي اړخه هم ډېر ستراتیژیک اهمیت لري او پاکستان غواړي چې په هر قیمت او هره لاره وي، د کونړ خلک وځپي، څو خپلې شومې موخې ته ورسېږي.

بله او اصلي موخه یې دا هم کېدلی شي، چې دغه سیمه له خلکو څخه تشه او خپل “جاسوسان او ترهګر ” پکې وروزي.

همدا راز کونړ ولایت د هېواد په کچه اصلي د نښترو (چهارتراش) بې ساري ځنګلونه لري. پر دې سربېره، د ښون (زیتون) څېړۍ او د سون لرګیو نور ډول ډول ځنګلونه لري.

په کونړ کې پر قدرتي ځنګلونو سربېره، د پېچ درې ولسوالۍ په ماڼوګي او چپه دره کې د قیمتي ډبرو (بیروج) کانونه ډېر زیات دي، همداشان په خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو کې د (کرومایټ)کانونه دي، چې په قاچاقي توګه کیندل کیږي او پاکستان ته قاچاق کیږي.

بل پلو د کونړ د سیند اوبه دا مهال په وړیا توګه پاکستان ته ځي، خو که پر دې سیند بند جوړ شي، نو ډېرې اوبه به یې په افغانستان کې ولګول شي. دلته هم پاکستان د کونړ ولایت د ناامنه کولو په موخه پر دې ولایت توغندیز بریدونه کوي، څو د کونړ د سیند اوبه پرې بندې نه شي او یاد هیواد ته د قاچاق کېدونکیو قیمتي ډبرو مخنیوی ونه شي.

پايله

له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو په ځانګړې توګه د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا د تېري پر وړاندې افغان دولت وړ او مناسب غبرګون نه دی ښودلی، چې پایله یې د پاکستان زړورتیا ده.

د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومتونو د چوپتیا ښه بېلګه د اشرف غني او عبدالله عبدالله شریک حکومت اوسنی دریځ دی، چې تر اوسه یې د پاکستان له لوري پر افغان خاوره هر رنګه تېری یوازې غندلی دی او بس او تاسې به لیدلي وي، چې ان د کمپاین لپاره هم یوازې پر ټلیفوني خبرو اتکا وشوه او خلاص.

پوښتنه

دا چې ولې یې تر اوسه وړ او جدي اقدام نه دی کړی او کوم مجبوریتونه دي، چې نه شي کولی له خپلو خلکو دفاع وکړي؟ بېلابېلې پوښتنې زېږوي.

یوه پوښتنه دا ده چې آیا د حکومت مشرانو د افغانستان د خدمت هوډ او قسم نه دی کړی؟

څوک یې غبرګون ته نه پرېږدي؟

آیا له غبرګونه ستړي شوي دي؟

آیا ډیپلوماسي یې ناکامه وه، چې نه شي کولای ملګرو ملتونو ته پر پاکستان د فشار راوړلو قناعت ورکړي؟

که د خلکو خادمان دي؛ نو بیا ولې د خلکو وینه او ژوند ورته اهمیت نه لري؟

او لسګونه داسې نورې پوښتنې…

حللاره

 داسې ښکاري چې د حکومت تېرې چوپتیا ته په کتو ولس باید لاس پکار شي او د حل لاره د حکومت په لاس کې نه، بلکې د ولس په لاس کې ده.

نو پکار ده چې خلک را پاڅېږي، خپل حکومت اصلاح کړي او د خپل ژوند د خوندیتابه لپاره سره یو موټی شي، له خپلې خاورې دفاع وکړي او هماغسې چې د نورو زبرځواکونو خوله یې په سوک سمه کړې ده؛ د تور پنجابي خوله په سوک ور سمه کړي، څو پوه شي چې:

لا تر اوسه یې ماغزه په قرار نه دي

چا چې ما سره وهلی سر په سنګ دی

پاکستان عملاً پر افغانستان یرغل کړی او کوي یې او له خپلې خاورې دفاع که حکومت نه شي کولی او په کمپاینونو کې بوخت دی، نو دا دې ولس دنده ده چې مټې را ونغاړي او د هوساینې غږ پورته کړي.

Share20Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

جون 8, 2026

شي جين پينګ پينګ يونګ ته ورسېد

جون 8, 2026

کيم جونګ اون د شي جين پينګ لپاره د هرکلي مراسم ترسره کړل

جون 8, 2026
default

بېجینګ په ګوانګ شي کې د سيلابونو او پېښو ضد د مبارزې د څلورمې درجې بېړني اقدامات ترسره کړل

جون 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In