بازار موندنه هم د مؤلد له پلوه او هم د مستهلک دواړو له پلوه مهمه ده . دا ځکه چې د داسې يوې پوهې او سيسټم په لرلو سره کولای شو توليد شوي مواد او خدمات د اړتيا پر مهال، په ښه ډول له مؤلد څخه تر مستهلک پورې په اسانۍ سره انتقال کړو او چېرته چې نوموړیو توکو او خدماتو ته اړتيا ليدل کېږي، وړاندې یې کړو. په اوسني وخت کې د نفوسو په زياتېدو سره او په ګڼ مېشتو سيمو کې د هغوی په راټولېدو سره د بازارموندنې اهميت نور هم زيات شوی دی. په اوسني ژوندانه کې ښارونه د موادو زېرمه کولو پوره ځای او امکان نه لري. له بلې خوا د راز راز نويو اجناسو وړاندې کېدل د اشتهاراتو غوښتنه کوي. له بلې خوا د مستهلکېنو د ذوق پېژندل او د دغه ذوق بدلون د بازار په اړه د علمي څېړنو غوښتنه کوي؛ نو د بازارموندنې علم همدا کار کوي چې اهميت يې ورځ په ورځ زياتېږي. د انسانانو د بوختياوو زياتوالی د هغوی وخت کم کړی؛ نو بازارموندنه د وخت د ضایع کېدو مخنيوی هم کوي، په کم وخت کې د ضرورت وړ اجناس مستهلک ته وړاندې کوي او په کم وخت کې د وړاندې کوونکي اجناس پلورل کېږي. د بازارموندنې پرمختيا د مؤلدينو د هڅونې لامل کېږي، چې په نتيجه کې د توليد په حجم کې زياتوالی راځي. له بلې خوا بازارموندنه د اجناسو له تنوع سره مرسته کوي، چې دا د مستهلک د هڅونې لامل ګرځي. بازارموندنه د مؤلد له نظره ځکه اهميت لري، چې د هغه اړيکې له مستهلک سره ټينګوي او وخت يې نه ضايع کېږي؛ خو د مستهلک له نظره ځکه مهمه ده چې د هغه د استوګنې په نږدې ځايونو کې ورته اړتياوې چمتو کېږي. له بلې خوا د هغه اشتهارات چې د بازار موندنې په واسطه تر سره کېږي، د اجناسو او خدماتو په کیفيت کې غوره اهميت لري، ځکه چې اشتهارات يو ډول مثبته سيالي ايجادوي او کیفيت ښه کولو ته يوه انګېزه برابروي.
د بازارموندنې فعاليتونه د استخدام د سطحې په اوچتېدو کې هم ډېر اهميت لري، چې ځینې وزګار خلک د بازار د فعاليتونو په بېلابېلو برخو کې پر کار ګومارل کېږي. د بازارموندنې فعاليتونه موسمي توليدات د کال په ټولو مياشتو کې مستهلکېنو ته په واک کې ورکولای شي او له توليدوونکو سره چې کوم اضافي توليدات وي، هغه راټولوي او د زېرمه کولو په واسطه هغوی له زيان څخه ژغوري.
د بازارموندنې موخې
بازارموندنه يو ټاکلی، مشخص او ځانګړی هدف لري، چې هغه د خلکو د مشترکې غوښتنې او يا غوښتنو ته ځواب ويل دي.
په واقعيت کې د بازارموندونکي او بازارموندنې کار دا دی، چې د پېرودنې د توان لرونکو خلکو مشترکه اړتيا دې وپېژني او له هغوی سره دې مرسته وکړي؛ څو د محصولاتو او توليداتو دپېرودنې او مصرف په اړه پوه شي، خپلې اړتياوې ورباندې پوره کړي او په حقيقت کې مو هغو ته ځواب ويلی وي.
نو په دې ډول د بازارموندنې ښه رول د )ښکار، يا کب نيونې( په څېر دی او د ښکار او يا کب نيونې لپاره وسايلو ته اړتيا لرو. په بازارموندنه کې هم لومړنی ګام د اطلاعاتو راټولول دي، چې زه بايد د ښکار او کب نيولو لپاره کوم ځای ته لاړ شم؟ … او داسې نور.
د دا ډول پوښتنو په وسيله بازارموندونکي او تر لاس لاندې کسان يې د اطلاعاتو په راټولولو لاس پورې کوي. نو هغه ده چې بازارموندونکي بايد پوه شي، چې اصلي مخاطبين او هدف يې چېرته دي او د هغوی اړتياوې څه دي؟ د دې ټولو ترمنځ له مخاطبينو سره د پېرودلو توان مهم هدف دی او له هغې نه مهمه دا ده، چې عرضه شوي توکي )محصولات او يا خدمات( په ښه ډول وپېژني. بايد دې ته مو پام وي، چې د بازارموندونکي اصلي کار او رول دا دی، چې د خلکو د اړتيا او غوښتنو سره سم خپل محصولات او توليدات وړاندې کړي او د هغوی اړتيا ورباندې پوره کړي. ځکه چې بازارموندنه يوازې تر خرڅلاو او تبليغاتو پورې نه شي ځانګړې کېدای، خو کېدای شي ووايو چې د مبادلې او د خرڅلاو ډېرښت د بازارموندنې اصلي او اساسي هدف بلل کېږي. ځکه د بازارموندنې فلسفه او وجودي علت يې د ګټورو پېرودونکو موندل دي او موخه يې تر ډېره د ژمنو پېرودونکو پيدا کول دي. په پايله کې د بازارموندنې هدف د خرڅلاو ډېرول دي او موخه يې دا ده، چې پېرودونکي په داسې توګه درک او وپېژندل شي، چې بازار ته وړاندې شوي توکي او خدمات ورته مناسب وي او هغوی يې خپله وپلوري.
داپه دې مانا نه ده، چې ګواکې خرڅلاو او تبليغات به ارزښت نه لري، بلکې په دې مانا ده، چې دغه دواړه يوازې د بازارموندنې د ترکیب يوه برخه ده. داسې ترکیب چې په خپله د بازارموندنې د وسايلو او اوزارو ټولګه ده، چې د بازار پر چاپېريال باندې د اغېز لپاره يو له بل سره ترکیب کېږي او ګټه ورنه پورته کېږي.
د بازارموندنې اساسي مفاهېم
بالاخره د بازارموندنې مفهوم موږ د کامل دوران مفهوم ته رسوي. بازارموندنه يانې له کارونو سره سروکار، په دې منظو، چې د بشر د اړتياوو او غوښتنو د پوره کولو سبب وګرځي.
نو اوس موږ د بازارموندنې په اړه خپل تعريف ته بېرته راګرځو.
د )بشر د فعاليتونو د عنوان په توګه چې د اړتياوو او غوښتنو پوره کول د محصولاتو د تبادلې له لارې تر سره کېږي( د محصولاتو تبادله له کار سره نه شلېدونکي اړيکې لري. پلورونکي اړ دي چې پېرودونکي ولټوي، د هغوی اړتياوې وپېژني او ښه او مناسب توکي ډيزاين کړي، هغو ته لاپراختيا ورکړي، انبار يې کړي، قېمت ورباندې کېږدي او بالاخره يې پېرودونکو ته ور وسپاري.
لاندې کړنې د بازارموندنې اصلي فعاليتونه بلل کېږي:
- محصول ته پراختيا ورکول
- څېړنه
- اړيکې
- توضیع
- قېمت اېښودنه
- خدمتونه
سره له دې چې موږ بازارموندنې ته د پلورونکي په واسطه د کسب د ادامې د عنوان په سترګه ګورو؛ خو پېرودونکي هم د بازارموندنې فعاليتونه تر سره کوي، مصرف کوونکي هغه مهال بازارموندنه کوي، چې د خپل توان وړ توکي د پېرودلو لپاره وپلټي.
د يوه شرکت نمايندګي هغه مهال بازارموندنه کوي، چې د پلورونکو په لټه پسې وي او د ښو شرايطو لپاره چنې وهي. د پلورونکو بازار داسې يو بازار دی، چې هلته پلورونکی د ډېر توان درلودونکی وي او پېرودونکي اړ دي، چې ډېر دقيق او ځيرک وي. د پېرودنې په يوه بازار کې پېرودونکی د ډېر توان درلودونکی وي او پلورونکی مجبور دی، چې ډېر فعاول او هڅاند واوسي.
د بازارموندنې دندې
د بازارموندنې فعاليتونه بايد د يوه شرکت د منظم ليد له مخې د ستراتيژيکو پلانونو په چوکاټ کې تر سره شي. د بازارموندنې په مديريت کې لاندې دندې شاملې دي:
د بازار د وضعيت او استعداد د مالومولو په موخه، د اطلاعاتو راټولونه او ارزونه او په ټوليزه توګه د پام وړ مصرف کوونکو اړتياوې ټاکل، د بازارموندنې مديران بايد وتوانېږي، چې د بازار د وېش له مخې مصرف کوونکي سره وپېژني او د مصرف کوونکو ځانګړنو ته په کتو سره د هغوی د اړتيا وړ جنسونه، خدمتونه او غوښتنې پوره کړای شي. د بازارموندنې د موخو ټاکل د لاس ته راغلو اطلاعاتو پايلو ته په کتو سره او د شرکت سرچېنې، لکه د خرڅلاو د موخو په ګوته کول او د بازار ونډه.
د بريالی بازارموندنې لپاره مهم ټکي
دا هغه ټولې ځانګړتياوې په ګوته کوي، چې د دوکان په داخل کې وي. لکه :
- خرڅلاو بايد په څومره وخت کې په دوکان کې تېر کړای شي؟
- له بد خويي څخه ډډه کول
عمده عناصر يې عبارت دي له:
- ښکلی فرش
- موسيقي
- د داخلي ودانۍ ډيزاين
- د صفايۍ خيال ساتل
- چوکاټ او ډيزاين
- د بيروبار پام ساتل
- په دوکان کې پېرودونکو ته مناسب ځای د اودرېدو لپاره
- ښکلي منظم اخلاق
همدارنګه د دوکان داخلي ډيزاين هم بايد په نظر کې ونيول شي، چې مهم يې په لاندې ډول دي:
- فرش
- برېښنا
- سينګار
- حرارت
- وريځ
- خوشبو او موسيقي
- د دېوالونو سينګار
- د دوکان پراخوالی
- ښکلا
- صفايي
- له ټيکنالوژۍ څخه استفاده کول او داسې نور.
د بازارموندنې د ساحې فعاليت
هغه کسان چې د مارکېټ په چينلونو کې کار کوي، مخکې له دې چې جنس مارکېټ ته وړاندې کړي، بايد لاندې معلومات تر لاسه کړي:
- د جنس د خرڅلاو د کانالونو اړوند معلومات
- د جنس د وېشلو اړوند معلومات
- د توليدوونکو او مصرف کوونکو اړوند معلومات
د بازارموندنې تشکېلاتي جوړښت
دا چې بازارموندنه په تصدۍ کې د تولیدي او اداري فعالیت له منځته راتګ څخه مخکې صورت نیسـي، نو عمل کې دا مانا ورکوي چې د ټولو د مخه باید اړتیا او د هغې د ارضا سطح تر څېړنې لاندې ونیول شي، په هر اړخیز ډول د هغه محصول د مصـرف کوونکي مشخصه علایم تثبیت شي، چې د اړتیا د رفع کولو لپاره په کار وړل کېږي او همدارنګه تثبیت شي چې نوموړی د کوم قېمت له تاديې سره موافق دی. د محصول د خرڅلاو لپاره بازار مناسبترین بازار دی او په هغه کې د تبارز کولو کومه لحظه مناسبترینه لحظه ده. له دې څخه وروسته تصدۍ باید د تولید او خرڅلاو د ټول فعالیت لپاره د پلان د تهیې او انکشاف لپاره اقدام وکړي.
د تصدۍ په اداره کې د بازارموندنې په کاروړنه په اساسي توګه د خرڅلاو، تولید او پلانګذارۍ لپاره د فعلي موجودو بخشونو او نورو ټولو هغو حلقاتو، اهدافو او مقاصدو ته تغیر ورکوي، چې تر اوسه يې په مستقله توګه د بازارموندنې مختلف فعالیتونه سرته رسول.
تجربې ښودلې چې د دغو فعالیتونو بهبود او تکامل کېدای شي په ښه وجه د بازارموندنې د ځانګړو بخشونو د منځ ته راوړو له طریقه صورت ونیسي.
په اقتصادي آثارو او ادبیاتو کې د هغو معیارونو په هکله کوم واحد نظر وجود نه لري، چې د بازارموندنې د بخشونو د منځته راوړو په ترڅ کې باید په پام کې ونیول شي. اکثراً په دې اړه د مختلفو تصدیو له تجاربو څخه چې د بازارموندنې د سازماندهي په ترڅ کې مختلف میتودونه په کار وړي، استفاده کېږي. لکه د وظایفو له مخې د محصولاتو له مخې، د بازارونو له مخې او نور.
د بازارموندنې خدمات
- د محصولاتو پېرودل
- د محصولاتو پلورل
- د محصولاتو انتقال
- د محصولاتو ذخيره کول
- د محصولاتو سورت او درجه بندي
- د زيان په مقابل کې چمتو کېدل
- د بازار په اړوند نوي اخبار او معلومات