د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوبایډن تازه د افغانستان په هکله په خپلو غیر مسوولانه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان باید دری ټوټې شي او فیدرالي حکومت دې پکې جوړ کړل شي. د ده په خبره، افغانستان په اوسنۍ بڼه د جوړېدو نه دی.
د جوبایډن خبرې چې په ښکاره د یوه ملت سپکاوی، د یوه هېواد د ملي امنیت ګواښنه او په ټوله کې بې شرمانه لاسوهنه ده، د امریکا – افغان اړیکو او امریکا ـ افغان جګړې په تاریخ کې نوې او تازه هغه نه ده.
تر دې وړاندې د (۸۸ ورځې تر کندهاره) کتاب لیکوال رابرټ ال ګرینییر، له طالبانو وروسته په افغانستان کې د (حکومتواله) کتاب لیکوال سفیر ډابنیز چې ښاغلی ګرینییر په اسلام اباد کې د (CIA) چارسمبالی و، په ډېرې سپین سترګۍ لیکلي چې پښتانه د افغانستان ۳۸ سلنه نفوس جوړوي. له دې څخه هاخواه د (۴۰ کاله په توپان کې) کتاب لیکوال د امریکایانو د افغان دښمنۍ، دسیسو او شرارتونو د افشاه کولو پر مهال لیکي، چې (CIA) پښتانه په بېلابېلو اسنادو کې د ۶۸ سلنې پر ځای تل ۴۸ او ۳۸ سلنه یاد کړي دي.
له دغه منطق څخه د امریکایانو او تر هغوی وړاندې استعماري ځواکونو موخه دا ده، چې له یوې خوا هغه تجزیه طلبو عناصرو ته چې د دوی او د سیمې هېوادونو په ملاتړ چلېږي، د شرارت او فتنې خوراک پیدا کړي او بل لور ته هغه شومې طرحې چې دوی یې تر اشغال لاندې حکومتونو ته لري او هغه د یوه کاواکه، نامشروع او اردلي حکومت له لارې په لنډمهال کې د جګړو او شرارتونو دوام او وروسته د ګران وطن د تجزیې او ماتولو تر کچې (B) پلان دی.
امریکا او د ګران افغانستان د ټوټه کولو استعماري سیاست یې
د ګران وطن د ټوټه کولو طرحه له ۱۹۹۲ ز کال څخه د امریکا د بهرني سیاست برخه ده. د دې استخباراتي طرحې شرایط هغه وخت ممکن شول، چې کله مسکو د خپل لاسپوڅي رژیم پر سر له امریکا سره معامله وکړه.
هغه مهال تنظیمي ایله جاریانو د دې پر ځای چې د افغان ولس جدجهد، مبارزو او ارمانونو ته کار وکړي، ورته ژمن پاتې شي او په ټوله کې مات او ځب ځب ولس بېرته د خپل غني تاریخ پر لور د ملت کېدو خواته بوځي، ځینې بدمستي د قومپالنې، عصبیت او ځانچارۍ پر نیلو سپاره شول، ملت ته یې شاه او هم هغه کمونیست مسکو ته یې مخه کړه، چې دوی د ملک په ګوټ ګوټ کې ملک الطوایفي واکمنۍ جوړې کړې، کابل یې پر پنځو پلازمېنو ووېشو او حتا دوستم خو په شپږو شمالي ولایتونو کې بیل بانکنوټونه، بیرغ او جلا سفارتي اړیکې له ترکیې او ازبکستان سره لرلې.
خو د طالبانو په راتګ سره هغوی د شر او فساد دغه پردي تنظیمي ټغر ټول کړل، افغانستان یې د یو واحد حاکمیت او واکمنۍ تر چوکاټ لاندې یو موټی کړ.
د طالبانو ځینې وړې نیمګړتیاوې او بیا د سپټمبر د ۱۱مې جعلي پېښې امریکا ته یوځل بیا زرین چانس ورکړ، چې سیمې ته راشي او دلته د نورو استخباراتي او ستراتیژیکو موخو ترڅنګ، د ګران افغانستان د ټوټه کولو پلان هم وڅاري.
دوی د اکټوبر په اوومه پر افغانستان له یرغل سره هممهاله او وروسته عملاً د افغانستان د عملي او سیاسي ټوټه کولو پالیسي مخته وړه.
د بېلګي په توګه، د (۴۰ کاله په توپان کې) کتاب د لیکوال ښاغلي خرم په خبره، امریکا په داسې حال کې چې د طالبانو خلاف یې په شمال کې د بي ۵۲ بمونه کارول او شدیده جګړه یې کوله، په اسلام اباد کې د طالبانو لومړۍ کچې ډیپلوماټ (ملا عبدالسلام ضعیف ) ته ویلي وو چې که تاسو موافقه وکړی، چې له مونږ سره له جګړې لاس واخلی، نو مونږ به تاسې ته شپږ سهیلي ولایتونه وسپارو او همدلته تاسې بېل حکومت وکړی، هغه طرحه چې طالبانو رد کړې وه.
له دې څخه په را وروسته کې امریکایانو د بن په کنفرانس کې یوځل بیا په افغانستان کې د جګړې، سیاسي نفاق او یوې ممکنه تجزیې طرحه عملاً عملي کړه او هغه نظار شورا ته د زمري د ونډې (واک) ورکول وو.
امریکایانو په ۲۰۰۱ ز کال د بن په کنفرانس کې د خپلو سیاسي- استعماري ستراتیژیو د تعقیب په موخه، عملاً پښتانه چې هغه مهال طالبانو او اسلامي ګوند یې رهبري کوله، د هېواد له سیاسي صحنې وایستل. په مقابل کې یې ټول واک د طالبانو وسله والو دښمنانو ته وسپارو او پر قومونو د واک وېش د امریکایانو هغه قصدي کار و، چې لا له پیله يې د خپلو ستراتیژیکو استعماري او استثماري سیاستونو ته د رسېدو په موخه کاوه او د دغه ستر ملت یووالی ورته د منلو نه و؛ نو ځکه یې د ټوټه کولو سیاست چې د واک وېش او د یوې ډلې له واکه ایستل او بلې ته د هرڅه ورکول یې ښه بېلګه کېدای شي.
د دغو سیاستونو پایله دا شوه چې چا به په پښتو خبرې کولې، طالب بلل کېدو او طالبان بیا ټول ترهګر بلل کېدل او د دغې امریکايي قومي فتوا پر بنسټ، پښتانه یا ووژل شول او یا زندانونه پرې ډګ کړای شول.
هغه د مرګ او زندان انتخاب چې د امریکا د وخت دفاع وزیر طالبانو ته اېښی و، د بن له کنفرانس وروسته یې ټکي په ټکي عملي کړ.
د دغو استعماري ـ امریکایي تګلارو پایله داشوه چې په ۲۰۰۷ ز کال کې افغانستان عملاً د جګړې ډګر وګرځېدو.
بل لور ته د ۲۰۰۹ ز کال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د امریکایي سیاستوالو دغه طرحه عملاً د دوی د غټو ډیپلوماټانو پر کاري سیاست بدله شوه.
ریچارډ هالبروک د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی افغانستان ته راغی او دلته یې پخواني ولسمشر کرزي ته وویل، چې تاسې باید د فیدرالیزمي فتنې لومړۍ خښته چې د (اجرایه) ریاست رامنځته کېدل دي، ومنی.
کرزي دا رد کړله او د امریکا ځانګړي استازي هالبروک یې پر وړاندې عملاً د جګړې اعلان وکړ.
دوی امریکایي سناتور ډانا روراباکر افغانستان ته رواستلو، هغه د افغانستان شمال ته سفرونه وکړل او هلته یې له پخوانیو تنظیمي جګړه مارو ټوپکیانو (محقیق، دوستم، عطا نور او ضیا مسعود) سره ملاقاتونه وکړل. مګر کرزي د امریکا دښمني او جګړه واخیستله، ولې د افغانستان د فيدرالیزه کولو پر وړاندې کلک ودرېدو.
تر دې وروسته یې په تذکرو کې د ملي هویت (افغانیت) د لیکلو پر سر چې یو څه حل شوې مسئله وه، ډرامه راپورته کړله او دا یې هم د افغانانو د وېشلو تر درشله بدرګه کړله. ولې د افغان ولس مبارزه، هوښیارتیا او روښانتیا د دې شرارت اجازه هم ورنه کړله.
بل لور ته امریکايي سیاستوالو، چارواکو او حتا په امریکا ـ افغان جګړه کې د دوی ښکېلو نظامي قومندانانو وخت نا وخت د ډیورنډ مصنوعي، کاذبې او فرضي کرښې د رسمیت پېژندلو په برخه کې خورا له استعماري دریځه ډکې خبرې کولې. داسې چې په مختلفو اسنادو او د دوی له بربنډو شویو نظامي نقشو څخه مالومېږي، چې د ډیورنډ کرښه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه جنجالي قضیه او د افغان ولس په ګډون، هېڅ افغان حکومت هغه په رسمیت نه پېژني، دوی رسمي کرښه یاده کړې او زموږ دغه ملي مسئله یې یو حل شوی بحث ګڼلی.
ګډ افغان حکومت چې د ټرمپ د لسو میلیونو افغانانو د وژلو په خبره غلی دی، د جوبایډن د دې خبرو پر وړاندې هم چوپ دی. حال دا چې کله امریکایي ولسمشر د سهیلي اسیا په نوم د افغانانو د وژلو پرېکړه اعلان کړه او یا یې په دې نږدې وخت کې د سولې خلاف د جګړې او افغان وژنې د دوام ټټر وډباوه، دوی په شېبو او دقیقو کې له هغه خپل ملاتړ اعلان کړ او د ټرمپ د سولې ضد ټویټ سره خو یې په ارګ کې د تبله چیانو او دمبره بازانو محفل هم رابللی و.
زما مخاطب د ګران وطن د اصلي وارث او رښتیني متولي په توګه د مور وطن په دغه حساس تاریخي دور کې افغان ولس دی، هغه ولس چې نه دویم پاسپورت لري، نه ناموس فروش او نه د ابن غلامانو واکمنۍ مني.
ولس او د افغان ولس مبارزه کتله ځوانان باید د جوبایډن دا خبرې وغندي او د ځان او تاریخ ژغورلو ډګر ته چې د جوبایډن او مکناټن د پردو لښکرو شړل دي، راودانګي او د سولې د درېدلو مذاکراتو د بیا پیل لپاره لاریونونه او ولسي فشارونه زیات کړي.
سیاسي ګوندونه او ولس محوره جوړښتونه باید له ځانچارو کړنو، ورځنیو سوداګریو تېر او لکه ګاندي او نلسون منډیلا د ولي له داعیې پر دفاع زندانونو ته د تګ چمتووالی دې ونیسي.
افغان ولس د دویم انتخاب په نوم له مرګه چې ذلت او د خپل تاریخ مسخه ده، نور هېڅ هم په خپل واک کې نه لري.
راځئ د جوبایډن خبرې د دوی د مکناټني لښکرو په شړلو او له سولې د ملاتړ له لارې عملاً وغندو.