پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

داخلي بې ځایه شوي؛ په افغانستان کې د جګړې او ناامنۍ قربانیان

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ ییزو څېړنو مرکز

سپتمبر 18, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

ژباړه: مسیر ورځپاڼه

هغه راپور چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر (OCHA)  لخوا خپور شو، ښيي چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پيله تر دې مهاله په کور دننه د بې ځایه شویو شمېر ۲۷۰ زرو کسانو ته رسېږي، چې د دې شمېرې ۸۵ سلنه برخه ماشومان او ۲۱ سلنه هغه یې ښځې جوړوي.

که څه هم د (اوچا) راپور په کور دننه د بې ځایه شویو اصلي لامل روانه جګړه او ناامني بولي؛ خو طبیعي پېښې، وچکالي، بېکاري، د اقتصادي وضعیت کمزورتیا او په زیربنايي برخو کې د پانګونې پکار نه اچونه هغه لاملونه دي، چې له امله یې په هېواد کې دننه خلک له خپلو استوګنځایونو بې ځایه شوي دي.

څنګه چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت راپور، چې پر جګړې او ناامنۍ سربېره، په کور دننه د بې ځایه شویو شمېر د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پيله د جون میاشتې تر اخري لسیزې ۳۴۶ زره او ۹۴ کسان یادوي، خو له دې وروسته د ۵۷ زرو او ۱۴۸ کسانو خپلو مېنو ته د بېرته ورګرځېدو خبره هم کوي.

په کور دننه بې ځایه شوي د جنګ او ناامنیو قربانیان، د افغانانو بې پایه ستونزمنه کډوالي او دا چې سوله د ټولو افغانانو د ستونزو یوازینی حل دی؛ هغه موضوعات دي چې په دې تحلیل کې مو پرې بحث کړی دی.

د جنګ قربانیان

د کورنیو جګړو او بالخصوص پر افغانستان د امریکا له تېري سره سم، په سلګونو زره کسان مړه او ټپيان شوي، اته میلیونه ځوانان بېکاره دي او په میلیونو کډوال له بهرنیو هېوادونو راستانه شوي، د جنګ او ناامنیو له کبله ډېری ښځې او ماشومان، سپين ږيري او ځوانان له یوه ځای څخه بل ځای ته کډې کوي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د همکارۍ دفتر د خپور شوي راپور په اساس، په افغانستان کې د جنګ قدامت او دوام ته په کتو، ورځ تر بلې د بې ځایه شوو وګړو شمېر مخ پر زیاتېدو دی. په داسې حال کې چې د روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله، د بې ځایه شوو شمېر د ۲۰۱۷ میلادي کال په نسبت چې ۱۹۲ زرو کسانو ته رسېده، ۴۰ سلنه زیات شوی دی.

د امریکا پر څلورو میلیاردو ډالرو او ځینو نورو هېوادونو پر مرستو سربېره، جګړه لا هم زوروره شوې ده. تر اوسه ټول بې ځایه شوي تر خېمو لاندې، له صحي او تعليمي خدماتو پرته ژوند کوي.

څنګه چې څه وخت مخکې د امریکا غږ اشنا راډیو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند په خبره، د ټولو بې ځایه شوو شمېر تر دریو میلیونو او ۷۸۸ زرو زیات ښودلی، سرچینه د ویاند په خبره زیاتوي چې د دغو بې ځایه شوو له ډلې یې ۶۷ سلنه د جنګ او ناامنیو او ۳۳ سلنه هغه یې بیا د طبیعي پېښو او وچکالۍ په سبب له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

کډوالي؛ د افغانانو تلپاتې کړاو

که څه هم کډوالي د انسان د ژوند یوه طبیعي ځانګړنه ده او کوم وخت چې انسان د ځمکې پر سر ژوند پیل کړی دی، له هماغې ورځې څخه راپدېخوا یې د چکر او زیاتو امکاناتو د تر لاسه کولو په موخه، په مقطعي ډول له یوې سیمې بلې ته کډه کړې ده،  خو په افغانستان کې کډوالي بیا بېل داستان لري. د مختلفو عواملو له کبله، لکه ستراتېژیک موقعیت، ناسالم مدیریت، بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو دغه هېواد د اوږدو استخباراتي جګړو په لومه کې راګیر کړی او له تېرو نږدې څلورو لسیزو راهیسې د دغه هېواد اوسېدونکي د ځان ژغورنې لپاره په کور دننه او بهرنیو هېوادونو ته د کډوالۍ لپاره اړ شوي دي.

له بلې خوا، د کورنیو جګړو په پای ته رسېدو، د طالبانو د نظام په نسکورېدو او د نوي حکومت په راتلو سره چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ورسره و، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ میلادي کال پورې د کډوالۍ کچه راټيټه شوه او باور دا و چې له دې وروسته به افغانان د کډوالۍ ترخه تجربه هېره کړي، خو له ۲۰۰۷ میلادي کال څخه راپدېخوا کله چې په افغانستان کې د جګړې ډګر بیا تود شوی، د نړیوالې ټولنې له مرستو سره سره، په دغه هېواد کې کډوالي لاهم یوه جدي ستونزه ده او د دغه هېواد په میلیونونو وګړي په کور دننه او بهر کډوالۍ ته اړ شوي دي.

تر ټولو لویه بدمرغي دا ده چې افغانان لاهم په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د کمزوري خارجي سیاست له کبله له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. له دوی سره په کوربه هېوادونو کې پر ناوړه چلند سربېره، دوی په زور ایستل کېږي او یا هم نورو هېوادونو ته د جګړې لپاره استول کېږي.

د بېلګې په توګه، اوچا په دې وروستیو کې راپور خپور کړ چې ترکیې له دغه هېواده تر ۶۰۰ افغان کډوال په زور ایستلي دي. دغه راز د ایران د دولت یوه مخالف سازمان په وروستۍ نشریه کې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو له ناوړه وضعیت څخه پرده پورته کړې ده او ویلي یې دي چې هلته مېشت افغان کډوال له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي او د دغه هېواد حکومت یې له دې وضعیته ګټه اخلي او د پیسو په مقابل کې د سوریې او عراق جنګونو ته استول کېږي.

ویل کېږي چې اوسمهال په ایران کې نږدې یو نیم میلیون افغان کډوال ژوند کوي، چې ۵۳ سلنه یې ښځې او ۴۷ سلنه نور یې نارینه دي.

دغه راز په کور دننه هم د منظمې پالیسۍ د نشتون له کبله هم کډوال له ډېرو ستونزو سره مخ دي. که څه هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې مېشت د امریکا سفارت په کور دننه کډوالو سره د ۱۲۵ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې، خو تر اوسه یوازې د دغو کډوالو ۲۷ سلنې ته یې د لومړنیو اړتیاوو لپاره رسیده ګي شوې ده.

که چېرې د کډوالۍ تېر تاریخ او اوسني کړکېچن وضعیت ته پام وکړو، نو دا په ډاګه کېږي چې حکومت نه یوازې د په کور دننه کډوالو لپاره منظمه پالیسي نه لري، بلکې د کمزوري بهرني سیاست له کبله هم په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی. نو پاسنیو ټولو مواردو ته په کتو، له بده مرغه نه یوازې دا چې نه شو کولای د کډوالو د روان وضعیت څخه د وتلو لپاره یوه نېټه وټاکو، بلکې دغه پروسه تر دې هم د ناوړه وضعیت پر لور روانه ده.

سوله د ستونزو د حل لاره ده

نږدې څلور لسیزې کېږي چې زموږ خلک د جګړې په اورونو او بارتو په لوګیو کې بند پاتې دي او له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو ډلو سره چې د ډېرو ادرسونو له لوري یې ملاتړ کېږي، په رواني او فزیکي جګړه کې ښکلېل دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د راپور له مخې، د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د جګړې د ښکېلو لورو لخوا ۱۳۶۶ ملکي وګړي وژل شوي دي. نو له دې څخه معلومېږي، څو چې په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېنښودل شي، د کډوالۍ د ستونزې حل هم ناممکن برېښي؛ ځکه چې د جګړې دوام هره ورځ ډېر خلک دې ته اړ کوي، چې خپلې مېنې پرېږدي او په کور دننه او بهر د کډوالۍ لپاره مټې راونغاړي.

په داسې حال کې چې نږدې یو کال کېږي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې په تړاو د امریکایي او طالب پلاوو ترمنځ مخامخ خبرې روانې دي او څه موده وړاندې یې نهم پړاو پای ته ورسېد، خو په کابل کې د یو امریکايي عسکر تر وژل کېدو وروسته، د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه بهیر ناڅاپه ودراوه. خو له هغې وروسته د ټرمپ له وروستي ټویټه د سیاسي شنونکو اخذ دا دی، چې ښايي امریکا له طالبانو سره بېرته خبرې پيل کړي. افغانان دې ته په تمه دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ به تړون لاسلیک شي او په دې سره به بین الافغاني خبرو ته دروازه پرانیستل شي او د هېواد روان کړکېچن وضعیت او د کډوالۍ تورې څپې ته به د پای ټکی کېښودل شي.

سوله به نه یوازې دا چې په افغانستان کې د ننه کډوالۍ ته د پای ټکی کېږدي، بلکې په بهر کې مېشتو افغان کډوالو ته به هم د دې زمینه برابره کړي، چې ورو ورو بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، نو له همدې کبله سوله د افغانانو لومړیتوب ده او هېڅ شی هم د دغه لومړیتوب ځای نه شي نیولی.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In