ټولو ته معلومه ده چې اوسنی افغانستان په ۱۷۴۷ ز کال کې د نړۍ په نقشه کې رامنځته شوی دی، خو د چین او افغانستان ترمنځ تګ راتګ څه د پاسه ۲۰۰۰ کلن تاریخ لري. له میلاد نه مخکې په ۱۴۰ ز کال کې د چین د هان د امپراطورۍ په موده کې استازي جانګ چیان د امپراطور په غوښتنه له چین څخه لوېدیځې خوا ته سفر وکړ. هغه د اوسني بلخ مرکز مزارشریف ته ورسېد او هلته کابو یو کال پاتې شو. جانګ چیان د ورېښمو لرغونې لارې یو عمده بنسټ اېښودونکی بلل کېږي او د چین او افغانستان ترمنځ رسمي تګ راتګ لومړی ځل ده پیل کړ. د چین د وخت په تاریخي سند کې د افغانستان د دغې سیمې په اړه داسې لیکل شوي: «ځمکه یې حاصل خېزه ده، لوټماران کم لیدل کېږي او د خلکو ژوند یې ارام او ثابت دی.»
یوه موده مخکې مې خبر ترلاسه کړ چې په کابل کې به د چین سفارت د مزارشریف په علي اباد سیمه کې د نجونو لپاره یو ښوونځی جوړ کړي او نوم به یې «د جانګ چیان ښوونځی» وي. جانګ چیان د چین او افغانستان ترمنځ د دوستۍ پرانیستونکی او پیلوونکی و.
د دې ترڅنګ په چین کې یوه تاریخي کیسه له زرو کلونو راهیسې ډېره مشهوره ده، چې راهب هوسان لوېدیځ ته سفر وکړ. د چین د تانګ امپراطورۍ په موده کې راهب هوسان د افغانستان ډېرو ځایونو ته هم تللی و. هغه په ۶۲۷ ز کال کې حرکت وکړ او په ۶۴۵ ز کال کې بېرته چین ته ستون شوی و. هغه په خپل یونلیک کې په هغه وخت کې د افغانستان په خاوره کې د یوه ځای په اړه چې کاپیسا نومېده، داسې لیکلي دي: «دغه ځای ډېر لوی دی. شمالي خوا یې په واورو پوښلی غر دی او په نورو خواوو کې یې هم د غرونو لوړې څوکې ښکاري. غنم، شولې او د مېوو ونې، ښه اسونه او د غاټول ګلان پکې ډېر دي. د دغه هېواد په بازارونو کې د شاوخوا سیمو ډېر او پرېمانه توکي هم لیدل کېږي.»
د چین او افغانستان ترمنځ تبادله یو طرفه نه، بلکې دوه طرفه ده. د چین د مینګ امپراطورۍ په موده یعنې په جنوبي اسیا کې د تیموریانو د امپراطورۍ په وخت، له ۱۴۱۹ کال نه تر ۱۴۲۲ ز کال پورې د تیموریانو امپراطورۍ دویم شاه یعنې پاچا شاه روخ چین ته یو لوی پلاوی راولېږه، چې ۵۰۰ تنه غړي یې لرل. دوی د چین په پلازمېنه کې پنځه میاشتې پاتې شول. د دغه پلاوي یوه غړي هم یو یونلیک لیکلی دی چې په کې د چین د وخت سیاست، اقتصاد، خلکو او دودونو په اړه معلومات راغلي دي.
پر یاد تاریخي بنسټ سربېره څرنګه چې د دواړو هېوادونو او ولسونو ترمنځ دوستانه اړیکې له پخوا وې او سره اشنا وو، افغانستان د چین د ولسي جمهوریت په لومړي وخت کې په رسمیت پېژندلی او ورسره یې سیاسي اړیکې ټینګې کړې دي. د ۱۹۵۵ز کال د جنورۍ په شلمه افغانستان او چین رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړې دي. د ډيپلوماټیکو اړیکو له ټینګښت وروسته د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ دوستانه تګ راتګ هم زیات شو. د چین د وخت صدر اعظم جو این لای او د صدر اعظم مرستیال چن یي افغانستان ته سفرونه کړي او دغه راز د افغانستان د وخت پاچا محمد ظاهر شاه او ملکې حمیرا هم له پاچا سره یو ځای چین ته سفر کړی و. د چین د هېواد رهبر او زعیم ماو ځه دونګ او د وخت د دولت رییس لیو شاو چي له پاچا ظاهر شاه سره هم ملاقاتونه کړي وو. په ۱۹۶۰ ز کال کې دواړو هېوادونو د دوستۍ تړون او په ۱۹۶۳ ز کال کې د سرحداتو تړونونه لاسلیک کړي دي. د تېرې پېړۍ په ۶ او ۷ مه لسیزه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې تګ راتګ او هم تبادلې ډېرې وې، خو بیا وروسته په افغانستان کې د جګړې او د امنیت خرابوالي له امله په ۱۹۹۳ ز کال کې په افغانستان کې د چین سفارت د لنډې مودې لپاره بند شو. له نېکه مرغه په ۲۰۰۲ ز کال کې په کابل کې د چین سفارت بیا ترمیم او پرانیستل شو.
له ۲۰۰۲ ز کال څخه په بېلابېلو برخو کې د چین او افغانستان ترمنځ تګ راتګ مخ پر زیاتېدو دی. په ۲۰۱۲ ز کال کې د افغانستان د وخت ولسمشر حامد کرزي چین ته سفر وکړ او د دواړو هېوادونو مشرانو اعلان وکړ چې د دغو هېوادونو ترمنځ دې ستراتېژیکې همکارۍ او دوستانه اړیکې ټینګې شي. په عین وخت کې چین تر وسې پورې په بېلابېلو ساحو کې افغانستان ته دوستانه مرستې هم برابرې کړې دي او کوي یې.
د ولسمشر په توګه له ټاکلو وروسته بهر ته د ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي رسمي سفر تمځای چین و. د ۲۰۱۴ ز کال د اکټوبر په ۲۸ مه د چین د دولت رییس شي جین پېنګ د ولسمشر غني لپاره د هرکلي تاوده مراسم جوړ کړل. په همدغه ورځ دواړو مشرانو خبرې اترې سره وکړې او دواړو خواوو د همکاریو یو لړ سندونه لاسلیک کړل او دواړو خواوو د ستراتېژیکو همکاریو او دوستانه اړیکو د ژورتیا ګډه اعلامیه هم خپره کړه.
د ۲۰۱۶ ز کال د مې میاشتې په ۱۵ مه د افغانستان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم چین ته رسمي سفر وکړ. د دغه سفر په ترڅ کې ډاکتر عبدالله د چین له صدر اعظم لي که چیانګ سره یوه مهمه ګډه اعلامیه خپره کړه، چې د همکاریو پراخ محتویات پکې شامل دي.
د ۲۰۱۷ ز کال د ډسمبر په ۲۶ مه د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ډیالوګ په بیجېنګ کې جوړ شو او ډېرې مهمې موافقې یې وکړې. افغانستان او پاکستان کولی شي خپلې انکشافي ستراتېژۍ د یو کمربند او یوې لارې له ابادۍ سره پیوسته کړي او دری واړه هېوادونه به تر دې چوکاټ لاندې د همکاریو بحثونه وکړي. د چین د دولتي شورا غړي او خارجه وزیر وانګ یي له یاد ملاقات وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د ګډو ګټو پر بنسټ به د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلېز په مناسب ډول افغانستان ته وغځول شي. له دې لارې به افغانستان د چین، منځنۍ اسیا او لوېدیځې اسیا له اقتصادي دهلېز سره هم ونښلول شي.
په دې کې هېڅ شک نه شته چې د افغانستان سوله او سمسورتیا د چین په ګټه ده؛ ځکه چې دواړه هېوادونه ګاونډیان دي. له جیوپولیټیک نظره هېڅوک خپل ګاونډیان نه شي انتخابولی. یوازینۍ سمه لار دا ده چې له خپلو ګاونډیانو سره په سوله ییزه او سمسوره فضا کې ګډ ژوند وشي. په چین کې یو متل دی چې وایي: «د لرې خپلوانو په پرتله نږدې ګاونډیان ښه دي.»