د میزان په شپږمه، په تېرو ۱۸ کلونو کې څلورم ځل د افغانستان د ولسمشر د انتخاب لپاره، خلکو د رایو صندوقونه ډک کړل. ولې دا ځل د اشتراک سطحه ډېره ټیټه وه. د دې کمزوري ګډون لامل امنیتي ستونزې هم وې، خو دا یوازینی لامل نه و. خلک د کاندیدانو پر وعدو، پروګرامونو او د ټیمونو پر تشکیل بې باوره وو. په همدې دلیل حتی په هغو ولایتونو کې چې نسبي امنیت هم موجود و، خلک له کورونو را ونه وتل، چې دا له ټاکنو سره د عمومي بایکاټ مانا لري.
د ټاکنو عام بایکاټ یوې ډېرې مهمې مسئلې ته اشاره کوي او هغه دا چې خلک د روان وضعیت بنیادي تغیر غواړي. روان امنیتي بد وضعیت، قتل، بمبارۍ، انفجار او کمزوری اقتصادي وضعیت باید نور بدل شي. د وضعیت د تغیر لپاره خلک نور پر پنځو کلنو او لسو کلنو تیوریکو بحثونو او پروګرامونو باور نه لري. ولس عملي او عاجل اقدام غواړي. خلک غواړي چې جګړه ژر تر ژره ودرېږي، ځکه څو چې جنګ روان وي، د هر ډول مثبت اقتصادي او ټولنیز تغیر په اړه خبره کول بې مانا ښکاري.
د جګړې د درولو لپاره د امریکا او طالبانو تر منځ نهه میاشتې مذاکرات وشول چې د سولې په اړه د خلکو لپاره ښه زیری و؛ خو دا مذاکرات بالاخره ودرېدل. د مذاکراتو د درېدلو لاملونه مشخصاً دا وو: په داخل د امریکا کې د جنګ غوښتونکو لابي ګرانو او نورو مقاماتو تر منځ له طالبانو سره د سولې پر سر اختلاف؛ د افغانستان د دولت نارضایتي او د بینالافغاني مذاکراتو د پیلولو او څرنګوالي په اړه د طالب استازو، افغان حکومت او امریکا تر منځ د نظر تفاوت. داسې ښکاري چې امریکا ونه کړای شول چې د بینالافغاني مذاکراتو د پیل او څرنګوالي لپاره یا افغان حکومت او یا هم طالبانو ته قناعت ورکړي، چې دا د مذاکراتو د درېدلو تر ټولو لوی لامل اټکل کیږي. امریکا او طالبانو په ضمني او صریحه توګه غوښتل چې د سولې خبرې لومړی یوې پایلې ته ورسیږي، خو په مقابل کې ولسمشر غني غوښتل چې ټاکنې تر سره شي او وروسته بیا د سولې پروسه مخ ته یوړل شي.
اوس چې ټاکنې وشوې او د سولې په مقابل کې هغه لوی خنډ او د اختلاف ټکی له منځه لاړ، د راتلونکي وضعیت په اړه دوو احتمالي سناریوګانو ته اشاره کېدای شي.
یوه احتمالي سناریو دا ده چې انتخابات به جنجالي شي او د درغلیو له امله به د ټاکنو خپلواک کمېسیون ونه شي کړای چې په لومړۍ مرحله کې ګټونکی اعلان کړي. د درغلیو او تقلب له کبله که ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي، نو د خلکو باور به لا زیات زیانمن شي او د اشتراک سطحه به نوره هم ټیټه شي. په داسې حالت کې کېدای شي یا دویم پړاو ګټونکی ولري او یا د ټاکنیز بحران له کبله د موجوده حکومت دوام ته لار هواره شي. په دا وړ حالاتو کې به دولت د مشروعیت له بحران سره مخ وي، په داسې حالت کې به د حکومت یوازینی ماموریت د سولې د راوستو لپاره مذاکراتو ته غاړه اېښودل وي.
د نهو میاشتو مذاکراتو ناڅاپي درېدل، د ټاکنو په اړه د پاکستان مثبت دریځ او د طالبانو لخوا د ټاکنو پر ورځ کوم لوی برید نه کېدل، دا په ګوته کوي چې اشرف غني پرېښودل شو څو خپله خوښه سر ته ورسوي او ټاکنې تر سره شي. خو دا چې اوس به اشرف غني وکړای شي احتمالي بحرانونه کنټرول کړي او که نه؛ ډېر ژر به معلوم شي. دلته دومره ویل ضرور دي چې هر ډول احتمالي بحران د اشرف غني موقف ضعیفوي او مجبوروي یې چې د سولې په اړه د امریکا د شرایطو مطابق مخ ته لاړ شي او هغه دا دي چې د طالبانو شرایط به منل کیږي او کېدای شي موقته اداره او یا بل داسې حکومت چې طالبان په کې رغنده رول ولري، رامنځ ته شي.
علاوتاً، دا چې د بحران په رامنځ ته کولو کې به امریکا عمدي هڅې وکړي او که نه، سخته ده چې یقیني ادعا وشي. ولې که د ولسمشر غني او امریکا تر منځ د سولې د خبرو پر سر وروستیو څو میاشتو ناندریو ته وکتل شي او په تېرو ورځو کې پر افغان حکومت، د شدید فساد له کبله، د امریکايي چارواکو او ادارو انتقاد په نظر کې ونیول شي، نو دا احتمال چې امریکا به عمداً د اشرف غني موقف ضعیف کړي، له امکان لرې نه ښکاري.
دویمه احتمالي سناریو دا ده چې ټاکنې کوم شدید جنجال او بحران رامنځ ته نه کړي او ګټونکی معلوم شي. راتلونکی حکومت به د مشروعیت ادعا کوي، که څه هم په سلو کې به یوازې د لسو تنو لخوا انتخاب شوی وي. په دې حالت کې به د سولې پروسه، که طالبان له خپلو ځینو غوښتنو تېر نه شي، له خنډ او ځنډ سره مخ شي. همدارنګه که اشرف غني د ټاکنو ګټونکی شي، نو دی به پر هغه پروګرام تاکید کوي چې سولې ته یې لري. له طالبانو سره د اشرف غني د سولې طرحه تر ډېره حده له ګلبدین حکمتیار سره د سولې طرحې ته ورته ده. خو طالبان دا ډول سوله د تسلیمۍ په مانا بولي. په داسې حالت کې د جګړې د دوام احتمال ډېر دی.
که جګړه دوام وکړي او امریکا ونه شي کړای چې اشرف غني ته قناعت ورکړي او یا طالبان د اشرف غني د سولې پروګرام د منلو وړ ونه بولي، نو کېدای شي امریکايي ځواکونه یا د شدید جنګ تابیا ونیسي او یا هم بې له دې چې توافق تر لاسه کړي، له افغانستان څخه ووځي. د جګړې د تشدد او یا هم له توافق پرته وتل، دواړه د افغانستان لپاره د لا زیاتو ناخوالو او بحرانونو زیری دی.
تر ټولو ښه حل هماغه دی چې له انتخاباتو وروسته حکومت دې د ولس غوښتنې ته چې سوله ده، غاړه کېږدي. بینالافغانی مذاکراتو ته دې زمینه برابره او د سولې په خاطر دې موقت حکومت ومني.