که امریکا په هغه څه کې چې ادعا یې کوي، رښتینې وی، ښایي تر ۲۰۰۱ ز کال وروسته نور په افغانستان د جنګ اور نه وای بل شوی؛ خو امریکا له پیله دروغ وویل. څرنګه چې افغانستان ته د شوروي لښکر را تګ کومه آني خبره نه وه، لکه څنګه چې لوېدیځ لیکوال انتوني ارنولد په خپل کتاب کې چې په دري ژبه د (سوابق تاریخي تجاهم روس بر افغانستان) په نامه د شهید استاد سید رسول لخوا ژباړل شوی، په دې برخه کې ډېر مستند دلایل وړاندې کړي چې څوک تاریخي مطالعه لري، ډېر ژر پرې قانع کېدای شي. دغسې افغانستان ته د امریکا راتګ هم کومه آني او تصادفي خبره نه ده. دا داستان چې و، نه و یو عرب و چې نوم یې اسامه بن لادن و، هغه د القاعدې په نوم یو تنظیم درلود، نوموړي پر نیویارک او واشنګټن بریدونه وکړل او دری زره امریکایان یې ووژل چې طالبان د هغه کوربانه وو؛ نو اسامه تروریست و او القاعده هم تروریستي تنظیم و او طالبانو چې هغه ته ځای ورکړی و؛ نو دوی هم که څه هم د سپټمبر په پېښو کې دخیل نه وو؛ خو د تروریزم ملاتړي وو؛ دا ټولې هسې بابېزه خبرې وې چې امریکا هغه وخت پر افغانستان د یرغل لپاره پلمه کړې.
امریکا دا دي اتلس کاله له طالبانو سره وجنګېده او په دې موده کې یې پرې مختلف نومونه کېښودل؛ خو په پای کې یې سر پر دې کرښه کېښود چې موږ له طالبانو سره دښمني نه لرو او اوس یې هغه دي ورسره د سولې مذاکرات پیل کړي. له دې مذاکراتو څخه دوې خبرې مخ ته راځي: یو دا چې د طالبانو په باب د امریکا ادعا له پیله سمه نه وه او دویمه دا چې که فرض کړو د امریکا ادعا د طالبانو په پاب رښتینې وه، اوس یې د جنګ په ډګر کې تر ډېره بریده ماتې خوړلې؛ ځکه خو غواړي چې ځان ته د تېښتې یوه داسې لار پیدا کړي، چې سبا ته یې دا ماتې د پوزې پېزوان نه شي او د دې تر څنګ دا خبره هم کمه نه شي ګڼل کېدای چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته شاوخوا یو کال پاتې دی او د ۲۰۲۰ ز کال په وروستیو کې به دا ټاکنې تر سره کېږي او ټرمپ چې خپلو ناکامو سیاستونو ډېر بدنام کړی، ترڅنګ یې د سوریې، ایران، وینزیویلا، شمالي کوریا او افغانستان په مسئلو کې هم له ماتې سره مخ شوی. ټرمپ اوس غواړي له طالبانو سره د نیم- نیم بنده سولې په کولو سره ځانته یوه د خټو پوزه کېږدي او خپل ملت پرې قانع کړي چې د یوې بلې دورې لپاره امریکایي ولس رایه ورکړي.
که څه هم د سولې لپاره مذاکرات روان دي او په دې باب مختلفې څرګندونې کېږي، پخپله ټرمپ اعلان کړه چې په راتلونکو دوو اونیو کې به د افغانستان په باب یو ښه زېری واوری، وبه ګورو چې دا ښه زېری څه دی. واشنګټن پوسټ امریکایي ورځپاڼه بیا کاږي چې: «ټرمپ به په افغانستان کې د امریکا احتمالي بریا په یوه شرمېدلې ماتې بدله کړي». ځینې سرچینې بیا دا موضوع ۹۹ سلنه حل بولي، ځینې بیا وایي چې د طالبانو او امریکا تر منځ ډېری اختلافات لا پر ځای دي او خبرې به هم لسم پړاو ته داخلېږي. دغسې ډیلي ټایمز ورځپاڼه بیا مدعي ده چې طالب مشران د امریکا د وتلو د مهالوېش پر سر خپلو کې سره اختلاف لري.
په هر حال، تر اوسه پورې خبره لا پوره روښانه نه ده؛ ځکه ټرمپ دا خبره بیا بیا کوي چې په افغانستان کې به د سولې د موافقه لیک تر لاسلیک وروسته، هلته خپل نظامي حضور را کم کړي؛ خو پر خپل استخباراتي فعال حضور یې ټینګار کړی دی. لږ تر لږه امریکا چې په کابل کې پر خپل سفارت کوم لګښتونه وکړل، یا یې د بګرام پر هوایي اډه وکړل یا پر نورو تاسیساتو، له هغې نه سړی دا اټکل کولای شي چې امریکا په افغانستان کې کوم اهداف تعقیبوي. که امریکا وغواړي دا اوس هم حتی د افغانستان د ګاونډیانو په مرسته هم پر طالبانو لازم فشار راوستلای شي؛ خو زما خپل اټکل دا دی چې امریکا، افغانستان ته د رښتینې سولې په راوستلو کې صادقه نه ده. ګارډین ورځپاڼه بیا کاږي چې د ټرمپ د سولې تړون له افغانستان او افغانانو سره خیانت دی، د ورځپاڼې په وینا، ټرمپ غواړي د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې ځانته یو کرېډېټ واخلي چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه یې ختمه کړه.
دلته دې حقیقت ته هم پام کول پکار دي چې امریکا یو داسې هېواد نه دی چې یو سړی د ولسمشر په نامه په سپینه ماڼۍ کې کښېني او څه یې چې زړه غواړي هغه وکړي. د امریکا حکومتي نظام ډېر پېچلی دی، هلته نظام یوازې د ولسمشر لخوا نه اداره کېږي؛ بلکې د سپینې ماڼۍ په شمول د دفاع وزارت، د ملي امنیت شورا سلاکار، د بهرنیو چارو وزارت، استخباراتي ادارې او ډېرې نورې هغه ادارې چې هغه ډېرې ښکاره نه دي، ټول د نظام په رهبرۍ کې نقش لري. یانې که دا خبره په یوه جمله کې روښانه کړو، هغه به دا وي چې ټرمپ په یوازې ځان یوه دغسې پرېکړه نه شي کولای چې د ده پکې ګټه وي؛ خو د هېواد په ګټه یې بیا نه وي. یادې ادارې او لوري هېڅکله د امریکا ولسمشر ته دا که ټرمپ وي یا بل هر څوک، دا اجازه نه ورکوي چې د امریکا ګټې او ستراتیژیک اهداف وګواښي.
په امریکا غوندې یوه هېواد کې ولسمشر هلته ډېر اساسي بدلونونه نه شي راوستلای او خصوصاً بیا د بهرني سیاست په برخه کې. د افغانستان قضیه هم د امریکا د بهرني سیاست یوه برخه ده، په دې مسئلې پورې د امریکا ډېر ستراتیژیک اهداف تړلي دي. د امریکا ډېرې ګټې په دې سیمې پورې تړلې چې د ګټو تر لاسه کولو یو میدان یې موږ یو. له منځني ختیځه یې را واخله تر افغانستان او بیا تر جنوبي اسیا او دا دي اوس تر مرکزي آسیا پورې دا ساحه پراخه شوې ده. د چین په باب خو پخپله ټرمپ وویل چې په نړۍ کې د امریکا تر ټولو ستر دښمن چین دی، دا اوس یې چې له چین سره کومه اقتصادي جګړه پیل کړې، دا د دې ادعا ښکاره ثبوت دی، امریکا او چین د جغرافیایي بُعد له نظره یو له بله ډېر لرې واقع دي؛ خو دا ستراتیژیک اهداف او اقتصادي ګټې دي چې یو د بل پر وړاندې یې درولي دي. چین چې خصوصاً د کارګرو له پلوه کومې اسانتیاوې لري، امریکا یې نه لري، په کومه اجوره چې یو چینایي کارګر کار کوي، یو امریکایي کارګر ښایي هغه ځانته یو سپکاوی وګڼي؛ نو پر دې اساس که امریکا کوم څیز جوړوي او په کومه بیه ورته تمامېږي، چین ته د امریکا په تناسب ډېر ارزانه تمامېږي. د بېلګې په ډول، که چین همغه څیز په لس ډالره وپلوري په هغه کې به څو ډالره ګټه کوي؛ خو که امریکا یې په همدې بیه پلوري ښایي څو ډالره زیان وکړي؛ نو په دې توګه امریکا له چین سره په سخت رقابت کې واقع ده. همدارنګه یې له روسیې سره رقابت. له روسیې سره یې بیا رقابت تر ډېره پورې په تسلیحاتي برخه کې دی، روسیه په دې ډګر کې ډېره چټکه روانه ده او امریکا دا د ځان لپاره یو جدي ګواښ ګڼي.
پر دې اساس، امریکا چې نه یوازې په افغانستان کې؛ بلکې د ټولې سیمې په کچه کومه لوبه روانه کړې ده، هغه سر ته رسېدلې نه ښکاري، د افغان سولې په اړه د امریکا ضد و نقیض څرګندونې د دې ښکارندویي کوي، چې امریکا افغانانو ته هغه سوله نه غواړي چې افغانان ورته اړتیا لري؛ بلکې له خپلو ګټو او اهدافو سره سمه سوله غوړاي.