په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپل تازه خپاره شوي راپور کې کښلي چې د امریکایي ځواکونو له لوري په فراه او نیمروز ولایتونو کې د نشه یي توکو د تولید پر فابریکو د هوایي بریدونو له امله، ډېرو ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
نوموړی راپور چې د تلې/میزان میاشتې په ۱۷مه خپور شوی، پکې ویل شوي چې د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۵مه، د فراه او نیمروز ولایتونو په بګوا او دلارام ولسوالیو کې د هوایي بریدونو له امله، چې پر ۶۰ ځایونو باندې تر سره شوي دي، له ۶۰ ډېرو عامو وګړو ته پکې مرګهژوبله اوښتې ده.
په داسې حال کې چې د سولې خبرې اترې له تېرې نږدې یوې لسیزې راهیسې یې چې هڅې کېدلې، په وروستیو څو میاشتو کې یوه هیلهبښونکي پړاو ته رسېدلې وې؛ خو د ځینو عواملو له امله بېرته په ټپه ودرېدلې.
په تېرو دوو لسیزو کې د ملکي وګړو مرګژوبلې ته په کتو، د هوایي بمباریو زیاتوالی، په بمباریو کې د عامو وګړو په وژلو سره د حکومت سکوت، په ۲۰۱۹ز کال کې امنیتي وضعیت ته کتنه، د ملکي وګړو د مرګژوبلې پایلې او د سولې پر پروسه باندې د عامو وګړو د مرګژوبلې اغېزې، هغه موضوعات دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.
له ۲۰۰۱-۲۰۱۳ ز کال پورې عامو وګړو ته اوښتې مرګژوبله
د افغانستان په روانه جګړه کې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه نه ده شوې او له همدې امله هر کال په دغه جګړه کې د جګړې د ښکېلو لورو ترڅنګ، زرګونو ملکي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې.
له ۲۰۰۱ ز کال را وروسته په افغان جګړه کې د عامو وګړو د مرګژوبلې دقیقه کچه معلومه نه ده؛ خو له ۲۰۰۱ ز کال څخه تر ۲۰۰۶ ز کال پورې د عامو وګړو د مرګژوبلې په هکله ځینې تخمینونه او شمېرې شته دي. د دغو شمېرو له مخې، په ۲۰۰۱ ز کال کې د عامو وګړو د مرګژوبلې کچه لوړه وه او ټولټال ۲۳۷۵ عام وګړي په دغه کال کې وژل شوي وو، خو وروسته بیا دا کچه راټیټه شوه. په ۲۰۰۲، ۲۰۰۳، ۲۰۰۴، ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ ز کلونو کې په ترتیب سره ۴۰۰، ۴۵۰،۲۳۰، ۴۱۳ او ۹۲۹ عام وګړي وژل شوي وو. په ۲۰۰۷ ز کال کې چې جګړه ورو ورو ګرمه شوه، ورسره د عامو وګړو مرګژوبله هم زیاته شوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر(یوناما) د عامو وګړو د مرګژوبلې دقیقې څارنې ته مخه کړه. د یوناما د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۷ ز کال څخه د ۲۰۱۴ ز کال تر پایه پورې ټول ۲۱۴۷۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۹۹۵۶ نور ټپیان شوي دي. په دغو ټپیانو کې یوه ډېره برخه یې هغه کسان دي، چې لږ تر لږه د بدن یو غړی یې پرې شوی دی. یوازې په ۲۰۱۴ ز کال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ۱۳۱۸ نوي داسې معوبین راجستر کړي وو، چې د جګړې له کبله یې د بدن یو غړی له لاسه ورکړی دی.
په دې توګه، یوازې د ثبت شویو شمېرو له مخې، له ۲۰۰۱ ز کال څخه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې ۲۶۲۷۱ عام وګړي وژل شوي او تر ۴۰۰۰۰ زرو ډېر ټپیان شوي دي.
د ملي یووالي حکومت په دوره کې د عامو وګړو مرګژوبله
په ۲۰۱۴ ز کال کې د ملي یووالي حکومت له راتگ سره، کله چې له امریکا سره امنیتي تړون په هېواد کې د امن او سولې په پار لاسليک شو؛ خو برعکس د جګړې میدان ګرم او د ملکيانو مرگژوبله زیاته شوه. د يوناما د ارقامو له مخې، د ملي يووالي حکومت په دوره کې هر کال شاوخوا لسو زرو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او په ټوليز ډول دغه وضعیت ورځ تر بلې د جګړې د میدان له ګرمېدو سره د خرابېدو پر لور روان دی، چې په افغانستان کې د یوه ناورین ښودنه کوي. په ۲۰۱۴، ۲۰۱۵، ۲۰۱۶، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ ز کلونو کې په ترتیب سره هر کال ۱۰۵۳۴، ۱۱۰۰۲، ۱۱۴۱۸، ۱۰۴۵۳ او ۱۰۹۹۳ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده، د ۲۰۱۴ ز کال له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۱۸ ز کال تر پایه پورې ۵۴۴۰۰ عامو وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په تېرو پنځو کلونو کې د عامو وګړو د مرګژوبلې د کچې لوړوالي بېلابېل لاملونه لرل. د دولت د وسلهوالو مخالفینو له لوري په ښاري او ګڼمېشتو سیمو کې بریدونه، د افغان حکومت له لوري تهاجمي عملیات، د سیمهییزو پولیسو د جوړښتونو پراختیا، د هوایي بریدونو زیاتوالی او په ګڼمېشته سیمو کې مرموزې خونړۍ چاودنې یې مهم لاملونه وو.
پر عامو وګړو د هوایي بریدونو زیاتوالی
کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شوې، دواړو لوریو د خبرو د مېز پر سر د زیات امتیاز د تر لاسه کولو لپاره په افغانستان کې جګړې ته زور ورکړ؛ خو په وروستیو څو میاشتو کې په هوایي بمباریو کې ډېری مهال عام وګړي په نښه شوي. د یوناما په راپور کې چې (چهارشنبه، تلې/میزان ۱۷مه) خپور شوی، ویل شوي چې امریکايي ځواکونو د فراه او نیمروز ولایتونو په دوو ولسوالیو بګوا او دلارام کې پر ۶۰ محلونو ۶۰ بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې. په راپور کې راغلي، دغه بریدونه چې د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۵مه تر سره شوي، ۳۹ پېښې یې د ملکي کسانو د وژل کېدو دي، چې په دغو بریدونو کې ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي، ۵ ټپیان او ۴ مورده هم نامعلوم دي.
د دې راپور له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۴ ماشومان او یوه مېرمن هم وژل شوي دي. یوناما ویلي چې د وژل شویو کسانو له ډلې ۱۷ یې د نشه یې توکو په فابریکو کې د لابراتوار په برخه کې کار کاوه، هوایي بمبارۍ د عامو وګړو په مرګژوبله کې رول لرونکی او مهم فکټور دی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې یوازې د روان میلادي (۲۰۱۹) کال په اګسټ او سپټمبر میاشتو کې د امریکایانو له لوري ۱۷۳۱ بمونه غورځول شوي دي؛ خو پایله یوازې دا وه چې جګړه ګرمه وساتل شي او عامو وګړو ته پکې مرګژوبله واوړي، پرته له دې یې کومه مثبته پایله نه ده لرلې، ځکه د نظامي فشارونو له لارې د افغان جګړې ګټل هغه څه دي، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې یې اغېز نه دی ليدل شوی او یوازې د تېرو ناکامو تجربو تکرار بلل کېدای شي. له هوایي بمباریو ورهاخوا، د وسلهوالو مخالفینو بریدونه چې په کابل، پروان او ننګرهار کې تر سره شوي دي، ښې بېلګې یې دي او په دې وروستیو کې ځینې مرموزې چاودنې او بریدونه هم د ملکي وګړو د مرګژوبلې یو بل لامل دی. له دې ټولو سره ویلی شو، چې د افغانستان په روانه جګړه کې د ښکېلو خواوو له لوري د جګړې اصولو ته نه پاملرنه، ړندې بمبارۍ او په ټولیز ډول قصداً د وحشت خپرول، هغه څه دي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زياتوالي ته یې لار هواره کړې ده.
د عامو وګړو په وژلو د حکومت سکوت
د ملي یووالي حکومت چې مشري یې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله کوي، له امریکایانو سره د امنیتي تړون هغه نسخه لاسلیک کړه، چې امریکايي ځواکونه یې له مخې قضايي مصوونیت لري. که څه هم د ۲۰۱۳ ز کال دودیزې لویې جرګې هم دا غوښتنه کړې وه چې دا بند باید لرې شي؛ خو د غني حکومت دا ماده څنګه چې وه، همداسې يې ومنله. د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز لهخوا په خپره شوې ستراتېژيکه رساله کې، چې د «امنیتي تړون علمي او حقوقي ارزونې» په نوم خپره شوې او د امنيتي تړون په اړه د ځینو څېړونکو نظرونه پکې راټول شوي، همدا وېره څرګنده شوې چې د قضايي مصوونیت ورکړه به د امریکایانو په لاس د افغانانو د وژلو مجوز وي. که امریکایان افغانان وژني، افغانان یې د پوښتنې حق نه لري. له بلې خوا، د ملي یووالي حکومت په لومړیو ورځو کې، په افغانستان کې يوه امریکايي قوماندان له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي وو، چې د غني حکومت د کرزي په پرتله له دوی سره ډېر همکار دی. دغه جنرال د دغو همکاریو تفاوت د شپې او ورځې په څېر ښودلی و! د شویو بمباریو په تړاو، چې اوس یې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي په اړه راپور خپروي، د افغان حکومت سکوت ته په کتو سره، د امریکايي قوماندان خبره ډېره کره ثابتېږي. کله چې د امریکا ولس په اتلسمه پېړۍ کې د انګلیس استعمار پر ضد پاڅون کړی و، په باسټن کې انګلیسي اردو اووه امریکایان وژلي وو، چې تر ننه امریکایان هغه وژنه د «باسټن قتل عام» بولي او په هره مارچ مياشت کې د هغوی یاد تازه کوي؛ خو دلته د هرې بمبارۍ په پایله کې په لسګونو عام وګړي وژل کیږي، نور خو پرېږده، افغان حکومت لږ تر لږه امریکایانو ته د «احتیاط» لارښوونه هم نه کوي!
په ۲۰۱۹ ز کال کې امنیتي وضعیت ته کتنه
د ۲۰۱۹ ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، وسله والې جګړې ملکي وګړو ته د پام وړ زیان اړول جاري ساتلي، د ۲۰۱۹ ز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۱ مې پورې، د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د راپور له مخې، ۳۸۱۲ تنو ته مرګژوبله اوښتې چې د ۲۰۱۸ ز کال د ورته مودې په پرتله، ۲۷ سلنه کموالۍ په ډاګه کوي چې دا له ۲۰۱۲ ز کال راهیسې په شپږو میاشتو کې تر ټولو کم تلفات دي. په داسې حال کې چې د ۲۰۱۹ ز کال د لومړۍ نیمايي په پرتله، په دویمه کې د ملکي وګړو په مړینه کې ۲۷ سلنه زیاتوالی ښودل شوی دی.
۱– په جګړه کې د مېرمنو اغېزمن کېدل: ښځې لا اوس هم په افغانستان کې د جګړو له امله په نامتناسب ډول اغېزمنې کیږي، د ژوند د لاسه ورکولو، ټپي کېدلو، د جګړې اړوند بېځایه کېدنې، اقتصادي ناامنۍ او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي له نشتون څخه کړېږي. وسله واله جګړه دغه راز د ښځو پر وړاندې نابرابري او له تبعیض ډکې کړنې زیاتوي، کوم څه چې له جنسي او د جنډر پر بنسټ تاوتریخوالي سره د هغوی مخکېدل زیاتوي.
د ۲۰۱۹ ز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰ مې پورې، د وسلهوالې جګړې له امله ۴۳۰ ښځو ته چې له دې جملې څخه ۱۴۴ یې وژل شوې او پاتې ۲۸۶ یې ټپیانې شوې دي، د ۲۰۱۸ ز کال د ورته مودې په پرتله ۲۲ سلنه کموالی په ډاګه کوي. د دې مرګژوبلې زیاته برخه د هوایي ړندو بمباریو له امله ده.
۲– په جګړه کې ماشومانو ته اوښتي زیانونه: د ۲۰۱۹ ز کال په لومړۍ نیمايي کې، د جګړې اړوند تاوتريخوالي په افغانستان کې پر ماشومانو هم خپل بد اغېز درلودلی، په ځانګړي ډول د هغو ګواښونو چې هغوی ورسره له جګړې څخه د پاتې شونو چاودېدونکو توکو، پر ښوونځیو او روغتونونو د بریدونو او د جګړې د ښکېلو خواوو لهخوا د ګومارنې او کارونې د زیانمنتوب له امله مخ دي. د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د ۲۰۱۹ ز کال د لومړیو شپږو میاشتو په راپور کې راغلي، چې ۱۲۰۷ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده چې له دې جملې څخه ۳۲۷ یې مړه او پاتې ۸۸۰ یې ټپیان دي. دا د ۲۰۱۸ ز کال په پرتله ۱۳ سلنه کموالی په ډاګه کوي، چې په دې مرګژوبله کې هم غوښنه برخه د بمباریو له امله ده. له بلې خوا داعش ډلې هم په افغانستان کې له نسبي ماتې وروسته، بیا د هېواد په ختیځو سیمو کې سر راپورته کړی او په دې وروستیو کې په کابل کې؛ د واده پر مراسمو د خونړۍ چاودنې مسوولیت یې هم پر غاړه واخیست. د هېواد په کچه له وروستیو امنیتي پېښو او په تېره بیا د بغلان او تخار ولایتونو له سقوط سره مخ کېدو، د کندوز ښار بیا ځلې سقوط کېدو او د دې ترڅنګ د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ملکي وګړو ته د درنې مرګ ژوبلې له اوښتو څخه د هېواد راتلونکي امنیتي وضعیت ته ورپېښې ننګونې په ښه ډول څرګندېږي.
د ملکي وګړو د مرګژوبلې پایلې
د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو له لوري په جګړه کې د ملکي وګړو ژوند ته نه پاملرنه لاندې پایلې لرلی شي:
د افغان هوايي ځواکونو او امریکایانو لهخوا دا ډول بريدونه په لويه کچه د خلکو او حکومت ترمنځ واټن ډېرولی شي، چې ډېر کړی یې هم دی.
د ملکي خلکو مرګژوبله د خلکو کرکه پاروي او له کبله يې د دولت د وسلهوالو مخالفينو ليکې پياوړې کېږي او د جګړې ډګر ګرمېږي.
پر ديني مدرسو، جوماتونو او نورو ديني ځايونو او ديني مراسمو بریدونه بيا د خلکو توند غبرګون هم پارولی شي.
دا وضعيت د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره راټوکېدلې هيلې هم مړاوې کوي او داسې ښکاري چې دواړه لوري پر عامه ځايونو په بريدونو سره د بېباورۍ فضا نوره هم پراخوي.
د سولې پر پروسه باندې د عامو وګړو د مرګژوبلې اغېزې
په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه، د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې چې له تېر یو کال راهیسې پیل شوې وې، د ځینو عواملو له امله بندې شوې دي. د دواړو لوریو ترمنځ چې کله خبرې روانې وې، دواړو لوريو هڅه کوله څو د جګړې په میدان کې یو پر بل فشارونه وارد کړي او د خبرو پر مهال د زیات امتیاز تر لاسه کولو په موخه، یو بل ته خپل قوت ښکاره کړي؛ خو دا چاره یې د ملکي وګړو په زیان تمامه شوې ده. په وروستیو کې افغان حکومت او بهرنیانو، پر طالبانو بمبارۍ او شپني عملیات زیات کړي او له بلې خوا طالبانو د جګړې پر ډګر او چاودنو تمرکز زیات کړی، چې وروستی ستر برید یې په کابل ښار کې پر ګرین وېلېج کلي باندې و، چې په پایله کې یې د څو بهرنیانو په ګډون، ډېری عامو وګړو ته مرګژوبله واوښتله؛ خو د دغو فشارو په لړ کې د ملکي وګړو مرګژوبله په بېساري ډول زياته شوې او په ځانګړې توګه د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو هوايي عملياتو کې نېغ په نېغه د ملکي خلکو کورونه په نښه کېږي. له بده مرغه افغان حکومت د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو پر مرګژوبله، تل چوپتیا غوره کړې او په دې برخه کې یې تر دې دمه د خلکو له پراخو اعتراضونو سره سره، کوم جدي ګام نه دی پورته کړی؛ خو دا هغه څه کېدای شي چې د عامو افغانانو او حکومت ترمنځ لا هم واټن زیات کړي. دغهراز د جګړې پر میدان به یې هم اغېز دا وي چې ښایي ځینې دردېدلي افغانان د مخالفینو لیکو ته ورشي او بېرته د افغان حکومت پر ضد وسله واخلي. کوم څه چې په تېرو کلونو کې هم د حکومت د وسلهوال مخالفت يو مهم لامل بلل شوی دی.