په قطر کې د طالب استازو او زلمي خلیلزاد لیدنې او په دې تړاو خپرو شوو معلوماتو یو ځل بیا د افغان سولې په تړاو هیلې زیاتې کړې دي. په دې لیدنه کې چې دواړو لورو په رسمي ډول تایید کړې هم ده، په افغانستان کې د سولې پر لارو چارو خبرې شوې دي. دواړو اړخونو موافقه کړې چې دا خبرې به دوام کوي. الجزیرې ټلویزیون بیا په قطر کې د طالبانو د دفتر د یوه غړي په حواله ویلي چې دوی د امریکايي ځواکونو حضور د سولې پر وړاندې اساسي خنډ یاد کړی او زلمي خلیلزاد ورسره منلې چې د دغو ځواکونو د وتلو په تړاو به ورسره خبرې کوي.
د طالب استازو او زلمي خلیلزاد لیدنې خلک هیله من کړي دي. خلک له دوو اړخونو هیله من دي. یو دا چې امریکا یو افغاني الاصله امریکایی او د افغانستان پر چارو پوه ډیپلومات د سولې لپاره خپل استازی ټاکلی دی. بل له دې اړخه هیله من دي چې امریکايي استازي حاضر شوي، څو مخامخ له طالبانو سره کښېني او په افغانستان کې د جګړې پر ختمولو او د سولې په راوستلو خبرې وکړي.
له همغې لومړۍ ورځې چې د جګړې اړخونو د سولې او سیاسي جوړجاړي خبرې کړې دي، د سولې پر وړاندې یو ستر او بنسټیز خنډ همدا و چې طالبانو له امریکا سره د مخامخ خبرو غوښتنه کوله او امریکا بیا ټینګار کاوه چې طالبان باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي. څه نور لاملونه به هم وو، خو همدې چارې د سولې مخامخ او رغنده خبرې کلونه کلونه وځنډولې. په دې موده کې نه وسله وال مخالفین له خپل دریځه په شا شول او نه هم امریکا. اوس چې د امریکا له اړخه د سولې خبرو زور اخیستی، نو ورسره دا بدلون شته چې امریکايي استازي حاضرېږي چې له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. که څه هم امریکايي چارواکي بیا بیا د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو یادونه کوي، خو په عمل کې امریکايي ډیپلوماتان حاضر شوي چې له وسله والو طالبانو سره خبرې وکړي او افغان جګړې ته د سوله ییزې حللارې د موندلو لپاره بحث او خبرې وکړي. همدا بدلون هیلې زیاتوي او ډېری افغانان فکر کوي چې په دې سره د سولې پر وړاندې یو لوی خنډ له مخې لرې شوی دی.
که امریکايي چارواکي په هغه څه کې رښتیني وي چې اوس یې وايي، نو له شک پرته چې له طالبانو سره مخامخ خبرې د سولې هڅې بریالۍ کولی شي. اوس پکار ده چې افغانان په پوره ځواک د دې خبرو ملاتړ وکړي. دغه راز له نږدې یې وڅاري او که دا خبرې پر یوه بله ناوړه معامله اوړي، نو مخه یې باید ونیسي. د افغان ولس غوښتنه سوله ده او له همدې امله په قوت د سولې د هڅو ملاتړ کوي. ښکېلو لورو ته هم پکار ده چې د چل، فریب او ناوړه معاملې پر ځای د رېښتینې سولې لپاره هلې ځلې وکړي او افغان جګړه له سوله ییزې لارې ختمه کړي.