لومړۍ برخه
د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده چې امریکا پهکې ښکېل ده او د اکتوبر په اوومه نېټه یې اتلس کاله پوره شول. همدارنګه د یادولو وړ ده چې افغانان هم له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې په اوږدو کورنیو جګړو کې ښکېل دي. له ۱۳۵۸ لمریز کال راهیسې افغانان د کورنیو جګړو شاهدان دي. څلویښت کاله یاني تقریباً یو نسل مخکې د افغانستان جګړه پیل او تر ننه پورې ادامه لري. که چېرې د نړۍ د تېرو سلو کلونو تاریخ ته وګورو؛ د نړۍ په تاریخ کې به د افغانستان جګړه تر ټولو اوږده جګړه وي چې اوس هم دوام لري. په اتیایمو لسیزو کې د وخت ابر قدرت افغانستان ته راغی. تر هغه وخته یې دلته جګړه وکړه چې کله په خپلو کې ووېشل شو. د یوویشتمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې د نړۍ د یو قطب سرلاري افغانستان ته راغلل چې له اتلس کاله جګړې وروسته، نړۍ څو قطبه حالت ته ننوته او په افغانستان کې دا بدمرغه جګړه د دوی په لاس اوس هم دوام لري، چې پایله یې یوازې د عامو افغانانو وژل دي.
د اروپایي ټولنې او امریکا خبرو ته کتنه
د ۲۰۱۹ ز کال د اکتوبر په ۲۲مه، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، برېټانیا، جرمني، اېټالیا، فرانسې او ناروې ځانګړو استازو د اروپايي ټولنې په مرکز بروکسل کې په افغانستان کې دایمي سولې ته د رسېدو په پار ناسته وکړه.
د دې ناستې په پای کې ۱۷ ماده یې پرېکړه لیک خپور شو، د دې پرېکړه لیک له اساسي مادو څخه یوه ماده دا وه، چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، تلپاتې سولې ته د رسېدو یوازینی لار د بین الافغاني خبرو اترو پیل دی.
دوی د بین الافغاني خبرو د شروع پر مهال، له ټولو خواوو څخه د اوربند غوښتنه کړې چې له مخې یې د ناستې ګډونوال د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوې سیاسي لار چارې د جوړولو نقشې ته ورسېږي.
دوی دا هم ویلي چې د سولې د داسې ټولیز او پایښتي تړون لپاره له افغان حکومت، طالبانو او نورو افغان سیاستوالو او د مدني ټولنو له مشرانو سره ګډ کار ته ژمن دي، چې په پایله کې جګړه ور سره پای ته ورسېږي او دا وضعیت د افغانانو، د سیمې د ثبات او نړیوال امنیت په ګټه وي.
د ناستې ګډونوالو پر افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه رییس عبدالله عبدالله او نورو مخکښو افغان مشرانو غږ کړی، چې د افغانانو خپلمنځي رسمي خبرو لپاره د ټول اړخیزې ملي مرکچي ډلې پر جوړولو سملاسي تمرکز وکړي.
د امریکا او طالبانو خبرو ته کتنه
د ۲۰۱۸ ز کال د سپټمبر په څلورمه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسماً اعلان وکړ، چې په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر یې د افغان سولې لپاره خپل استازی ټاکلی. زلمی خلیلزاد هغه سیاسي څېره ده، چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې یې د افغانستان او امریکا په اړیکو کې رول لوبولی دی. تر اوسه د امریکايي ډیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو نهه پړاوونه تېر شوي؛ اته ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې شوې ده.
لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ ز کال د اکتوبر په ۱۲مه، د قطر په دوحه کې پیل شوې. په دې پړاو کې امریکايي پلاوي او طالب استازو تر ډېره ابتدایي بحثونه وکړل او پر بنسټیزو موضوعاتو ژور بحثونه ونشول؛ خو په ټوله کې د دغې لړۍ پر دوام د دواړو لورو لخوا هوکړه وشوه.
دویم پړاو: دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ ز کال د نومبر په ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې. دا غونډه د لومړنۍ په پرتله اوږده وه. په دغو دری ورځنیو خبرو اترو کې که څه هم دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې، خو زلمي خليلزاد له قطر څخه کابل تر راستنېدو وروسته، رسنيو ته وويل چې په افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو په ګډون، له ټولو ښکېلو لورو سره پر خبرو بوخت دی او که څه هم د کوم مهم پرمختګ اعلان نه شي کولی؛ خو له طالبانو سره د سولې يوې هوکړې ته د رسېدو لپاره هيلهمن دی. طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دوی يوه جګپوړي پلاوي د امريکا د متحده ايالاتو له يوه جګپوړي پلاوي سره دری ورځنۍ خبرې اترې کړې دي؛ خو دا خبرې ابتدايي وې او تر اوسه پر هېڅ کومه مسئله د دوی ترمنځ توافق نه دی شوی. طالبانو په خپله اعلاميه کې هغه اوازې هم رد کړې وې، چې د دغو خبرو اترو په جريان کې د لنډمهالي حکومت او يا هم راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه د ځينو رسنيو لخوا خپرې شوې وې.
درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ ز کال د ډسمبر په ۱۷مه، درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې تر سره شوې. د خبرو اترو په دې لړۍ کې بدلون تر سترګو شو. له يوې خوا دا غونډه په متحده عربي اماراتو کې د سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د استازو په ګډون جوړه شوه او له بلې خوا د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی هم متحده عربي اماراتو ته ولاړ؛ خو طالبانو له هغوی سره له خبرو اترو ډډه وکړه. دا چې افغان حکومت ولې په دومره بیړه باندې د خبرو مرکچي پلاوی جوړ کړ او د مخامخ خبرو اترو لپاره یې متحده عربي اماراتو ته واستولو، هغه څه دي چې تر اوسه نه دي واضح شوي؛ خو یو شی چې دوی یې یقیني کړي وو، چې طالبان به له دوی سره د خبرو مېز ته کېني، هغه د زلمي خلیلزاد له لوري دوی ته ورکړل شوی ډاډ و، ولې هغسې ونشول. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو، د بهرنيو ځواکونو پر بمباريو او له زندانونو څخه د طالب بنديانو پر خلاصون خبرې وشوې. که څه هم د امريکايي لوري د پلان له مخې، ټاکل شوې وه چې په دې غونډه کې پر اوربند، د افغانستان له حکومت سره پر مخامخ خبرو اترو، لنډمهالي حکومت، ټاکنو او نورو مسائلو هم خبرې وشي؛ خو د طالبانو مرکچي ډلې پر دغو موضوعاتو له خبرو کولو ډډه وکړه او د اعلامیې په خپرولو سره یې یادونه وکړه، چې د افغانستان د ټولو ستونزو سبب د امریکایانو شتون دی. دوی ویل، تر څو پورې چې په دې اړه باندې موږ له امریکایانو سره هوکړې ته نه یو رسېدلي، موږ پر کورنیو موضوعاتو باندې له هېڅ لوري سره خبرو ته حاضر نه یو.
څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ ز کال په جنورۍ میاشت کې څلورم پړاو خبرې د قطر په دوحه کې وشوې. د کتنو دا لړۍ د لنډ وخت لپاره د بېباوريو ښکار شوه او د دغو خبرو اترو د دوام په اړه يې اندېښنې پيدا کړې. طالبانو له درېيمې غونډې کابو يوه مياشت وروسته په يوه اعلاميه کې امریکایي لوری تورن کړ، چې په افغانستان کې د سولې راتلو ته ژمن نه دی. دوی د سولې په نوم خپلې کومې موخې چې لري، هغه تعقیبوي. د دغې اعلاميې په يوه برخه کې راغلي وو: «په افغانستان کې د اشغال مسئله زموږ د خپلواکي غوښتونکي مسلمان ملت مسئله ده، څرنګه او چېرې یې چې حل کول غواړو، دا زموږ حق دی… دا مسئله د چا په فشار او تاکتیکي برخوردونو نه حل کیږي او نه هم دا د منلو وړ دي». په خبرو اترو کې دا بېباورۍ هغه وخت راپورته شوې، کله چې امریکایانو غوښتل دا ځل له طالبانو سره په سعودي عربستان کې وګوري، خو د طالبانو سیاسي دفتر نه غوښتل چې له امریکایانو سره په سعودي کې وګوري. نو له همدې امله خبرې یو څه وځنډېدې او له یو څه ځنډ وروسته بیا ځل په قطر کې پیل شوې. دا ځل خبرې د تېرو ټولو لیدنو په پرتله اوږدې شوې چې کابو یوه اونۍ پرلهپسې بحثونه وشول او دواړه لوري د خبرو اترو له پرمختګونو خوښ وو او د پرمختګ خبره یې کوله.
د دې پړاو خبرو په پای کې طالبانو په خپله اعلامیه کې زیاته کړې وه، تر هغه وخته چې د امریکایانو پر وتلو بشپړ توافق نه وي شوی، پر بل څه باندې له امریکایانو او افغان حکومت سره هېڅ خبرې هم نه کوي؛ خو په دې غونډه کې پر اوږدمهاله اوربند او بین الافغاني خبرو هم بحث شوی و. زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټرپاڼه ولیکل، تر هغه وخته پورې چې بشپړ توافق نه وي شوی، تر هغه وخته پورې موږ څه نشو په ډاګه کولای. نو له همدې امله له څلورم پړاو خبرو وروسته، د افغان حکومت اندېښنې زیاتې شوې، ځکه له يوې خوا په متحده عربي اماراتو کې د څلورمې غونډې پر مهال، طالب پلاوي د افغان حکومت له پلاوي سره ونه کتل او له بلې خوا د سعودي عربستان غونډه هم د طالبانو له لوري رد شوه.
پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ ز کال د فبرورۍ په ۲۵مه، په دوحه کې سره جرګه شول. زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په دوحه کې وکتل او د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.
د دغه پړاو د خبرو اترو اجنډا بيا هم له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل او امريکايانو ته په راتلونکي کې له افغانستانه د ګواښ نه متوجه کېدو په تړاو د ډاډ ورکولو قضيې وې. که څه هم د ځينو راپورونو له مخې، په دې پړاو خبرو اترو کې د دغو دوو موضوعاتو تر څنګ، پر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې؛ خو طالبانو بيا هم په خپله اعلاميه کې رد کړې وه چې ګواکې دوی دې پر نورو موضوعاتو هم خبرې کړې وي. په دې پړاو خبرو اترو کې چې ډېرې اوږدې شوې، د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر شتون او پر اساسي موضوعاتو باندې د عملي خبرو پیل و. په دې ناسته کې نظر تېرو ناستو ته دې ډېر پرمختګ خبره هم شوې وه.
شپږم پړاو: شپږم پړاو خبرې د روان ۲۰۱۹ ز کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه، په قطر کې د طالب استازو او امریکایي چارواکو تر منځ پیل شوې، چې نهه ورځې یې دوام وکړ او د مې میاشتې په نهمه نېټه پای ته ورسېدې.
دا خبرې داسې مهال پیلېږي، چې په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه کې راټول شوي شاوخوا ۳۲۰۰ کسان له طالبانو سره د سولې په تړاو سلامشورې کوي، چې څنګه کولی شي جګړه ختمه او سوله راشي.
په دې پړاو خبرو کې پر څلورو موضوعاتو (د بهرنیو ځواکونو وتل، د امریکا پر ضد د افغان خاورې نه استعمال، اوربند او له افغان حکومت سره خبرې) باندې تفصیلي بحث شوی و. دواړو لوريو د پرمختګ خبره کوله، خو کومې مهمې هوکړې ته سره نه وو رسېدلي. د دواړو لوریو په اند، په دې خبرو کې تر ډېره پر دوو موضوعاتو باندې بحث وشو، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدل وو.
اووم پړاو: اووم پړاو خبرې د روان ۲۰۱۹ ز کال د جون میاشتې په ۳۰مه په دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. په دغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو د زیات پرمختګ خبره کوله، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د خبرو په دې پړاو کې د بل هر وخت په پرتله ډېر پرمختګ شوی دی. ښاغلي خلیلزاد په یوه ټویټري پیغام کې ویلي وو، د تېرو شپږو ورځو په خبرو کې د سولې هوکړې پر ټولو څلورو اړخونو، له ترهګرۍ سره مبارزه، د بهرنیو پوځیانو وتل، په بین الافغاني خبرو کې ګډون او د تل پاتې هر اړخیز اوربند په ګډون، خورا د پام وړ پرمختګ شوی دی.
اووم پړاو خبرو دوام درلود چې د افغان سیاسیونو او طالب استازو ګډه غونډه، په قطر کې د قطر او جرمني هېواد په همکارۍ ترتیب شوې وه. په دې ناسته کې د طالبانو د ګډون په پار، اووم پړاو خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لنډې مودې لپاره ودرېدې. د افغان سیاسیونو او طالب استازو خپلمنځي غونډه، دا دویمه غونډه وه چې افغان سیاسیون او طالب استازي پهکې سره راټولېدل. دواړو لوریو د افغان کشالې د حل په موخه خپل نظرونه له یو بل سره شریک کړل. د غونډې د ګډونوالو په اند، دواړو لوریو پر ډېری موضوعاتو باندې توافقي نظر درلود او دواړو لوريو د داسې غونډو د جوړېدو غوښتنه درلوده، څو وکولای شي چې د دې ناستو په لړ کې ډېری هغه موضوعات چې تر اوسه پرې بحث نه دی شوی، بحث پرې وکړي او په پایله کې رغنده بین الافغاني خبرو ته سره کېني او د افغان کشالې لپاره خپله افغانان حل پیدا کړي.
اتم پړاو: اتم پړاو خبرې د روان میلادي کال د اګسټ په درېیمه پیل شوې. له نهو ورځو خبرو وروسته، د اګسټ په ۱۲مه دا خبرې پای ته ورسېدې. دواړو لوریو وویل چې پر ډېرو مادو بحث پای ته رسېدلی او تړون ته سره ډېر نږدې شوي. طالب ویاند سهیل شاهین او امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دواړو پر خپل ټویټر د مثبتو خبرو یادونه کوله. طالبانو وویل، له امریکا سره له تړون وروسته به له افغان لوري سره بین الافغاني خبرې پیلوي. داسې انګېرل کېده چې د دغو خبرو کوربه به کوم اروپایي هېواد وي. په پیل کې ناروې هېواد ویلي وو چې دوی به په پلازمېنه اوسلو کې د افغان حکومت له لوري د ټاکل شوي پلاوي او طالبانو کوربه وي. خو بیا هم د ځینو تخنیکي کارونو د تر سراوي په موخه، نهم پړاو خبرې هم تر سره شوې.
نهم پړاو: نهم پړاو خبرې د روان ۲۰۱۹ ز کال په اوږدو کې په دوحه کې د اګسټ په ۲۲مه پیل شوې او د سپټمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې پړاو خبرو کې امریکایان او طالبان په خپلو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته سره رسېدلي وو. زلمي خلیلزاد وویل، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له پنځو پوځي اډو ووځي. کله چې د نهم پړاو خبرو په پایله کې طالبان او امریکایي لوری توافق ته سره ورسېدل، پلان دا و چې لاسلیک به د امریکا له لوري د بهرنیو چارو وزیر کوي او د دې توافق د پلي کېدو ضمانت به چین، روسیه او ځینې نور قوي هېوادونه کوي او په دې سره دواړه لوري توافق ته سره رسېدلي وو، خو ټرمپ غوښتل چې لاسلیک په امریکا کې په کمپ ډېوېډ کې چې هلته به افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر غړي برخه ولري، کیږي.