یوویشتمه پېړۍ د نولسمې او شملې پېړۍ په پرتله، په ډېر چټک ډول د بدلون په حال کې ده. د افغانستان په ګاونډ، سیمه او نړۍ کې حالات ورځ تر بلې په ډېر شدت سره بدلېدونکي دي. د افغانستان تېر تاریخ او تجربو ته په کتو، له بده مرغه تل د زبرځواکونو د سیاستونو او زورزیاتي قرباني شوی دی. د دغه موقعیت په اړه علامه اقبال وایي:
“د افغانستان راتلونکی راته ښه نه ښکاري، ځکه هغه هېواد چې د دوو سترو قدرتونو منځ کې وي، کله يې هم ښه ورځ نه ده ليدلې”. لکه سوريه چې د رومي او فارسي امپراتوريو ترمنځ وه او افغانستان بیا تر ننه د زورورو د اختلاف بیه پرې کوي.
په نولسمه پېړۍ کې د وخت لویو ځواکونو (انګریز او روسانو) د زور ازمایي قرباني، په شلمه پېړۍ کې د وارسا، ناټو او امریکا په سړه جګړه کې پایمال او په ادامه یې د ګاونډیو، سیمې او نړیوالو قدرتونو د نیابتي جګړو او سیالیو ډګر، په یوویشتمه پېړۍ کې بیا د تروریزم خلاف د نړیوالې جګړې اصلي قرباني او اوس که وضعیت د افغانانو له لوري مدیریت نه شي؛ نو داسې ښکاري چې داځل به افغانستان د چین او امریکا تر منځ د یوې نوې اقتصادي جګړې کوربه وي.
همدا اوس چې دا مطلب لیکل کېږي موږ په نړیواله کچه د (Trade War) په نوم د امریکا او چین د اقتصادي جګړې شاهدان یو. د چین اقتصادي عروج یوې انکار نه منونکې مرحلې ته رسېدلی او امریکا چې ځان د نړۍ سیاسي او اقتصادي ځواک ګڼي، مقابلې ته یې مټې بډوهلې دي. د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ، د دفاع وزیرانو جیمز مټیس او مایک ایسپر په کراتو ویلي چې د “اوس لپاره د امریکا ګټو ته ستر ګواښ تروریزم نه، بلکه د روسیې بیاځلي پورته کېدل او د چین توپاني اقتصاد دی، چې د امریکا ټول مارکېټونه یې د خپلو سوداګریزو توکو پر مټ فتحه کړل”.
چین د خپل اقتصادي ځواک غځېدا او تداوم لپاره د لارې – کمربند ابتکار Belt & Road Initiative (BRI) په نوم یوه نړیوال شهکار ته مخه کړه، چې د شپږو اقتصادي دهلیزونو پر مټ به چین د ځمکې او سمندر له لارې د سړک، ریل پټلۍ، پایپ لاین، نوري فایبر او نورو وسایلو له لارې مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، غربي اسیا، منځني ختیځ، افریقا او اروپا سره په نویو او لنډو لارو وصل شي.
د چین جمهور رییس شي جي پېنګ په ۲۰۱۳ ز کال کې رسماً دغه د سوداګرۍ او کلتورونو د تبادلې سیمه ییز او قاره ایز ابتکار د لار – کمربند ابتکار (Belt and Road Initiative) په نوم اعلان او عملاً یې د دغه هدف د بشپړېدو لپاره سیمه ییزې او نړیوالې هڅې پیل کړې. د چین دغه نړیواله پراختیایي سټراتیژيک هوکړه لیک د افغانستان په ګډون، ۱۲۳ هیوادونو او ۲۹ نړیوالو سازمانونو لاسلیک کړ، څو په ګډه په اسیا، منځني ختیځ، افریقا او اروپا کې د زیربنا او پانګونې په برخه کې وړې او غټې پروژې ولري.
د چین لار – کمربند ابتکار (BRI) تر پورته ذکر شویو هیوادونو او سازمانونو نه منحصرېږي او په پرله پسې ډول هڅې روانې دي، څو پاتې هیوادونه او سازمانونه هم په یوه نه یوه ډول د دغه ابتکار برخه وګرځي. د ځینو اټکولونو پر بنسټ، د لار – کمربند ابتکار د نړۍ په کچه یو له سترو زیربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې اوسمهال څه باندې ۶۸ هیوادونه او د نړۍ څه باندې ۴.۴ ملیارده وګړي یا ۶۵ سلنه نفوس او د نړۍ څه باندې ۴۰ سلنه کورني ناخالص عواید به په ځان کې را ونغاړي.
د شنونکو په باور، د دغه ابتکار پر مټ چین غواړي خپلو توکو ته نوي مارکېټونه، اروپا ته لنډ لاسرسی او ټولې لویې وچې به په یوه نوي چینایي میکانېزم او سټنډرډونو کې داسې را ونغاړي، چې د شبکې ټول کنټرول به د چین په لاس او تر ډېره به امریکایي هژموني خپل ځای چینایي هغې ته پرېږدي.
افغانستان له چین سره دې نږدې ۷۶ کیلومترو ګډې پولې په درلودلو سره هغه نښتی ګاونډی دی، چې تر اوسه د چینایي ابتکار په دغه حلقه کې محروم ښکاري.
د افغانستان شاوخوا ټول ګاونډیان په مستقیمه توګه د لار – کمربند ابتکار فعال غړي دي او تر دغه چتر لاندې په یادو هیوادونو کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت زیربنایي، ټرانسپورټ، د انرژۍ تولید، صنعتي پارکونه، لسګونه نورې لویې او منځۍ پروژۍ تر کار لاندې دي. د افغانستان شاوخوا د Belt & Road Initiative دوه کمربندونه تير شوي، چې یو یې (CPEC) او بل یې (CCAWAEC) دی.
د افغانستان په ختیځ او جنوب کې “لار – کمربند ابتکار” سره پاکستان د China – Pakistan Economic Corridor یا سیپک له لارې وصل شوی او همدا راز د افغانستان په شمال او لوېدیځ کی یې “چین – مرکزي اسیا، لوېدیځې اسیا اقتصادي دهلیز” (China – Central Asia, West Asia Economic Corridor) غځېدلی چې پر مټ یې تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران د دغه سیمه ییز ستر ابتکار برخه ګرځېدلي.
پورته شکل د BRI ځمکني او سمندري مسیرونه ښیي، چې د افغانستان له شاوخوا ګاونډیو هیوادونو څخه تېر شوي، خو افغانستان ترې تر اوسه محروم ښکاري.
د دې باوجود چې افغانستان د خپل سټراتیژیک موقعیت په لحاظ د دغه ابتکار لپاره په امنیتي او اقتصادي لحاظ یو تر ټولو مهم هیواد دی؛ خو دوه عمده دلایل دي چې لا هم د دغه ابتکار عملي برخه نه دی ګرځېدلی.
خراب امنیتي وضعیت او دوامداره بې ثباتي
د لارې – کمربند ابتکار په عملي غړي کېدو سره به افغانستان په اتومات ډول د سیمې پر څلور لارې بدل شي، چې جنوبي اسیا به له مرکزي اسیا او ختیځ او جنوب ختیځې اسیا ډېر هیوادونه به د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هیوادونو سره د وصلېدو لنډه لار ومومي. د دغه اتصال او عملي کېدو لپار به په افغانستان کې د BRI تر چتر لاندې د سړک او ریل پټلۍ غځېدو په موخه میلیاردونو ډالرو په ارزښت سترې پروژې پلې شي. همدا راز افغانستان د انرژۍ په بډایو او د تږو هیوادونو په منځ کې پروت واحد هیواد دی، چې په لنډه لار به یې د نفتو، ګازو پایپ لاینونه او له مرکزي اسیا څخه مخ په جنوبي اسیا په پراخه کچه د برېښنا مزي او نوري فایبر شبکې وغځېږي، چې یوازې ټرانزیټي فیس یا حق العبور له درکه به یې افغانستان هر کال میلیاردونه ډالر عواید ولري.
خو د دغو ټولو پروژو انتقال یوه قوي مرکزي نظام او دایمي سولې او ثبات ته اړتیا لري، چي له بده مرغه افغانستان ترې محروم دی. د میلیونونو ډالرو په ارزښت پر توکو بار لارۍ، اور ګاډي، پایپ لاینونه، برېښنایي مزي او نور کاروبارونه یوازې په مصؤن چاپېریال کې د تبادلې او انتقال وړ دي. له تېرو څلوېښتو کلونو په پرله پسې توګه افغانستان د سیمه ییزو او داخلي کشمکش قرباني و او له بل لوري اوس هم په یوه ناپایه او د امریکایي متخصصینو په باور نه ګټونکې جګړې کې ښکېل دی، چې دا ټول د دې سبب شول چې لار – کمربند ابتکار دوه لوی کمربندونه او دهلیزونه د افغانستان له جغرافیې بهر په نورو ګاونډیو هیوادونو کې طراحي او عملي شي.
له امریکا او هند سره د افغانستان ستراتیژیکه ملګرتیا
پر امنیتي تهدیداتو او اوږدمهاله بې ثباتۍ سربېره، دویم عمده لامل د افغان حکومت ستراتیژیکه ملګرتیا له امریکا او هند سره هغه څه دي، چې چین زړه نه ښه کوي، افغانستان د دغه ټرلیون ډالري ابتکار برخه شي.
BRI هغه ابتکار و چي له اعلان سره یې په ټوله نړۍ کې پراخ مثبت غبرګونونه را وپارېدل، خو امریکا او هند هغه دوه هیوادونه وو چې په تقابل کې یې ودرېدل او جاپان او اسټرالیا بیا په دغه ابتکار کې د ګډون پر ځای د هغې نرم مخالفت وکړ.
امریکا او هند دغه ابتکار ته په ډېره بدبینانه سترګه ګوري او دا د اقتصادي ودې او سیمه ییزې همکارۍ په نوم د چین لخوا یو سیاسي دام بولي، چې پر مټ یې سیمه او نړۍ کې د خپل سیاسي نفوذ پراخېدو هڅه کوي. امریکا دغه ابتکار ته د قرضوي دام، عدم شفافیت، چاپېریال تخریبونکې برنامې او د ملتونو د زبېښلو یوې هڅې نوم ورکوي.
“امریکا په لویه کې د BRI جیوپولیټکل وضعیت ته اندېښمنه ده. امریکا ویني چې چین د اقتصادي برنامو په نوم اوراسیا سیمه تر خپل نفود لاندې راولي او هڅه کوي چې له دغې لارې تر چین د باندې خپل نظامي حضور پراختیا ته زمینه سازي وکړي او دا تلاش په داسې شکل کوي چې امریکا حاشیې ته ټېل وهي. امریکایي مبصرین پر دې باور دي چې لار – کمربند ابتکار د ځوابونو او وضاحتونو پر ځای بیخي ډیرې لاینحل پوښتنې له ځان سره لري”.
هند له چین او پاکستان سره له ډېره وخته پر خاوره او اقتصادي مسایلو اوږدمهاله شخړې لري. هند فکر کوي چې د BRI ابتکار به د چین او پاکستان پر اقتصادي ځواک تمام شي او دا د خپلو حریفانو سیاسي او اقتصادي برلاسی ګڼي. هند په ټول قوت د هغې د مخالفت او تخریب په لټه کې دی، چې لومړی یې د BRI ناکامولو لپاره نریندرا مودي په ۲۰۱۴ ز کال کې د موسم (Mousum) په نوم عین سیمه ییز ابتکار پیل کړ، چې د پلان له مخې به د جنوبي اسیا، سوېل ختیځې اسیا، افریقا او هند سمندر ته څېرمه نور نږدې ۳۹ هیوادونه په خپله مشرۍ راټول کړي، خو هند د BRI خلاف د دغې برنامې به تطبیق کې پاتې راغی. لار – کمربند ابتکار سره د مخالفتونو په دغې لړۍ کې د ۲۰۱۹ ز کال په سپټمبر کې د هند د بهرنیو چارو وزارت چین او پاکستان ته په PoK یا لانجمن کشمیر کې د ریل پټلۍ او نورو تاسیساتو په جوړولو کې خبرداری ورکول یو له دغو هڅو بلل کېږي.
افغانستان د ناکامۍ او بریا واحده کیلي
افغانستان له چین سره پر ګاونډیتوب سربېره، په داسې نقطه کې قرار لري چې د دغه چینایي ابتکار دوه قوي شاه رګونه یي په څنګ او ګاونډ کې غځېدلي. ګډون یې کولای شي د لارې په لنډولو سره هر کال چین، اروپا او نورو غړو هیوادونو ته په سوداګریزو راکړو ورکړو کې میلیاردونه ډالر بچت کړي او امنیتي تهدید یې بیا په مطلق ډول د دغه ابتکار په نطفه کې د خنثی کېدو مانا ورکوي.
یوویشتمه پېړۍ د اسیا د عروج پیل یادېږي او د کارپوهانو په باور، د اسیا وروسته پاتې والی دری عمده عوامل لري چې دوی یې دری شیطانان (Three Evils) بولي او هغه عبارت دي له:
ترورېزم (Terrorism)
بېلتونپالنه (Separatism)
افراطیت (Extremism)
له بده مرغه د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه د دې لامل شوې، چې دغو د دریو ډلو لپاره د ودې او فعالیت مناسب بستر و اوسي. دا بلقوه تهدید که دلته په سوله او ثبات خنثی نه شي، نو دا کولای شي پر افغانستان سربېره چین، سیمې او ټولې نړۍ ته پر ستر ګواښ بدل شي.
افغانستان جیوسټراتیژیک موقعیت ترننه د افغانانو د ناسم او ضعیف مدیریت له امله د نړیوالو زبرځواکونو، سیمه ییزو او ګاونډیو هیوادونو د نیابتي جګړو پر مرکز بدل کړی. که دا ځل عاقلانه تصمیم ونیول شي، نو دا موقعیت برعکس ګاونډیو، سیمې او نړیوالو ځواکونو ته دا فرصت برابروي چې د اقتصادي منابعو او خدماتو پر یوه ستر ټرانزیټي مرکز بدل شي، چې بیا به ټول د خپلو ګټو او اقتصادي پانګونو خوندیتوب لپاره په افغانستان کې د امن او ثبات غوښتونکي وي.
اوس افغانستان او افغانان د تصمیم نیونې په یوه ستر تاریخي ازمېښت کې قرار لري. دا د دوی پر سیاسي ځیرکتیا پورې اړه لري، چې د سولې او ثبات راوستلو په پار غواړي د سیمه ییز اتصال (Regional Connectivity) پر لوري ولاړ شي او که برعکس دلته د تروریزم، اکسټرمیزم او لسو نورو ډراماټیکو نومونو په نوم د اوږدو کلونو لپاره په افغانستان کې د جګړې د تداوم ټیکه اخلي او د ناامنۍ پر مرکز بدلېدو سره د یوې بلې ناپایه جګړې پر مرکز بدلېږي.
افغانستان د موجوده داخلي، سیمه ییزو او نړیوالو کشمکشونو ته په کتو، د بزکشۍ هغه اوزګوړي ته پاتېږي چې له هر لوري سره په مطلق ودرېدو سره به یې بیه؛ نه جبرانېدونکې وي. اوس یې وخت دی چې افغانان په ډیر مهارت له دغه ګرم طرفي سنګر نه د بیطرفۍ موقف په نیولو سره، لومړی افغانستان ته امن او بیا په سیمه کې روانو مخالفتونو او تضادونو ته په کتو، وضعیت داسې مدیریت کړي چې څپېړې خوړو پر ځای له موجوده منابعو د زیربنا پر رغښت او اقتصادي وده کې کار واخلي.