دوشنبه, جون 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

    جلال اباد کې د افغان او ایراني تولیداتو ګډ نندارتون جوړیږي

    مجاهد: افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله ډله شتون نه لري

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

    جلال اباد کې د افغان او ایراني تولیداتو ګډ نندارتون جوړیږي

    مجاهد: افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله ډله شتون نه لري

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي ګټه وټه

د سفر پرمهال مو روغتیا او غذایي رژیم ته پام وکړئ!

ژباړه: حمیدالله حمیدي

اکتوبر 15, 2018
in ګټه وټه
0 0

د رخصتیو او سفر پر مهال غذایي رژیم او روغتیا ته پام کول تر ټولو مهمه او اړینه خبره ده، خو ډېری کسان چې کله په رخصتۍ او یا هم کوم ځای ته په سفر ځي، خپل غذایي رژیم او روغتیا ته پاملرنه یې له پامه غورځولې وي. که څه هم چې د رخصتۍ او سفر پرمهال ډېری خواړه په هوټلونو، رسټورانټونو او یا هم له نورو ملګرو او دوستانو سره په مېلمستیاوو کې خوړل کېږي؛ مانا دا چې خواړه تر ډېره پاک او صحي وي، خو بیا هم باید له دې کبله ورته پاملرنه وشي چې چاپېریال، هوا او د خوړو نوعیت توپیر کوي، نو باید زیاتی پکې ونه شي.

۱- هڅه وکړئ چې د چکر پرمهال د خوړو پر ځای له ښکلو منظرو خوند واخلئ

کله چې بل هېواد او یا سیمې ته په سفر ځئ، نو هڅه وکړئ، د دې پر ځای چې ډېر وخت په رسټورانټ او هوټل کې تېر کړئ، د هماغه ځای له ښکلي طبعیت او شنو منظرو څخه خوند واخلئ. هڅه وکړئ چې د سفر پر مهال کوچنۍ او پر له پسې غذایي وعدې ولرئ، نه داسې چې په یو ځل او یو ځای کې ځان موړ کړی.

 

۲- پلی تګ هېر نه کړئ

داسې مه وایاست چې اوس نو په چکر او مسافرۍ کې یاست، څه مو چې زړه غواړي باید ویې خوری. د دې لپاره چې د رخصتۍ پر مهال مو وزن زیات نه شي، نو ارو مرو د ورځې په اوږدو کې یو څه وخت د هغه سیمې په پاکو او شنو ځایونو کې پلي تګ ته ځانکړی کړئ. له هر څاښت ډوډۍ خوړلو وروسته ارو مرو قدم ووهئ او که په هوټل کې اوسی، بالکون ته یې راووځی او تازه هوا واخلئ.

۳- د هوټل په مینو کې تر ټولو سالم خواړه انتخاب کړئ

کله چې تاسو پر سفر وی، نو معلومه خبره ده چې د اشپزۍ لپاره وخت نه لری او نه یې کېدای شي امکانات درته برابر وي، نو اړ یاست چې په هوټل کې خواړه وخوری. په داسې مواردو کې هڅه وکړئ چې د هوټل په مینو کې تر ټولو سالم او هغه خواړه انتخاب کړی چې پوهېږی روغتیا ته مو زیان نه رسوي او یا دا چې تر ډېره مو معده ور سره عادت ده.

۴- د کوټې د یخچال کلۍ پټ ځای کېږدئ

د بهرنیو هېوادونو په هوټلونو کې دا دود دی چې په کوټه کې اېښودونکی یخچال له پیپسي، ډول ډول انرژیو، ککو، قهوې او ان کله تازه مېوې هم په کې اېښودل شوې وي. پام مو وي چې دغه څه وړیا نه دي، خو پر بیې سربېره یې د خوړو هڅه وکړئ، هغه هم بیا بیا. که د دغه ډول خوړو او څښاک په څښلو کې افراط وکړی، کېدای شي د وزن پر زیاتوالي سربېره مو روغتیا ته هم زیان ورسوي.

۵- اوبو څښلو ته لومړیتوب ورکړئ

د سفر پر مهال د کافي او  پاکو اوبو څښل د سفر له واجباتو بلل کېږي. پلی تګ، ګرمه هوا او په سر خلاصو ځایونوکې ډېر پاتې کېدل ارو مرو ستاسو د بدن د اوبو د کموالي لامل کېږي. هڅه وکړئ  څو په موټر، د شا په بیک او د اوسېدو په ځای کې د څښلو اوبه ضرور در سره وساتئ او ویې څښئ.

د سفر پر مهال روغتیا ته د پاملرنې  تر څنګ دغو توکو ته هم اړتیا لری

د سفر اړوند وسایل او توکي هغه څه دي چې د یوه مسافر لپاره تر بل هر څه ډېر اړین او ضروري بلل کېږي. د بیک توکي او کالي مو په دې پورې اړه لري چې په څه ډول او چېرته سفر کوی. یوه څه ته مو چې  پام وي، هغه دا چې پخوانیو سفرونو بېلو او اوسني سفرونه بیا بېلو توکو او وسایلو ته اړتیا لري. د ټکنالوژۍ راتګ او د سفرونو نوی رنګ او اړخ دا اېجابوي چې تاسو باید د اوسنیو سفرونو پر مهال د پخوانیو هغو په پرتله بېل او نوي شیان در سره ولری. لکه څه ډول مو چې مخکې وویل، د سفر وسایل ستاسو د سفر په بڼه پورې اړه لري. پام مو وي چې له سفر مخکې د اړینو توکو لېست در سره مرسته کوي، څو په ارام فکر درته هغه څه تیار کړی چې د سفر پرمهال ورته اړتیا پیدا کوی. نو له سفر څو ورځې وړاندې دغه کار وکړئ او د اړینو وسایلو لېست در سره ولیکئ.

۱- هغه څه چې د سفر پرمهال یې اغوندی

د سفر پر مهال د اغوستونکو توکو په اړه یوه اصطلاح هم شته چې وایي: «یو اغونده او بل وچوه!» په سفر کې له ځان سره د زیاتو کالیو وړل یوازې ستاسو انرژي مصرفوي او بل دا چې اوس تاسو مجبور نه یاست چې هره ورځ د هوټل له کړکۍ وګوری چې هوا څه ډول ده،  څو مناسبې جامې واغوندی. اوس کولی شی د اړونده هېواد ان د یوې اونۍ د هوا حالات وګوری او له هوا سره سم خپلې جامې هم تیارې کړی.

کېدای شي په سفر کې مېلمستیا ته دعوت شی، نو دغه ورځ هم باید په پام کې ونیسئ او مناسبې جامې ورته ولری. بله دا چې سیمې او موسم ته په کتو مو جامې برابرې کړئ. د بېلګې  په توګه، که هوا ګرمه وي کولی شی پیک لرونکې خولۍ او که هوا یخه وي، بیا دست کش، د غاړې دستمال، جرابې، مناسب بوټ او نور اړین شیان در سره یوسئ.

۲- بیک او بکس

لوی بکس د دې لپاره ښه دی چې خپل ټول اړین وسایل په یو وار پکې ځای پر ځای کړی، خو کله چې بیا له هوټل څخه وځی او د ورځې په اوږدو کې په  ښار او بازار کې چکر وهی، بیا د شا بیک در سره ښه ملګری کېدای شي.

۳- د لومړنۍ مرستې بکسه

که تاسو په خپل موټر کې په سفر ځی، نو د لومړنیو مرستندویه توکو بکسه له یاده ونه باسی. اوس په بازار کې د لومړنیو توکو په زړه پورې بکسې پیدا کېږي، چې کولی شی ان د کور لپاره یې هم واخلی او په بېړنیو حالتونو کې ترې ګټه واخلی. په دې بکسه کې پنبه، سپین الکول، د امونیک محلول، قیچي، پنس، د ټپونو چسپ، اسپرین او نور مسکن ټابلېټونه ځای پر ځای کېږي.

۴- الکټرونیکي وسایل

د سفر د توکو په لېست کې مو یو ځای الکټرونیکي وسایلو ته ځانګړی کړئ. کمپیوټر، چارچر، پاور بانک، د خوب لپاره ځانګړې غوږۍ، بټرۍ، برقي څراغ، فلش، کمره او بېرونی هارډېسک هغه څه دي چې په اوسنیو سفرونو کې ورته ډېره اړتیا لیدل کېږي.

که په خپل موټر کې سفر کوئ

په دې خو ټول پوهېږو چې کله کله په خپل موټر کې سفر کوو، نو تر هرڅه وړاندې باید هغه وسایل له ځان سره تیار کړئ چې د موټر لپاره په کارېږي. ډېری کسان دې شیانو ته پام نه کوي او بیا د لارې پر سره د یوه جېک لپاره هر چاته لاس اوږدوي. په داسې حال کې چې پر لویو لارو خلک د دغو وسایلو مرسته نه کوي. نو که کله په سفر ځی، مخکې له مخکې د ټولو هغو شیانو په اړه فکر وکړئ چې پوهېږی په کار مو راځي. که د سفر پخوانۍ تجربه نه لری، له هغه خلکو مرسته وغواړئ چې له دې وړاندې یې سفرونه کړي دي.

Share9Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

جون 7, 2026

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

جون 7, 2026

جلال اباد کې د افغان او ایراني تولیداتو ګډ نندارتون جوړیږي

جون 7, 2026

مجاهد: افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله ډله شتون نه لري

جون 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In