فرېډرېک کرېسټ ټرمپ د ۱۹۰۵ ز کال د اکټوبر په ۱۱مه په نیویارک کې زیږېدلی دی. پلار یې فرېډرېک ټرمپ او مور یې الیزابېت کرېسټ له جرمني نه امریکا ته تللي وو. پلار یې په ملکیتونو کې پانګوال و، همدا وو چې زوی یې فرېډ د خپل پلار پر پله پښه کېښوده او د خپل پلار په نامه یې یو شرکت پرانیست؛ ځکه ده په ۱۵ کلنۍ کې شرکت نه شوای پرانیستی.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې د امریکا په ختیځ کې پانګونې او ملکیتونو ژوند یوځل بدل کړ، ځکه چې په ډېری پروژو کې د حکومت ملاتړ هم ورسره و. په ۱۹۵۴ ز کال مشرانو جرګې ته له دې کبله ور غوښتل شوی و چې ګنې له دې پروژو خو به ناوړه ګټه نه اخلي. فرېډ یو بریالی سوداګر و، هغه په امریکا کې عصري او تر ټولو بهترین رسټورانټ جوړ کړ چې وروسته یې دغه کار ته پراختیا ورکړه او په همدې کار کې میلیونر هم شو. هغه وخت په امریکا کې د میلیونرانو شمېر ډېر نه و، ځکه خو نوموړی هم له ډېر شهرته برخودار و. فرېډ سرمایه ګزاري کوله او تل به یې ویل چې پیسې پیسې ګټي. هغه وو چې یو وخت یې نوم د امریکا د ډېرو کمو میلیاردرانو په قطار کې راغی. فرېډ په امریکا کې ډېر مشهور سوداګر و او په خیریه کارونو کې یې هم خپله سرمایه مصرفوله؛ ځکه خو به خلکو ورته د مهربان سړي خطاب کاوه. فرېډ نرم زړی او خاکساره انسان و.
فرېډ د تېرې پېړۍ له دېرشمو تر پنځوسمو کلونو پورې د مالي کسر پرمهال یې له فدرالي ادارې ډېر پورونه واخیستل.
د استوګنیزو ملکیتونو سربېره چې منځنیو کورنیو او له دویمې جګړې راستنېدونکو ته یې کورونه ورکول، سوداګریز بازار ته ننوت. همدا وو چې نیویارک کې یې د ووډ هافن په نوم بازار پرانیست چې شعار یې و: «ځان ته خدمت وکړه او پانګه زیاته کړه.»
ټرمپ په ۱۹۸۷ ز کال «د معاملو هنر» نومي کتاب کې د خپل پلار په اړه وايي، د ورځې له کار وروسته به هغه د پروژو کار ته ورتلو، مېخونه به یې له ځمکې راپورته کول چې په بله ورځ سهار یې کارګر وکاروي.
په همدې کلونو کې د فرېډ لور او د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ مشره خور ماریاني ټرمپ باري د امریکا استیناف محکمه کې مشهوره مشره قاضي وه، په همدې وخت کې د فرېډ وضعیت د پخوا په پرتله ځکه ښه شو چې نور یې نو پر ځان باور لا ډېر شو او پوهېده چې د خپلې لور په مرسته به ډېر هغه کارونه وکړي چې ده یې پخوا فکر هم نه شو کولی.
فرېډ فکر وکړ چې باید داسې یوه سوداګري پیل کړي چې په لږ وخت کې ډېره سرمایه وګټي. هماغسې وشول. فرېډ ټرمپ د اوږدمهال لپاره دفتر ولاړو نه او دوسیې به یې په تخرګ کې ورسره ګرځولې، خو کله یې چې دفتر وموند، ډېر خاکساره انسان و.
پر نوموړي تورونه هم پورې کېدل، ځکه ده یوازې هغه خلک ټارګېټ کړي وو چې ده به ترې ډېره ګټه کولی شوه او دا خلک سپین پوستي وو. نوموړي په هغه وخت کې هم پر ده د لګېدلو تورونو په غبرګون کې ویلي وو چې دی توکم پالنه نه کوي: «په دې کې شک نشته چې سپین پوستي په معاملاتو کې نرم دي او هغه خلک چې زه ورسره معامله کوم زه یې له نږدې پېژنم. پر ما د توکم پالنې تورونه ځکه لګېدلي چې زه له تور پوستو سره معامله نه کوم. دلیل دا دی چې تور پوستي خو لومړی زه ډېر پېژنم نه او بله دا چې هغوی ډېر سرسخته خلک دي. لږ وېره راسره وي چې هسې نه په معاملاتو کې مو ستونزه رامنځته شي، خو په خپل کار کې مې ستونزه راته د منلو وړ نه ده.»
د تېرې پېړۍ ۷۰ مو کلونو کې د لږکیو پر ضد په توکم پالنه تورن شو؛ ځکه ویل کېدل چې ګنې تور پوستو او له پورټوریکو نه د ملکیتونو اجاره کوونکو سره معامله نه کوي.
د نوموړي پر ضد ملکي دعوه جوړه شوه. له هماغه وخت راهیسې یې زوی ډونالډ ټرمپ د خپل پلار ټینګه دفاع پیل کړه. وروسته په قضیه کې مجرم ونه پېژندل شو.
نوموړي یهودانو ته هم ډېر ملکیتونه اجاره کړي وو، خو د خپل اصلیت په اړه به یې دروغ ویل، ده به ځان د سویډن معرفي کاوه، نه د جرمني.
په ۲۰۱۵ ز کال کې، د ۱۹۲۷ ز کال یو پخوانی خبر خپور شو چې ګنې ۲۱ کلن ځوان فرېډ ټرمپ د «کولوکس کلېن» د غونډې پرمهال ونیول شو، خو له تورونو پرته بېرته خوشی شو.
د فرېډ ټرمپ د شخصي ژوند په اړه ویل کېږي چې په ۱۹۳۶ ز کال یې له سکاټلنډي ټاپو لیویس نه د کورني کار په موخه له راغلې کډوالې ماري ان ماکلویډ سره یې واده وکړ او د امریکا د اوسني ۴۵ م ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون یې پنځه بچیان ترې وزیږېدل.
ماري ۱۹ کلنه وه چې نیویارک ته ولاړه. شپږ کاله وروسته یې له فرېډ سره واده وکړ او دواړه د کوین په نوم شتمنې سیمې ته ولاړل او هلته نوموړې په خیریه کارونو بوخته شوه. هغې په ۱۹۴۲ ز کال د امریکا تابعیت ترلاسه کړ.
تر ډونالډ ټرمپ څلور کاله مشره خور الیزابېت د بانک کارکوونکې وه، چې له فلمي پروډیوسر جېمز ګرا سره یې واده وکړ.
ده هیله لرله چې اداري چارې یې مشر زوی فرېډ جونیر پر غاړه واخلي، خو د هغه له هوايي چارو سره جوړه وه او په ۴۳ کلنۍ کې د ډېرو شرابو څښلو له کبله ومړ؛ همدا وو چې ډونالډ ټرمپ ته د ټولې کورنۍ د اداره کولو چارې ورپاتې شوې.
ټرمپ هغه وخت چې د کور مشري ور ترغاړې شوه، یو ځل بیا د رسنیو خولې ته کښېوت. په نوموړي پسې ویل کېدل چې پلار یې له امریکایي حکومت نه قرضداره دی او شاوخوا ۴۴۰ میلیونه ډالره مالیه یې نه ده ورکړې چې د هغه ټوله سرمایه اوس ډونالډ ټرمپ ته پاتې ده او ټرمپ یې اوس باید پرې کړي.
خو ټرمپ په ډېریو ټاکنیزو کمپاینونو کې ویل چې ګوندې د ده سرمایه د پلار نه، بلکې خپله ګټه یې ده، خو له خلکو سره دا پوښتنه مطرح کېده چې د ټرمپ په څېر سرمایه لرونکی کس څنګه کولی شي ووایي، چې ده د خپل پلار په یو میلیون ډالرو کاروبار پیل کړ. خامخا د پردې تر شا څه شته چې ټرمپ یې غواړي پټ کړي.
خو ټرمپ په وار وار د رسنیو تورونو ته په ځواب کې همدا یوه خبره کوله چې ده خپل کار په خپله پیل کړی او د پلار په یو میلیون سرمایه یې کارو بار پیل کړی دی. د پلار سرمایې نه خبر هم نه دی چې چېرته ده او چا سره ده، خو دی اړ نه دی چې د پلار د سرمایې پاتې مالیه ورکړي. هغه د ولسمشریزو ټاکنو د یو کمپاین پر مهال وویل: «اوس رسنیو راپسې اخیستي ده، تل تورونه لګوي او وایي چې ټرمپ دومره پیسې له کومه کړې. ما پیسې ګټلې دي، هر څوک که وغواړي یو څه لاس ته راوړي کولی شي. رسنۍ چې شیطانت کوي، ښه نه کوي او بې ځایه یې چې کوي، نو بد کوي. دوی زما د پلار د سرمایې مالیه پر ما را اچوي، په داسې حال کې چې زما کاروبار خپل دی او ما په خپلو پیسو خپل کار پیل کړی دی، نه د پلار په سرمایه. هو یوه خبره باید واضېحه کړم او هغه دا ده چې زما پلار سرمایه دار و، پوهېږی هغه ډېرې پیسې درلودې، خو نه یې له مالیاتو خبر وم او نه یې له سرمایې. کله چې ما خپله کار پیل کړ، په هغو ورځو کې ما یو میلیون امریکایي ډالرو ته اړتیا لرله چې ما مې له خپل پلار نه قرض کړې او کله مې چې کار په پښو ودرېد، بیرته مې ورته ورکړې. هو زه له خپل پلار نه هم د پیسو د پور او هم بېرته د ورکړې اسناد لرم.»
نوموړي په یاده غونډه کې رسنیو ته په اشاري ټوکه وویل: «دوی دې بې ځایه تورونه نه لګوي، که پیسو ته یې زړه کېږي له بلې لارې یې دې وګټي، زه یوه روپۍ هم چا ته نه ورکوم.»
فرېډ ټرمپ په ۱۹۹۱ ز کال کې د خپل زوی ډونالډ ټرمپ ملکیت او قمار ځای «کازینو تاج» له دیوالې کېدو وژغوره او په ۱۹۹۹ ز کال کې ومړ.