موږ ټول په ورځني ژوند کې د انټرنېټ له ګټو خبر یو، خو له بلې خوا انټرنېټ مو په شخصي او کورني ژوند، فرهنګ، اړیکو او ټولنیزو تعاملاتو کې یو لړ منفي تاثیرات هم راوستلي دي چې په لاندې توګه ورته اشاره کوو:
۱- اړیکې
انټرنېټ مو د دوستانو او حتی په کاري چاپېریال کې له همکارانو سره د تعامل او اړیکو ډول بدل کړی دی. د بېلګي په ډول، مخکې به مو د خپلو احساساتو د بیان لپاره په قهقهه سره خندل، خو اوس یې پر ځای د انګلیسي درې توري (Lol) کاروو او د خوشحالۍ احساسات یا خندا مو په ډیجيټلي ډول شریکوو.
۲- چټکتیا
اطلاعاتو او ارتباطاتو ته چټک او اسان لاسرسي مو توقعات او معیارونه لوړ کړي دي. په دې ډول چې د زیاتې چټکتیا سره په اموخته کېدو سره، کرار کرار مو په شخصیت کې د عجلې یا تلوار فرهنګ غوړېږي. داسې چې احصائيو ښودلې ده، که چېرې پر ليکه ویډیو په لومړیو دوو ثانیو کې ښکاره نه شي، ډېری خلک همغه صفحه پرېږدي.
همدارنګه دغه اسانه لاسرسي مو د ځواب ورکولو وخت او د تحمل سطحه راکمه کړې ده، داسې چې ډېری کسان که ژر ځواب ترلاسه نه کړي، ناراحته کېږي یا حتی په ځینو وختونو کې د دوی د اندېښنې او عصبانیت سبب کېږي.
۳- دوستي
انټرنېټ مو د دوستۍ ډول هم تغیر کړی دی. تېر یې حال ته راوړی او تېرې پېښې یې داسي ثبت کړې چې په حال کې هم ډېری کسان لکه څنګه چې اړتیا وي، ځواب ویونکي اوسي. حقیقي او مجازي دوستان یې داسې سره تثبیت کړي دي چې له پېښو او شخصي ژونده یې لرې والی او ایسته کول تقریباً غیر ممکن شوي دي.
۴- سيالي
د شاوخوا کسانو عکسونو ته اسانه لاسرسی د زیاتې مقایسې او سیالۍ سبب شوی دی. سره له دې چې پوهېږو، عکسونه يوازې د ژوند خوشحاله شېبې ثبتوي او د هغوی واقعي ژوند او ربړې نه انځوروي، خو په لاشعوري توګه ځانونه له نورو سره مقایسه کوو او د نورو پر ژوند باندې په تمرکز کولو سره د خپل ژوند له واقعیت څخه واټن نیسو او د وخت په تېرېدو سره مو ځان او دوستانو ته ناهیلي ورکوو او خپل سکون له لاسه ورکوو.
۵- توانايي
انټرنېټ د خلکو افکار او غږ ته توانايي ورکړې ده. خلک د خپلو عکسونو او ویډیوګانو په شریکولو سره توانېدلي دي چې پر خپله څېره نقاب وغوړوي؛ داسې څېره جوړه کړي چې د دوی له ذات او اصلیت سره تفاوت لري. همدارنګه د کاذبو شغلونو په رامنځته کېدو سره لکه پلورونکی، مشاور، بدن جوړوونکی او… د دې شاهدان پاتې شوي یو چې تر ډېره نه کوم اعتبار، مدرک، جواز او کافي تجربه لري، خو د دنیا په ګوټ ګوټ کې ډېر ملاتړي او دوستان لري.
یو بل تعریف
نو راځئ چې د دوستۍ تعریف هم بدل کړو چې د دوستۍ دنیاګۍ هم اوس څه بل رنګ ده. د خپل در په دېوال ګاونډي له حاله ناخبره، خو د دنیا په بل کونج کې د هغه ځای له غریبانو خبر یو. په مجازي نړۍ کې زموږ تفرېح او استوګنه د حقیقي دوستانو له فزیکي حضوره پرته محدوده شوې ده.
د نړۍ له حاله خبرېدل هم بدل شوي دي. نن ورځ یوازې د مشهورو کسانو له ژونده په خبرېدو پسي نه ځو، بلکې د هغو کسانو شخصي ژوند چې په هر رقم مشهوره شوي دي، یا یې د خلکو په دماغونو کې جالبه مجازي کرېکټرونه رامنځته کړي دي؛ هم زموږ لپاره په زړه پورې دي او هومره په دې بې ګټو او بېهوده پېښو او جریانونو کې ژور تللي یو چې د خپل ژوند ستونزې او ربړې مو هېرې کړې دي او د ځان او ژوند ارزښت مو د نورو له طرفه په يوه لایک یا کمنټ کې وينو.
۶- سفر
سفر هم خپله معنا تغیر کړې ده. داخلي سفرونه اوس سفر نه شمېرل کېږي، ځکه چې د ملګرو د شریک شوو عکسونو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د انسټاګرام کاروونکو په مقابل کې، اوس له تاریخي کندهاره لیدنه یا د هېواد شمال او نورو ښارونو ته تلل نه تر سترګو کېږي.
خلک اوس د دې پر ځای چې له خپل سفره خوند واخلي، تمرکز یې پر عکسونو او بیا په مجازي نړۍ کې د هغو په شریکولو دی. اوس د دوستانو او ملګرو سره له نږدېوالي خوندونه په مجازي نړۍ کې د دوستانو سره د عکسونو په شریکولو او ورڅخه خوند اخیستلو ته لېږدول شوي دي، هرڅو که حقیقت هم نه لري.
۷- واده
انټرنېټ سره له دې چې خلکو ته یې لاسرسی اسانه کړی دی، د افرادو ترمنځ یې د معرفي کېدو شرایط چمتو کړي دي، خو انتخاب یې ستونزمن کړی دی او د زیاتو انتخابونو د شتون په وجه یې تصمیم نیول هم ستونزمن کړي دي.
د تندو او چټکو احساسي اړیکو رامنځته کېدل، کاذبي، موقتي او سطحي مینې د واده جریان او ارزښتونه متغییر کړي او د ګډ ژوند اړیکو د متزلزل کېدو سبب شوي دي. زموږ په دې نوې نړۍ کې انسان اوسېدل، مينه، باور، درنښت، مهرباني، صبر او تېرېدنه چې د ګډ ژوند او اړیکو اصلي ارونه دي، پيکه شوي دي.
حتی د متمدن کېدو سره سره چې انټرنېټ په هغه کې زیات رول لري، غیرمتجانس ودونه له ټولنیز، فرهنګي، مالي، مذهبي او تحصیلي اړخه زیات شوي دي چې کېدلی شي د ناموفق کېدو او حتی ګډ ژوند جلا کېدو لپاره دلایل واوسي.
۸- د ښکلا جراحي
د NewMediaTrendWatch د راپور پر اساس په ټوله نړۍ کې تر یو میلیارد ډېر کسان له ټولنیزو شبکو کار اخلي چې له دوی څخه نیمايي یې په ورځ کې تر یوه وار زیات استعمالوي. متخصصین وايي چې د دې شبکو دومره محبوبیت نه یوازې د ماشومانو د روزنې په ډول اغېز کړی دی، بلکې تر دې چې د جراحي عملیاتو د ډېرېدو سبب هم شوی دی او تر ټولو د حیرانتیا ځای دا دی چې د ښکلا جراحۍ ډول ډول شاخصونه یې هم رامنځته کړي دي.
ښه دی چې پوه شو چې ولې د ښکلا جراحۍ عملیاتو دومره زور اخیستی دی؟
وګړي په مجازي نړۍ کې د خپلو عکسونو او څېرو په شریکولو او ښکاره کولو او بیا له خلکو د مثبتو او منفي نظریاتو په تعقیبولو سره تصمیم نیسي او بیا یې په خپل وجود کې د نس، پزې، اوږو او… جراحۍ ته پام کېږي، څو د ټولنیزو شبکو د معیارونو د تقاضا او میل مطابق جوړ شي، پرته له دې چې پوه شي دا کړنې او تغییرات بیا نه راګرځېدونکي دي او په ځینو مواردو کې جدي ربړې تر شا پرېږدي چې د فرد روغتیا د زیان او خطر سره مخامخ کوي.
۹- تمرکز
د ورځنیو چټکو اطلاعاتو جریان د دې سبب شوی چې د ځنډ پر وړاندې ډېر حساس اوسو او همدارنګه یې زموږ د اوږدمهالې حافظې او تمرکز پر وړتیا تاثیر پرې اېښی او زموږ ذهن یې د لنډمهالو پرېکړو او تصمیمونو پر لور سوق کړی دی. همدا وجه ده چې په هره عرصه کې د خلکو د موفقیت او موثریت کچه هم له همدې عدم تمرکزه پیکه شوې ده.
۱۰- شخصي حریم
د خلکو شخصي، کاري او خصوصي حریم د دې متمدن واله تر تاثیر لاندې راغلی دی، په داسې شکل که چېرې یو څوک نه غواړي چې دې مجازي نړۍ ته دې راشي، دوستان او ملګري د نورو د عکسونو یا مالوماتو په شریکولو سره د فرد خصوصي حریم ته بې احترامي کړې ده. همدارنګه دا د دې سبب شوي دي چې خلک څه بل ډول سلوک غوره کړي او د خپلو کړنو، خبرو او لیکنو سره محتاط اوسېږي چې دا زموږ پر فرهنګ باندې یو له اغېزمنو لاملونو څخه دی.
نتیجه:
په ځواب کې دوو مطالبو ته نغوته کولای شو: اګاهي او مدیریت، چې البته شکل یې د هر چا لپاره په فرد پورې منحصر او متفاوت دی او کوم ځانګړی او ګډ فورمول نه لري.
په ټولیز ډول کولای شو د خپل شخصي ژوند مدیریت زموږ پر شاوخوا چټکو تغیراتو ته په پام سره، پیاوړی او تمرین کړو. دا چې یا خو کولای نه شو او یا نه غواړو چې د دغو تغییراتو مخه ونیسو، باید ځانونه د نوې نړۍ سره موافق جوړ کړو او پر خپلو ارو او اصلي موخو متمرکز اوسو، څو لاره مو نه وي غلطه کړې او د مکې پر ځای ترکستان ته لاړ نه شو. دغو عواملو یوازې انحراف رامنځته کړی چې د ژوند تېز سرعت ته په کتلو سره کولای شي ورځ تر بلې موږ له خپلو اصلي موخو لرې کړي؛ ځکه نو په لومړي قدم کې باید ځان پېژندنې او پر خپلو کمزورو ټکو پوهېدلو ته پاملرنه وکړو او په دویمه مرحله کې باید له تغیراتو، رامنځته کوونکو لاملونو او د تغیراتو له رېښو څخه خبر اوسو او وروسته له هغه سره تر ممکنه بریده د مقابلې لارې چارې وپېژنو. په پای کې د دې سپارښتنه هم کوو چې ځانونه مثبتو ټکو ته متمرکز کړئ، څو له دې تغیراتو ګټه واخلی.
همدارنګه د نوې نړۍ سره ژر برابرېدل او د پرله پسې پرتلنې نه تمرین او د ژوند د هرې دورې( په هر ځای او هر رنګه شرایطو کې) پر ښو او مثبتو څیزونو متمرکز کېدل او پر ځان باندې د منفي تاثیر تغیر، هغه څه دي چې ټول يې باید تمرین وکړو.
بله نړۍ:
په ورځني ډول انټرنېټ ته اړتیا او ورسره عادت کېدل اوس د اعتیاد تر بریده رسېدلې ده. داسې چې که هغه ته لاسرسی ونه لرو، سکون او ارام مو سلبوي او که د ډېر وخت لپاره د دوستانو او ملګرو سره په مجازي نړۍ کې اړیکي ونه لرو، نو دا مو د خپګان او سردرد سبب هم کېدلای شي.
- هره ورځ تر ۲۳۰ میلیونو زیات ټویټونه لېږل کېږي.
- هره ورځ په فېسبوک کې تر ۸۰۰ میلیونو پوسټونه کېږي.
- په ورځني ډول په یوټیوب کې څلور میلیونه کسان ویډیوګاني ګوري.
- په یوازې توګه هره ورځ په ګوګل کې تر یو میلیارد ډېر سرچ (لټون) کېږي.
- په هره دقیقه کې یوټیوب ته تر ۶۰ ساعته زیاتې ویډیوګاني پورته کېږي.
- په ورځني ډول څلور میلیونه کسان له یوټیوب څخه ویډیوګاني شریکوي.
په نړۍ کې د انټرنېټ کاروونکو له لوري هغه اوسط تېر شوي ساعتونه په هره میاشت کې ۱۶ ساعته وي چې:
- ۲۲٪ په ټولنیزو شبکو کې،
- ۲۱٪ په پلټنې یا سرچ کې،
- ۲۰٪ د مطالبو په لوستلو کې،
- ۱۹٪ په برېښنالیک او اړیکو نیولو کې،
- ۱۳٪ په خبري سایټونو کې،
- ۵٪ په پر لیکه پېر او پلور کې خپل وخت مصرفوي.
اوس پوښتنه کوو چې ایا زموږ نړۍ نه ده بدله شوې؟ ایا کولای شو د تېر په څېر ژوند او حتی فکر وکړو؟ یا که باید ځانونه له نوې نړۍ سره تغییر او برابر کړو!؟