قرغزستان د منځنۍ آسیا په شمال- ختیځه برخه کې د تیان شان پامیر او آلای د غرونو د سترو لړیو تر منځ، د شمالي عرض البلدونو د ۴۰ او ۴۲ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۷۵ او۸۰ درجو په مینځ کې پروت دی، چې ټولټال یې پراخوالی ۷۶۶۴ میل مربع ته رسېږي.
د قرغزستان شمال ته قزاقستان، جنوب ته تاجکستان اوچین، ختیځ د چین ولسي جمهوریت او لوېدیځ ته یې ازبکستان موقعیت لري.
د دغه هېواد په پولو کې یا جک غرونه پراته دي او یا مست سیندونه بهېږي. دغه هېواد له شمال څخه جنوب ته ۴۰۰ کیلومتره ډېر پلن او له ختیځ څخه لوېدیځ ته ۹۰۰ کیلومتره ډېر اوږد دی. د دغه هېواد ۷۰ سلنه خاوره د غرونو پر لړیو پوښلې ده. د دې هېواد ټول سیندونه د همدې غرونو له جګو واورینو او کنګلیزو سیمو څخه سرچینه اخلي. د قرغزستان تر ټولو لوی او د نړۍ تر ټولو ژور جهیل ۶۰۰ کیلومتره مساحت لري.
قرغزستان ښه هوا، ښکلې سیمې، شنه غرونه، ژورې درې او مست سیندونه لري. د دغه هېواد د اوبو زېرمې یو نعمت دی چې ډېر هېوادونه یې نه لري.
د دغه هېواد پلازمېنه د بشکک ښار دی او ټولټال څه باندې شپږ میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۳۰ کسان ژوند کوي.
د قرغزستان ۴۸ سلنه خلک په ښارونو او پاتې ۵۲ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.
تلاس، نارون، جلال آباد، اوش، توکوماک، اوشن کوشکور او لوکماک د دغه هېواد مهم او لوی ښارونه دي.
د دغه هېواد د حکومت ډول جمهوري دی، د قرغزستان اوسنی اساسي قانون د ۱۹۹۳ ز کال د مې میاشتې په پنځمه نېټه تصویب شوی دی. د ۱۹۹۶ ز کال د فبروري د ۱۷مې ټولپوښتنې په دې قانون کې لږ تعدیلات راوستل او د ولسمشر واکونه یې کم کړل. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر سورنبای جنیبکف دی. د قرغزستان ولسمشر د پنځو کلونو لپاره د خلکو په خوښه او د وزیرانو کابینه د ولسمشر له خوا او لومړی وزیر د ولسمشر په وړاندیز د پارلمان له خوا ټاکل کیږي.
د قرغزستان پارلمان یوه خونه لري، عالي شورا چې ۱۲۰ غړي لري او ټول د ګوندونو یا خپلواکو نوماندانو په توګه د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي.
د دغه هېواد حقوقي نظام پر مدني قانون ولاړ دی. ستره محکمه او د اساسي قانون محکمې د قرغزستان تر ټولو لوړ قضایي ارګانونه دي، چې قاضیان یې د پنځو کلونو لپاره د ولسمشر په وړاندیز د عالی شورا له لارې ټاکل کیږي. د دغه هېواد سیمه ییز ارګانونه او شوراګانې کولای شي چې په خپلو سیمو کې د قومونو د سپین ږیرو محکمې ولري او د اساسي قانون په چوګاټ کې پرېکړې وکړي.
ناموس ګوند، پلار وطن ګوند، ولسواک ګوند، د قرغزستان ټولنپال ګوند او ځینې نور د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
د ۱۹۹۱ ز کال د اګست په ۳۱مه قرغزستان له پخواني شوروي اتحاد څخه خپلواکي واخیسته او اوس هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.
قرغزستان یو وړوکی غرنی هېواد دی، چې استعمار شوی زراعتي اقتصاد لري. پنبه، وړۍ، څرمنې، ورېښم، حبوبات، مېوې، سابه او شنه واښه د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات او صادرات بلل کېږي. سره زر، سیماب او برېښنا یې هم د مهمو صادراتو له ډلې دي. کرنه د قرغزستان ۵۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات برابروي او د هېواد ۲۷ سلنه خلک پرې پر کار بوخت دي.
قرغزستان هغه لومړنی هېواد دی چې د شوروي اتحاد د نورو خپلواکو هېوادونو په لړ کې یې د مارکېټ اقتصاد په بریالیتوب تطبیق کړ. د خصوصي سکټور لپاره یې ښه قوانین جوړ کړل، خلکو ته یې د ځمکو د پرېښودلو ریفورم عملي کړ، ډېر دولتي شرکتونه یې خصوصي برخې ته پرېښودل، د سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې په غړیتوب ومنل شو او انفلاسیون یې چې په ۱۹۹۴ ز کال کې ۸۸ سلنه و، په ۲۰۱۰ ز کال کې ۸ سلنې ته ټیټ کړ. هغه وخت چې شوروي اتحاد ړنګ شو، د قرغزستان اقتصاد له ډېرو ستونزو سره مخ او ملي تولیدات یې کم شول؛ خو له ۱۹۹۵ ز کال وروسته تولیدات او صادرات بېرته ډېر او نسبتاً منظم شول. له دې مخکې ولسمشر باقیوف او نړیوالې ټولنې د قرغزستان د پرمختګ او بې وزلتیا د کمولو لپاره پر یوه تګلاره موافقه کړې وه، چې دولت به د مالیاتو سیسټم اصلاح کوي او د عوایدو او لګښتونو کسر به له منځه وړي.
اوس اوس د قرغزستان اقتصاد ښه روان دی، خو لا یې هم ځینې ستونزې د یادونې وړ دي. بانکونو ته د پیسو د لېږد بهیر، د بیارغونې ګړندي کول، له اداري فساد سره مبارزه، د قومي تاوتریخوالي غلي ساتل، د ملي صنایعو پیاوړتیا او د کورنیو او بهرنیو پانګه والو هڅونه یې لویې ستونزې دي.
د قرغزستان ۱۰ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، پاتې نوره یې للمه، څړځایونو، ځنګلونو، غرونو، بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې سیمو نیولې ده. همدا اوس د دې هېواد ۵۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۲۷ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.
لرګي، پنبه، وړۍ، غنم، جوار، چغندر، ګني، تنباکو، کچالو، واښه، سابه، مېوې، غوښه، لبنیات او هګۍ د قرغزستان مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
سره زر، سیماب، المونیم، انتیمون، یورانیم، د ډبرو سکاره، نفت، ګاز، سرپ، مس، ګوګړ، مرمر، ګچ او مالګه د دغه هېواد مهم کانونه دي.
چین، روسیه، قزاقستان، ترکیه او نور ګاونډي هېوادونه د قرغزستان لوی تجارتي شریکان دي. دغه هېواد ۳۰ هوایي ډګرونه لري چې ۱۸ یې په پاخه او عصري ډول جوړ شوي دي.
د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۹۶ او د انټرنېټ کود یې NG دی، چې ټولټال یې دری میلیونه کسان ورته لاسرسی لري.
په دغه هېواد کې دولتي او خصوصي رسنۍ څنګ پر څنګ کار کوي. د دغه هېواد دولتي ټلویزیون دوه ملي او شپږ سیمه ییز چینلونه لري او په دغه هېواد کې تر ۲۰ زیاتې خصوصي راډیوګانې هم فعالیت کوي.
دغه هېواد د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید له پلوه، د آسیا یو پرمختلونکی هېواد بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په قرغزستان کې زده کړه له ۷-۱۵ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د منځنۍ دورې تر پایه پورې وړیا او جبري ده. خصوصي سکټور ته هم په دې وروستیو کلونو کې د زده کړه لپاره د کار کولو حق ورکړل شوی دی.
لرغون پېژندونکي وایي چې له نن څخه کابو ۳۰۰ زره کاله پخوا د قرغزستان په اوسنۍ خاوره کې خلک اوسېدل. د جیته او ګوز توګوز، توروس سای، ماله تاش او بارسي کان د سیمو په ډېرو برخو کې د دې هېواد د لرغونو اوسېدونکو لاس کښلي رسمونه پيدا کېږي. د قرغزانیانو پلرونه نه یوازې د اوسني قرغزستان په سیمه؛ بلکې په جنوبي سایبریا کې هم اوسېدل. د قرغزستان نوم لومړی ځل په ترکي ډبر لیکونو کې ارخن یا اورخون یاد شوی دی. قرغیزیانو په ۸۴۰ مخکې میلاد کال کې د مغولستان په شمال- لوېدیځ کې د اویغور دولت نسکور کړ او د ارخن د سیندونو تر منځ یې د قرغیزیانو لومړنی دولت جوړ کړ. دې دولت تر نهمې پېړۍ پورې شاوخوا ډېرې سیمې ونیوې او یوه پېړۍ وروسته له منځه لاړ او ختانیانو د هغه ځای ونیو.
د ۱۲مې پېړۍ په پای او د ۱۳مې پېړۍ په پیل کې تاتار او مغل منځنۍ آسیا ته راورسېدل. سترې جګړې پېل شوې، د منځنۍ آسیا اقتصادي او کلتوري پانګې تباه شوې او خلک بیا کوچیان شول.
د ۱۸مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې قرغزانیانو، قزاقانو او ازبکانو د چین د منچو په مرسته په ګډه د اویرات د خانانو وروستي یرغلونه په شا تمبول او په دې لویه سیمه کې یې د دوی واکمني پای ته ورسوله. تر دې وروسته ډېر قرغزانیان بېرته خپل ټاټوبي ته ستانه شول، د اسلام مبارک دین د ۱۷مې پېړۍ په نیمایي کې قرغزستان ته ورسېد، قرغزانیانو له اویراتانو سره جګړه یوه دیني جګړه بلله، هغه وخت قرغزانیان کوچیان وو او د رمو پر پوولو بوخت وو. دوی به پرله پسې له یوې سیمې څخه بلې ته لېږدېدل.
په شوروي اتحاد کې د ګرباچف له واکمنۍ وروسته د قرغزانیانو په مینځ کې راز راز خوځښتونه او غورځنګونه بیا ژوندي شول او څو سیاسي ډلې جوړې شوې. په همدې وخت کې د قرغزستان د فرغانې په سیمه کې د قرغزانیانو او ازبکانو تر منځ شخړې پېښې شوې. ازبکان د فرغانې د درې اوش د سیمې شنې کروندې خپلې بولي، خو قرغزانیان دا خلک مهاجر بولي، په دې شخړه کې دوه سوه کسان ووژل شول.
له قرغزستان سره د افغانستان اړیکې د شوروي اتحاد د واکمنۍ پر مهال، د افغانستان- قرغزستان تر منځ مخامخ اړیکې نه وې جوړې شوې، د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، قرغزستان خپلواک شو.
افغانستان د ۱۳۸۱ لمریز کال د زمري په ۲۸مه په بشکک کې خپل سفارت پرانیست او ښاغلی عبدالقادر دوستم هلته د شارژدافیر په توګه وټاکل شو. د همدې کال په پای کې د قرغزستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر سلیمان نقل اوف کابل ته راغلل او له افغاني چارواکو سره یې پر ځینو دوو اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.
له افغانستان څخه تر قرغزستان پورې د هوا له لارې فاصله ۱۰۱۸ کیلومتره او همدا راز د کابل او بشکک ښارونو تر منځ د وخت توپیر ۱:۳۰ ساعته دی.