قزاقستان په منځنۍ آسیا کې د شمالي عرض البلدونو د ۴۰ او ۵۵ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۴۸ او ۸۹ درجو تر منځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۱۰۴۹۱۵۵ میل مربع ته رسېږي.
د قزاقستان شمال ته د روسیې فدراتیف، جنوب ته ترکمنستان، ازبکستان او قرغېزستان، لوېدیځ ته روسیه او ختیځ ته یې چین موقعیت لري.
د پخواني شوروي اتحاد په نویو خپلواکه شوو جمهوریتونو کې قزاقستان تر ټولو غټ هېواد دی، چې له ختیځ څخه لوېدیځ ته په منځنۍ توګه ۱۹۰۰ کیلومتره اوږد او له شمال څخه جنوب ته په منځنۍ توګه پلن دی. د دغه هېواد ۲۰ سلنه ځمکه غرنۍ او ۳۳ سلنه هواره ده.
د دغه هېواد پلازمېنه د آستانې ښار دی او یاد هېواد ټولټال ۱۸ میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې اووه کسان ژوند کوي.
د قزاقستان ۶۰ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۴۰ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د درلودو حق لري.
قزاقستان د اداري وېش له پلوه پر ۱۴ ولایتونو او دریو ښارونو وېشل شوی دی. الماتا، اورالسک، اوتګ توسک، قره غاندي، کوستانای، کوک، چتاو، زمبول، کالمیکوف او شومکنت د دغه هېواد لوی ښارونه دي.
د دغه هېواد د حکومت ډول جمهوري دی. د خپلواکه قزاقستان لومړنی اساسي قانون د ۱۹۹۳ ز کال د جنوري په ۲۸مه نافذ شو. په دغه قانون کې د ۱۹۹۵ ز کال د اګست په ۳۰مه د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې او د ۲۰۰۷ ز کال د مې میاشتې د ولسي جرګې په پرېکړه کې ځینې بدلونونه راغلل. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر نور قاسم جومارت توقایف دی. په قزاقستان کې ولسمشر د اوو کلونو لپاره د خلکو په خوښه ټاکل کیږي.
په دغه هېواد کې لومړی وزیر، د لومړي وزیر مرستیال او د کابینې وزیران د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي. د قزاقستان پارلمان دوې جرګې لري، مشرانو جرګه چې ۳۹ غړي لري، اووه یې د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي او پاتې ۳۲ کسان د شپږو کلونو لپاره د خلکو په رایه له ۱۴ ولایتونو څخه ۲۸ کسان او له ښار څخه یو استازي ټاکل کیږي. دویمه ولسي جرګه چې ۷۷ غړي لري او ټول د پنځو کلونو لپاره د خلکو په خوښه ۱۰ د ګوندونو له لېستونو څخه ټاکل کیږي. د دغه هېواد حقوقي نظام پر مدني قانون ولاړ دی، د قزاقستان ستره محکمه ۴۴ او د قانون جوړولو جرګه اووه غړي لري.
د قزاقستان ولسواک ګوند، کمونېست ګوند، د قزاقستان د خلکو ګوند او ځینې نور د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
دغه هېواد د ۱۹۹۱ ز کال د مارچ په دویمه له شوروي اتحاد څخه خپلواکي واخیسته او اوس هر کال د اکټوبر ۲۵مه د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.
قزاقستان د مساحت له پلوه د پخواني شوروي اتحاد دویم لوی هېواد دی. په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته، د قزاقستان د صنعتي عنعنوي درندو ماشین آلاتو لپاره د تقاضا یا غوښتنې بېساري کموالي، د دغه هېواد اقتصاد له سختو ستونزو سره مخ کړ. د تنزل او انحطاط دغې وضعې تر ۱۹۹۴ ز کال پورې دوام وکړ. تر ۱۹۹۷ ز کال پورې د قزاقستان حکومت د اقتصادي ریفورم او د اقتصاد د خصوصي کولو پروګرامونه ګړندي کړل، چې په پای کې ډېره شتمني له دولتي سکټور خصوصي سکټور ته ولېږدول شوه. د ۱۹۹۶ ز کال په ډسمبر کې د کسپین د نللیکې کنسرسیوم تړون لاسلیک شو، چې قزاقستان ته د ډېرو سلاوي مهاجرینو راتګ د دغه هېواد له پرمختګ سره مرسته وکړه. هغه وو چې ژر خپل صنعتي سکټور بیا پر پښو ودروي او د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو په څنګ کې بهرته هم صادرات وکړي. د قزاقستان اقتصادي وده له ۱۰ په همدې ترتیب جګه شوه او په ۲۰۰۲ ز کال کې نهه سلنه وه. د دې پرمختګ عمده لاملونه د تیلو او ګازو ایستل او چاڼ وو.
په وچه پورې تړلیتوب، د اقتصاد د بنسټیزو جوړښتونو محدودیت او د ملي متخصصو کادرونو کموالی هغه ستونزې دي چې د دغه هېواد اقتصاد ورسره مخ دی. همدا اوس دغه هېواد د خپلو مالونو په تېره بیا تېلو او ګازو د صادرولو لپاره د ګاونډیو هېوادونو مرستې ته اړتیا لري. قزاقستان اوس لږ تیل د کسپین په سمندرګي کې د خپل بندر او اورګاډو له لارې بهر ته لیږي، خو غواړي چې په دې برخه کې ډېره پانګونه وکړي. مخابراتو په اوسني قزاقستان کې ښه پرمختګ کړی دی، خو لاهم ډېرې پانګونې ته اړ دي. د دغه هېواد اقتصاد سره له ځینو ستونزو اوس اوس ښه لوري ته روان دی.
برېښنا، د نفتي موادو، سکرو او نورو ډېرو کاني موادو ایستل، اوسپنه، سرپ، جست، مس، سره زر، سپین زر، فاسفیټ، د سلفر ایستل، خوراکي مواد، کیمیاوي مواد، ټوکران، ټراکټورونه او کرنیز ماشینونه، برېښنایي موټرونه، ساختماني مواد، لرګین شیان، سیمنټ، بوټان، راز راز کوچني ماشینونه او داسې نور د دغه هېواد مهم صنعتي توکي دي.
د قزاقستان نهه سلنه ځمکه د کرلو وړ ده او پاتې نوره یې څړځایونو، ځنګلونو، غرونو، بیدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. همدا اوس د دغه هېواد ۳۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد شپږ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاسته راځي.
لرګي، غنم، حبوبات، پنبه، غوښه، ګني، وریجې، وربشې، تنباکو، میوې، لبنیات، هګۍ، سابه او واښه د قزاقستان مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
روسیه، ازبکستان، چین، المان، اېټالیا، کاناډا، فرانسه او ترکیه د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي. دغه هېواد ۱۰۰ هوايي ډګرونه لري چې ۷۰ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.
د قزاقستان د ټلیفون کود ۰۰۷ او د انټرنېت کود یې KZ دی، چې ټولټال یې شپږ میلیونه کسان ورته لاسرسی لري.
د قزاقستان نږدې ټول ټلویزیونونه، راډیوګانې او چاپي رسنۍ دولتي دي او په دې وروستیو کې خصوصي سکټور ته هم حق ورکړل شوی، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
دغه هېواد د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید د پرله پسې ډېرښت له امله، د آسیا یو ګړندی پرمختلونکی هېواد بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي.
قزاقستان د هغو اقوامو او قبایلو اولاده بلل کیږي، چې له لومړۍ ميلادي پېړۍ څخه را پدېخوا د اوسني قزاقستان په خاوره کې مېشت دي. دغو قبایلو له شپږمې میلادي پېړۍ څخه تر اتمې میلادي پېړۍ پورې کوچیاني ژوند درلود. له لسمې میلادي پېړۍ څخه تر ۱۲مې هغې پورې د قزاقستان د جنوب د سیمرج پر سیمه باندې قره خانیانو حکومت کاوه. وروسته بیا قره خانیانو د مغولو په واسطه له ماتې سره مخ شول.
د ۱۸مې پېړۍ تر وروستیو کلونو پورې ډېرو قزاقانو روسانو ته غاړه کېښوده، وړوکی پوځ یې په ۱۷۳۱ ز کال، منځنی پوځ یې په ۱۷۴۰ ز کال کې او د لوی پوځ یوې غټې برخې یې په ۱۷۴۲ ز کال کې د روسانو واکمني ومنله. د روسانو او قزاقانو اړیکې چې په ۱۶مه میلادي پېړۍ کې پیل شوې وې، د ۱۸مې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې پر قزاقانو باندې د روسانو د لاسبري لا امله ډېرې پیاوړې شوې. دې حالت قزاقان وپارول او دوی د ۱۸مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د روسانو پر ضد ډېرې هڅې وکړې، خو څه ګټه یې ونه کړه. بیا وروسته میخاییل ګورباچف د شوروي اتحاد په بدلونونو لاس پورې کړ. د قزاقستان د کمونېست ګوند مشر له دندې لرې شو او ځای یې روسي الاصله واکمن ونیو. له دې ټاکنې څخه وروسته خلکو ستر لاریونونه وکړل او غوښتنه یې درلوده چې د قزاقستان د کمونېست ګوند مشر باید قزاق وي. کولبي دا غوښتنه منله، له دندې څخه یې استعفا وکړه او ځای یې نور سلطان نظربایوف ونیو. بایف په ۱۹۹۰ ز کال کې د قزاقستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د همدې کال په مارچ کې قزاقستان خپله خپلواکي اعلان کړه، د ۱۹۹۱ ز کال د ډسمبر په ټاکنو کې نور سلطان بیا د دغه هېواد ولسمشر شو. په ۱۹۹۳ ز کال کې د دغه هېواد نوی اساسي قانون نافذ شو او یو کال وروسته د ولسي جرګې ټاکنې وشوې.
هغه وخت چې قزاقستان د شوروي اتحاد یو جمهوریت و، افغانستان او قزاقستان سیاسي اړیکې نه درلودې او هر څه د مسکو او کابل تر منځ د افغانستان د دوو شمالي ولایتونو او الماتا تر منځ د وروڼو ښارونو په نامه اقتصادي او فرهنګي اړیکې درلودې.
کله چې شوروي اتحاد ړنګ شو، افغانستان قزاقستان د یوه خپلواکه هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده او په الماتا کې د افغانستان سفارت پرانیستل شو.
له افغانستان څخه تر قزاقستان پورې د هوا له لارې فاصله ۱۸۶۰ کیلومترو او همدا راز د کابل او آستانې ښارونو تر منځ د وخت توپیر ۱:۳۰ ساعته دی.