قطر د آسیا په جنوب- لوېدیځ کې په منځني ختیځ کې د عربستان د ټاپووزمې په شمال او د فارس خلیج په جنوب کې د شمالي عرض البلدونو د ۲۴ او ۲۶ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۵۰ او ۵۲ درجو په منځ کې موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۴۳۹۹ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۱۶۶م لوی هېواد بلل کېږي.
د قطر شمال ته د فارس خلیج، جنوب ته یې سعودي عربستان، ختیځ ته یې د فارس خلیج او لوېدیځ ته یې د بحرین خلیج موقعیت لري.
د قطر هوا په عمومي توګه توده او لنده ده. د دغه هېواد ژمی د شمالي بادونو د لګېدو له امله سوړ دی. د اپرېل له نیمایي څخه د جون تر نیمایي پورې د یاد هېواد هوا دومره توده وي، چې ان په سیوري کې د هوا درجه ۵۰ ته لوړېږي.
د قطر پلازمېنه د دوحې ښار او ټولټال څه کم دری میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۷۲ کسان ژوند کوي.
د دغه هېواد ۹۶ سلنه خلک په ښارونو او پاتې څلور سلنه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.
د قطر د حکومت ډول مشروطه پاچایي ده، قطر د ۱۹۷۲ ز کال د اپرېل په ۲۲مه یو لنډمهاله اساسي قانون جوړ کړ، دغه قانون د ۲۰۰۳ ز کال د اپرېل په ۲۹مه ټولپوښتنې تصویب او پاچا د ۲۰۰۴ ز کال د جون په اتمه لاسلیک کړ، چې یو کال وروسته نافذ وبلل شو. د دغه هېواد اوسنی پاچا تمیم بن حماد الثاني او لومړی وزیر یې عبدالله بن ناصر خلیفه الثاني دی.
امیر حماد بن خلیفه د ملي دفاع د وزارت او د وسله وال پوځ د لوی درستیز دندې هم پر غاړه لري. په قطر کې پاچايي میراثي ده، لومړی وزیر او د کابینې وزیران د امیر له خوا ټاکل کیږي.
د دغه هېواد دولت د نوي اساسي قانون له مخې، یو مشورتي مجلس لري چې ۳۵ غړي یې د څلورو کلونو لپاره د خلکو او پاچا له خوا ټاکل کیږي. د دې شورا ۶۷ سلنه غړي د خلکو په خوښه او ۳۳ سلنه د پاچا له خوا غوره کیږي.
د قطر حقوقي نظام د انصاف او عدالت پر داسې اصولو ولاړ دی، چې د پاچا له خوا کنټرول کیږي. په دغه هېواد کې اسلامي قوانین په شخصي مسایلو کې د تطبیق وړ دي. د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان د تمیز عالي محمکه ده.
دغه هېواد د ۱۹۷۱ ز کال د سپټمبر په درېیمه له انګلستان څخه خپلواکي واخیسته او هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.
تېل او ګاز د قطر د اقتصاد بنسټونه دي، چې د هېواد ۵۶ سلنه ناخالص کورني تولیدات، ۸۵ سلنه صادراتي عواید او د دولت ۷۰ سلنه عواید جوړوي. د تېلو او ګازو عوایدو قطر ته دا فرصت په لاس ورکړی چې ډېر لوړ سرکلنی عاید ولري. په دې عاید کې د تېلو او عوایدو ګاز ونډه ۸۸ سلنه ده. دغه هېواد ۱۶ بلیون بېرله تېل لري چې که په اوسنۍ اندازه وویستل شي، ۲۳ کاله به دوام وکړي. قطر ۲۵ تریلیون مکعب متره ګاز لري چې د ټولې نړۍ د ګازو له زېرمې څخه پنځه سلنه زیاته ده. قطر د نړۍ د ګازو درېیم غټ تولیدوونکی او صادروونکی هېواد دی.
د قطر ډېره ځمکه دښتي ده، اوبه نه لري او د کر وړ نه ده. په دې وروستیو کلونو کې دولت قطري پانګهوال دې ته هڅوي چې په ساحلي سیمو کې د سبو د تولید لپاره کروندې جوړې کړي. تر اوسه ۴۰۰ پانګهوالو کروندې جوړې کړې دي. په دغه هېواد کې ډېر افغاني، هندي او ایراني کارګران کار کوي چې خپل عواید خپلو کورنیو ته لېږي.
د تېلو او ګازو ایستل او چاڼ، پتروشیمي تولیدات، کیمیاوي سره، امونیا، فلزي شیان، سیمنټ، خوراکي توکي او د سوداګزیزو بېړیو ترمیم د دغه هېواد مهم صنعتي توکي دي.
د قطر ۱.۶۴ سلنه خاوره د کرنې وړ ده، پنځه سلنه یې څړځایونو او ۹۴ سلنه نوره یې بیا بیدیاوو، ښارونو او د استوګنې سیمو نیولي ده. د دغه هېواد لږ خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي.
جاپان، جنوبي کوریا، سنګاپور، هند، فرانسه، اېټالیا، المان او انګلستان د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي. دغه هېواد شپږ هوايي ډګرونه لري چې څلور یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.
په قطر کې راډیويي او ټلوېزیوني خپرونې د دولت په کنټرول کې دي. د الجزیرې نامتو ټلوېزیون له دې هېواد څخه خپرونې کوي چې لګښتونه یې دولت ورکوي. دغه ټلوېزیون په عربي او انګلیسي ژبو خپرونې کوي.
قطر د سړي سرکلني عاید له پلوه د اسیا او نړۍ له شتمنو او بډایه هېوادونو څخه شمېرل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ۹۵ سلنه خلک پر لیک او لوست پوهېږي.
د نامتو جغرافیه لیکونکي هرودوت په لیکنه کې د قطر لومړني اوسېدونکي کنعانیان ښودل شوي دي. قطر او بحرین پخوا د هندوستان او بین النهرین د سوداګرۍ په لاره کې پراته ځایونه وو او تل یې د شاوخوا ځواکونو پام ځان ته اړولو. د قطرخلک په اوومه میلادي پېړۍ کې د اسلام پر مبارک دین مشرف شول او دې سیمې یو ډول کورواکه اداره درلوده. په ۱۰۷۶ ز کال کې بحریني پوځونو پر قطر یرغل وکړ او دغه سیمه یې ونیوه. په دې کلونو کې د قطر خلکو د دغه هېواد په ساحلي سیمو کې ملغلرې نیولې او د شاوخوا خلک ورو ورو قطر ته کوچېدل. په ۱۶مه پېړۍ کې قطر څو کاله د پرتګالیانو لاس ته ورغی، له دې وروسته بیا هم قطر د بحرین تر واکمنۍ لاندې د الثاني د کورنۍ له خوا اداره کېده.
د اتلسمې پېړۍ په پیل کې د عربستان د بني تمیم د قبیلې وهابیانو قطر ونیو او د دې سیمې د ادارې لپاره یې حاکم وټاکه. په ۱۹۷۱ ز کال کې عثماني ترکان قطر ونیو، په ۱۹۱۳ ز کال کې د نجد حاکم د عثمانیانو له واکمنۍ څخه وویسته. انګلیسان چې په سیمه کې یې حضور درلود، دې بدلونونو ته ځیر وو او هڅه یې کوله چې د قطر د کورواکۍ د هڅو د تېزولو له لارې ځان ته د پښو ځای پيدا کړي.
عثماني مشرانو چې له ۱۶مې پېړۍ څخه یې د عربستان د ټاپووزمې د مالکیت د عوا کوله، په سیمه کې د انګلیسانو له پاملرنې او اغېز څخه بې خبره پاتې شول. په دوحه کې یې یوه وړوکې پوځي اډه کاپي وبلله او شیخ جاسم الثاني یې د قطر د حاکم په توګه وټاکه.
په ۱۹۳۰ ز کال کې د قطر د ملغلرو بیه د جاپان د مصنوعي ملغلرو د زیاتېدو له امله ولوېده او قطر نه شوی کولای چې خپل لګښتونه پوره کړي. له همدې امله د قطر حاکم شیخ عبدالله الثاني د خپلې سیمې د تېلو د پلټلو، ایستلو او خرڅلاو امتیاز یوه انګلیسي شرکت ته ورکړ. په ۱۹۹۳ ز کال کې په قطر کې تېل کشف شول، خو د ایستلو چارې یې د دویمې نړیوالې جګړې تر پایه پورې وځنډېدې. له جګړې وروسته د هالنډ رویال داچ کمپنۍ هم په قطر کې د تېلو د ایستلو په کارونو کې پانګونه وکړه او یو ناڅاپه قطر د نړۍ د شتمنو هېوادونو په لیکه کې ودرېد. په ۱۹۱۷ ز کال کې هغه وخت چې انګلیسي پوځونه د فارس عرب له خلیج څخه ووتل، د قطر امیر شیخ حماد بن علي الثاني د خپل هېواد خپلواکي اعلان کړه. د ۱۹۷۲ ز کال په فبروري کې د قطر ولیعهد او لومړي وزیر شیخ خلیفه الثاني په یوه سپینه کودتا کې شیخ حماد له دندې لرې کړ. شیخ خلیفه د قطر د څېرې بدلولو او پرمختګ لپاره ګړندي کارونه پیل کړل. په حکومتي چارو کې یې یوه مشورتي شورا جوړه کړه، د تېلو چاڼځايونه یې جوړ کړل او د اوسپنې او پولادو د ویلې کولو کیمیاوي سري او سیمنټو د فابریکو د جوړولو لپاره یې سترې پانګې پر کار واچولې.
له قطر سره د افغانستان سیاسي اړیکې د ۱۳۵۱ لمریز کال د جدۍ په ۲۶مه، د قطر او افغانستان تر منځ د نااستوګنو سفیرانو په سویه د سیاسي اړیکو د جوړېدو ګده اعلامیه د دواړو هېوادونو په مرکزونو دوحه او کابل کې خپره شوه. استاد خلیل الله خلیلي په بغداد کې د افغانستان لوی سفیر خپل باور لیک د قطر امیر او احمد بن حمد په تهران کې د قطر سفیر خپل باورلیک د افغانستان شاهي دربار ته وړاندې کړ.
په ۲۰۰۳ ز کال کې په قطر کې د افغانستان سفارت او په ۲۰۱۹ ز کال کې د قطر سفارت په کابل کې پرانیستل شو.
له افغانستان څخه تر قطر پورې د هوا له لارې فاصله ۱۸۵۸ کیلومتره او همدا راز د کابل او دوحې ښارونو تر منځ د وخت توپیر ۱:۳۰ ساعته دی.