شمالي کوریا د لرې ختیځ هېوادونو په ډله کې د آسیا په ختیځ کې د جاپان د سیند په لوېدیځه څنډه او د کوریا د خلیج په ختیځه خوا کې، د شمالي عرض البلدونو د ۳۸ او ۴۴ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۱۲۴ او ۱۳۱ درجو تر مینځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۴۶۳۶۱ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۹۳یم لوی هېواد بلل کېږي.
د شمالي کوریا شمال ته د چین ولسي جمهوریت، جنوب ته جنوبي کوریا، ختیځ ته د جاپان سیند او لوېدیځ ته یې ژړ سیند موقعیت لري.
دغه هېواد د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله، په عمومي توګه لنده هوا لري، خو د هېواد د شمالي سیمو هوا یې وچه او معتدله ده.
شمالي کوریا یو غرنی هېواد دی چې غرونه یې په ټولو برخو کې خواره واره پراته دي. د دغه هېواد هوارې ځمکې په ختیځو او لوېدیځو ساحلي برخو کې موقعیت لري. د شمالي کوریا په ختیځ کې د جاپان په سیند کې دوه کوچني ټاپوګان او د دغه هېواد په لوېدیځ کې په ژړ سیند کې څو کوچني ټاپوګان په دغه هېواد پورې اړه لري.
د دغه هېواد پلازمېنه د پیونګ پیانګ ښار دی او ټولټال څه باندې ۲۵ میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۱۹۰ کسان ژوند کوي.
د دغه هېواد ۶۵ سلنه خلک په ښارونو او پاتې ۳۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د درلودو حق لري.
ناسونسي، او پیونګ یانک، چورون ساري ون، هاونک جو ونسان او همامهونک د شمالي کوریا مهم ښارونه دي.
د شمالي کوریا دولت په مارکسېزم کې د کیم ال سونک د افکارو پر بنسټ جوړ شوی دی. کیم ال سونک د شمالي کوریا او د دغه هېواد د کمونیست ګوند لومړنی جوړوونکی و. اوس اوس د کوریا د کارګرانو د ګوند کمېټه د دغه هېواد د تصمیم نیولو تر ټولو لوړ او ځواکمن ارګان دی، چې پرېکړې یې په هره برخه کې ضروري بلل کیږي. د کوریا اساسي قانون په ۱۹۴۸ ز کال کې نافذ شوی دی. په دغه قانون کې د ۱۹۷۲ ز کال په ډسمبر کې، د ۱۹۹۲ ز کال په اپریل او د ۱۹۹۸ ز کال په سپټمبر کې نوې کتنې شوې دي. د دغه هېواد اوسنی مشر او د ملي دفاع د کمېټې رییس کیم جونګ اون دی. د شمالي کوریا لومړی وزیر او د کابینې وزیران د خلکو د وسله وال پوځ له وزیر څخه پرته، د خلکو د ملي شورا له خوا ټاکل کیږي.
د دغه هېواد اوسنی مشر کیم جونګ اون د ۲۰۱۰ ز کال تر نیمایي پورې د دغه هېواد د ملي دفاع د کمېټې د مشر او وسله وال پوځ قوماندان او د کارګرانو د ګوند د مرکزي کمېټې مشر و؛ خو د اکټوبر په میاشت کې یې د ملي دفاع د کمېټې او وسله وال پوځ مشري خپل ځوان زوی ته وسپاره. دا په دې مانا وه چې دا ځوان به د شمالي کوریا راتلونکی مشر وي.
د کوریا د خلکو ملي شورا ۶۸۷ غړي لري چې د پنځو کلونو لپاره د خلکو په رایه ټاکل کیږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۷ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي. د کوریا د خلکو د ملي شورا ډېر غړي د دغه هېواد د کارګرانو د ګوند غړي دي او لږ کسان د دغه هېواد د لږکیو استازیتوب کوي. دا شورا ډېر پراخ واکونه لري او د هېواد ټول مهم ملکي او پوځي چارواکي ټاکي. دا شورا د هېواد د اساسي قانون لوایح، کورنۍ او بهرنۍ تګلارې جوړوي او د هېواد بودجه تصویبوي. دغه شورا چې په کال کې یو ځل غونډه کوي، په ټول هېواد کې څانګې لري.
د شمالي کوریا حقوقي نظام د المان پر مدني قانون او د جاپاني ټولنې پر اساساتو، سوسیالیستي اصولو او د کیم ایل سونک پر مفکوره ولاړ دی. د دغه هېواد قضایي ارګان مرکزي محکمه ده چې قاضیان یې د خلکو د ملي شورا له خوا ټاکل کیږي.
دغه هېواد د ۱۹۴۵ ز کال د اګست په ۱۵مه له جاپان څخه خپلواکي اخیستې او اوس هر کال د سپټمبر دویمه په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
شمالي کوریا په ټوله نړۍ کې د مرکزي پلان جوړونې ډېر مضبوط اقتصادي نظام لري. دغه نظام د سوسیالیستي اقتصاد د کوریا د ملي ګټو او د دغه هېواد د پخواني مشر کیم ال سونګ د ځاني بسیا د زده کړو له مخې جوړ شوی او ډېر په شدت تطبیق کیږي. په شمالي کوریا کې ټول اقتصادي بنسټیز سکټورونه، کانونه، صنعت، ټرانسپورټ، بندرونه، مخابرات او کرنیزې ځمکې د ټولو خلکو مالکیت ګڼل کیږي. نږدې ټول استهلاکي او غیر استهلاکي صنعتي تولیدات دولتي فابریکې تولیدوي. درندو او پوځي صنایعو د هېواد د استهلاکي او نورو سپکو صنایعو د وروسته پاتې والي په بیه کې مهم رول لوبولی دی. د ازاد مارکیټ ګډون کوونکو له ۱۹۹۵ ز کال څخه راپدېخوا د خوراکي موادو او نورو استهلاکي شیانو په وېش کې ورځ په ورځ زیاتېدونکی ارزښت پیدا کړی دی. په دغه هېواد کې د خصوصي سکټور تولیدات اوس هم د ګوتو په شمار دي. د شمالي کوریا اقتصادي عمومي تولیدات له ۱۹۹۱ ز کال څخه راپدېخوا تر اوسه په منظمه توګه تقریباً نیمایي ته کم شوي دي؛ ځکه چې له یوې خوا انرژي تولیدوونکي مواد کم دي او له بلي خوا صنعتي تاسیسات زاړه شوي دي. همدا راز د همدې تاسیساتو لازمه ساتنه او څارنه نه ده شوې او نه هم پرې نوې پانګونه شوې ده.
په هر صورت، ډېره موده کیږي چې شمالي کوریا د خپلو خوراکي موادو کورنۍ اړتیاوې په وارداتو پوره کوي. اوس اوس دا هېواد د کرنیزو ځمکو د محدودیت د زراعتي فصل د مودې د لنډوالي او د کیمیاوي سرې د کمبود له ستونزو سره مخ دی. دې ستونزو د حبوباتو تولید یو میلیون ټنه کم کړی، چې اوس د دغه هېواد د خوراکي موادو حد اقل اړتیا نه شي پوره کولی.
له ۲۰۰۲ ز کال وروسته شمالي کوریا په خپلو پولو کې د څلورو ازادو سوداګریزو سیمو د جوړېدو پرېکړه وکړه او هماغه وو چې ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو پانګوالو ورته زړه ښه کړ. له جنوبي کوریا، جاپان او امریکا سره پوځي سیالي، د پرمختللو بالسټیکي توغندیو او اټومي وسلو جوړېدل؛ د کوریا ډېر اقتصادي امکانات خوري او د دې هېواد د تولیدي اقتصاد د پراختیا او پرمختیا مخه نیسي.
تېل، اوسپنه، ډبرې، د ډبرو سکاره، قېمتي فلزات، سرب، مس، جست، کیمیاوي توکي، ټوکران، خوراکي توکي، پوځي وسایل، الوتکې، اټومي نقلیه وسایط، کاغذ، سیمنټ، بېړۍ، لرګین شیان او لاسي کارونه د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورونه دي.
د دغه هېواد ۲۳ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده او پاتې نوره هغه یې ځنګلونو، غرونو، بیدیاوو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۳۷ سلنه خلک د کرې په سکټور کې پر کار بوخت او د هېواد ۳۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.
پنبه، تنباکو، وریجې، جوار، حبوبات، کچالو، وربشې، غنم، غوښه، لبنیات، هګۍ، میوې او سابه د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان چین، برازیل، لبنان او هالنډ دي. دغه هېواد تر ۲۰۰ زیاتې تجارتي بېړۍ لري، ۸۰ هوايي ډګرونه لري چې ۳۸ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د کوریا د ټلیفون کود ۰۰۸۵۰ او د انټرنېټ کود یې KP دی.
په شمالي کوریا کې د کوریا د کارګرانو ګوند د خپرونو مرکزي دفتر اداره کوي. په دغه هېواد کې خصوصي رسنۍ نشته او یوازې څلور دولتي ټلوېزیونونه او کوریا غږ راډیو لري.
دغه هېواد د سړي سرکلني عاید له پلوه، د آسیا او نړۍ له بېوزلو هېوادونو څخه شمېرل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي.
کوریا ډېر لرغونی تاریخ لري، له میلاد څخه ۱۹۴ کاله مخکې د ویمن په نامه له چین څخه یوه تښتېدلي واکمن په کوریا کې ټول واک تر لاسه کړ. لنډه موده وروسته په چین کې د هان امپراطور د ویمن پر سیمه ور ودانګل او ټوله کوریا یې د چین په خاوره پورې وتړله. چینایانو کوریا له میلاد څخه ۱۰۸ کاله مخکې په څلورو بېلابېلو برخو ووېشله.
د چین او جاپان په لومړۍ جګړه له ۱۸۹۲ تر ۱۸۹۵ ز کاله او د روسیې او جاپان له ۱۹۰۰ تر ۱۹۰۵ ز کاله پورې په جګړه کې د جاپان تر بریالیتوب وروسته، کوریا د جاپان لاس ته ورغله. که څه هم چې جاپانیانو د کوریا له اقتصادي پرمختګ سره مرسته وکړه، خو د کوریا د خلکو د خپلواکۍ غوښتونکي پاڅونونه غلي نه شول. د ۱۹۱۹ ز کال په مارچ کې نږدې دوو میلیونو کوریایانو د سیول په ښار کې د خپلې خپلواکۍ اخیستو لپاره غونډه وکړه. جاپانیانو پر دې ستره غونډه ګولۍ و اورولې او د کوریا د خپلواکۍ غوښتونکي بهیر مشرانو د چین د شانګهای په ښار کې له خپلواکې کوریا جلاوطنه موقتي حکومت جوړ کړ. په دویمه نړیواله جګړه کې د امریکا، چین او انګلستان دولتونو د کوریا خلکو ته د بشپړې خپلواکۍ وعده ورکړه. له همدې امله د کوریا د خپلواکۍ پلویانو د جاپان پر ضد جګړه کې برخه واخیسته. کله چې په جګړه کې جاپانیانو ماتې وخوړه، د ۱۹۴۵ ز کال د فبروري او جون په میاشتو کې د یالتا او پتسدام په نړیوالو کنفرانسونو کې پرېکړه وشوه، چې سملاسي دې کوریا پر دوو شمالي او جنوبي برخو ووېشل شي. په شمالي کوریا کې چې روسي پوځونه پراته وو، کمونیستانو واک تر لاسه کړ او په جنوبي کوریا کې چې د امریکایي پوځونو تر لاس لاندې وه، د هغوی واک او اداره وه.
افغانستان په ۱۳۵۲ لمریز کال کې د خپل ناپېیلي فعال بهرني سیاست له مخې، دواړې کوریاوې په رسمیت وپېژندلې او په کابل کې د دواړو هېوادونو سفارتونه پرانیستل شول. د ثور له کودتا وروسته، افغانستان له جنوبي کوریا څخه خپله پېژندنه بېرته واخیسته. د شمالي کوریا دولت یې د کوریا د ټاپووزمې یوازینی قانوني دولت وباله او په کابل کې یې د جنوبي کوریا سفارت بند کړ. د حامد کرزي په مشرۍ د نوي دولت له جوړېدو وروسته، شمالي کوریا د تبریکۍ څو پیغامونه کابل ته استولي، خو د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو بیا ټینګېدو ته هېڅ لېوالتیا نه ده ښودل شوې.
له افغانستان څخه تر شمالي کوریا پورې د هوا له لارې فاصله ۵۲۶۰ کیلومتره او د کابل او پینګ یانګ ښارونو تر منځ د وخت توپیر ۴:۳۰ ساعته دی.