جنوبي کوریا د لرې ختیځ هېوادونو په ډله کې د آسیا په ختیځ کې د ژېړ سیند او د جاپان د سیند تر منځ د شمالي عرض البلدونو د ۳۴ او ۳۸ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۱۲۴ او ۱۲۹ درجو تر منځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۳۸۵۰۲ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۱۰۳م لوی هېواد دی.
د جنوبي کوریا شمال ته شمالي کوریا، جنوب ته د جنوبي چین سیند، ختیځ ته د جاپان سیند او لوېدیځ ته یې ژېړ سیند موقعیت لري.
له اوبو سره د جنوبي کوریا ډېر ګاونډیتوب د دغه هېواد پر اقلیم او د اقلیمي سیمو پر وېش ډېره اغېزه کړې ده. د کوریا اقلیم له یوې خوا قاروي دی او شمالي سیمې یې سړې دي. له بلې خوا د دغه هېواد جنوبي سیمې سمندري اقلیم لري چې هوا یې نسبتاً ملایمه ده.
جنوبي کوریا نیم غرنی هېواد دی چې د غرونو لړۍ یې له شمال څخه جنوب ته غځېدلې ده. د دغه هېواد منځنۍ- شمالي سیمې د سمندر له سطحې څخه جګې پرتې دي.
د دغه هېواد پلازمېنه د سیول ښار دی او ټولټال څه باندې ۵۱ میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۵۰۱ کسان ژوند کوي.
د دغې کوریا ۸۵ سلنه خلک په ښارونو او پاتې ۱۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د درلودو حق لري.
جنوبي کوریا د اداري وېش له پلوه پر نهو ولایتونو وېشل شوې ده. انچون، کواتک، پوسان، تیګو، تیي جان، لونګ جو او نام ون د دغه هېواد مهم او لوی ښارونه دي.
د کوریا د حکومت ډول جمهوري دی، د جنوبي کوریا اوسنی اساسي قانون د ۱۹۹۸ ز کال د جولای په ۱۷مه نافذ شوی دی. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر مون جه این او لومړی وزیر یې لي ناک یون دی. د دغې کوریا ولسمشر د خلکو په خوښه د یوځل لپاره د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي.
په دغه هېواد کې لومړی وزیر، د لومړي وزیر مرستیالان او د کابینې نور وزیران د ولسمشر له فرمان وروسته د هېواد د ملي شورا تایید اخلي. د دغه هېواد د ولسي جرګې ۲۹۹ غړي د څلورو کلونو لپاره د خلکو په رایه ټاکل کیږي.
د جنوبي کوریا حقوقي نظام د اروپا پر مدني، انګلیسي او امریکایي قوانینو او د چین پر کلاسیکو افکارو ولاړ دی. د دغه هېواد لوړ قضایي ارګان ستره محکمه ده چې قاضیان یې د ولسمشر په وړاندیز د ولسي جرګې له خوا ټاکل کیږي.
دغه هېواد د ۱۹۴۵ ز کال د اګست په ۱۵مه له جاپان څخه خپلواکي اخیستې او اوس هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.
جنوبي کوریا د ختیځې آسیا په څلورو پرمختللو هېوادونو کې د اقتصادي پرمختګ د نه منلو ریکارډ ټینګ کړی دی. څلور لسیزې مخکې د دغه هېواد د سړي سرکلني عاید د آسیا او افریقا له نورو بېوزلو هېوادونو سره برابر و؛ خو اوس د جنوبي کوریا د سړي سرکلنی عاید د شمالي کوریا په پرتله ډېر زیات توپیر لري.
جنوبي کوریا د تېرې پېړۍ له شپېتمې لسیزې څخه هغه بریالی اقتصادي پرمختګ پیل کړ، چې دغه هېواد یې د ودې اوسني پوړ ته ورساوه. په نیمه لسیزه کې د دغه هېواد د اقتصاد په دغه ستر بریالیتوب کې دې عواملو برخه درلوده: د دولتي سوداګرۍ منظم سیسټم، سوداګرو او صنعتکارانو ته د پورونو ورکول، د وارداتو محدودول، د ځینو ځانګړو صنعتي تولیداتو څارنه او ساتنه او د کوریایي کارګرانو زیار او نوښت، په نوموړې لسیزه او وروستیو کلونو کې د جنوبي کوریا حکومت د استهلاکي شیانو په پرتله د اومو صنعتي توکو او خورا عصري ټکنالوژۍ واردولو ته ترجیح ورکړه. حکومت همدا شان خلک د لګښت پر ځای سپما او پانګې اچونې ته وهڅول.
جنوبي کوریا د اقتصادپوهانو او دولت د ګډو هڅو له امله په ۲۰۰۲ ز کال کې خپله اقتصادي وده ۷ سلنه ته جګه کړه. د دغه هېواد ولسمشر همدا شان مثبت ګامونه اوچت کړل چې د هېواد د سوداګرۍ غټې ډلې یې یو له بل سره یوځای کړې، څو په کارونو کې اختصاص وده پیدا کړي.
د کاني توکو او تېلو ایستل او چاڼ، برېښنایي سامان، مخابراتي وسایل، لوی او کوچني نقلیه وسایط، ربړ، کاغذ، سیمنټ او نور ساختماني توکي، کیمیاوي توکي، ټوکران، بوټونه، بېړۍ، د اوسپنې ویلې کول او فولاد، ښیښه، خوراکي توکي، د کاني موادو د ایستنې او چاڼ ماشینونه، لویې، منځنۍ او کمکۍ فابریکې، د اورګاډو کرښه او د الوتکو د ځینو برخو پوځي وسایل او مهمات د دغه هېواد مهم صنعتي توکي بلل کېږي.
د جنوبي کوریا ۱۸ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، پاتې یې څړځایونو، ځنګلونو، غرونو، بیدیاوو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد اته سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت او د هېواد دری سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.
لرګي، وریجې، وربشې، لوبیا، کچالو، تنباکو، پنبه، میوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
دغه هېواد له ۵۰۰ زیاتې تجارتي بېړۍ لري، ۱۱۷ هوایي ډګرونه لري چې ۷۵ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۸۲ او د انټرنېټ کود یې KR دی، چې ټولټال یې ۴۰ میلیونه کسان لاسرسی ورته لري.
جنوبي کوریا په سیمه کې د دولتي او خصوصي رسنیو ډېر ستر او پراخ جال لري، چې ډېر ټلوېزیونونه، راډیوګانې او چاپي رسنۍ پکې فعالیت کوي.
دغه هېواد د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب، د آسیا او نړۍ له پرمختللو هېوادونو څخه بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په جنوبي کوریا کې زده کړه له ۶-۱۶ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.
د جنوبي او شمالي کوریاګانو تاریخ تر ۱۹۴۵ ز کال پورې سره یو دی. کله چې د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې امریکا د اګسټ په ۱۵مه پر جاپان اټومي بمونه وغورځول او جاپاني پوځونه تسلیم شول، کوریا د جاپانیانو د واکمنۍ له کړۍ څخه ووته. د جګړې په بهیر کې متفقینو جګړې ته د کوریایانو د هڅولو لپاره دغه هېواد ته د بشپړې خپلواکۍ وعده ورکړې وه. د جاپان د ماتې په وخت کې د کوریا په جنوبي سیمو کې امریکایي او د کوریا په شمالي برخو کې روسي پوځونه پراته وو. دوی سمدلاسه په دې دواړو سیمو کې داسې پوځي حکومتونه جوړ کړل، چې کوریایانو په کې برخه نه درلوده. امریکا او شوروي په ۱۹۴۶ ز کال کې په کوریا کې د یوه موقتي حکومت د جوړولو لپاره یو ګډ کمېسیون جوړ کړ. دغه حکومت به د امریکا، انګلستان او شوروي تر پاملرنې لاندې د کوریا سیاسي او ټولنیزو ډلو په ګډون، د پنځو کلونو لپاره د چارو واګې سمبال کړې وای.
د ۱۹۵۰ ز کال د جون په ۲۵مه د شمالي کوریا پوځونو له خپل هېواد سره د جنوبي کوریا د یو ځای کولو په تمه پر جنوبي کوریا یرغل وکړ. په دغه ستره جګړه کې د کوریاوو پر پوځونو سربېره، د چین، امریکا او ۱۵ نورو هېوادونو سرتېرو هم برخه واخیسته، چې ټولو ته ډېر درانده مالي او ځاني تاوانونه ورسېدل. په دې جګړه کې د شمالي کوریا پوځونه د جنوبي کوریا کمونیستان او د چین مرستندویه پوځونه یوې خوا ته وو او د ملګرو ملتونو د غوښتنې پر بنسټ د ۱۵ هېوادونو پوځیان د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د شمالي کوریا پر ضد جنګېدل. دغو پوځونو غوښتل چې د جنوبي کوریا نظام وساتي او د شمالي کوریا د چارواکو په نوښت د دواړو کوریاګانو د یو ځای کېدو مخه ونیسي. په دې دری کلنه جګړه کې په سلګونو زره کسان ووژل او په لسګونو زره نور ټپیان او ورک شول.
د ۱۹۵۳ ز کال د جون په ۲۷مه د کوریا په ټاپووزمه کې د اوربند تړون لاسلیک شو او د دواړو کوریاګانو پوځي ځواکونه د اوربند کرښې ته ستانه شول.
افغانستان په ۱۳۵۲ لمریز کال کې د خپل ناپېیلي فعال بهرني سیاست له مخې، دواړې کوریاوې په رسمیت وپېژندلې او په کابل کې د دواړو هېوادونو سفارتونه پرانیستل شول. د ثور له کودتا وروسته، افغانستان له جنوبي کوریا څخه خپله پېژندنه بېرته واخیسته، د شمالي کوریا دولت یې د کوریا د ټاپووزمې یوازینی قانوني دولت وباله او په کابل کې یې د جنوبي کوریا سفارت بند کړ. د ډاکتر نجیبالله د واکمنۍ پر مهال په کابل کې له جنوبي کوریا سره د اړیکو د بیا جوړولو هڅه وشوه او د وخت د بهرنیو چارو وزارت ډیپلوماټ په هغه غونډه کې چې په سیول کې جوړه شوې وه، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر احیا خبرې وکړي، خو د نجیبالله حکومت سقوط دا هیله پوره کېدو ته پرې نښوده.
په افغانستان کې د اسلامي دولت په وخت کې هم داسې هڅه وشوه چې له جنوبي کوریا سره اړیکې بیا پیل شي او د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عبدالرحیم غفورزي کوریا ته سفر وکړ، خو د جنوبي کوریا چارواکي د اړیکو د بیا جوړولو لپاره لېواله نه ښکارېدل.
په افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ د نوې ادارې له جوړېدو وروسته، جنوبي کوریا د اړیکو د ټینګولو زنګالونه ولېږل او د توکیو په غونډه کې یې د افغانستان د بیا ودانولو لپاره د ۴۵ میلیونو ډالرو مرستې اعلان وکړ. د ۲۰۰۲ ز کال د سپټمبر په ۲۳مه په کابل کې د جنوبي کوریا سفارت پرانیستل شو.
له افغانستان څخه تر جنوبي کوریا پورې د هوا له لارې فاصله ۵۴۰۳ کیلومتره او همدا راز د کابل او سیول ښارونو تر منځ د وخت توپیر ۴:۳۰ ساعته دی.