کمبودیا د آسیا په جنوب- ختیځ کې د هند و چین په ټاپووزمه کې د شمالي عرض البلدونو د ۱۰ او ۱۴ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۱۰۲ او ۱۰۵ درجو تر منځ موقعیت لري، چې ټول پراخوالی یې ۶۹۸۹۸ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۹۰یم لوی هېواد بلل کېږي.
د کمبودیا شمال ته ټایلند او لاوس، جنوب ته ویتنام او د سیام خلیج، ختیځ ته هم ویتنام او لوېدیځ ته یې ټایلند موقعیت لري.
د جنوبي چین او د سیام یا ټایلند د خلیج له اوبو سره د نږدېوالي له امله، د کمبودیا اقلیم لږ تود، لوند او باراني دی.
د طبیعي جوړښت له مخې دغه هېواد د غرونو څو ټیټې لړۍ لري، چې زیاتره د دغه هېواد په شمالي پولو کې پرتې دي. د کمبودیا منځنۍ برخې هوارې دي او ځمکې یې ښه حاصل ورکوي. د اسیا د جنوب- ختیځې برخې یوازینی لوي جهیل تونلي سپ د کمبودیا په منځنیو برخو کې موقعیت لري.
د دغه هېواد پلازمېنه د پنوم پن ښار دی او ټولټال څه باندې ۱۵ میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۴۰ کسان ژوند کوي.
د کمبودیا ۸۰ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۲۹ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.
کمبودیا د اداري وېش له پلوه پر ۲۳ ولایتونو او یوه ښاروالۍ وېشل شوې ده. باتامبانک، کمپونګ، کراتي، سامبور، کاس کوتګ، جام او بورسات د دغه هېواد لوی او مهم ښارونه دي.
د دغه هېواد د حکومت ډول مشروطه پاچايي ده. د کمبودیا اوسنی اساسي قانون د ۱۹۹۳ ز کال د سپټمبر په ۲۱مه نافذ شوی دی. د دغه هېواد اوسنی پاچا نورودوم سیهاموني دی. په کمبودیا کې حکومتي واک د لومړي وزیر هون سن په لاس کې دی. د کمبودیا لومړی وزیر او د کابینې وزیران د پاچا له خوا ټاکل کیږي.
د دغه هېواد پارلمان دوې جرګې لري، سنا جرګه یې ۶۱ غړي لري چې دوه د پاچا، دوه د ملي شورا او ۵۷ د پارلماني ډلو له خوا د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي او ملي شورا یې هم ۱۲۳ غړي لري او د پنځو کلونو لپاره د خلکو په خوښه ټاکل کیږي. په دغه هېواد کې رایه ورکول عمومي او د رایې ورکولو سن په کې ۱۸ کاله ټاکل شوی دی.
د کمبودیا حقوقي نظام پر هغه مدني قانون ولاړ دی، چې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د انتقالي ادارې د مشرتابه په وخت کې جوړ شوی و. دغه قانون فرانسوي حقوقپوهانو لیکلی دی. همداشان پاچايي فرمانونه او هغه پخواني قوانین چې په کمبودیا د کمونیستانو د واکمنۍ په وخت کې جوړ شوي وو، د دغه هېواد په حقوقي نظام او پرېکړو کې ځای لري.
د دغه هېواد په نوي اساسي قانون کې د قضا عالي شورا شته چې د ۱۹۹۷ ز کال په ډسمبر کې عملاً جوړه شوه. ستره محکمه د کمبودیا د قضا تر ټولو لوی ارګان دی. کمبودیا له دې لاندې د استیناف محکمې، ابتدایه محکمې، سیمه ییزې او سوداګریزې محکمې لري.
دغه هېواد د ۱۹۵۳ ز کال د نومبر په نهمه له فرانسې څخه خپلواکي واخیسته او اوس هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.
د ۲۰۰۴- ۲۰۰۷ ز کلونو تر منځ د کمبودیا اقتصادي وده هر کال ۱۰ سلنه وه، په دې کلونو کې دغه هېواد ته د سیلانیانو شمېر ډېر شو، ساختماني چارې پر مخ لاړې، د جامو صادرات زیات شول او د کرني په تولیداتو کې ښه والی راغی. په ۲۰۰۹ ز کال کې د کمبودیا ناخالص کورني تولیدات د نړیوال مالي بحران د اغېزو له امله ولوېدل، خو په ۲۰۱۰ ز کال کې پرمختګ وشو او جي ډي پي څلور سلنه لوړ شو؛ ځکه چې د کمبودیا د جامو صادرات ډېر شول، د دې ډېروالي لامل هغه تړون و چې کمبودیا له نړیوال تجارتي سازمان سره د ټوکرانو او جامو د صادرولو په برخه کې لاسلیک کړی و. دې تړون کمبودیایي مؤلدین هڅولي وو چې د چین، هند، بنګله دیش او ویتنام بازارونو ته ارزانه جامې جوړې کړي. د دغه هېواد د جامو جوړولو سکټور اوس ډېر کارګران لري چې د ټول هېواد پنځه سلنه کارګران کیږي او د هېواد ۷۰ سلنه صادرات برابروي.
د کمبودیا په شمالي سیمو کې کاني زېرمې هم ډېر پانګه وال هڅولی شي، قېمتي کاڼي، سره زر او اوسپنه په دې زېرمو کې وتلي ځایونه لري. دغه هېواد او امریکا د سوداګرۍ او پانګونې دوه اړخیزه تړون لري. په دې تړون کې څو ځلې خبرې شوې دي چې د کمبودیا د ربړ صادرات یې ډېر کړل.
دغه هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو تګ هم ډېر شوی دی، هر کال دغه هېواد ته تر دوو میلیونو ډېر سیلانیان ورځي، د کمبودیا دولت له ای ام اف بانک او نورو بهرنیو مرسته ورکوونکو سره له نږدې کار کوي، چې د هېواد د سترو پروژو لپاره پیسې پیدا کړي.
په دغه هېواد کې د اقتصاد خصوصي سکټور لا ډېر پیاوړی نه دی. دا سکټور کولی شي چې ډېرو ځوانانو ته کار پیدا کړي. د کمبودیا ۵۰ سلنه نفوس ځوان دی چې ډېر یې لوړې زده کړې او کاري تخصص نه لري. داستونزه د کمبودیا په کلیوالو سیمو کې ډېره لویه ده، هلته چې اقتصادي بنسټونه کمزوري دي، دا ستونزه ژر حل کېدل غواړي او که نه، هېواد له سیاسي ستونزو سره مخ کولی شي.
دغه هېواد د سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړی دی، دې تړون کمبودیا ته هم ګټې درلودې هم زیانونه. یو زیان یې دا و چې د کمبودیا د ټوکرانو او جامو پرمختلونکی سکټور یې د چین او هند ارزانه او ښکلو ټوکرانو او جامو له سیالۍ سره مخ کړ او داسې وېره یې پیدا کړه، چې کمبودیایي ښځینه او نارینه کارګران به خپل کارونه لا لاسه ورکړي او د هېواد لوېدیځ ته د خپلو ټوکرانو او جامو د صادرولو د سترو تړونونو د تطبیق په برخه کې به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.
کمبودیا په هغو کلونو کې ژمنه کړې وه چې د خپلو کارګرانو معاشونه به ځکه جګ ساتي، چې وکولی شي خپل تولیدات له نړیوالو معیارونو سره برابر وساتي.
استهلاکي مواد، د خوراکي موادو پروسس لکه د وریجو ژرندې او د کبانو کنسرو کول، ټوکران، سیمنټ، د لرګیو پروسس او لرګین شیان، ربړ، د قېمتي کاڼو پروسس او نور د دغه هېواد مهم صنعتي توکي دي.
د کمبودیا ۲۲ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، د دغه هېواد پاتې نوره خاوره څړځایونو، ځنګلونو، غرونو، بیدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې سیمو نیولې ده.
د دغه هېواد ۶۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۳۵ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.
وریجې، تنباکو، پنبه، وربشې، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات او هګۍ د کمبودیا مهم کرنیز حاصلات بلل کیږي.
د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۸۵۵ او د انترنېټ کود یې KH دی، چې ټولټال یې یو میلیون کسان ورته لاسرسی لري.
په کمبودیا کې دولتي عامه او خصوصي رسنۍ ټولې څنګ په څنګ کار کوي، په دغه هېواد کې ډېر ټلوېزیونونه او راډیوګانې فعالیت کوي.
د دغه هېواد له ۱۵ کلونو څخه پورته ۹۵ سلنه خلک پر لیک او لوست پوهیږي.په دغه هېواد کې زده کړې له ۷- ۱۵ کلنو ماشومانو او تنکیوځوانانو لپاره جبري او وړیا دي.
د کمبودیا نوم د یوه حکیم له نامه څخه اخیستل شوی، چې د کامبو له اولادې څخه و او د دغه سیمې لومړنی پاچا بلل کیږي. په لومړۍ میلادي پېړۍ کې د کمبودیا په اوسنۍ خاوره کې د هندي مهاجرینو پاچايي جوړه شوه. د کمبودیا د هغه وخت اصلي اوسېدونکي خمر نومېدل. خمر له دې څخه مخکې له شمالي سیمو څخه کمبودیا ته لېږدېدلي وو او د هغه هندي او چیني سوداګرو د فرهنګ تر اغیز لاندې وو، چې کمبودیا ته به یې سفرونه کول.
په دویمو او درېیمو م پېړيو کې کمبودیایي مشرانو د چین دربار ته سوغاتونه استول او په دې توګه یې د هغوی اطاعت کاوه. له بلې خوا همدا مشران له هند سره نږدې پاتې کېدل او د هند د سترو کورنیو له نجونو سره یې ودونه کول. په کمبودیا کې یې د هندي فرهنګ له پراختیا سره مرسته کوله او د هندوانو د شیوا درناوي او لمانځنه یې هڅوله.
په دویمه نړیواله جګړه کې هغه وخت چې الماني پوځونو پر فرانسه یرغل وکړ، جاپاني پوځونو له فرانسې؛ هند او چین ونیول. په ۱۹۴۰- ۱۹۴۱ ز کلونو کې فرانسوي چارواکو ۱۶ کلن کمبودیایي شهزاده د کمبودیا د پاچا په توګه اعلان کړ. فرانسویانو په هغه وخت کې تمه درلوده چې د شهزاد په وجود کې به د ملک اداره آسانه شي، خو کله چې نړیواله جګړه پای ته ورسېده او جاپاني پوځونه له هند و چین څخه ووتل، شهزاده نور دوخ په بېړه د خپل هېواد خپلواکي اعلان کړه. په ۱۹۴۵ ز کال کې فرانسویانو ژر غبرګون وښود، د هند و چین سیمه یې بېرته ونیوه او د نیواکګرو په ۱۹۴۷ ز کال کې د کمبودیا نوی اساسي قانون تصویب او سیهانوک پاچا شو. دوه کاله وروسته فرانسې موافقه وکړه چې کمبودیا ته به کورواکي ورکړي، خو پر فرانسوي پوځونو باندې د ویتنامیانو درندو ګوزارونو د کمبودیا له خپلواکۍ سره مرسته وکړه. په ۱۹۵۳ ز کال نوردوم سیهانوک پاچايي خپل پلار ته پرېښوده او د خلکو سوسیالېست ګوند یې جوړ کړ. په ۱۹۶۰ ز کال کې د سیهانوک پلار مړ شو او ځاي یې بېرته پخواني پاچا ونیو. د امریکا او ویتنام د جګړو په لومړنیو کلونو کې کمبودیا ناپېيلیتوب وښود، خو په ۱۹۶۵ ز کال کې یې د چین او روسیې پلو ونیو او له امریکا سره یې خپلې سیاسي اړیکې پرې کړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کتاب «افغانستان و جهان» کې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو په اړه څه نه دي لیکل شوي او داسې ښکاري چې کومې رسمي او سیاسي اړیکې نه لري.
له افغانستان څخه تر کمبودیا پورې د هوا له لارې فاصله ۴۴۵۱ کیلومتره او همدا راز د کابل او پنوم پن ښارونو تر منځ د وخت توپیر ۲:۳۰ ساعته دی.