جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

کویټ

حشمت الله نوري

دسمبر 30, 2019
in راشه ورشه
0 0

د کویټ شمال ته عراق، جنوب ته سعودي عربستان، ختیځ ته د فارس خلیج او لوېدیځ ته یې عراق موقعیت لري.

د کویټ اقلیم د دغه هېواد د ختیځو برخو په استثنا چې هوا یې سمندري- لنده ده، نوره په ټولو سیمو کې توده ده. د کویټ دوبی خورا تود دی او د تودوخې درجه د سانتګراد تر ۵۲ درجو پورې رسیږي.

د دغه هېواد پلازمېنه د کویټ ښار او ټولټال څه کم پنځه میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۱۶۰ کسان ژوند کوي.

د کویټ ۹۹ سلنه خلک په ښارونو او پاتې یو سلنه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.

دغه هېواد د اداري وېش له پلوه پر شپږو ایالتونو وېشل شوی دی. هوالي، احمدي، سالمیه، داهمان  او بورګان د دغه هېواد مهم او لوی ښارونه دي.

د دغه هېواد د حکومت ډول مشروطه شاهي دی، د کویټ اساسي قانون د ۱۹۶۲ ز کال د نومبر په ۱۱مه تصویب او نافذ شوی دی. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر امیر صباح احمد ال صباح او لومړی وزیر یې صباح خالد ال صباح دی.

په کویټ کې لومړی وزیر او د هغه مرستیالان د امیر له خوا ټاکل کیږي. د دغه هېواد د کابینې وزیران د لومړي وزیر په پېشنهاد د امیر په منظورۍ ټاکل کیږي. د دغه هېواد ولسي جرګه ۵۰ غړي لري چې د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي.

د دغه هېواد حقوقي نظام پر مدني او اسلامي او بیا خاص په شخصي مسایلو کې پر همدې قوانینو ولاړ دی. د کویټ د حقوقي نظام په سر کې د استیناف عالي محکمه ځای لري.

دغه هېواد د ۱۹۶۱ ز کال د جون په ۱۹مه له لویې برېټانیې څخه خپلواکي واخیسته او اوس هر کال د فبروي ۱۵مه د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.

کویټ یو وړوکی هېواد دی چې نسبتاً د آزاد مارکېټ اقتصادي سیسټم لري او د تېلو ۱۰۲ بلیون بېرله تثبیت شوې زېرمه لري، چې د ټولې نړۍ ۹ سلنه زېرمه جوړوي. نفتي تولیدات د کویټ ۵۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات، ۹۵ سلنه صادرات او ۹۵ سلنه دولتي عواید برابروي.

کویټ هلیه من دی چې په ۲۰۲۰ ز کال کې به هر ورځ څلور میلیون بېرله تېل تولید کاندي. په ۲۰۱۰ ز کال کې د تېلو د بیو زیاتېدو د کویټ د اقتصاد له ودې او پرمختګ سره مرسته وکړه او دولتي بودجه ۲۰ سلنه ډېره شوه.

په دغه هېواد کې لږ هڅه شوې چې پر تېلو باندې د هېواد اتکا کمه کړي او اقتصادي بنسټونه څو اړخیز شي. سره له دې هم د کویټ حکومت په ۲۰۱۰ ز کال کې داسې پرېکړه وکړه، چې دولت ته اجازه ورکوي چې ځینې تاسیسات پر خصوصي سکټور خرڅ کاندي. د ۲۰۱۱ ز کال په جنوري کې کویټ د خپل پنځه کلن اقتصادي پلان عملي کېدل پیل کړل، چې ۱۳۰ بلیون ډالره لګښت غواړي. دا پنځه کلن پلان به پر تېلو او ګازو باندې د کویټ اتکا کمه کړي. په دغه هېواد کې به نوې تولیدي څانګې فعالې شي او په اقتصاد کې به د خصوصي سکټور ونډه ډېره شي. په دغه هېواد کې دومره بهرني کارګران کار کوي چې د هېواد له اصلي او سېدونکو څخه ډېر دي. په دې لړ کې ځینې افغان ځوانان هم هلته پر کارونو لګیا دي، چې عواید یې په افغانستان کې د دوی د کورنیو عوایدو او جي ډي پي په جوړښت کې مهمه برخه لري. ډېر هغه افغان کارګران چې په کویټ کې کار کوي، مسلکي تخصص نه لري. له همدې امله دوی په لږ تنخواه درانه کارونه کوي. دغه هېواد د اوبو له سخت کمبود سره مخ دی، له همدې امله کرنیزه ځمکه نه لري او د کبانو تر نیونې پرته د کرنیزې پرمختیا هېڅ تمه نه شي کیدای. کویټ خپل ټول خوراکي توکي له بهر څخه راوړي. دغه هېواد خپلې د څښاک ۷۵ سلنه اوبه یا له بهر څخه راوړي او یایې د سمندر له اوبو څخه چاڼوي.

د تېلو او ګاز ایستل او چاڼ، پتروشیمي توکي، د اوبو چاڼ او خوږول، پلاستیک، سیمنټ، بطرۍ، ټوکران، کیمیاوي سره، ساختماني توکي، مالګه، د اوبو د برېښنا او حرارتي برېښنا وسایل، د برېښنا سامان او د بېړیو ترمیم  د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورونه دي.

د کویټ خاوره په عمومي توګه د کرنې وړ نه ده، د دغه هېواد ۸ سلنه خاوره څړځایونو نیولې او په ښارونو کې یې د خرما ونې لیدل کیږي. د کویټ ځمکه ډېره کمه کرل کیږي، کرنه د کویټ د ناخالص کورني تولید په جوړښت کې هېڅ ونډه نه لري، خرما د کویټ یوازینی زراعتي محصول ګڼل کیږي او د دغه هېواد یو سلنه خلک په دې سکټور کې پر کار بوخت دي.

جاپان، هند، امریکا، جنوبي کوریا، سنګاپور او چین د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي. دغه هېواد اووه هوایي ډګرونه لري چې څلور یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.

د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۶ او د انټرنېټ کود یې KW دی، چې ټولټال یې څه کم یو میلیون خلک ورته لاسرسی لري.

په کویټ کې د خپرونو دولتي سکټور څلور ټلوېزیونونه او یوه راډیو لري، چې په عربي او انګلیسي ژبو خپرونې کوي. په دغه هېواد کې خصوصي رسنیو ته په ۲۰۰۳ ز کال کې اجازه ورکړل شوه چې پر کار پیل وکړي. د دغه هېواد لومړنۍ خصوصي راډیو په ۲۰۰۵ ز کال کې جوړه شوې ده.

کویټ د آسیا او نړۍ له شتمنو هېوادونو څخه دی، هر کویټي وګړی په منځني ډول په کال کې شاوخوا ۳۰ زره ډالره عاید لري چې په نړۍ کې له غټو عوایدو څخه شمېرل کیږي.

په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په دغه هېواد کې زده کړه د ۶- ۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري ده.

د کویټ د پخواني تاریخ په اړه څه معلومات نشته، د هجرت په ۱۲م کال کې په دغه سیمه کې د ساسانیانو او د اسلامي لښکرو تر منځ جګړه شوې، چې ساسانیانو په کې ماتې خوړلې او کویټ په اسلامي قلمرو کې حساب شوی دی. په ۱۶مه پېړۍ کې پرتګالیانو د کویټ په سواحلو کې لږ تاسیسات جوړ کړي وو، د کویټ ښار د ۱۸مې پېړۍ په لومړیو کلونو کې جوړ شوی او په بېړه یې وده کړې ده.

کویټ چې د عربستان د ټاپووزمې یوه کمکۍ برخه نیولې، د جزیره العرب له نورو سیمو سره ورته برخلیک لري. په دې مانا چې دې هېواد هم د نورو په څېر د عثمانیانو او انګلیسانو واکمني تېره کړې ده. په ۱۸مه پېړۍ کې کویټ د عثماني سترواکۍ لاس ته ورغی، چې له لږ کورواکۍ سره د شیخ صباح عبدالرحیم له خوا اداره کیده. دا شیخ د کویټ د اوسنیو مشرانو بابا بلل کیږي، په شیخ صباح پورې مربوط دغه کورواکه سیمه د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د عثماني امپراطورۍ له ګواښ سره مخ شوه. هماغه وو چی شیخ په ۱۸۹۹ ز کال کې د انګلستان له دولت سره یو تړون لاسلیک کړ او انګلستان ته یې په کویټ کې د انحصاري چلند حق ورکړ.

انګلستان د کویټ ځمکنۍ بشپړتیا او کورواکي ومنله. په همدې وخت کې عثماني دولت د المان په مرسته د برلین- بغداد د اورګاډي د پټلۍ جوړولو کارونه پیل کړل او په پام کې وه چې دا کرښه به تر کویټ پورې هم غځېږي.

د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې فرانسې او انګلستان په منځني ختیځ کې د المان نیول شوې سیمې په خپلو کې ووېشلې. کویټ د انګلستان په برخه ورسېد او د عراق له نوي جوړ شوي پاچايي هېواد څخه جلا شو، چې په کویټ کې یې د خپلې خاورې د یوې برخې په توګه د مالکیت ادعا لرله. په ۱۹۳۸ ز کال کې د کویټ لومړنی څا تېلو ته ورسید او ثابته شوه چې کویټ پرېمانه تېل لري. د کویټ امیر شیخ عبدالله الصباح داسې وېره درلوده چې عراق به یرغل پرې وکړي، له همدې امله یې له انګلستان څخه مرسته وغوښته او انګلیسي پوځونه د عراق او کویټ په ګډو پولو کې ځای پر ځای شول.

په دې وخت کې د کویټ د تېلو شرکت جوړ شو، چې د انګلیس د برتش پټرولیم یوه څانګه وه او د امریکا د متحده ایالاتو د ګلف شرکت په مرسته یې د کویټ د تېلو ایستل او چاڼ پیل کړ. د کویټ د خپلواکۍ خبرې په ۱۹۶۱ ز کال کې پایلې ته ورسېدې او شیخ صباح ځان د کویټ امیر ونوماوه او د هېواد د چارو واګې یې په لاس کې واخیستې. عراق د کویټ د نوي دولت پر جوړېدو او خپلواکۍ اعتراض کاوه او کویټ له انګلستان څخه وغوښتل چې د عربو اتحادیې د پوځونو تر راتګ پورې خپل پوځونه د عراق- کویټ په پولو کې وساتي. له ۱۸۹۹ ز کال راپدېخوا چې د انګلستان د واکمنۍ ۶۲ کلونه تېر شوي وو، که څه هم چې کویټ په ۱۹۴۵ ز کال کې له انګلستان څخه د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ژمنه تر لاسه کړې وه؛ خو انګلستان د ۱۹۶۱ ز کال په جون کې کویټ ته بشپړه خپلواکي ورکړه.

افغانستان، کویټ د ۱۹۶۱ ز کال د جون په ۲۵مه په رسمیت وپېژانده. کویټ له دې څخه شپږ ورځې مخکې خپله خپلواکي اعلان کړې وه، خو افغانستان د سیاسي اړیکو په جوړولو کې ځکه له احتیاط څخه کار واخیست، چې افغانستان له عراق سره ښې اړیکې درلودې او عراق د کویټ خاوره د خپلې خاورې یوه برخه بلله. کله چې عراق کویټ په رسمیت وپېژانده، افغانستان هم ورته ګام پورته کړ او د ۱۹۶۴ ز کال د مارچ په لومړۍ نېټه په کابل او کویټ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو اعلامیه خپره شوه. په ۱۹۶۶ ز کال کې په بغداد کې د افغانستان سفیر خلیلي د کویټ لپاره نا استوګن سفیر وټاکل شو.

له افغانستان څخه تر کویټ پورې د هوا له لارې فاصله ۱۹۸۳ کیلومتره او همدا راز د کابل او کویټ ښارونو تر منځ د وخت توپیر ۱:۳۰ ساعته دی.

Share11Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In