لاوس د جنوب- لوېدیځې آسیا د هند و چین په ټاپووزمه کې د ټایلنډ او ویتنام تر منځ د شمالي عرض البلدونو د ۱۴ او ۲۲ او د ختیځ طول البلدونو د ۱۰۰ او ۱۰۸ درجو تر منځ موقعیت لري.
د لاوس شمال ته د چین ولسي جمهوریت، جنوب ته کمبودیا، ختیځ ته ویتنام او لوېدیځ ته یې ټایلنډ موقعیت لري.
دغه هېواد په عمومي توګه تود او لږ لوند اقلیم لري. د دغه هېواد د جنوبي برخو هوا بیا وچه ده. لاوس د طبیعي جوړښت له پلوه پر دوو برخو وېشل شوی دی، شمالي غرنۍ سیمې او منځنۍ او جنوبي هوارې برخې چې ډک سیندونه لري او پر ګڼو ځنګلونو پوښلې دي. د دغه هېواد د هوارو سیمو ځنګلونه لوېدیځ لوري ته خپل ګڼوالی له لاسه ورکوي او د میکانګ سیند په لوېدیځ کې پای ته رسیږي.
د دغه هېواد پلازمېنه وین تیان ښار دی او ټولټال څه باندې اووه میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۲۸ سکان ژوند کوي.
د لاوس ۴۰ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۶۰ سلنه نور یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.
غه هېواد د اداري وېش له پلوه پر ۱۶ ولایتونو او یوه ښاروالۍ وېشل شوی دی. لوانګ، پرابانګ، مونک یو، چېپون، بلوون، ماهاکي، مونک هوم او پورې خان د دغه هېواد لوی ښارونه دي.
د لاوس د حکومت ډول کمونیستي دی، د لاوس نوی اساسي قانون د ۱۹۹۱ ز کال د اګست په ۱۴مه نافذ شوی دی. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر بواسون بوفاوانه او لومړی وزیر یې بونهانګ ووراچیت دی. په دغه هېواد کې ولسمشر د ولسي جرګې له خوا د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي. د لاوس لومړی وزیر او د کابینې وزیران د هېواد د ولسمشر په وړاندیز د ولسي جرګې له خوا د پنځو کلونو لپاره کار کوي.
د دغه هېواد د ولسي جرګې ۱۰۹ غړي د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي. په لاوس کې د رایې ورکولو عمر ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د دغه هېواد حقوقي نظام پر عنعنوي دودونو، فرانسوي حقوقي اساساتو او سوسیالیستي اصولو ولاړ دی. د دغه هېواد لوړ قضایي ارګان د خلکو ستره محکمه ده، چې قاضي القضات مرستیال او قاضیان یې د دغه هېواد د ولسي جرګې له خوا ټاکل کیږي.
د لاوس دولت چې اوس هم ځان رسماً کمونېست بولي، له ۱۹۸۶ ز کال څخه راپدېخوا پر اقتصاد باندې دولتي څارنه کموي او پر ځای یې خصوصي پانګه هڅوي.
دغه هېواد د اورګاډي پټلۍ نه لري او تر نیمایي زیاتې لویې لارې یې خامه دي. د لاوس د ټلیفون کورنی او بهرنی سیسټم محدود دی او برېښنا یوازې په لویو ښارونو کې لیدل کیږي. کرنه د لاوس د ناخالص کورني تولید ۳۰ سلنه جوړوي او د دغه هېواد ۷۵ سلنې خلکو ته یې کار پيدا کړی دی.
وریجې په دغه هېواد کې د کرنې د سکټور غټ محصول بلل کیږي. که وچکالي نه وي، د لاوس کرنه د ټول هېواد د خلکو لپاره خوراکي مواد برابرولی شي. په دغه هېواد کې د یو کال سېلابونه، طبیعي آفات یا سیمه ییزه وچکالي د هېواد په ډېرو برخو کې د خوراکي موادو کمبود را منځ ته کولی شي. داسې ښکاري چې په راتلونکو کلونو کې به هم د لاوس اقتصاد د ای ام اف او نورو نړیوالو موسسو پر مرستو ولاړ وي.
په دې وروستیو کلونو کې ځینو بهرنیو پانګه والو د خوراکي توکو د پروسس او د کانونو د ایستلو په برخه کې پانګونه کړې، چې یو ښه پیل بلل کیدای شي.
جاپان همدا اوس لاوس ته غټ مرسته ورکوونکی هېواد دی. د پخواني شوروي اتحاد او د ختیځې اروپا د نورو هېوادونو مرستې لا پخوا بندې شوې دي، لکه د نورو پرمختیایي هېوادونو په څېر د ځنګلونو پرې کېدنه او د خاورې فرسایش د لاوس د ناخالص کورني تولید د راتلونکي پرمختګ په لاره کې غټ خنډونه بلل کیدای شي. په ۲۰۰۴ ز کال کې د لاوس او د امریکا د متحده ایالاتو تر منځ عادي سوداګریزي اړیکې ټینګې شوې دي. دې اړیکو لاوسي تولیدوونکو ته موقع په لاس ورکړه چې خپل توکي په لږو مالیاتو صادر کړي.
د ګچو ایستل او پروسس، لرګي، برېښنا، د خوراکي توکو پروسس، ساختماني توکي او سیمنټ، ټوکران، جامې او لاسي کارونه د دغه هېواد مهم صنعتي توکي دي.
د لاوس څلور سلنه ځمکه د کرلو وړ ده. د دغه هېواد دری سلنه خاوره څړځایونو او پاتې نوره یې بیا ځنګلونو، غرونو، بیدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. همدا اوس د دغه هېواد ۷۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور پر کار بوخت دي او د هېواد ۳۱ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي. لرګي، وریجې، جوار، قهوه، خواږه، کچالو، تنباکو، سابه، میوې، غوښه، لبنیات او هګۍ د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
دغه هېواد ۴۱ هوایي ډګرونه لري چې ۱۰ یې په پاخه او عصری ډول رغول شوي دي. د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۸۵۶ او د انټرنېټ کود یې LA دی، چې ټولټال یې ۴۰۰ زره کسان لاسرسی ورته لري.
په دغه هېواد کې دوه ټلوېزیونونه فعالیت کوي، چې یو دولتي دی او بل د دولت او یو ټایلنډي شرکت له خوا په ګډه اداره کیږي.
لاوس د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب، د آسیا او نړۍ یو وروسته پاتې هېواد بلل کیږي، خو پاتې دې نه وي چې لاوس د ښکلو پارکونو، شنو غرونو، دښتو او طبیعي ښکلا او تاریخي ماڼیو درلودونکی هېواد دی، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه هر کال زیات شمېر سیلانیان ورته راځي او په دغه هېواد کې د لنډې مودې لپاره پاتې کیږي، چې دا د لاوس هېواد پر اقتصاد باندې مثبت اغېز کوي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ۹۰ سلنه خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په لاوس کې زده کړه له ۶-۱۰ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.
د لاوس قوم په ۱۳مه پېړۍ کې د چین له جنوبي سیمې بوتان څخه د جنوب پر لور د کمبودیا د امپراطورۍ سیمې ته وشړل شو. دوی څو پېړۍ د دې سترواکۍ په قلمرو کې تېرې کړې، خو د خپلي استوګنې په سیمو کې یې کوچني او کمزوري حکومتونه جوړ کړي وو. د وخت په تېرېدو د لوانک پرابانګ د سیمې واکمنو له خونړیو جګړو وروسته، د ډېرو نورو سیمو محلي فیوډالانو ته ماتې ورکړه او د ننني لاوس او ټایلنډ په شمالي برخو کې یې د لانګزانک پاچایي جوړه کړه. په ۱۷مه پېړۍ کې دغه پاچایي پر دوو هېوادونو ووېشل شوه. لومړی وین تیام چې په ۱۸۲۷ ز کال کې سیام ننني ټایلنډ ونیو او دویم لوانګ پرانګ چې دواړه د کمزورتیا په وجه د سیام او آنام له پرله پسې ګواښونو او یرغلونو سره مخ وو. د لاوس دواړه حکومتونه د ۱۹مې پېړۍ له پیل څخه تر ۸۵ کلونو پورې د سیام تر لاس لاندې وو. په ۱۸۹۳ ز کال کې د هند و چین په ټاپووزمه کې د فرانسویانو نفوذ زیات شو او لاوس یې هم ونیو. دې واکمنۍ تر ۱۹۴۵ ز کال پورې دوام وکړ. په همدغه کال کې چې دویمې نړیوالې جګړې دوام درلود، لاوس د جاپاني پوځونو لاس ته ورغی. یو کال وروسته بیا فرانسویانو دغه هېواد ونیو. په ۱۹۴۷ ز کال کې فرانسویانو پرېکړه وکړه چې لاوس د خلکو د خپلواکۍ غوښتنې غورځنګ د هڅو له امله دغه هېواد ته کورنۍ خپلواکي ورکړي او په دې توګه په لاوس کې د لوانګ پرانګ د کورنۍ په مشرۍ پارلماني پاچایي جوړه شوه. وروسته بیا د لاوس خلکو د هېواد د پوره خپلواکۍ لپاره مبارزې جدي کړې، له همدې امله فرانسویانو د فرانسې د اتحادیې په چوکاټ کې دغه هېواد ته پوره خپلواکي ورکړه.
په ۱۹۵۳ ز کال کې د لاوس د خلکو یا پاتت لاو کمونیستي غورځنګ د شهزاده سوپانا وونګ په مشرۍ، په شمالي ویتنام کې جوړ شو. د پاتت لاو جلا وطنه حکومت په ۱۹۵۳ ز کال کې د شمالي ویتنام او چین په مرسته د لاوس په شمالي سیمو کې ځاي پر ځای شو او په دغه هېواد کې خونړۍ کورنۍ جګړې ونښتې. د جینوا د ۱۹۵۴ ز کال نړیوال کنفرانس دغه جګړې پای ته ورسولې او پرېکړه یې وکړه، چې د لاوس دوه غټ شمالي ولایتونه دې د پاتت لاو په ولکه کې پاتې وي او په نور هېواد کې دې یو ناپېیلی حکومت جوړ شي. دغه کنفرانس د لاوس د خاورې بشپړتیا او خپلواکي په رسمیت وپېژندله .
د افغانستان او لاوس هېواد تر منځ کومې سیاسي رسمي اړیکې نشته.
له افغانستان څخه تر لاوس پورې د هوا له لارې فاصله ۳۷۶۷ کیلومتره او همدا راز د کابل او وین تیان ښارونو تر منځ د وخت توپير ۲:۳۰ ساعته دی.