لبنان د منځني ختیځ او د عربي منځني ختیځ هېوادونو په ډله کې د آسیا په لوېدیځه برخه کې د مدیترانې سمندرګي په ختیځه څنډه کې د شمالي عرض البلدونو د ۳۲- ۳۴ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۳۵- ۳۶ درجو تر منځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۴۰۱۵ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۱۴۲م لوی هېواد دی.
د لبنان شمالي ته سوریه، جنوب ته اسراییل، ختیځ ته سوریه او لوېدیځ ته یې د مدیترانې سمندرګی پروت دی.
دغه هېواد د مدیترانې سمندرګي په خوا کې پروت دی، ځکه مدیترانهیي اقلیم لري. په عمومي توګه د دغه هېواد اقلمي فصلونه د لبنان د ځانګړي جغرافیایي موقعیت محصول دي، ځکه چې لبنان د دوو بېلابېلو اقلیمي سیمو تر منځ موقعیت لري. په جنوب کې د عربستان د ټاپووزمې او افریقا وچ ډاګونه چې تاوده او وچ دوبني بادونه یې مخ په شمال الوزي او د هوا لندبل کموي او دویم د لبنان په شمال کې هغه اقلیمي سیمه پرته ده، چې د لوېدیځو بادونو تر اغېز لاندې ده. دا بادونه ژمی مهال جنوب- ختیځ لوري ته لګېږي او هوا لندوي.
په عمومي توګه د لبنان ژمی معتدل او لږ سوړ دی، چې په جکو غرنیو سیمو کې یې پرېمانه واوره اوري. د دغه هېواد دوبی وچ او تود دی. د لبنان د کلني اورښت اندازه ښه زیاته ده.
دغه هېواد د آسیا او نړۍ له کوچنیو هېوادونو څخه دی، چې د مدیترانې د سمندرګي په ختیځه خوا کې له شمال- ختیځ څخه تر جنوب- لوېدیځ پورې ۳۱۲ کیلومتره ډېر اوږدوالی او له ختیځ څخه لوېدیځ ته ۸۵ کیلومتره پلنوالی لري.
د دغه هېواد پلازمېنه د بیروت ښار دی، نفوس یې څه کم اوو میلیونو کسانو ته رسېږي، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۴۰۴ کسان ژوند کوي.
د لبنان ۹۰ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې لس سلنه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي او د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د درلودو حق لري.
دغه هېواد د اداري وېش له پلوه پر پنځو ولایتونو وېشل شوی دی. طرابلس، بېلوس، سیدون، هرمیل، جونیه، صور او راشیا د دغه هېواد لوی او مهم ښارونه دي.
د لبنان اساسي قانون د ۱۹۲۶ ز کال د مې په ۲۳مه نافذ شوی او تر اوسه څو ځلې تعدیلات په کې راغلي دي. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر میشال نعیم عون او لومړی وزیر یې حسان دیاب دی. د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې، د دغه هېواد ولسمشر د ولسي جرګې له خوا د شپږو کلونو لپاره ټاکل کیږي. د لبنان لومړی وزیر او مرستیلان یې د ولسي جرګې په مشوره د ولسمشر له خوا او د کابینې وزیران د ولسمشر او ولسي جرګې په مشوره د لومړي وزیر له خوا ټاکل کیږي.
د لبنان د ولسي جرګې ۱۲۸ غړي د څلورو کلونو لپاره د خلکو په خوښه ټاکل کیږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو عمر ۲۱ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د دغه هېواد حقوقي نظام د عثماني قوانینو، د ناپلیون د قوانینو او د اوسني مدني قانون پر اساساتو ولاړ دی. دغه هېواد د تمییز څلور محکمې لري چې یوه د جنایي او دری د سوداګریزو او عامه حقوقي مسایلو لپاره کار کوي. لبنان د قانون جوړولو یوه شورا لري.
دغه هېواد د ۱۹۴۳ ز کال د نومبر په ۲۲مه له فرانسې څخه خپلواکي واخیسته او اوس هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځې په نوم پکې نمانځل کېږي.
له ۱۹۷۵ تر ۱۹۹۱ ز کلونو پورې کورنۍ جګړې د لبنان ډېر اقتصادي بنسټونه ونړول، د دغه هېواد ملي تولید یې نیم په نیمه کم کړ او په منځني ختیځ کې یې د سوداګرۍ او بانکونو د مرکز په توګه د لبنان دریځ پای ته ورساوه. له سولې وروسته، د لبنان دولت د بیروت په ښار خپله څارنه پیاوړې کړه او له خلکو یې د مالیاتو پر ټولولو پیل وکړ.
د لبنان دولت د یو پروګرام په درلودو سره ځان ته پراخ هدفونه وټاکل. په ۱۹۹۳ ز کال کې د لبنان دولت د اقتصاد د بیا احیا کولو لپاره د ۲۰ بلیون ډالریز پروګرام په چوکاټ کې غیر خالص کورني تولید ته په ۱۹۹۴ ز کال کې اته سلنه او په ۱۹۹۵ ز کال کې اووه سلنه وده ورکړه. په لبنان کې د اسراییلو د ۱۹۹۶ ز کال پوځي عملیاتو د پرمختګ دغه چټګ بهیر ته ډېر زیان ورساوه. د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۸ ز کلونو تر منځ په لبنان کې د کلني انفلاسیون اندازه له ۱۰۰ سلنه څخه پنځه سلنه ته ټیټه شوه. د بهرنیو اسعارو زېرمه له یو بلیون څخه شپږ بلیون ته زیاته شوه او د ملي پانګې نوي زیاتوالي د لبنان په بهرنیو تادیاتو کې زیاتوالی راوست.
په همدغو کلونو کې د لبنان د اقتصاد د فزیکي او مالي بنسټونو په بیا ودانولو کې ډېر پرمختګ وشو او د دوو بلیون ډالرو په مصرفولو سره د بیروت د سوداګرۍ لوی مارکیټ بیا پر پښو ودرول شو. د بيروت د اسعارو د تبادلې مرکز د ۱۹۹۶ ز کال په جنوري کې پرانیستل شو او ډېر بهرني بانکونه او د بیمې خارجي موسسې بیا لبنان ته راغلې. له دې ټولو سره سره، د لبنان دولت د خپل وران وطن د اقتصاد د پوره رغونې لپاره له ډېرو ستونزو سره مخ دی. د دغه هېواد دولت مجبور دی چې د بهرنیو اسعارو له زېرمو څخه د اقتصادي پرمختګ په ګټه کار واخلي او له بهر څخه د پورونو اغېزمن راتګ ته ښه لاره پرانیزي.
دغه هېواد د آزاد اقتصاد ښه عنعنه لري او هېڅکله یې پر بهرنیو پانګونو باندې بندیزونه نه دي لګولي، خو دغه راز پانګونې ته ډېره لېوالتیا له دې ستونزو سره مخ ده: اداري فساد، د لایسنسونو په صادرولو کې ځنډ، لوړې لوړې مالیې، ګمرګي تعرفې او فیسونه، حقوقي ستونزې او د پوهنیزو مالکیتونو د خوندیتوب ساتنه.
د لبنان په اقتصادي جوړښت کې د خدماتو ونډه ډېره ده، بانکي خدمات او سیلانیان په دې خدماتو کې وتلي ځایونه لري.
ټوکران، د خوراکي توکو پروسس، کیمیاوي توکي، کاغذ، د کاني توکو پروسس، سیمنټ، برېښنایي سامانونه، پلاستیک، چرم، لرګي، موبل او فرنیچر، د تېلو چاڼ، دارو درمل، فلزي تولیدات او داسې نور د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورونه دي.
د لبنان ۱۷ سلنه خاوره د کرنې وړ ده، د دغه هېواد پاتې خاوره څړځایونو، ځنګلونو، غرونو، بیدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې سیمو نیولې ده. د دغه هېواد اته سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد پنځه سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.
غنم، تنباکو، زیتون، سابه، غوښه، لبنیات او هګۍ د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
لبنان له ۲۰ زیاتې غټې تجارتي بېړۍ او اووه هوایي ډګرونه لري چې پنځه یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.
د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۶۱ او د انټرنېټ کود یې AB دی، چې ټولټال یې یو میلیون کسان ورته لاسرسی لري.
لبنان اووه ټلوېزیونونه لري چې یو یې دولتي دی. د دغه هېواد د راډیوګانو شمېر له ۳۰ زیات دی.
دغه هېواد د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب، د آسیا او نړۍ له پرمختلونکو هېوادونو څخه دی. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ۹۵ سلنه خلک پر لیک او لوست پوهیږي.
په لبنان کې زده کړه له ۶- ۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.
لبنان په یوازې توګه او کله کله له سوریې سره په ګډه ډېر لرغونی تاریخ لري. کنعانیان چې یونانیانو فینقیان بلل، له میلاد څخه ۲۵۰۰ کاله مخکې د لبنان اوسنۍ خاورې ته چې هغه وخت فینیشیا نومیده، وکوچېدل. فینقیانو د سمندرونو سوداګرۍ او ښارجوړولو په برخه کې لوی لاس درلود. د کارتاژ لرغونی ښار دوی جوړ کړی و، له میلاد څخه ۵۸۳ کاله مخکې مصریانو بیا فارسیانو، آثوریانو، بابلیانو او یونانیانو پر لبنان حکومت کړی دی. له میلاد څخه ۶۲ کاله مخکې لبنان د روم په سترواکۍ پورې وتړل شو، په څلورمه م پېړۍ کې کله چې دروم سترواکي وشنل شوه، لبنان د بیرانس یا د ختیځ روم له دولت څخه جلا شو. کله چې په اوومه پېړۍ کې اسلامي لښکرو د دې سیمو پر نیولو پیل وکړ، لبنان مسلمانانو ونیو او عیسوي ماروني ډلې د دغه هېواد په شمالي غرنیو برخو کې ځای ونیو. د ۱۶مې پېړۍ په لومړیو کلونو کې لبنان د عثماني سترواکۍ پوځونو ونیو او عثمانیانو د دغه هېواد سیمه ییز مشرانو ته ډېر واک ورکړ.
د ۱۹مې پېړۍ په نیمایي کې د لبنان د دوو ډلو مارونیانو او فرانسې په ملاتړ او رزویانو د انګلستان په ملاتړ تر منځ کورنۍ جګړه ونیښته. فرانسویانو په ۱۸۶۰ ز کال کې د مارونیانو په ننګه سوریې او لبنان ته پوځونه واستول او پرېکړه وشوه چې لبنان دې د هغه مسیحي مشر تر څارنې لاندې کورنۍ خپلواکي ولري، چې عثماني سلطان به یې ټاکي.
په ۱۹۲۰ ز کال کې فرانسویانو پر سوریه او لبنان باندې د عثمانیانو ۴۰۰ کلنه واکمني پای ته ورسوله او پر دغو دواړو هېوادونو باندې د فرانسې قیمومیت ټینګ شو. فرانسویانو دا وخت د سوریې خاوره چې لبنان هم په کې حساب و، پر پنځو کوچنیو دولتونو ووېشله، د لبنان مسیحیانو د خپل نوي خپلواکه هېواد هرکلی وکړ او په دغه هېواد کې اساسي قانون ولسمشر او اداري تشکیلات منځ ته راغلل.
افغانستان په ۱۹۵۰ ز کال کې له لبنان سره نااستوګنې سیاسي اړیکې ټینګې کړې، په لومړي سر کې په بغداد کې افغان سفارت د لبنان لپاره هم کار کاوه، بیا دا دندې په قاهره کې افغان سفارت ته وسپارل شوې، اوس اوس په دمشق کې افغان سفارت دا دنده پر مخ بیایي.
له افغانستان څخه تر لبنان پورې د هوا له لارې فاصله ۲۹۳۴ کیلومتره او همدا راز د کابل او بیروت ښارونو تر منځ د وخت توپير ۲:۳۰ ساعته دی.