مالیزیا په جنوب- ختیځه اسیا کې د جنوبي چین د سیند او اندونیزیا تر منځ د شمالي عرض البلدونو د ۱- ۶ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۱۰۰- ۱۰۵ درجو په مینځ کې موقعیت لري، چې پراخوالی یې ۱۲۷۳۱۷ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۶۰م لوی هېواد دی.
د مالیزیا شمال ته ټایلنډ، جنوب ته مالاکا سمندري لار، ختیځ ته د جنوبي چین سیند او لوېدیځ ته یې د مالاکا سمندري لار پرته ده.
د مالیزیا هوا لنده او سمندري ده، دا ځکه چې دغه هېواد د استوا کرښې ته نږدې پروت دی، نو یې هوا توده او اورښت یې زیات دی.
دغه هېواد د جنوب- ختیځې آسیا تر ټولو جنوبي هېواد دی، دغه هېواد دوه بېلې برخې لري، لومړۍ یې د مالیزیا ټاپووزمه چې د ټایلنډ په جنوب او د مالاکا سمندري لارې په ختیځ کې موقعیت لري او مساحت یې ۱۳۱۵۸۸ کیلومتره ته رسېږي او دویمه هم د اندونیزیا د برنیو د ټاپو په شمال او د جنوبي چین د سیند په جنوبي برخه کې د ساراواک او سبا ایالتونه دي.
د دغه هېواد پلازمېنه د کوالالمپور ښار دی او ټولټال څه کم ۳۳ میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۸۶ کسان ژوند کوي.
د مالیزیا ۷۵ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۲۵ سلنه هغه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې د دریو ماشومانو درلودو حق لري.
دغه هېواد د اداري وېش له پلوه پر دیارلسو ایالتونو باندې وېشل شوی دی. مراه، کوالاسوت، الوراستار، اېپوه کلانک، رانوب او تای پیک یې مهم او لوی ښارونه دي.
د مالیزیا اساسي قانون د ۱۹۵۷ ز کال د اګسټ په ۳۱مه تصویب شوی او په ۲۰۰۷ ز کال کې ځینې بدلونونه په کې راغلي دي. د دې قانون له مخې، د دغه هېواد نظام مشروطه پاچایي دی. د مالیزیا نهه ایالتونه خپل میراثي پاچایان لري، د دغه هېواد د څلورو ایالتونو والیان د حکومت له خوا ټاکل کیږي. د مالیزیا د نهه ګونو ایالتونو پاچایان له خپله منځه یو پاچا د پنځو کلونو لپاره د مالیزیا د پاچا په توګه ټاکي. په څلورو نورو ایالتونو کې سبا او ساراواک خپل ځینې پخواني حقوق محفوظ ساتلي دي، خو بهرنۍ اړیکې، دفاعي چارې او کورنی امنیت یې د فدرالي دولت پر غاړه دی.
د مالیزیا لومړی وزیر محاضر بن محمد دی، د قانون له مخې، دغه پاچا پنځه کاله کار کوي او بیا نوی واکمن غوره کیږي. په دغه هېواد کې هغه څوک چې ګوند یې د هېواد په ولسي جرګه کې اکثریت څوکۍ وګټي، د لومړي وزیر په توګه ټاکل کیږي. په مالیزیا کې د کابینې وزیران د لومړي وزیر له خوا د ولسي جرګه له منځه د پاچا په مشوره غوره کیږي.
د دغه هېواد پارلمان دوې جرګې لري، انتصابي سنا یا د مشرانو جرګه چې له ۷۰ غړو څخه یې ۴۴ د پاچا او ۲۶ د ایالتونو له خوا ټاکل کیږي او بله ولسي جرګه چې ۲۲۲ غړي یې د پنځو کلونو لپاره د خلکو په خوښه ټاکل کیږي.
په مالیزیا کې د رایې ورکولو سن ۲۱ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي. د دغه هېواد په ولسي جرګه کې ۱۳۷ څوکۍ د یووالي، ۷۶ د مخالف او ۹ د خپلواکه ایالتونو دي.
د مالیزیا حقوقي نظام پر انګلیسي قوانینو ولاړ دی، د دغه هېواد لوړ قضایي ارګان ستره محکمه ده چې قاضیان یې له لومړي وزیر سره په مشوره د پاچا له خوا ټاکل کیږي.
لیم ګنګ یاک ګوند، لبرال ولسواک ګوند، د ولسواک عمل ګوند او د خلکو د عدالت ګوند د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
دغه هېواد د ۱۹۵۷ ز کال د اګسټ په ۳۱مه له انګلستان څخه خپلواکي اخیستې او اوس هر کال همدا ورځ د خپلواکۍ د ورځ په نوم پکې نمانځل کېږي.
وروسته له هغې چې یوه لسیزه د مالیزیا ناخالص کورني تولید هر کال په منځنۍ توګه ۸ سلنه وده درلوده، په ۱۹۹۸ ز کال کې سیمه ییز مالي بحران زیانمن کړ او ناخالص کورنی تولید ۷ سلنه ټیټ شو. اټکل کیده چې د مالیزیا اقتصاد به د ۱۹۹۹ ز کال په لومړۍ نیمایي کې همدا ناوړه حالت ولري او رسمي احصاییې د صادراتو کمزورتیا ښکاره کړه. په هغو کلونو کې د مالیزیا لومړي وزیر ډاکتر مهاتیر محمد چې د آسیا او نړۍ له لویو شخصیتونو څخه و او ډېر تالیفات لري، د خپلو ملي پیسو د ارزښت د ساتلو کنټرول یې پیاوړی کړ، غټه پراختیایي بودجه یې منظور کړه، د وزګارتیا د کمولو لپاره کورنۍ او بهرنۍ سرچینې یې پيدا کړې، د ډاکتر مهاتیر محمد هڅو ښه پایله درلوده او دغه هېواد یې د ګړندي پرمختګ لارې ته برابر کړ. له دې مخکې مالیزیا منځنی عاید درلود او اومه صنعتي توکي به یې جوړول، خو په نوي پړاو کې د مالیزیا د اقتصاد ټولو سکټورونو وده وکړه، د صادراتو پراختیا ته پاملرنه وشوه او د لومړي ځل لپاره د دغه هېواد په صادراتي اقلامو کې د برېښنایي وسایلو او ماشینونو نومونه هم زیات شول.
د دغه هېواد اقتصاد د امریکا له متحده ایالاتو، چین او جاپان سره تړلی دی، ځکه دې هېوادونو په مالیزیا کې ډېره پانګونه کړې او د دغه هېواد د صادراتي مالونو پېرودونکي دي.
د تېلو ایستل او چاڼ، ربړ، برېښنایي سامانونه، کمکي نقلیه وسایط، طبي وسایط، کرنیز ماشینونه، پرزې، فلزات او قلعي، لرګي او لرګین شیان، د خوراکي توکو پروسس، استهلاکي توکي، کیمیاوي سره، ټوکران، کاغذ، قرطاسیه او سپورټي وسایل د دغه هېواد مهم صنعتي توکي بلل کېږي.
د مالیزیا شپږ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده، د دغه هېواد پاتې خاوره ځنګلونو، غرونو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۱۴ سلنه خلک د کرنې، ځنګلونو او کب نیولو په برخو کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۱۱ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.
ربړ، غوړي، وریجې، حبوبات، مرچ، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د مالیزیا مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
د امریکا متحده ایالات، سنګاپور، جاپان، ټایلنډ، هانګ کانګ او چین د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي. دغه هېواد څه کمې ۲۰۰ تجارتي بېړۍ او ۱۱۸ هوایي ډګرونه لري چې ۴۰ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.
د مالیزیا د ټلیفون کود ۰۰۶۰ او د انټرنېټ کود یې بیاMY دی، چې ټولټال یې ۱۶ میلیونه کسان ورته لاسرسی لري.
په دغه هېواد کې د رسنیو دولتي شرکت دوه او خصوصي برخه څلور ټلوېزیونونه لري، چې ټول په هېواد کې لیدل کیږي.
مالیزیا د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید د پرله پسې ډېرښت له امله، د آسیا یو پرمختللی هېواد بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په مالیزیا کې زده کړه د ۷- ۱۵ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.
په مالیزیا کې له میلاد څخه ۵۰۰۰ کاله مخکې د انساني ژوند نښې نښانې لیدل شوې دي، داسې ښکاري چې هغه وخت داسې خلک دلته مېشت وو چې په ځنګلونو کې یې ژوند کاوه او ډېر ساده خواړه او جامې یې درلودل. له میلاد څخه ۲۰۰۰ کاله مخکې شاوخوا له جنوبي چین څخه ځینې چینایان د ملایا د ټاپووزمې؛ مالیزیا، اندونیزیا او فلیپین د اوسنیو خاورو پر لور وخو ځېدل، ورو ورو هلته مېشت شول او له اوسپنې څخه د کار اخیستنې او کرنې دودونه یې هلته ولیږدول. له میلاد څخه دری پېړۍ مخکې، د ماله د قومونو خلک دې ملک ته وکوچېدل او ورو ورو یې خپله واکمني جوړه کړه، تر هغه وروسته له هند او چین سره د مالایا د ټاپووزمې د سیمه ییزو مشرانو د سوداګرۍ اړیکو په دغه هېواد کې د چیني او هندي ادیانو فرهنګ خورولو ته لار پرانیستله.
له میلاد څخه وروسته په لومړنیو پېړیو کې د سیند په دره کې د پاچایي دولت جوړ شو، چې د هندي کلتور تر اغېز لاندې و. له دې وروسته هم د مالایا سیمه ییز واکمنان د هند، چین او اندونیزیا تر اغېز لاندې وو. په ۱۳مه او ۱۴مه پېړۍ کې د اسلام مبارک دین مالایا ته ورسید، په ۱۵مه پېړۍ کې د مالایا د ټاپووزمې په جنوبي برخو کې د مالاکا د سلاطینو خپلواکه دولت جوړ شو، عربي ژبې او لیکدود د سانسکریټ او اسلام د بوداییزم ځای ونیو. د ۱۶مې پېړۍ په پیل کې اروپایانو د هند د سمندر په سیمه کې د عربي سوداګرو د کار د مخنیوي لپاره هند او چین ته لاس اوږد کړ. په ۱۵۱۱ ز کال کې د پرتګال نایب السلطنته د مالاکا بندر ونیو، په سیمه کې یې د چین د وریښمو او خاورینو لوښو، د هند د ټوکرانو او د ملوک ټاپوګانو د داروګانو انحصار تر لاسه کړ او په دغه بندر کې د پرتګالیانو لومړنۍ اډه جوړه شوه. په ۱۵۹۵ ز کال کې هالنډیانو د جوهور له واکمن سره لاس یو کړ، پرتګالیان یې له مالاکا څخه و ایستل او د هغه تړون له مخې چې د جوهور له واکمن سره په اوسني جاکارتا کې یې لاسلیک کړ، دوی له آسیایانو او اروپایانو سره د هر راز سوداګریزو اړیکو پالل منعه کړل او ټوله اقتصادي راکړه ورکړه یې په خپل لاس کې ونیوه.
د افغانستان او مالیزیا تر منځ لومړنۍ نااستوګنې سیاسي اړیکې په ۱۹۴۸ ز کال کې جوړې شوې، هغه وخت په ډیلي کې د افغانستان لوی سفارت د مالیزیا له چارواکو سره هم اړیکې ساتلې.
په ۲۰۰۱ ز کال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او ولسمشر حامد کرزي دوه ځلې مالیزیا ته سفر وکړ.
له افغانستان څخه تر مالیزیا پورې د هوا له لارې فاصله ۴۸۳۷ کیلومتره او همدا راز د کابل او کوالالمپور ښارونو تر مینځ د وخت توپیر ۳:۳۰ ساعته دی.