څو ورځې مخکې مې د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې په يوې غونډې کې ګډون وکړ. د غونډې برخه والو افغان ملګرو د زړه پر ناروغۍ د اخته سلو افغان ماشومانو د علاج په پار د چين د سره صليب ټولنې د خدمتونو ستاينه وکړه. زما په ټاټوبي يعنې اروموچي کې چيني ډاکترانو تر سلو زيات د جراحۍ عمليات بريالي ترسره کړل چې له دې څخه د زياتو چينايانو پاملرنې او کوښښونه څرګنديږي او له سلو نه زياتو افغان کورنيو ته يې خوشحالي، خندا او د نېکمرغه ژوند هيلې ورکړې.
د روان کال د اکټوبر لومړۍ نېټه د چين له ملي جشن سره برابره وه. په همدې ورځ د چين سفارت له افغان دوستانو سره د جشن خوشحالي شريکه کړه. د چين د ګان سو ولايت د اکروباټيک هنري ډله کابل او باميان ته راغله او د لرې سفر د ستړيا او فزيکي ناجوړتيا سره سره يې په يوه اونۍ کې د جګړې له امله بې کسه او يتيمو ماشومانو او د پوهنتونونو ښوونکو او زده کوونکو ته پنځه ځله خوندورې نندارې وړاندې کړې. په دې هنري نندارې کې د ماشومانو د چکچکو او خندا لرونکو غږونو له څپو څخه په جګړه کې انسانيت او له رنګارنګ هنري ژوند سره د خلکو ارمان څرګند شو، زیات چينايان او افغان ملګري له دې نندارې ډېر اغېزمن شوي وو.
په افغانستان کې د انتخاباتو وخت را رسېدلی دی. تقريباً د افغانستان د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو او د ولسي جرګې ټولو نوماندانو ما ته وويل چې که څه هم دوی بېلا بېل سياسي افکار ساتي، خو يو داسې ګډ ټکی لري چې چين خپل ملګری بولي او د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو له ټينګولو سره شوق او زوق لري. د دوی په قول، چين د افغانستان لوی ګاونډی هېواد دی، خو هېڅکله يې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې، هېڅکله يې د افغانستان په ټاکنو، د ټاکنو په ارګانونو او د نوماندانو ټاکلو کې ګوتې نه دي وهلي، هېڅکله يې خپله اراده پر نورو نه ده تپلې، هېڅکله يې له افغانستان سره په اقتصادي مرستو کې اضافي سياسي شرايط نه دي زيات کړي او هېڅکله يې په افغانستان کې خپل اجنټ نه دی ساتلی، نه داسې هېواد د افغانانو لپاره د اعتماد وړ دی.
همدارنګه افغان ملګري ما ته څرګنده کړه چې له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې په چين کې سياسي ثبات ساتل شوی، تر اووه سوه ميليونو زيات کسان له بېوزلۍ څخه ژغورل شوي، شپږ پنځوس قومونه په همغږي ډول ګډ ژوند کوي، نږدې يو میليارډ او څلور سوه میليونه کسان له آرام ژوند څخه برخمن دي، د بېلابېلو کچو، سيمو او مذهبي عقيدو خلکو امنيت، لاسته راوړنې او نېکمرغه احساسات خپل کړي او د ژوند او چارو د موخو پوره کولو لپاره يې هلې ځلې کړې او کوي يې؛ دوی د افغانانو لپاره د ستاينې وړ دي. چين د اصلاحاتو، ورخلاصون، ډيموکراسۍ او قانوني ادارې په برخو کې د نړيوالو لپاره د پام وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي دي، خو چين هېڅ تکبر او لويي نه ده کړې، بلکې متواضع او محتاط اوسېدلی او د نورو پر وړاندې مساوي سلوک لري، خپل موډل پر نورو باندې نه اچوي او له بېلابېلو هېوادونو څخه ملاتړ کوي چې د هېوادونو د خاص وضعيت سره سم د پرمختګ مناسبې لارې غوره کړي. د چين د لوی مسوولانه هېواد څېرې د افغانانو ملاتړ خپل کړی دی.
د نويو ملګرو د پيدا کولو تر څنګ د پخوانيو ملګرو نه هېرول د چين ښه دود دی. څو ورځې مخکې مې د پخواني افغان پاچا محمد ظاهر شاه له خپلوانو سره لیدنه وکړه. دوی راته وويل چې فقيد پاچا په خپل عمر کې د چين په اړه ښې خاطرې درلودې. نوموړي په ۱۹۶۵ ز کال کې د چين په مرسته جوړ شوي د درونټې د کبانو روزلو له ځای څخه د ليدنې په وخت کې نږدې کسانو ته وويل چې چين د افغانستان لپاره د ملګرتيا او اعتماد وړ هېواد دی. چينايانو د دوستۍ او صميميت په موخه د افغانستان پروژې پر غاړه اخيستې او افغانانو ته يې ګټې رسولې او هېڅ شخصي ګټې يې پکې نه دي ساتلې، حتی د احسان بدله هم نه غواړي.
ځينو افغان ملګرو د اوسنيو نړيوالو حالاتو او د هېواد د امنيت په اړه خپلې اندېښنې را څرګندې کړې او د نړيوال شکل او د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو په هکله د چين دايمي پلان يې وپوښته. دوی ته مې ځواب ورکړ چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې او د نويو نړيوالو اړيکو ابادول د چين پلان دی. د چين او افغانستان د ګډ برخليک ټولنې او د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ټينګوالی د چين ژمنه ده.
چين او افغانستان ګډ برخليک لرونکي ملګري وو او دي. دواړو هېوادونو له امپريالېزم او استعمار سره په مبارزه کې يو له بل څخه ملاتړ کړی، په ګډه د ورېښمو د لرغونې لارې له ترقۍ او زوال څخه تېر شوي، په ګډه يې د مبارزې له لارې د هېواد خپلواکي او ملي ځواک تر لاسه کړی، په ګډه يې له ناپېيلي غورځنګ او د ملګرو ملتونو د پرمختګ له اجنډا څخه ملاتړ کړی او په ګډه يې له نړيوالې ترهګرۍ او نړيوالو جرمونو سره مقابلې کړې او کوي يې.
چين له خپل پرمختګ سره هممهاله د افغانستان له بيارغونې سره د مرستو په هڅه کې دی او هرکلی یې کوي چې افغانستان د چين د پرمختګ په چټک اورګاډي کې شريک شي. دغه راز چين هر کال د افغانستان د استعداد لرونکو کسانو لپاره له زرو نه زيات روزنيز فرصتونه او نږدې د ۲۰۰ تنو لپاره سکالرشيپونه برابروي، ځواکمنې چيني تصدۍ هڅوي چې په افغانستان کې پانګونې او کاروبار وکړي او د افغانستان لپاره يې مکتبونه او روغتونونه جوړ کړي دي. چين د افغان وروڼو د غوښتنو په وړاندې ښه رويه لري او تر خپلې وسې پورې تعهد شوې چارې ترسره کوي. چين په ابتکاري ډول افغانستان ته ترانسپورټي کرښه او کورني بازارونه پرانيستي دي. د افغانستان زعفران، جلغوزي، مرمرينې ډبرې او قالينې اوس په چين کې په ښه بيه پلورل کېږي او افغان بزګران او سوداګر ترې ګټې اخلي.
چين نه يوازې په خوله، بلکې په عمل کې د افغانانو په لارښوونه او مالکيت د اصل پر بنسټ د افغانستان د کورني سياسي جوړجاړي له بهير څخه ملاتړ کوي او د اړوندو سياسي ځواکونو ترمنځ د خبرو اترو د هڅولو لپاره کوښښونه کوي. د فعال ګډون تر څنګ د خپل مسووليت او صلاحيت له سرحد څخه نه اوړي، د حاکميت، امنيت او وقار په اړه د افغانانو د احساساتو پوره درناوی کوي. چين د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزيرانو ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کوي؛ ځکه ګاونډي هېوادونه انتخاب نه شي کولی، ښه ګاونډيتوب د افغانستان د دايمي ثبات له مخکښو شرايطو څخه يو دی. چين هيله لري چې افغانستان د بېلابېلو هېوادونو د همکارۍ ډګر وګرځي؛ نه د لويو هېوادونو ترمنځ د سيالۍ ميدان. چين غواړي له نړيوالو ملګرو سره يو ځای د افغانستان د سولې او بيارغونې لپاره مرستې وکړي. هر هغه کار چې د افغانستان لپاره ګټور دی، موږ يې هرکلی او ملاتړ کوو. ټوله نړۍ يې بايد تر وسې پورې او په ښه توګه تر سره کړي.
نړيوال او سيمه ييز حالات د بدلون په حال کې دي. د چين او افغانستان ټولنيز وضعيت او د خلکو افکار هم د بدلون په حال کې دي، نو د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې بايد د زمانې له بدلونونو سره سم پرمختګ وکړي. دواړه هېوادونه بايد د ګډو ګټو، مسووليتونو او برخليک د ټولنې په توګه په نړيواله ټولنه کې د متقابل درناوي، عدالت، انصاف او همکارۍ په بڼه د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ نوې لار پيدا کړي. دواړه هېوادونه کولی شي چې د يو کمربند او يوې لارې په اړه ګډې مشورې، ګډه ابادي او ګډې ګټې پياوړې کړي. د خپلې وسې په اندازه ګام په ګام د ټرانسپورتي پيوستون، سوداګرۍ، پانګونې، کلتوري تبادلې او سيمه ييزې همکارۍ په برخو کې پروژې پلې کړي. دواړه هېوادونه کولی شي چې د بېلابېلو کچو سياسي ډيالوګ او د اړوندو پاليسيو تبادلې زياتې کړي، تر کليدي ګټو پورې د اړه لرونکو او مهمو مسئلو په اړه يو د بل تفاهم او ملاتړ پياوړی کړي او دوه اړخيزې همکارۍ او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخه کې سيمه ييزې همکارۍ ژورې کړي.