مالدیپ د آسیا په جنوب کې د هند په سمندر او د هند په جنوبي خوا کې د شمالي عرض البلدونو د صفر او ۹ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۷۱ او ۷۳ درجو تر مینځ موقعیت لري، چې پراخوالی یې ۱۱۵ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۲۰۹م لوی هېواد بلل کېږي.
مالدیپ له یوې خوا د استوا کرښې ته نږدې پروت دی او له بلې خوا له څلورو خواوو څخه د هند د سمندر اوبو کلابند کړی دی. له همدې امله د دغه هېواد هوا ډېره توده او لنده ده. د مالدیپ د ټاپوګانو په ټولګي کې ډېر زیات باران ورېږي، د دغه هېواد په شمال- ختیځو سیمو کې د اورښت فصل له نومبر تر مارچ او د جنوب- لوېدیځو سیمو له جون تر اګست پورې دی.
د دغه هېواد د ټاپوګانو ټولګی له ۲۰۰۰ مرجاني ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی، چې ۸۰ نسبتاً لوی او ۲۴۵ یې د استوګنې وړ دي. دغه ټول ټاپوګان د اوبو د کاڼو په ۱۹ کړیو کې راغونډ شوي او په مجموع کې یې د انګورو د وږي شکل جوړ کړی دی. داسې اټکل کیږي چې دغه ټاپوګان د هغه سمندري غره لوړې برخې دي، چې اصلاً اورغورځوونکي منشا لري او له شمال څخه د جنوب خوا ته غځېدلي دي. د استوا کرښه د مالدیپ جنوب ته په نږدې واټن کې تېره شوې ده، دغه هېواد ته تر ټولو نږدې هېواد هند دی چې د دغه هېواد شمالي لوري ته پروت دی.
د دغه هېواد غرونه لږ ټیټ او لنډ دي، د دغه هېواد پاتې خاوره هواره او د پریمانه اورښتونو او تودې هوا له امله په ګڼو ځنګلونو پوښلې شوې ده.
د مالدیپ پلازمېنه د ماله ښار دی او ټولټال څلور سوه زره کسان نفوس لري، چې په هر میل مربع سیمه کې یې ۳۴۴۰ کسان ژوند کوي.
د دغه هېواد ۴۵ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۵۵ سلنه هغه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د درلودو حق لري.
د مالدیپ اساسي قانون د ۱۹۶۸ ز کال د جون په څلورمه نافذ شوی دی. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر ابراهیم محمد سهیل دی چې د مالدیپ د لومړي وزارت چارې هم پرمخ بیایي. د دغه هېواد ولسمشر د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي او دوه ځلې کار کولای شي. د دغه هېواد د کابینې غړي د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي.
د مالدیپ ولسي جرګه ۷۷ څوکۍ لري چې د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ورته استازي ټاکل کیږي.
د دغه هېواد حقوقي نظام پر اسلامي قوانینو او انګلیسي اصولو ولاړ دی. د دغه هېواد لوړ قضایي ارګان ستره محکمه ده، چې قاضیان یې د ولسمشر له خوا د ولسي جرګې په مشوره ټاکل کیږي.
توریزم د مالدیپ د اقتصاد غټ سکتور دی، چې د هېواد ۲۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات او ۶۰ سلنه بهرني اسعار برابروي. د دغه هېواد د دولت ۹۰ سلنه مالیاتي عواید له ګمرکي محصولاتو او توریزم څخه لاس ته راځي. په ۲۰۰۷ ز کال کې ۳۸۰ زرو سیلانیانو دغه هېواد ته سفر کړی دی، چې د ۶۲۰ میلیون ډالره یې هلته لګولي دي. له توریزم وروسته کب نیونه د مالدیپ د اقتصاد دویم مهم سکټور بلل کیږي. په ۱۹۸۹ ز کال کې د مالدیپ دولت یو اقتصادي ریفورم پیل کړ چې د هغې له مخې یې ځینې صادرات خصوصي سکټور ته پرېښودل او وارداتي سهمیې یې لغوه کړې. همدا راز دولت په خپلو قوانینو کې داسې بدلون راوست چې بهرنۍ پانګې ته یې لاره پرانیستله. کرنه او صنعتي تولیدات د دغه هېواد په عمومي اقتصاد کې لږ ونډه لري او دا ځکه چې د کرني وړ ځمګه او وطني کار ګران دواړه پکې لږ دي. مالدیپ خپل زیات خوراکي مواد له نورو هېوادونو واردوي، صنعتي تولیدات، لاسي صنعت جامې او کوچنۍ بېړۍ د دغه هېواد ۱۸ سلنه ناخالص کورني تولیدات برابروي. د مالدیپ دولت د خپل هېواد د ډېر ټیت جغرافیایي موقعیت او د خاورې د فرسایش له امله په تشویش کې دی. د دغه هېواد ۸۰ سلنه خاوره د سمندر له سطحې شاوخوا یو متر لوړوالی لري، که د هوا د نړیوال تودوالي له امله د هند د سمندر اوبه نورې هم لوړې شي، کیدای شي چې د مالدیپ ډېر ټاپوګان په راتلونکو لسیزو کې ډوب شي. د ۲۰۰۴ ز کال د ډسمبر سرت سمندري توپان په دغه هېواد کې ۱۰۰ کسان مړه او ۱۲۰۰۰ یې بې ځایه کړل. دغه توپان د دغه هېواد اقتصاد ته ۳۰۰ میلیونه ډالره زیان رسولی دی، خو پاتې دې نه وي چې د مالدیپ اقتصاد اوس ښه لوري ته روان دی.
سیلانیان، کوچنۍ بېړۍ، د سوداګریزو بېړیو ترمیم، د کبانو پروسس، جامې، بوریا، لاسي صنعت، مرجان او په شګو او رېګ کې د کاني توکو پلټنه د دغه هېواد مهم صنعتي توکي بلل کېږي.
د دغه هېواد ۱۴ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده او پاتې څلور سلنه یې څړځایونو او پاتې نوره یې ځنګلونو، غونډیو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د مالدیپ ۱۲ سلنه خلک د کرنې، ځنګل ساتنې او د کبانو په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۷ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.
پنبه، وریجې، چای، جوار، کچالو، دارویي بوټي، ناریال، سابه، غوښه، لبنیات او هګۍ د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
د دغه هېواد غټ تجارتي شریکان ټایلنډ، جاپان، سریلانکا، انګلستان، فرانسه، اېټالیا او تانزانیا دي.
مالدیپ له ۲۰ ډېرې تجارتي بېړۍ لري، پنځه هوایي ډګرونه لري چې دری یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.
د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۶۰ او د انټرنېټ کود یې MV دی، چې ټولټال یې یو میلیون کسان ورته لاسرسی لري.
په مالدیپ کې دوه دولتي راډیو- ټلوېزیوني چینلونه فعالیت کوي. په دغه هېواد کې خصوصي سکټور هم د میډیا په برخه کې پانګونه کړې او کاري فعالیت کوي.
دغه هېواد د آسیا او نړۍ له ډېرو کوچنیو هېوادونو څخه دی او له اقتصادي اړخه هم ښه لوري ته روان دی.
په دغه هېواد کې له ۱۵ کلنو څخه پورته ټول خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په دغه هېواد کې زده کړه له ۶- ۱۲ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده.
د مالدیپ پخواني اوسیدونکي داسې هوښیار کب نیوونکي او ملاحان وو، چې تل یې د آسیا له اصلي خاورې سره خپلې اړیکې ژوندۍ ساتلې وې. په ۱۲مه پېړۍ یا د هجرت د شپږمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د اسلام مبارک دین د عربي سوداګرو په واسطه د مالدیپ ټاپوګانو ته ورسېد. له دې وروسته په څلورمه هجري پېړۍ کې هالنډیانو پرتګالیانو ته ماتې ورکړه او مالدیپ یې په سراندیپ یانې اوسنۍ سریلانکا پورې وتاړه. وروسته د انګلیسانو وار شو، د ۱۹مې پېړۍ په پیل کې انګلیسي پوځونه په یوازې توګه په داسې حال کې پر مالدیپ لاس بري شول، چې یو کورواکه پاچایي دولت د دغه هېواد چارې پرمخ بیولې. کله چې سویز کانال پرانیستل شو، د مالدیپ ارزښت ډېر اوچت شو او انګلستان د هانکانګ په ټاپو کې یوه سمندري اډه جوړه کړه، چې هانکانګ او ختیځې آسیا ته له عدن سویز او جبل الطارق څخه سمندري لارې او بېړۍ وڅارل شي. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، هغه وخت چې په ۱۹۴۷ ز کال کې د هند نیمه وچه د هند او پاکستان پر دوو هېوادونو ووېشل شوه، انګلستان غوښتل چې د مالدیپ د ټاپوګانو د ټولګي د ځانګړي ارزښتمن جغرافیایي موقعیت له امله دغه هېواد د ځان لپاره وساتي او له هغه څخه د یوې پوځي او تجارتي سمندري اډې په توګه کار واخلي، خو د مالدیپ خلکو د خپل هېواد د خپلواکۍ هڅې توندې کړې، له همدې امله انګلستان په ۱۹۴۸ ز کال کې دغو ټاپوګانو ته کورنۍ خپلواکي ورکړه او اداره یې د سریلانکا مشرتابه ته وسپارله. د ۱۳۵۳ ز کال په پیل کې د مالدیپ خلکو د خپل ژوند د بدو شرایطو د بدلانه په هیله د انګلیسانو او سلطان پر ضد پاڅون وکړ، د خلکو پاڅون بریالی شو، سلطان له دندې ګوښه او په هېواد کې جمهوري نظام اعلان شو، خو انګلیسي پوځونو پر پاڅون کوونکو ور ودانګل او سلطان یې بېرته پر دنده وګوماره.
له دې پېښو سره جوخت د پردیو پر ضد د مالدیپ د خلکو پاڅونونه ورځ په ورځ پیاوړي کیدل او ډېرو خلکو د خپل هېواد د خپلواکۍ غوښتنه کوله. په ۱۹۵۷ ز کال کې انګلیسانو وغوښتل چې د جنګي الوتکو لپاره په مالدیپ کې خپله اډه پراخه کړي، دا غوښتنه د مالدیپ د حکومت له مخالفت سره مخ شوه او لومړي وزیر ابراهیم علي چې د انګلیسانو له پلویانو څخه هم و، استعفا وکړه. بل لومړي وزیر ابراهیم ناصر هم د خلکو د بغاوت له ویرې او دا چې د هوایي اډې پراخول د ده د حکومت له ناپېیلي سیاست سره په ټکر کې وو، دا نګلستان وړاندېزونه ونه منل. په ۱۹۵۹ ز کال کې د خلکو د خپلواکۍ غوښتنې مبارزه نوره هم ګړندۍ شوه او ځینو خلکو د مالدیپ په جنوبي سیمو کې د خپلواکه جمهوریت د جوړېدو اعلان وکړ. د دغه خپلواکه جمهوریت عمر ډېر لنډ و، ځکه چې د مالدیپ په دولت کې هغو ځواکونو چې د انګلستان ډېره پلوي یې کوله، یرغل یې پرې وکړ او انګلستان ته دا موقع په لاس ورغله چې خپله هوایي اډه ښه پراخه کړي. د ۲۰مې پېړۍ په شپېتمو لسیزو کې د انګلستان دولت د مالي ستونزو له امله د سویز د خلیج په ختیځو برخو کې خپلې پوځي آډې تخلیه کړې او د دغو سیمو یا آډو د ساتنې چارې یې امریکا ته پرېښودې. د مالدیپ دولت دا حالت د ځان لپاره مناسب وباله او د خپل هېواد بشپړه خپلواکي یې اعلان کړه.
افغانستان او مالدیپ سیاسي اړیکې نه لري، خو مشران یې د سارک په سرمشریزو غونډو کې یو له بل سره ګوري.
له افغانستان څخه تر مالدیپ پورې د هوا له لارې فاصله ۳۵۹۰ کیلومتره او همدا راز د کابل او ماله ښارونو تر مینځ د وخت توپیر نیم ساعت دی.