یو دلیل چې په افغانستان کې زړه بوږنوونکې پېښې په ورته ډول یا لږ توپیر تکرارېږي، د پېښو نه څېړل یا په سیسټماټیک ډول د واقعیتونو د خپراوي مخنیوی دی. په وروستیو څو کلونو کې ګڼې داسې پېښې وشوې چې باید په روڼتیا څېړل شوې او ولس یې له اصلیته خبر شوی وی، خو داسې هېڅ مورد نه شته چې دولت دې خلک د دغه ډول پېښو له تیاره اړخونو خبر کړي وي. د کندوز ښار د سقوط پېښه، پر ۲۰۹ شاهین قول اردو برید او د کندهار د ولایت په مقام کې چاودنه چې پر افغانانو سربېره د متحده عربي اماراتو ډیپلوماتان په کې ووژل شول، دا ټولې هغه پېچلې پېښې وې چې جدي څېړنو ته یې اړتیا درلوده، خو لا هم افغان ولس ته قناعت بښونکی ځواب نه دی ورکړل شوی. لا هم د دې قضیو تیاره اړخونه نه دي روښانه شوي او همدغه کار دې دا ډول پېښو تکرار ته لاره هواره کړې ده. د کندهار ولایت په مقام کې د تېرې پنجشنبې ورځې برید د همدې لړۍ یوه بله کړۍ ده.
د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوه حیرانوونکې پېښه کې د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال رازق چې په سوېل کې د نسبي ثبات عمده عامل ګڼل کېده، د امنیت له ولایتي رییس او یو شمېر نورو کسانو سره ووژل شو. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د کندهار له ولایتي چارواکو سره ناسته درلوده. مېلر له پېښې روغ وتلی، خو د پرېکنده ملاتړ ماموریت د دوو امریکايي عسکرو د ټپي کېدو پخلی یې کړی دی.
د کندهار پېښې، په ځانګړي ډول د جنرال رازق وژل کېدو چې له طالبانو سره د دښمنۍ له کبله مشهور و، یو ځل بیا افغان ولس له ګڼو پوښتنو سره مخ کړی. سره له دې چې ظاهراً د پېښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې، خو د برید پېچلتیا ته په کتو د هغوی پر ادعا باور کول آسانه نه دي. په دې تړاو پر ټولنیزو رسنیو هم ډېر بحثونه کېږي چې د کندهار د پېښې اصلیت څه و. داسې ادعاوې هم کېږي چې پېښه د ناټو له عمومي قوماندان سره د ډېورنډ پر سر د جنرال رازق تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده. ویل کېږي جنرال مېلر له رازق څخه غوښتي وو چې پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم له تاوولو سره له مخالفت لاس پر سر شي، خو دا مسئله د رازق لپاره حیثیتي شوې وه او له هغه تېرېدل ورته ممکن نه وو. رازق په سوېلي ولایتونو کې پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم له لګولو سره مخالف و او څو ځله یې له پاکستاني پوځیانو سره نښتې هم کړې وې. په دې کې هم شک نه شته چې رازق د طالبانو او پاکستان دواړو لپاره یو عمده هدف و، ځکه هغه د خلکو ترمنځ د پراخ نفوذ پر مټ د طالبانو په اصلي ټاټوبي کندهار کې د هغوی د زیات نفوذ مخه نیولې وه. هغه پر کندهار سربېره په نورو سوېلي ولایتونو کې هم له خپل نفوذ په استفادې د طالبانو د بریا د مخنیوي هڅې کولې.
د جنرال رازق وژل کېدل یو ستر ابهام دی. په دې تړاو تر اوسه پورې په خپرو شویو معلوماتو قضاوت نه شي کېدای. د داسې چا په توګه چې په ولس کې یې ملاتړ درلود، د جنرال رازق مرګ ستره پېښه ده. دولت باید په دې تړاو د هغه ملاتړو او لارویانو ته وضاحت ورکړي.