له قانوني مودې تر درې کاله ځنډ وروسته په هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې وشوې. دا ټاکنې که څه هم له ګڼو ستونزې سره مخ وې، خو د يوه مثبت ګام په توګه یې په ډاډ سره هرکلی کولی شو. د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو پر لومړۍ ورځ وويل چې په ټول هېواد کې ميليونو کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی و، په داسې حال کې چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره بيا تر اتو ميليونو ډېرو افغانانو نومليکنه کړې وه.
په ټاکنو کې د خلکو د نسبتاً کمرنګي ګډون لوی لاملونه ناامني او دغه راز د ټاکنو کمېسيون کمزوری مديريت ښودل کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون پر دې بريالی نه شو چې ټول ټاکنيز مرکزونه پر ټاکلي وخت پرانيزي او هغه چې پرانيستل شول، د ځينو يې يا بايومېټريک دستګاوې خرابې وې او يا دا چې رايپاڼې پکې تر وخت مخکې ختمې شوې.
د کمېسيون چارواکو په ټاکنو کې د شته نيمګړتياوو له کبله له ملته بښنه غوښتې، خو له دې سره سره يې هم د ټاکنو په ورځ ځينې داسې پرېکړې وکړې چې له يوې خوا د قانون خلاف وې او له بلې خوا يې پروسه لا له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړه.
کمېسيون په ټاکنو کې د خلکو د پراخه ګډون لپاره پرېکړه وکړه، څو په هغو مرکزونو کې ټاکنې دويمې ورځې ته وغځوي چې يا پر وخت خلاص نه شول او يا پکې ټاکنيز مواد ژر ختم شول. د ټاکنو د قانون د حکم پر بنسټ ټاکنې له اصلي وخته يوازې دوه ساعته او يا تر هغې پورې غځېدای شي چې د رايې ورکولو لپاره د خلکو کتارونه ختم شوي نه وي.
بل پلو داسې راپورونه هم ورکول شوي چې د شپې مهال، ځينو هغو مرکزونو ته چې ټاکنې پکې دويمې ورځې ته غځول شوې وې، زورواکي ننوتي، د رايو د بکسونو قلفونه يې مات کړي او دغه راز يې ځينې بايومېټريک دستګاوې هم ورسره وړې دي. مطلب دا چې د ټاکنو د مودې تمديد د پروسې روڼتيا له ګواښ سره مخ کړه.
له دې ټولو ستونزو سره سره د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ځينې اقدامات د ستايلو دي. کمېسيون تر ټولو وړاندې له ژمنې سره سم ټاکنې پر خپل وخت وکړې، سره له دې چې په دې برخه کې ډېر فشارونه موجود وو، خو کمېسيون ورته تسليم نه شو او د خپل استقلاليت د اثبات لپاره له دې واړه فرصته يې ښه استفاده وکړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته لا هم ډېر کار پاتې دی. دوی بايد تر وسه پورې هڅه وکړي چې خپل کار ته په پوره خپلواکۍ سره دوام ورکړي. هغه رايې چې له بايومېټريک پرته کارول شوې بايد له ژمنې سره سم له بايومېټريک شويو رايو جلا کړي. د کمېسيون اقدامات بايد دومره روښانه او عادلانه وي چې ټول نوماندان پرې قناعت وکړي. افغانان د ولسي جرګې تر ټاکنو وروسته بله مهمه ازموينه په مخ کې لري او هغه دا چې په ولسمشريزو ټاکنو کې به ګډون کوي. که خدای مه کړه د ولسي جرګې ټاکنې جنجالي شي، نو پر ولسمشريزو ټاکنو به نېغ په نېغه اغېز وکړي او دا بې باوره شوې پروسه به لا ډېره بې باوره کړي. کمېسيون يوازې په قانوني اقداماتو سره د پروسې د بې باوره کېدو مخه نيولی شي.