نيپال د آسیا په جنوب کې د چین او هند تر منځ د شمالي عرض البلدونو د ۳۰ او ۲۶ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۸۰ او ۸۸ درجو په مینځ کې موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۵۴۱۵۴ میل مرتع ته رسېږي.
د نیپال شمال ته چین تبت، جنوب ته هند، ختیځ ته یې هم هند او لوېدیځ ته یې د هند جنوبي پولې پرتې دي.
نيپال غرنی هېواد دی، ځکه یې ژمی اوږد، سوړ او واورین- وچ دی. د دغه هېواد د جنوبي او ختیځو برخو هوا توده او لنده ده، د نیپال ختیځې برخې هر کال په منځنۍ توګه تر ۲۰۰۰ ملي متره پورې اورښت لري.
نیپال په وچه پورې تړلی کوچنی غرنی هېواد دی، چې اوږدوالی یې له ختیځ څخه لوېدیځ ته ۱۳۰۰ کیلومتره او پلنوالی یې له شمال څخه جنوب ته ۲۶۰ کیلومتره دی.
دغه هېواد د ټیټو دښتو او جګو غرنیو سیمو د لرلو په وجه بېلابېل طبیعي جوړښتونه لري. د نیپال شمالي سیمې د همالیا د غرونو لړیو نیولې، چې زیاتره په ځنګلونو پوښلې دي.
د دغه هېواد پلازمېنه د کتمندو ښار دی او ټولټال څه باندې ۲۸ میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۲۰۳ کسان ژوند کوي.
د نیپال ۲۵ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۷۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.
دغه هېواد د اداري وېش له کبله پر ۱۴ سیمو وېشل شوی دی. بیرات، لام بهایي پور، دانکتا، موستاتک، بایتادي، پوخارا، پټان پالیا او نیپال ګاني د دغه هېواد لوی او مهم ښارونه دي.
د دغه هېواد د حکومت ډول مشروطه پاچايي دی. د نیپال اوسنی ولسمشر میرمن بیدیا دوی بانداري او لومړی وزیر یې له ولسواکۍ څخه وروسته د هغه ګوند له خوا چې په ملي شورا کې اکثریت رایې وګتي، ټاکل کیږي. د نیپال د کابینې وزیران د لومړي وزیر په وړاندیز د پاچا له خوا ټاکل کیږي.
د نیپال ملي شورا ۶۰۱ غړي لري چې ۲۴۰ یې د خلکو په خوښه او ۳۳۵ یې د سیمو په تناسب او پاتې ۲۶ نور یې د کابینې له خوا ټاکل کیږي.
د دغه هېواد حقوقي نظام د هندو مذهب پر حقوقي اساساتو او انګلیسي قوانینو ولاړ دی. د دغه هېواد عالي حقوقي اداره ستره محکمه ده چې غړي او قاضی القضات یې د پاچا له خوا ټاکل کیږي.
نیپال په نړۍ ک له داسې بېوزلو او لږ پرمختللو هېوادونو څخه دی، چې ۱۵ سلنه خلک یې په بېوزلۍ کې ژوند کوي. کرنه د دغه هېواد د اقتصاد اساسي ستنه بلل کیږي، دغه سکټور د نیپال د ۸۰ سلنه خلکو لپاره خوراکي توکي او د ټول هېواد ۳۵ سلنه ناخالص کورني تولیدات برابروي. د نیپال صنعتي کارخونې د هغو اومو توکو د پروسس او پخولو پر کار لګیا دي، چې د کرنې له سکټور څخه لاس ته راځي. لکه جوت، ګني، تنباکو او حبوبات په دې وروستیو وختونو کې د نیپال د ټوکرانو او غالیو تولید دومره زیات شوی چې له ۱۹۹۷ تر ۲۰۰۰ ز کال پورې یې د هېواد ۸۲ سلنه بهرني اسعار برابر کړي دي. دغه هېواد په کرنیزو ځمکو او ځنګلونو سربېره، د میکا د قیمتي ډبرې سترې زېرمې لري. د دغه هېواد د اوبو برېښنا او توریزم د پرمختیا په حال کې دي.
له ۱۹۹۱ ز کال څخه را پدېخوا د نیپال دولت له داسې ریفورمونو سره پر مخ وخوځېد، چې په دغه هېواد کې یې د سوداګرۍ پرمختیا او بهرنۍ پانګه اچونه هڅوله. د بېلګې په توګه، د نیپال دولت د پانګې اچونې د اسانتیا لپاره د راجستر کولو ستومانه کوونکي ادارې بیروکراتیک چلند او د سوداګرۍ جوازونه حذف کړل. همدا راز د دغه هېواد دولت د دولتي لګښتونو د کمولو لپاره سبسایډي کمه کړه، دولتي صنعتي فابریکې یې په خصوصي سکټور خرڅې کړې او د دولتي مامورینو او کارکونکو شمېر یې کم کړ.
په تېرو څو کلونو کې سیاسي بې ثباتي پنځه حکومتونه په دغه هېواد کې له پښو وغورځول، له همدې امله د اقتصادي اساسي ریفورمونو په تطبیق کې د کتمندو وړتیا ته زیان ورسید. نیپال د خپل راتلونکې اقتصادي ودې لپاره د اوبو د برېښنایي تولید د زیاتوالي او د توریزم په شان بالقوه امکانات ډېر لري. اټکل کیږي چې د نیپال اوبه د ۴۳۰۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
توریزم، غالۍ، ټوکران، جوت، کاغذ، بوره، غوړي، اورلګیت، سیمنټ، لرګین تولیدات، لرګي او لاسي کارونه د دغه هېواد مهم صنعتي توکي بلل کېږي.
د نیپال ۱۷ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، د دغه هېواد ۱۵ سلنه خاوره څړځایونو او پاتې نوره یې ځنګلونو، غرونو، بیدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. همدا اوس د نیپال یو څه ځمکه کرل کیږي، د نیپال ۷۷ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۳۴ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.
ګني، تېلې دانې، تنباکو، وریجې، جوار، غنم، کچالو، سابه، مېوې او غوښه د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
دغه هېواد ۴۷ هوایي ډګرونه لري چې ۱۳ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۷۷ او د انټرنېټ کود یې بیا PN دی چې ټولټال یې یو میلیون کسان لاسرسی ورته لري.
د نیپال دولت دوه ټلوېزیوني او راډیویي چینلونه لري، په دغه هېواد کې له ۲۰۰۷ ز کال څخه را پدېخوا ۶۰ خصوصي راډیوګانې او ۶ سیمه ییز ټلوېزیونونه جوړ شوي، چې لا هم په دې برخه پانګونه په چټکۍ روانه ده.
دغه هېواد د آسیا او نړۍ له بېوزله هېوادونه څخه دی، هر نیپالی په منځنۍ توګه په کال کې کم عاید لري چې په نړۍ کې له کمو عوایدو شمېرل کیږي. د نیپال له ۱۵ کلونو څخه پورته ۷۰ سلنه خلک پر لیک او لوست پوهیږي. په دغه هېواد کې زده کړه د ۶- ۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانا لپاره وړیا او جبري ده.
د نیپال لرغونی تاریخ په افسانو کې نغښتی دی، له دې افسانو څخه داسې ښکاري چې د کتمندو د زرغوني درې نوم څو پېړۍ د نیپال له نامه سره مترادف و، له افسانو څخه ښکاري چې هغه وخت په دې سیمه کې د تبت چین، هند او د همالیا د ختیځې برخې کلتوري اغېز خورا پیاوړی و.
په اوومه پېړۍ کې نیپال یو آباد وطن و چې لاسي صنایعو او سوداګرۍ یې ښه پرمختګ کړی و. په اتمه پېړۍ کې نیپال د تبتیانو لاس ته ورغی، په ۱۱مه پېړۍ کې د تبتیانو د قدرت له کمېدو سره جوخت په نیپال کې د هند نفوذ زیات شو او په ۱۴مه پېړۍ کې د هند د تیرهوت پاچا هري سینها چې له مغولي یرغلګرو څخه تښتېدلی و، هغه په نیپال کې یوه پاچایي جوړه کړه. په ۱۵مه پېړۍ کې یوه بل هندي واکمن د کتمندو دره او د هغه شاوخوا سیمې لاندې کړې. د ده له مرګ وروسته د ده لخوا نیول شوې سیمې د ده د زامنو تر منځ ووېشل شوې او د کتمندو پټان او پادګان په نومونو درې پاچایۍ جوړې شوې او په ملک کې اړو دوړ رامنځ ته شو.
په ۱۶مه پېړۍ کې ګورخه کورني واک تر لاسه کړ او د خپلې واکمنۍ سیمه یې ډېره پراخه کړه. په ۱۷۶۹ ز کال کې یې د کتمندو دره ونیوه او د کتمندو ښارګوټی یې د خپل سلطنت د پلازمېنې په توګه وټاکه.
دا وخت په هند کې د انګلیسانو د ختیځ هند کمپني وغوښتل چې له تبت سره د نیپال له لارې د سوداګرۍ د پراختیا په هیله د نیپال له مشرانو سره اړیکې پیدا کړي. په ۱۷۶۷ ز کال کې د نارایان شاه او انګلستان روابط ځکه خړپړ شول چې انګلیسانو د ګورخه د کورنۍ د واکمنۍ پر ضد د نیواري د کورنۍ ملاتړ کاوه.
کله چې په ۱۹۴۷ ز کال کې هند خپلواکه شو، د نیپال خلکو د مشروطه پاچایۍ لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې. له همدې امله رانا اړ شو چې ډیکتاتوري پرېږدي او خپل حکومت ته ډیموکراټیکه بڼه ورکړي. په ۱۹۵۰ ز کال کې د نیپال پاچا د خلکو د فشار له امله کار پرېښود او هند ته یې پناه وروړه. په ۱۹۵۱ ز کال کې تریبهووانا د هندي پوځونو په مرسته واک تر لاسه کړ او خلکو ته یې د اساسي قانون او عمومي انتخاباتو وعده ورکړه. په ۱۹۵۲ ز کال کې د فبرورۍ په ۱۲مه د نیپال لومړنی اساسي قانون نافذ شو او د دغه هېواد لپاره داسې مشروطه پاچایي نظام په پام کې ونیول شو، چې ملي شورا یې دوه جرګې لري. دا وخت پر نیپال باندې د انګلستان اوږده سلطه پای ته ورسیده او نیپال د یوه خپلواک دولت په توګه د ملګرو ملتونو د موسسې غړی شو.
د افغانستان او نیپال تر منځ لومړنۍ سیاسي اړیکې په ۱۳۴۰ لمریز کال کې جوړې شوې. په ۱۹۶۹ ز کال کې د افغانستان پاچا محمد ظاهرشاه نیپال ته سفر کړی و، نیپال په ۱۹۷۸ ز کال کې خپلې سیاسي اړیکې له افغانستان سره وځنډولې چې تر اوسه په همغه حال پاتې دي.
له افغانستان څخه تر نیپال پورې د هوا له لارې فاصله ۱۶۷۹ کیلومتره او همدا راز د کابل او کتمندو ښارونو تر منځ د وخت توپیر ۱:۳۰ ساعته دی.