سعودي عربستان د آسیا د جنوب- لوېدیځ په منځني ختیځ او عربي منځني کې د عربستان په ټاپووزمه کې د شمالي عرض البلدونو د ۱۶ او ۳۲ درجو او ختیځ طول البلدونو د ۳۵ او ۵۶ درجو تر مینځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۸۳۰۰۰۰ میل مربع ته رسېږي او له دې پلوه د نړۍ ۱۳م لوی هېواد بلل کېږي.
د سعودي عربستان شمال ته اردن، عراق او کویټ، جنوب ته یمن او عمان، لوېدیځ ته سور سمندرګی او ختیځ ته یې هم بحر احمر موقعیت لري.
سعودي عربستان وچه او سوزنده توده هوا لري، د فارس خلیج او د سره سمندرګي په څنډو کې د دغه هېواد اقلیم تود او لوند او په نورو برخو کې وچ- تود او ورښت یې خورا لږ دی. که څه هم چې په سعودي عربستان کې زورور بادونه چلیږي، خو د دوبي دا لانده بادونه له ځان سره ریګ یو خوا بل خوا لیږدوي. د دغه هېواد د منځنیو سیمو په ډاګونو کې د تودوخې درجه په منځنۍ توګه ۴۵ درجې او د دوبي په منځنیو ورځو کې ۵۵ درجو ته هم لوړېږي.
سعودي عربستان د عربستان په ټاپووزمه کې د آسیا تر ټولو لوی عربي هېواد دی، د دغه هېواد په جنوب- ختیځه برخه کې د ربع الخالي لوی وچ ډاګ پروت دی. د دغه هېواد د جنوبي شګلنو دښتو مساحت ډېر پراخ دی، په دغو ډاګونو کې په کلونو کلونو اورښت نه کیږي او په دوبي کې هېڅ بوټی او واښه نه لري. ژمی د سعودي عربستان ځینې کوچیان د لنډې مودې لپاره دغو ډاګونو ته ځي او خپل اوښان هلته ساتي.
د دغه هېواد پلازمېنه د ریاض ښار دی او ټولټال څه باندې ۳۳ میلیونه نفوس لري، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۱۵ کسان ژوند کوي.
د دغه هېواد ۸۵ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۱۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دریو ماشومانو د درلودو حق لري.
سعودي عربستان د اداري وېش له پلوه پر ۱۳ ولایتونو وېشل شوی دی. بورایید، آناییذ شاکرا، هفوف، سکاکه، نجران، مدینه منوره، لیلا هوتا، دام، ویلم خیبر، جده او مکه معظمه د دغه هېواد لوی او مهم ښارونه دي.
دغه هېواد اساسي قانون نه لري او چارې یې د اسلامي شریعت پر بنسټ اداره کیږي، خو د یوه مهم قانون په توګه هغه مواد د یادولو وړ دي چې په ۱۹۹۲ ز کال کې نافذ شول او د سعودي عربستان د حکومت حقوق او مسوولیتونه یې روښانه کړل.
د دغه هېواد اوسنی پاچا سلمان بن عبدالعزیز دی. د دغه هېواد د کابینې وزیران چې ډېر د شاهي کورنۍ غړي دي، د پاچا له خوا ټاکل کیږي.
په سعودي عربستان کې د وخت پاچا په ۱۹۹۲ ز کال کې یوه ملي مشورتي شورا جوړه کړه چې ۱۵۰ غړي او یو رییس لري او ټول د څلورو کلونو لپاره د پاچا له خوا ټاکل کیږي. د ۲۰۱۱ ز کال په ډسمبر کې د دغه هېواد پاچا پرېکړه وکړه چې په ۲۰۱۵ ز کال کې به د ملي شورا او د ښاروالیو د شوراګانو لپاره ټاکنې کیږي او ښځې به په دغو ټاکنو کې برخه اخلي.
د سعودي عربستان ملي شورا د دیني علماوو تر ډېر اغېز لاندې ده. له هغه ځایه چې د سعودي عربستان په خاوره کې امریکایي سرتېري پراته دي، پاچا او دولت هم نه غواړي چې له علماوو سره ټکر وکړي او د دوی مرسته له لاسه ورکړي.
د دغه هېواد حقوقي نظام پر اسلامي قوانینو ولاړ دی او په دې وروستیو کلونو کې زیاتره غیر مذهبي قوانین هم په دغه هېواد کې نافذ شوي دي. د سعودي عربستان د حقوقي نظام په سر کې د عدالت عالي شورا ځای لري او سوداګریزې ستونزې پکې د یوې ځانګړې کمېټې له خوا څېړل کیږي.
د دغه هېواد اقتصاد پر تېلو ولاړ دی او دولت پر غټو اقتصادي فعالیتونو کلک کنټرول ساتي. سعودي د نړۍ د تېلو تر ټولو غټه زېرمه لري او د نړۍ تر ټولو غټ صادرونکی هېواد دی او تېلو د صادرونکو هېوادونو په ټولنه یا اوپک کې د پاملرنې وړ ځای لري.
په سعودي عربستان کې د بودجې ۸۰ سلنه عواید، ۴۵ سلنه ناخالص کورني تولیدات او د صادراتو ۹۰ سلنه عواید له تېلو څخه لاسته راځي. په دغه هېواد کې ۴۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات د اقتصاد په خصوصي سکټور پورې اړه لري. هغه پنځه میلیونه بهرنیان چې په سعودي عربستان کې پر کار بوخت دي، د دغه هېواد په اقتصادي پرمختګ مخصوصاً د تېلو او خدماتو په برخه کې ستره ونډه لري. په دې شمېر کې کابو نیم میلیون افغان کارګران هم شته چې یوه برخه په افغان پاسپورټونو او بله برخه په پاکستاني پاسپورټونو تللي او هلته پر ډېرو درندو فزیکي کارونو بوخت دي. دا افغانان خپل عواید په منظمه توګه افغانستان ته لېږي چې د هېواد د ملي عوایدو په جوړښت کې د پاملرنې وړ ونډه لري.
د سعودي عربستان اقتصاد په ۱۹۹۸ ز کال کې هغه وخت چې په ټوله نړۍ کې د تېلو بیې پرېوتې، سخت زیانمن شو. ناخالص کورني تولیدات ۱۱ سلنې ته ټیټ او په بودجه کې ۱۳ بلیون ډالره کسر راغی. په ۱۹۹۱ ز کال کې د سعودي عربستان حکومت دا خبره په ډاګه کړه چې غواړي غټ لګښتونه لږ او په اقتصاد کې خصوصي سکټور ته ډېره ونډه ورکړي. د دې پرېکړې په تعقیب، سعودي حکومت د برېښنا د تولید او وېش شرکتونه او له هغه وروسته مخابرات خصوصي سکټور ته ورکړل. د دغه هېواد حکومت غواړي چې د خصوصي سکټور د فعالیتونو د زیاتوالي له لارې پر تېلو او ګازو باندې د خپل هېواد ډېره اتکا لږ او د عوایدو او کار نورې لارې ومومي.
د سعودي حکومت د ښوونې او روزنې په برخو کې ډېر لګښت لري، دوی غواړي چې د ملي کادرونو د روزلو له لارې د ښه حکومت کولو، ټولنیزو خدماتو او پرمختګ په برخو کې نورو بریالیتوبونو ته ورسېږي.
د اسلام دوه مبارک ښارونه مکه معظمه او مدینه منوره په سعودي عربستان کې موقعیت لري. هر کال تر څلورو میلیونو کسانو مسلمانان د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر کوي او خپل فرض پر ځای کوي. سعودي چارواکو د دغه شمېر حاجیانو لپاره د استوګنې او فرایضو د پر ځای کولو پوره آسانتیاوې برابرې کړې دي.
خام او پاک تېل، د نفتو او ګازو ایستل او چاڼ، پتروشیمي محصولات، ګاز، سودیم، سیمنټ او نور ساختماني مواد، د اوسپنې وهم، کمکۍ فابریکې، کیمیاوي سره، پلاستیک، د برېښنا سامان، د الوتکو او لویو بېړیو ترمیم د دغه هېواد مهم صنعتي توکي دي.
د دغه هېواد درې سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، ۵۶ سلنه یې څړځایونو، یو سلنه ځنګلونو او پاتې نوره غرونو، بېدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نېولې ده. اوس دولت زیار باسي چې د خصوصي سکټور بانکي پورونو او مصنوعي اوبه خور له لارې خپلې کرنیزې ځمکې او کرنیز محصولات زیات کړي. د دغه هېواد ۷ سلنه خلک او بهرني کارګران پر کرنه بوخت دي او د هېواد درې سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.
خرما، غنم، وربشې، رومي بادنجان، مېوې، غوښه، هګۍ او لبنیات د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کیږي.
د دغه هېوا لوی تجارتي شریکان جنوبي کوریا، امریکا، چین، جاپان، المان، هند او فرانسه دي.
سعودي عربستان ۹۰ غټې تجارتي بېړۍ لري او ۲۲۰ هوايي ډګرونه لري چې ۸۵ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.
د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۶۶ او د انټرنېټ کود یې SA دی، چې ټولټال یې لس میلیونه کسان ورته لاسرسی لري.
په سعودي عربستان کې رسنۍ په دولت پورې اړه لري، د دغه هېواد ټلوېزیون څلور شبکې لري او ډېرې راډیوګانې هم پکې فعالې دي.
سعودي عربستان د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب، د آسیا او نړۍ یو پرمختلونکی هېواد بلل کیږي. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلونو څخه پورته ۹۵ سلنه خلک پر لیک او لوست پوهېږي.
په دغه هېواد کې زده کړه د ۶-۱۱ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري ده. په دغه هېواد کې ډېر خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه هم شته چې د فیس په مقابل کې خپل خدمات وړاندې کوي.
د عربستان اوسنۍ خاوره له اسلام څخه مخکې د مصر کلدې آشور یونان او روم د ستر واکمنو تر ولکې لاندې وه او مرکزي حاکمیت نه و. عربستان په غالب ګومان د سامي نژاد لومړنی ټاټوبی دی، د سامیانو تاریخ په عربستان کې له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله وړاندې تېر شوی، په اوومه پېړۍ کې د اسلام مبارک دین د عربستان د مکې معظمې له ښار څخه نړۍ روښانه کړه، د حضرت عمر فاروق په وخت کې په مصر کې د اسلام له پرمختګ سره جوخت د مصر او عربستان تر منځ ژورې اقتصادي او فرهنګي اړیکې ټینګې شوې. د حضرت عثمان په خلافت کې د مکې معظمې او مدینې منورې شهرت خورا زیات شو، د حضرت علي په وخت کې د خوارجو فتنه پیل شوه چې د هغه مبارک له خوا مات شول. د امویانو په واکمنۍ کې عربستان د دوی تر ولکې لاندې و، په ۶۵۰ م کال کې عباسیان منځته راغلل چې سل کاله یې په عربستان پاچایي وکړه. له عباسیانو وروسته، په عربستان کې ملوک الطوایفي جوړه شوه او ډېر لنډمهالي کمزوري حکومتونه راغلل او ولاړل.
د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې پر عربستان باندې د عثماني ستر واکۍ واکمني په بشپړه توګه پای ته رسیدلې وه. دا وخت د نجد د مشرانو ال سعود د حجاز امیر شریف حسین ته ماتې ورکړه او د طایف او د مکې معظمې سیمې یې ونیوې او د سعودي عربستان پاچایې دولت یې جوړ کړ.
انګلستان د ۱۹۲۷ ز کال د مې په ۲۰مه د سعودي عربستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله. د هغه تړون له مخې چې په نوموړې نېټه لاسلیک شو، عربستان انګلستان ته په بحرین او د خلیج د سیمې په امارتونو کې د ځینو امتیازاتو په ورکولو سربېره، دا هم منلې وه چې د عقبې او معان سیمې دې د لنډ وخت لپاره د اردن تر لاس لاندې پاتې شي.
د افغانستان او سعودي د دوستۍ لومړنی تړون په ۱۹۳۲ ز کال کې لاسلیک شو. دا تړون د افغانستان له خوا د دربار وزیر سردار احمدشاه او د سعودي له خوا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر یوسف یاسین په جده کې لاسلیک کړی و.
په ۱۹۹۲ ز کال کې د افغانستان او سعودي اړیکې ډېرې نږدې شوې. د ۱۹۹۸ ز کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د افغانستان او سعودي تر منځ سفیران تبادله شول او دواړو هېوادونو یو د بل په پلازمېنه کې سفارتونه پرانیستل. سعودي عربستان د توکیو په غونډه کې ژمنه وکړه چې په دریو کلونو کې به له افغانستان سره ۲۲۰ میلیون ډالرو مرسته وکړي.
له کابل څخه تر ریاض پورې د هوا له لارې فاصله ۲۴۶۲ کیلومتره او همدا راز د کابل او ریاض ښارونو تر منځ د وخت توپیر ۱:۳۰ ساعت دی.