شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي څېره

جنرال عبدالرازق

حکمت ارین

اکتوبر 23, 2018
in څېره
0 0

جنرال عبدالرازق په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړی په قوم اڅکزی و او پلار یې د کمونیستي حکومتونو پر مهال د مجاهدینو ترڅنګ د وخت له حکومت سره جنګېده. په ۱۹۹۴ ز کال کې طالبانو د جنرال رازق پلار او تره ووژل او تر څه مودې پورې خپله رازق هم له هغوی سره بندي و چې وروسته له بند څخه په تېښته بریالی شو. رازق وروسته د طالبانو له مخالفانو سره یو ځای شو او تر څه مودې پورې یې له هغوی سره جګړه وکړه. د طالبانو حکومت له ړنګېدو وروسته رازق د حامد کرزي له حکومت سره یو ځای شو او په سپین بولدک کې د سرحدي پولیسو مشر وټاکل شو. له نوموړي څخه درې مېرمنې، پنځه لوڼې او اووه زامن پاتې دي.

جنرال عبدالرازق په لومړي سره کې د یوې پوستې قوماندان و، وروسته په کندهار کې د سرحدي پولیسو قوماندانۍ ته ورسېد او له هغې وروسته په ۲۰۱۱ ز  کال کې د کندهار امنیه قوماندان وټاکل شو.

د کندهار تر څنګ، جنرال عبدالرازق په ارزګان، هلمند او زابل ولایتونو کې هم د پوځي عملیاتو مشري کوله.

جنرال رازق په هېواد کې له پېژندل شویو څېرو څخه و او د پاکستان پر وړاندې یې سخت دریځ درلود.

نوموړی د خپل جګړه ییز مهارت، شخصي او قومي اړیکو پر مټ د سیمې له مشهورو شخصیتونو څخه و او د وژل کېدو تر مهاله د کندهار د امنیه قوماندان پر څوکۍ پاتې شو. جنرال رازق په ۲۰۰۸ ز کال کې لومړی ځل د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته د کندهار په محله جات کې د افغان ځواکونو خپلواک عملیات ترسره کړل. رازق په ۲۰۱۱ ز  کال کې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان خان محمد مجاهد له وژل کېدو وروسته د هغه د ځای ناستي په توګه وګومارل شو. د امنیه قوماندان په توګه د کندهار امنیت په ټینګښت کې د نوموړي رول خورا مهم بلل کېده. جنرال رازق د طالبانو سخت مخالف و او د دې تر څنګ د پاکستان پر ضد د توندو نیوکو او څرګندونو له کبله هم مشهور و.

جنرال عبدالرازق مخکې له دې چې د کندهار د امنیه قوماندان دنده ور وسپارل شي، د هېواد په سرحدي ځواکونو کې د وطن د یوه زړور قوماندان په توګه د وسله والو په مخنیوي کې ډېر مهم رول درلود. د هغه د زړورتیا او پوهې په نظر کې نیولو سره  په ۱۳۹۰ لمریز  کال  کې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان خان محمد مجاهد تر وژل کېدو وروسته، د سرحدي پولیسو د قوماندانۍ تر څنګ، د کندهار د امنيه قوماندانۍ مسوولیت هم ور وسپارل شو. د نوموړي تر ټاکل کېدو وروسته د کندهار ولایت امنیتي وضعیت  چې  په ډېر بد حالت کې و، تر پخوا ښه او د ډاډ وړ شو.

نوموړي څو څو ځله د هېواد د مختلفو اشخاصو په اړه توندې نیوکې او څرګندونې هم کړې دي. نوموړي په ۲۰۱۶ ز کال کې په کابل کې د برهان الدین رباني د مړینې په تلین کې د خلکو تر ویناوو وروسته په کندهار کې له رسنیو سره په خبرو کې په ډېره تونده لهجه وویل، هر څوک دې خلکو ته بې ځایه د ملي قهرمان لقبونه نه ورکوي او که چېرې داسې وي، نو بیا تر ملا عمر او ملا داد الله ستر مجاهدین نشته او باید د هغه لپاره هم ورځې ځانګړې شي.

د رازق په تړاو په لومړیو وختونو کې د هېواد په شمال کې چندان ښه نظر موجود نه و، خو له یو څه مودې وروسته بیا جنرال رازق یو څه خپل دریځ بدل کړ چې د وخت په تېرېدو یې په ۲۰۱۸ ز کال کې د حکومت او عطا محمد نور تر منځ په اړ او دوړ کې د عطا محمد نور پلوي وکړه.

نوموړي د عطامحمد نور  تر څرګندونو وروسته چې ویل یې حکومت یې له بلخ ولایت نه د لرې کولو وړتیا نه لري او له یاد ولایت نه د نوموړي د تګ فیصله به جمیعت ګوند کوي وویل: «حکومت د یوې هوکړې له مخې رامنځته شوی او د دې وړتیا نه لري چې څوک له دندې لرې او یا یې وګماري.»

دا د نوموړي او حکومت تر منځ لومړی او وروستی جنجال نه و. دغه راز په نوموړي د بشري حقونو د کمېسیون له خوا هم  تورونه وو چې شخصي زندانونه لري. رازق  په تښتونو، ځورونې او بشر ضد جرمونو هم تورن و، خو هغه تل دغه تورونه ردول.

څه موده وړاندې د جنرال رازق په مشرۍ ځواکونو پر ډېورنډ کرښه له پاکستاني ځواکونو سره هم سخته جګړه وکړه. جنرال رازق د پاکستان ضد سخت دریځ درلود. نوموړي ډېری وخت له رسنیو سره په مرکو کې پاکستان د افغانانو سرسخت دښمن بللی او تل یې دا خبره کړې، تر هغې چې د پاکستان لاسونه تر افغانانو پورې رسېږي، افغانان ښه ورځ نه شي لیدلی.

جنرال عبدالرازق د افغانستان په کچه یو زړور قوماندان و چې په راتګ سره یې  په ټولې جنوب لوېديځې حوزې کې امنیتي حالت ښه شو. د رازق په شهادت نه یوازې د کندهار ولایت اوسېدونکي خواشني وو او د ده نه موجودیت یوه لویه ضایعه بلله، بلکې په ټول هېواد او د هېواد څخه د باندې ټولو  افغانانو د ده په شهادت خواشیني څرګنده کړې او دی يې د ملت یو زړور قوماندان او نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده. د هېواد د ولسمشر په ګډون د افغانستان د ختيځ څخه تر لوېديځ او له شمال څخه تر جنوبه ټولو قومي مشرانو، علماوو، پوځي قوماندانانو، جهادي او ملي شخصیتونو او عامو خلکو د خواشنۍ مراتب خپاره کړل او د ده شهادت  يې د هېواد لپاره نه جبرانېدوکې ضایعه وبلله.

 د شهید ستر پاسوال عبدالرازق په اړه مو د کندهار بېلابېل شخصیتونه وغږول او ټولو په يوه اواز ویل چې شهید یو زړور، تجربه کاره، په کار پوه او باتدبیره نظامي مسوول و چې هېڅکله يي د دښمن پر وړاندې ماته نه منله او تل يې د خپل سره په بیه د خپلې خاورې او خلکو ساتنه کوله. د دوی له قوله، شهید رازق په ډېر لوړ مورال د مخالفینو مقابله کول او په هر میدان کې يې وسله والو مخالفینو ته سخته ماتې ورکوله. خلکو دا هم ویل چې ستر پاسوال  شهید عبدالرازق په کندهار کې د ټولو خلکو ستونزو ته رسیده ګي کوله او د امنیتي چارو تر څنګ د کندهار  د خلکو د اساسي ستونزو د حل په لټه کې و او تل يې خلکو ته په ورین تندي ځواب ورکاوه او د ستونزو په حل کې يې هر اړخیزه همکاري کوله.

جنرال عبدالرازق تل د دښمن د شومو پلانونه په مخنیوي کې بریالی او تل د دوی د سترګو اغزی و، نو له همدې امله دښمن هم تل د هغه دله منځه وړلو په هڅه کې و. نوموړي په دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي: «تر پنځه دېر شو ډېرې حملې را باندي شوې، داسې  چې موټر مې په راکټ لګېدلی، داسې  چې موټر مې پر ماین ختلی، په کمین کې راګیر شوی یم او انتحاري حملې را باندي شوې دي.» له دې ټولو سره سره به نوموړی تل دخدای ج په فضل او د خپلو خلکو د دعاوو په برکت وژغورل شو. بالاخره لوی پاسوال عبدالرازق د هېواد او خلکو د دښمنانو په یوه شومه دسیسه کې د ۱۳۹۷لمریز کال د تلې د میاشتې  په ۲۶ مه نېټه شهید او د اجل داعيې ته یې لبیک ووایه او جنازه یې د کندهار ښار او ولسوالیو د زرګونو اوسېدونکو، د هېواد  له بېلابېلو ولایتونو څخه ګڼ شمېر مشهورو څېرو، د ولسي جرګې غړو، د هېواد سیاسي او جهادي شخصیتونو، علماوو، سپين ږیرو، ځوانانو، قومي مشرانو او د شهید ګڼ شمېر دوستانو په ګډون د کندهار ښار د خرقې شریفې په انګړ کې په یو لړ خاصو مراسمو کې خاورو ته وسپارل شوه.

 

Share13Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In