تر کلونو ځنډ وروسته بالاخره په هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې وشوې. په ټاکنو کې د ولس ګډون له شک پرته یوه حماسه وه. له جدي امنیتي ننګونو او ګواښونو سره سره میلیونونه کسان د خپلې ارادې د تمثيل لپاره راووتل. سره له دې چې د ټاکنیزو مرکزونو د هدف ګرځولو لپاره د طالبانو تر خبرداري وروسته انګېرنه دا وه چې ښايي خورا لږ خلک په دغه ډیموکراټیک بهیر کې ګډون وکړي، خو د تمې خلاف خلک لږ تر لږه د هېواد په سترو ښارونو کې ډېر شمېر راووتل او یو ځل بیا یې ثابته کړه چې افغانان د خپل برخلیک په ټاکلو کې ونډې اخیستو ته ژمن دي.
د ولسي جرګې دا ځل ټاکنې هم د تېرو ټاکنو په څېر د درغلیو او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له لوري د مدیریت د کمزرۍ له نیوکو سره ملې وې. له دې کبله چې په لومړي ځل په ټاکنو کې له بایومېټریک ټکنالوژۍ کار اخیستل کېده، د رایو ورکولو په بهیر کې ځنډ د وړاندوینې وړ و، خو یو شمېر داسې ستونزې هم وې چې د کمېسیون د مدیریت د کمزورۍ له کبله رامنځته شوې. د بېلګې په توګه، له هر ډول امنیتي ګواښ پرته د یو شمېر ټاکنیزو مراکزو ناوخته پرانیستل کېدل. یوازې په پلازمېنه کابل کې چې کومه جدي امنیتي اندېښنه نه وه، تر ۴۰ ډېر ټاکنیز مرکزونه پر خپل وخت نه شول پرانیستل. سره له دې چې کمېسیون دویمې ورځې ته د ټاکنو په غځولو سره د دې نیمګړتیا د جبیرې هڅه وکړه، خو په دې کې شک نه شته چې یو شمېر خلک زړه سوړي هم شول. که مناسب چمتووالی موجود وی، د دغه ډول ستونزو مخنيوی ممکن و.
اوس چې ټاکنې ترسره شوې او د روڼتیا په اړه یې پوښتنې او اندېښنې شته، په کار ده چې ټاکنیزو شکایتونو ته سمه رسېدنه وشي. هغه شکایتونه چې مستند دي او په تړاو یې د قناعت وړ اسناد موجود دي، باید په روڼتیا وڅېړل شي. په دې ډول به له یوه لوري د ټاکنو له روڼتیا سره مرسته شوې وي او له بل لوري دغه کار د پایلو پر مشروعیت هم مستقیم اغېز لري. د ټاکنو پایلې هم باید پر ټاکلي وخت اعلان شي. د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ په دې ترینګلو حالاتو کې دولت له یوې اضافي ننګونې سره مخ کوي. له دې کبله چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته هم ډېر وخت نه دی پاتې، پر اوسنیو ټاکنو له اړتیا ډېر وخت ضایع کول، د ولسمشرۍ ټاکنې هم اغېزمنولی شي.