که څه هم د تېرو ورځو په پارلماني ټاکنو کې مشکلات ډېر وو، خو سربېره پر دې بیا هم د د رایې اچونې له اړخه د پخوا په نسبت شفاف وو.
۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ ز کلونو د جمهوري ریاست ټاکنې او د ۲۰۱۰ ز کال پارلماني ټاکنې ډېرې له درغلیو ډکې وې. حتی ما هغه وخت خپله ولیدل چې ډېری رییس محلانو او ډیفسیانو او نوماندانو به ځان سره تر څو زره د ټاکنیزو کارتونو کاپيانې درلودې او دې ته ورته نورې ډېرې د درغلیو لارې چارې موجودې وې چې په ناندریو او جنجالونو یې موږ ټول خبر یو. ولې د تېرې شنبې او یکشنبې ورځو په ټاکنو کې د دې ډول پېښو احتمال ډېر کم و.
په اوسنۍ اصطلاح د بایومېټریک سیسټم کار لږ پېچلی کړ او د کمېسیون کمزوری مدیریت، د مرکزي احصائیې د ادارې مداخله، د ناظرینو ډېروالی او ډېر د نوم پلټولو ناسم الګوریتم نوره هم رایه اچونه خلکو ته سخته کړه، خو د بایومېټریک او محلي رایې اچونې په صورت کې نوم پلټلو ته هېڅ اړتیا نه وه. د دې هرڅه په درلودو سره هیله ده خلک په ټکنالوژۍ اعتماد له لاسه ور نه کړي.
دویمه پېچلتیا له دې وروسته پیل کېږي. دا چې له ټولو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو څخه به دا ټول ډیوایسونه (هغه هم که چېرې د ټاکنو تر وروستي ساعته چارج ولري، په سم ډول ډېټا انټرې شي او کمېسیون ته بېرته تسلیم شي) او د رایې صندقونه او لېستونه راټولېږي او بېرته په کابل کې دانه په دانه ټوله ډېتا له ډیوایسونو څخه سرور ته کاپي کېږي، رایې به چک کېږي او سخته لا دا ده چې رایې ورکې په لېست کې د نوم او سیسټم کې ثبت شوو عکسونو ترمنځ اسانه لار او پلټنې الګوریتم نشته چې څنګه یې سره مقایسه کړي او تکرارې رایې باطله کړي. د بېلګې په ډول، دغه سیسټم زېربنا نه درلوده چې د خلکو ډېتا مخکې له مخکې په سیسټم کې ثبت کړي او نه د دغه سیسټم ټول اړخونه مطالعه شوي وو او نه هم زموږ د هېواد له شرایطو او نورو اړخونو سره سم ډیزاین شوي وو.
بله لویه نیمګړتیا دا وه چې دا (Single Scanner) موبایل ډیوایسونه وو، یعنې یوه ګوته په یو وخت کې سکن او ثبت کوي، نه ټولې ګوتې؛ نو که یو کس شل تذکرې ولري، د ګوتې په بدلولو سره شل رایې اچولی شي.
په هغو مرکزونو کې چې ډیوایسونه نه دي کارېدلي او یا ورک او یا د ورځې تر پایه یې کار نه دی کړی، د رایو سرنوشت به څنګه مالومېږي؟ دا بله لویه ننګونه ده.
د رایو ډېروالی مهم نه دی، بلکې شفاف والی یې مهم دی. که ډیوایسونه سم کار وکړي او سرور یې پروسس کړي او څه ډول چې د ټاکنو کمېسیون ویلي، هغه ډول ټول مراحل ترسره شي، نو زما په نظر له ۵۰-۷۰ سلنه شفافیت تضمین کولای شي او په پاتې برخه کې به کاغذي سیسټم او نظارت مرسته کوي.
د ټاکنو کمېسیون پلان لري چې د راتلونکې میلادي میاشتې په لسمه پایلې اعلان کړي. فکر نه کوم چې له دې خڼدونو او پېچلي پروسس سره دې دومره زر دا کار وشي، خو که پایلې ژر یا وروسته اعلان هم شي، د نوماندانو ناندرۍ او شکایتونه به ډېر وي، ځکه د افغانستان په شان یو هېواد کې چې تر ډېره پر نورو تکیه دی او زېربنا او مسلکي ټیمونه نه لري، په دې برخه کې پخوا کوم شفافیت نه و او په کار کې د نورو مداخله یې ډول ډول شکونه او اندېښنې رامنځته کوي.
په ټوله کې له ډېرو ستونزو سره سره رایه اچونه تر ډېره شفافه وه، خو د پایلو سم او په وخت معلومېدلو لپاره لا ستونزې او ننګونې شته چې وروسته به معلومېږي.