د ټولټاکنو لپاره بستر او شرایط
شفافې او رڼې ټولټاکنې که د جمهوري ریاست او که د پارلمان لپاره وي، د یوه غوره عادلانه نظام د رامنځته کېدو او ټینګښت لپاره اړین او مهم شرط دی. له دې سره باید پروژه یي چلند ونه شي، بلکې دا یوه سیاسي، مدني او ټولنیزه ملي پروسه ده او یوازې د کمپاین په څو اونیو او ورځو کې په رایه غوښتلو او د ټاکنو په ورځ پر رایه ورکولو باندې نه خلاصه کېږي. دا پروسه هغه وخت بریالۍ کېږي چې په ټول ملت کې د سیاسي، مدني او ټولنیز شعور د لوړېدا، د ښې حکومتولۍ، په ټولو خلکو بې له تبعیضه د قانون یو شان پلي کولو او له درغلۍ، فساد، زورواکۍ، قوم پرستۍ او درواغ ویلو سره د رښتینې مبارزې کلتور عام شي. دا فرهنګ هلته رامنځته کېدای شي چې خلک او په تېره لوستی قشر تجربه او یقین تر لاسه کړي چې نورې باطلې او ناروا کړنلارې د ټول ملت په تاوان او په حقیقت کې د هېڅ چا په ګټه نه دي، یوازې همدا فرهنګ یوه ملت ته واک، ځواک او رښتینې خپلواکي ورکولای شي. څو چې موږ افغانانو دا کار نه وي کړی د رڼو او پاکو ټاکنو تمه لرل یوازې د ځان تېر ایستل دي.
هغه ملتونه چې په اسانۍ سره د رڼو ټاکنو له لارې د قدرت لېږد کوي، همدا اوږده او ستړې کوونکې پروسه یې د لسیزو او ان پېړیو په ترڅ کې ترسره کړې ده، خو که تاسو وګوری هغو ملتونو چې تر اوسه یې دا کار نه دی کړی، د واک او ځواک خاوندان نه، بلکې نورو ته محتاج دي او که د تېلو یا نورو زېرمو له کبله هرڅومره شتمن ملت هم وي، خو نن یا سبا به ورته اړ کېږي.
د افغانستان د ټاکنو په پروسه کې ننګونې
زموږ په هېڅ قشر کې که هغه د ټاکنو کارکوونکي او ناظرین دي، که سیاستوال دي، دولتي چارواکي دي او که امنیتي کسان چې د ټاکنو په ځایونو کې زیات رول لري او که خپله نوماندان او پلویان یې او یا هم عام خلک دي، په پورته فرهنګ زیات باور نه لري، له نظم او ډسیپلین سره دښمن دي، په هر ځای او هر څه کې واسطه او وسیله کوي، له زغم او حوصلې کار نه اخلي او د نورو حقونو ته درناوی زموږ په کلتور کې خورا کمزوری دی. تل غواړو چې چالاکي وکړو او د نورو په حق خېټه واچوو، له قانونه سرغړونه راته هوښیاري ښکاري او د ځان حق یې بولو.
په ټاکنو کې د روڼوالي، حساب ورکولو، عامه او مدني نظارت او پورته یا د فرهنګ رامنځته او بډایه کول زیاتو اوږدو، ستړې کوونکو، علمي، ټولنیزو او فرهنګي هڅو، پلانونو او کار ته اړتیا لري. د ملت ټول قشرونه باید د دغه فرهنګ په عامولو کې خپل مسوولیت ادا کړي، له تعلیمي نصابه نیولې، تر ټولګي، ښوونځي، پوهنتون، منبره، رسنیو، لیکنو، وېبپاڼو، ګردیو مېزونو، مدني، هنري، سیاسي او حزبي غونډو او نورو ټولو کې دا مسئله په کلک هوډ په نظر کې ونیسو. اړتیا ده چې له دې ټولو او نورو ممکنه لارو د خپلو خلکو د سیاسي شعور لوړولو، له فساد سره د کرکې او ښې حکومتولۍ د اړتیا په هکله عامه پوهاوی، او ملي اراده رامنځته، تقویه او له تېرو تېروتنو زده کړه وکړو.
د سیاسي ګوندونو مسوولیت
د راز راز تاریخي، ټولنیزو او سیاسي لاملونو، اوږدو شخړو او نورو لاملونو له کبله زموږ په ملک کې د سیاست د علم په بنسټ د ګوندي مشارکتي فعالیتونو تجربه کمه او په نشت حساب ده. زموږ ګوندونه سیاسي مبارزو، سیاسي سیالیو او فعالیت ته یوازې له رقیبو ډلو سره د ناندریو او یو بل ملامتولو، د خپل بام واورې په نورو اچولو، د ګاونډیو او نړیوالو قوتونو په ملامتولو کې ګوري. دوی د خپلو خلکو په رښتینې ویښتیا او همغږي کولو کې په هېڅ هم نه پوهېږي.
له همدې کبله، زموږ په هېواد کې د مدونو علمي او د عوامو د مشارکت په بنا د پالیسیو او پلان کولو لرونکي سیاسي حزبونه نشته، شته ګوندونه د لرلیدونو او موخو ټاکلو او پلان کولو پروسه نه پېژني او نه ورباندې باور لري، خو حقیقت دا دی چې څو سیاسي ګوندونه د پورته فرهنګ د رامنځته کېدو لپاره اړینه پوهه او اراده تر لاسه نه کړي، د مدونو پالیسیو او د پلان کولو په علمي او سیاسي پروسه باورمند نه شي، د پورته فرهنګ د رامنځته کېدو لپاره اړتیا احساس نه کړي، د رامنځته کېدو مسوولیت یې په غاړه وانه خلي او د سیاسي علومو په چوکاټ کې ورباندې کلک عمل ونه کړي، د رښتینو اصلاحاتو او پورته فرهنګ د رغولو امکان ډېر کم ښکاري.
خو داسې هم نه ده چې تل تر تله به هر څه همداسې وي. دا قانون دی چېرې چې تشه وي، خامخا به ډکېږي. اټکل کېږي چې دا تشه به ژر د یو شمېر نخبه رښتینو سیاستوالو له خوا درک شي، یا به پخوا درک شوې وي او ډکولو ته به یې کېدای شي ځینې زاړه او یا نوي ګوندونه له نوي سوچ سره میدان ته راووځي او دا تشه به ډکه کړي.
د دولت مسوولیت
د دولت دنده ده چې د ټاکنو لپاره ښه قانون او مقررات چې په نوره نړۍ کې په ورته شرایطو کې بریالی شوی وي، له خپلو شرایطو سره سم برابر او رامنځته کړي او په رښتینولۍ او کلک هوډ یې پلي کړي. د ټاکنو او د ټاکنو د کمېسیونونو لپاره په یوه شفافه پروسه کې د وړتیا له مخې داسې پېژندل شوې رښتینې ملي څېرې غوره کړي چې هم وړتیا ولري او هم خپل نوم او حیثیت ورباندې ګران وي، ټول عمر پاک چلېدلي وي، په ملي یووالي باورمند وي، له فساده کرکه ولري او د خپل ملت او ځان خیر په رڼو ټاکنو کې ګوري، له قومي، ژبنیو او ګوندي تعصبونو کرکه کوي او د خپل هېواد په زیان یې بولي.
د ټاکنو د کمېسیونونو د کارکوونکو او مسوولینو لپاره تر معمولي کچې باید زیات امکانات وټاکل شي او د دندو خوندیتوب یې هم باید تضمین شي، ژر ژر بېله موجبه لاملونو له دندې ګوښه نه شي، ټول اړین امکانات او وسایل په اختیار کې ورکړل شي، تل یې امنیت خوندي شي او هو! په اړوندو قوانینو او مقرراتو کې هم د خیانت، درغلیو او رشوت د ثبوت او ناغېړۍ په صورت کې تر ټولو سخته سزا په نظر کې ورته ونیول شي. دا به له یوې خوا تر ډېرې کچې دوی په خپله دنده ډاډه کړي او له درغلیو به یې هم راوکرځوي
او له بلې خوا به دا مسوولین د ټاکنو په اړوندو مسئلو کې ښې تجربې ترلاسه کړي، د مدیریتي او تخنیکي کمښتونو مخه به هم ونیول شي. دوی ته به روښانه شي که درغلي ورباندې ثابتېږي، نو د محاکمې تر څنګ به په تور لېست کې راځي او هېڅ دولتي پست به نه ورکول کېږي.
همدارنګه، د دولت د مشرانو دنده او مسوولیت هم دا دی چې د قانون په پلي کولو کې سیاسي ټینګه اراده له ځانه وښيي، د قانون په وړاندې معافیت ختم او قانون ماتوونکو ته سخته سزا ورکړي او هېڅ ډول مصلحت په پام کې و نه نیسي.
د ټاکنو پروسه څنګه رغولای شو؟
څو چې د پورته یادو ننګونو سمه غمه په هوښیارۍ او کلک هوډ ونه خورو، په ټاکنو او یا هره بله ملي پروسه کې درغلي نشو کابو کولای. لکه څنګه چې مو مخکې وویل، څو چې ټول فرهنګ او ټول ملت د درغلیو په وړاندې پوره حساس نه شي، د مخنیوي پوهه، د مسوولیت احساس او کلک هوډ پکې پیدا نشي، دې درغلۍ له منځه تلل به ممکن نه وي. هغه وخت به درغلي له منځه ځي چې د تاکنو پروسه د قانون د پلي کولو، شفافیت، حساب ورکولو او وطندوستو کاندیدانو ته د رایو ورکولو په یوه ملي نهاد بدل شي او د خلکو په عادتونو مثبته اغېزه وکړي. بیا به خلک د رایو ورکولو په مرکز کې د درغلۍ نښې نه زغمي، په ګډه او په مدني او علمی لارو چارو به یې مخه نیسي. د دې لپاره به اړتیا وي چې بې پرې رسنۍ، شخصیتونه، ژورنالستان، شنونکي او لیکوالان، فکري مرکزونه او نور په بې پرې توګه خلکو ته عامه پوهاوی رامنځته کړي او دخلکو ذهنیتونه روښانه کړي.
خو دلته ګورو چې د قانون پلي کول په ټولو خلکو یو شان، قانون ته د خلکو غاړه اېښودل، قانون منل په یوه فرهنګ بدلول بیا هم مرکزي رول او ځای لري. په دې کې اړتیا ده چې داسې روڼ اندي، پاک سیاستوال او ملي مشران رامخته شي چې هم د قانون په پلي کولو باور ولري، په اهمیت یې پوه او هم یې پر ځان پلي کول نورو خلکو ته یوه نمونه او مثال شي.
د ولسي جرګې د اوسنیو ټاکنو درسونه
د بدلون او اصلاح لپاره د ټول ملت قوي اراده، تر یوې کچې لوړ سیاسي شعور او هم د مسوولیت احساس ثابت شول. په دې کې به کمښتونه وو، خو له پامه غورځول به یې ستره تېروتنه وي او هم لا نورې زیاتې پانګونې او لا نور زیات کار ته اړتیا لرو، څو هغه پورته غوره فرهنګ ته ورسېږو.
بله ښه خبره دا وه چې ستونزې تخنیکي وې. زه فکر کوم په لوی لاس د درغليو او لاسوهنو ستونزه به وه، خو ډېره زیاته هم نه وه. د راتلونکو ټاکنو د تیاري لپاره اړتیا ده چې د یوه منظم پلان له مخې دا تخنیکي ستونزې حل او اړوندو کسانو ته پوره ټرېننګ ورکړل شي، ټولې وسیلې ورته تکمیل او په اختیار کې ورکړل شي.
د بایو مېټریک څخه کار اخیستنه یوه نوې تخنیکي مسئله وه، زیات مسوولین ورسره بلد نه وو، ځینو یې ښه او یا بېخي کار نه کاوه، که به یوه اله خرابه شوه. بله پالتو نه وه چې ورنه کار واخلي. د دې باید علمي ارزونه وشي، کمښتونه په ګوته او حللارې ورته ولټول شي او ډاډ ترلاسه شي.
سږ کال په ټاکنو کې بیا هم د سرزوره زورواکانو له خوا هم په ځينو سیمو کې تهدیدونه، د رایو ورکوونکو برمته کول، له ډلو سره یوځای د رایو مرکزونو ته ورتلل او په خپله خوښه په خلکو ځانته رایې ورکول یوه ستونزه وه. دولت وایي چې څو تنه دا زورواکان یې نیولي هم دي. ښکاره ده چې دولت باید دا زورواکان کابو کړي او قانون ورباندې پلی کړي.
د رایې ورکولو په زیاتو مرکزونو کې ګڼه ګوڼه ډېره وه، خو د رایې ورکړې ځایونه کم او خورا محدود وو، ما په دویمه ورځ ولیدل چې په ۱۱ بجو کوم مسوول خلکو ته وویل، دا دی بل د رایو ورکولو ځای مو هم پرانیست. په دې معنی چې د لېست په بنسټ د خلکو د شمېر سره سم کوم پلان نه و.
په لېستونو کې د نمونو پیدا کول هم یوه ستونزه وه او زیات وخت یې غوښت او زیاتو هغو کسانو چې په کوم مرکز کې یې په تذکره سټېکر لګولی و، نوم یې د هغه مرکز په لېست کې نه و. که کمپیوټر وای، نو دا کار به خورا اسانه و.
زموږ په ټولنه کې د سیاسي پروسو لکه نظم مراعاتول، په لین کې درېدل، له صبر او زغم څخه کار اخیستل یوه ستره کمزورتیا ده او په دې ټاکنو کې خورا ستره ستونزه وه. له دې باید زده کړه وشي، درسونه ورنه استخراج شي، په ښوونځیو، پوهنتونو، په منبر، په رسنیو او نورو کې د شنونکو او لیکوالانو په مرسته دا کمښت لرې شي. په راتلونکو ټاکنو کې د دې ستونزو د لرې کولو لپاره باید پوره تیاری ونیول شي او اړین نظم او ډیسيپلین رامنځته او مراعات شي.
په ټولنه کې د شفافیت غوښتنه او ورباندې د نظارت فرهنګ تر اوسه نه دی رامنځته او ټینګ شوی. دا کلتوري او فرهنګي مسئله ده، زر نه سمېږي، خو د ټول ملت مسوولیت دی چې باید سم یې کړو. ناظرانو ته باید سم ټرېنېنګ ورکړل شي، څو خپله دنده سمه درک او اجرا کړي. که څه هم رسنیو د نظارت په برخه کې ښه کار وکړ، زیاتې ننګونې یې رابرسېره او له ملت سره شریکې کړې او دا رول باید نور هم تقویه شي.
زموږ په ټولنه او ملت کې په ورته پروسو لکه ټاکنو کې د وړاندوینې او ورته د پلان کولو هنر او کلتور تر اوسه زیات کمزوری دی، د مثال په توګه، کمېسیون باید مجرب ټرېنران استخدام کړي وای، د عادي چک لېست په مرسته یې له ټیمونو سره مرسته کولای شوای چې د ټاکنو په ورځ به څه کوي، څه به له ځانه سره وړي، کومو قدمونو او څیزونو ته به اړتیا لري، نو د یوه ځای لېست به بل ځای ته نه استول کېدا.
په نوره نړۍ کې کله چې غواړي خلک په یوه عادي پروسه کې عادت کړي، د مثال په توګه، په خارجي موسسو کې د خطر په وخت خپل کارکوونکي په بېړه مصئون ځای لکه کومې تهکوۍ ته رهنمایي کړي، نو د دې لپاره چې خلک بلد شي او په بېړني حالت کې تېروتنه ونه کړي، په میاشت کې یو ځل ورباندې تمرین کوي او کله چې د دفتر کسان زنګ واوري، ژر باید ځان خوندي ځای ته رسوي. زموږ د کمېسیون کارکوونکو ته هم باید همداسې ټرېنېنګ ورکړل شي. په بل عبارت به په عملي توګه هر ټیم ته تمرین ورکړي چې کومې وسیلې ورته په کار دي، څنګه به دا وسیلې په کار اچوي، که له کاره لوېږي بیا به څه کوي، نظم په څنګه راولي …. او نور.
زموږ بله ستونزه دا ده چې د سیاسي ناندریو له کبله په کمېسیون کې پخواني او تجربه لرونکي کسان نشو ساتلی، په هر ځل ټاکنو کې له سره عرابه (ویل) اختراع کوو او پخوانۍ تجربې له لاسه ورکوو. دا ځل د دولتي مشران خدای ته وګوري او د کمېسیونونو اوسني چارواکي د نه بدلوي، خو روښانه دې د ټول ملت په حضور کې ورته ووایي چې که غدر یې وکړ څه به ورسره کېږي.
ښکاره شوه چې په کمېسیون کې لکه زموږ په نورو ادارو کې، د وړتیا له مخې کسان نه وو ګومارل شوي او هم ورته کافي ټرېنېنګ نه وو ورکړل شوی. داسې کسان د سایټونو مسوولین نه وو چې د مدیریت او رهبرۍ حد اقل مهارتونه ولري. په راتلونکي کې دېته باید پاملرنه وشي، د کارمندانو په ګومارلو او ټرېننګ کې باید زیاته پاملرنه وشي.
هیله ده چې پر دې مسئلو باندې نورې څېړنې، لیکنې او روښانتیاوې رامنځته شي، ملت، دولت او د ټاکنو کمېسیونونه ورنه زده کړه وکړي او په راتلونکي کې سمون راشي.
د داسې ورځې په هیله چې د تاکنو پروسه مو په ټوله نړۍ کې لومړۍ درجه وي.