امریکا د خپل تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې (افغان جګړې) د سوله ییز حل لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي. د همدې هڅو په لړ کې یې د لومړي ځل لپاره د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې د خبرو لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی. سره له دې چې تر دې وړاندې هم د سولې خبرو ته د دولت د تر ټولو سترې مخالفې وسله والې ډلې، طالبانو د کېنولو هڅې شوې، خو په دې کچه نه وې.
دا هڅې هيله بښوونکې دي، خو د قضیې د یوه عمده اړخ په توګه له دې خبرو د افغان دولت د باندې پاتې کېدل، دا هڅې د تېر په څېر له ناکامۍ سره مخ کولی شي. افغان دولت له شک پرته په سمه بڼه د خپلو خلکو د سر او مال په ساتنه کې پاتې راغلی، خو په بشپړ ډول له پامه غورځول یې په هېڅ صورت د منلو نه دي، ځکه له ټولو نیمګړتیاوو سره سره د ولس په رایو راغلی او د کړکېچ یوازینی اړخ دی چې ولس ته ځواب ویونکی دی. د جګړې دوه نور اړخونه طالبان او امریکا په هېڅ صورت نه دي چمتو چې د خپلو کړنو په اړه خلکو ته ځواب ورکړي.
په دې وروستیو کې ځینې داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې افغان حکومت په هغه اندازه چې اړتیا ده، د سولې په تازه هڅو کې ښکېل نه دی یا دا چې په دې تړاو د دولت او امریکا ترمنځ ځینې مخالفتونه شته. که څه هم افغان دولت دا ګنګوسې رد کړې، خو د سولې په برخه کې تېرو تجربو ته په کتو یوازې ردېدل دا اندېښنې له منځه نه شي وړلی.
څومره ډېر چې افغان دولت د سولې له خبرو لرې ساتل کېږي، په هماغه اندازه د احتمالي مذاکراتو د پایلو د منلو فرصت کمېږي. امریکایان باید دا موضوع درک کړي او هڅه وکړي چې ژر طالبانو ته قناعت ورکړي څو د افغان استازو له ګډون سره موافقه وکړي. پر امریکایانو سربېره افغان دولت ته هم په کار ده چې لاس تر زنې کښې نه ني. دولت دې د سولې د خبرو برخلیک په بشپړ ډول امریکا او پاکستان ته نه پرېږدي. په دې کې شک نه شته چې د امریکا او پاکستان له ګډون پرته د مذاکراتو د بریا فرصت نه شته، خو دا هېڅکله د دې معنا نه لري چې هغوی دې د افغانانو برخلیک وټاکي. د سولې لپاره د امریکا او پاکستان په ګډون د هر بهرني لوري هڅې باید د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړې وي، موازي نه. د سولې مذاکرات په افغانستان کې د سولې لپاره کېږي؛ که د دغه هېواد دولت له دې مذاکراتو په بشپړ ډول د باندې پاتې کېږي، خپل مفهوم له لاسه ورکوي. څومره چې ژر کېدای شي، د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې باید د افغان دولت او طالب استازو ترمنځ مخامخ ناستو او پر جنجالي موضوعاتو بحثونو ته لاره هواره کړي. که داسې ونه شي، اوسنۍ هڅې هم نږدې دوې لسیزې اوږدې جګړې ته د پای ټکی نه شي اېښودلی.