ډېری خلک فکر کوي چې لګښت نه کول سپما ده؛ خو داسې نه ده. سپما لګښت نه کول نه دي؛ بلکې پر ځای او سم لګښت کول دي. د دې کار لپاره بېلابېلې طریقې دي چې ډېرې ساده او هم له ډېرې سختۍ خلاصې دي، خو د همدې اسانه او ساده طریقو لپاره به هم یو لړ مصارف کوی.
د دې لپاره چې وکولای شو په خپلو ورځنیو لګښتونو کي سپما وکړو، داسې لارې شته چې موږ یې فکر لا نه کوو، ساده خو اغېزناکې او ګټورې دي.
۱- د خپلو اخیستونکو توکو لېست چمتو کړئ!
د سوپرمارکېټونو او پلورنځیو شان او شوکت معمولاً هر انسان خپل ځان ته جذبوي. له دې ځایونو څخه د سودا اخیستلو وسوسه زموږ د ورځنیو لګښتونو د ډېرېدو یو له مهمو سببونو څخه دی. که غواړی چې په یادو مارکېټونو کې مو لږ پیسې ولګېږي، وړاندې تر دې چې یادو مرکزونو او پلورنځیو ته ولاړ شی، د خپلو اخیستونکو توکو نوملړ چمتو کړی. هو، وسواسي کېږی مه!
۲- د اړتیا وړ پیسې درسره ولرئ!
له کوره د وتلو پر مهال مو باید په یاد وي چې یوازې باید د اړتیا وړ پیسې درسره وي، هېڅکله اضافي پیسې له ځان سره مه وړئ. دا اضافي پیسې شونې دي چې درڅخه ورکې او یا هم غلا شي او یا هم کېدای شي چې په اسانۍ درڅخه خرڅ شي.
۳- جامې د هر موسم په پای کې رانیسئ!
د کالیو رانیولو او په لګښت کې د سپما کولو لپاره تر هر څه وړاندې باید وپوهېږئ چې د هر موسم په پای کې کالي را ونیسئ، ځکه د موسم په پای کې د نوي موسم لپاره معمولاً د پخوانیو او مخکینیو جامو بیې راټیټېږي او په تخفیف یې درکوي.
۴- له اصلي او باکیفیتو جنسونو څخه استفاده وکړئ!
همېشه د دې لپاره چې د پوښاک په رانیولو کې مو سپما کړې وي، باید د باکیفیتو او اصلي جنسونو څخه ګټه واخلئ، څو لږ تر لږه ستاسې د څو کلونو لپاره د استفادې وړ وي. که یوازې د ارزانه بیې په سبب بې کیفیته کالي واخلی، تر لنډ وخت وروسته اړ یاست چې بیاځلې همدا جنس وپېری.
۵- د ښایسته او لوکسو جنسونو پېر را کم کړئ!
په ورځني ژوند کې ځینې وخت شونې دي چې ښایسته او لوکسې جامې ډېرې وسواس اچوونکې وي، البته په ژوند کې بدلون خورا مهم دی، خو تر دې چې زیات څه مهم دي؛ هغه ستاسې بودجه ده. امکان لري چې ښایسته جامې او کالي ستاسې ژوند ته ډېر ښایست او رونق ورکړي، خو شاید همدا پیسې مو د ژوند په بل ډېر مهم ځای کې درد دوا کړي. ځکه نو هڅه وکړئ چې د دې څيزونو پېر راکم کړی.
۶- د امکان تر بریده د باندې له خوراکه ډډه وکړئ!
تاسې به هم نن سبا د فسټ فوډ خوراکونو په اړه خبرېږی چې د روغتیا لپاره څومره زیان لري، خو د دغو خوراکونو له زیانونو یو هم ناخبرې پیسې دي چې خرڅوی یې. که غواړی چې له دې ناخبره مصرف څخه ځانونه خلاص کړی او په خپلو لګښتونو کې مو سپما وکړی؛ نو ښه لاره یې په کور کې اشپزي کول او له کورنیو پاخه شوو خوړو خوند اخیستل دي.
۷- خپل ورځني جاري لګښتونه مو جدي یاداښت کړئ!
د راتلونکې میاشتې ټول لګښتونه مو یاداښت کړئ، له لویو نیولې تر کوچنیو ټول ورځني لګښتونه. غوره خو دا ده چې د دې کار لپاره يوه د یاداښت کتابچه ځانګړې کړی، څو وکولای شی د لګښتونو جریان مو پرتله او بررسي کړی. د لګښتونو او مصارفو یادښتول، د سپما او لګښتونو د کنټرول پر لور لومړنی ګام دی.
۸- د توکو د خرابېدو یا وخت تېرېدو تاریخ وګورئ!
دا دومره سخت کار هم نه دی. د حیرانتیا خبره خو دا ده چې ځینې کسان پرته له دې چې د توکو د وخت تېر تاریخ وګوري، بېلابېل خواړه لکه لبنیات، غوښه، چرګ، هګۍ او… پېري. د توکو د وخت تېر تاریخ ته په کتو او ویلو سره په یوه ټک دوه نښې ولی، یوه دا چې پیسې به مو نه وي تلف کړې او بل به مو د ځان روغتیا او سلامتیا ته پام کړی وي.
۹- د تداوۍ په لګښتونو کې مو سپما وکړئ!
د تداوۍ لګښتونو کې ډېری کسان سپما نه شي کولای، ځکه چې لګښتونه له وړاندې مالوم او مشخص دي چې نه پکې تخفیف او نه پکې نور څه شته. یوازینی کار چې ستاسې په دې لګښتونو کې سپما راوستلی شي، هغه دا دی چې د ژمي په وخت کې د ګرمو کالو په اغوستلو سره هم د انرژۍ په مصرف کې سپما کوی او هم به مو د تداوۍ په لګښتونو کې سپما کړې وي.
۱۰- پاتې پیسې مو مه پرېږدئ!
کله چې پلورونکی ستاسې پاتې پیسې بېرته درکوي، حتماً هغه واخلی. زموږ ډېری کسان خپلې پاتې پیسې په خاصه بیا هغه وخت چې میدوي یې، نه را اخلي. د بازار موندنې تبلیغاتو د موسسې له لوري د ترسره شوي تحقیق له مخې یوازې ۲۱ سلنه وګړي خپلې پاتې پیسې له پلورونکي غواړي او اخلي.
۱۱- له مخکې د تابیا نیولو پرته، توکي رانیول پرېږدئ!
لوی سوداګریز مارکېټونه چې بېلابېل محصولات پېرودونکو ته وړاندې کوي، د سپما لپاره خورا ښه او مناسب ځایونه دي. رامسي چې په دې اړه د خورا ښه نظر خاوند دی، داسې وايي: «سره له دې چې دا پلورنځي او مارکېټونه ډېر زیات امتیازات لري، خو ستونزه دلته ده کله چې د مخکې پلان شوي او مشخص څیز په تلاش کې یې، ناخبره دې سترګې پر ځینو غیر ضروري محصولاتو نښلي او څو چې مخ راګرځوې، بیا دې څو له دوی څخه د سودا کڅوړې ته لوېدلې وي او د پیسو تحویلولو خوا ته ورځئ.» رامسي سپارښتنه کوي: «له کوره د سودا په نیت تر وتلو وړاندې د خپلو ضروري توکو لېست له ځان سره ولری.» نوموړی وايي: «زه خپله له دې اسلوبه کار اخلم او هېڅکله تر خپل تیار کړي لېست اضافي څیزونه نه پېرم.»
۱۲- د کتاب رانیولو پر ځای هغه له کتابتونه په امانت واخلئ!
هر کله چې شونې وي، د کتاب رانیولو پر ځای هغه له کتابتونه په امانت واخلئ. د کتابتون غړیتوب لرل یا خو لګښت نه لري او یا ډېر کم لګښت لري. د دغه کار یو بل ښه والی دا د چې کتابتونونه هم د مطالعې او درس ویلو لپاره ښه ځای دی او هم رنګارنګ کتابونه هلته زیات دي. که د کتاب رانیولو ته اړ یاست، حتمن داسې کتاب غوره کړی چې منځپانګه یې ستاسو له موخې سره متناسبه وي، نه دا چې پیسې پرې ورکړی او ګټنه ترې و نه کړی.
۱۳- ګران یې مه رانیسئ!
که ګران بیه توکي رانیول مو غوښتل، حتمن یې په څو پلورنځیو کې بیه کړئ. په دې ترتیب څوک نه شي کولای چې ستاسې په سترګو کې خاورې در واچوي. که د توکو له پېر وړاندې په خاصه د ګران بیه هغو ښه پلټنه وکړی، هم به د خپلې خوښې وړ توکي وپېری او هم به مو اضافي پیسې نه وي مصرف کړې.
۱۴- له عمومي ټرانسپورټه استفاده وکړئ!
د وګړو د ژوند لپاره په سپما کې له عمومي ترانسپورټه استفاده کول یوه بله لار ده. د عمومي تګ راتګ له اسانتیاوو استفاده کول نه یوازې د هوا د ککړتیا د لږولو او ګڼې ګوڼې له کمولو سره مرسته کوي، بلکې له دې سره سره په ملي بسونو او مېټرو کې له عمومي ترانسپورټه د شخصي موټرونو یا موټر سایکلونو په پرتله استفاده کول ډېر کم مصرفه دي.
۱۵- د خپلو وسایطو د ساتنې او احتمالي ترمیمونو لپاره منظم پلان ولرئ!
د خپلو وسایطو رنګ بدلولو، د لاسټیکونو د تنظیم او په شخصي وسایطو پورې اړوندو نورو کارونو ته مو همېشه باید پام وي. که ناوخته اقدام وکړی او شخصي وسایط مو پر خپل حال پرېږدی، بیا به اړ یاست چې د ساتنې او جوړونې لپاره یې زیاتې پیسې ولګوی.
۱۶- له برېښنايي توکو څخه په ګټه اخیستلو کې له دقته کار واخلئ!
د برېښنا لګښت کمولو ساده او اسانه لار، هغه هم د نن او سبا په بندو بازارونو کې دا ده چې کله له هغوی ګټه نه اخلئ؛ له برقه یې وکاږئ. تر لمر صفا خبره ده، که چېرې یوازې د دې پر ځای چې ټلوېزیون خاموش کړی، هغه له برق څخه وکاږی، ستاسې د برېښنا په لګښت کې کمښت راځي. البته پر نورو سرونو هم دې ته ورته اضافي مبلغ لګولو ته دقت وکړئ.